کریسټینا فرناندز د کیرشنر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کریسټینا الیزابت فرناندز د کیرشنر (زوکړه: د ۱۹۵۳ زکال د فبروري ۱۹ مه) ارجنټایني وکیله او سیاستواله ده چې له ۲۰۱۹ زکال راهیسې یې د مرستیال ولسمشرې په توګه خدمت کړی. نوموړې همدارنګه له ۲۰۰۷ زکال څخه تر ۲۰۱۵ زکال پورې د ارجنټاین د ۵۴مې ولسمشرې په توګه خدمت کړی او د خپل مېړه نستور کیرشنر د واکمنۍ پر مهال د دغه هېواد لومړۍ مېرمن پاتې شوې. نوموړې د ارجنټاین لومړنۍ انتخابي ښځینه ولسمشره او له ایزابل پرون وروسته د ارجنټاین دوهمه ښځینه ولسمشره ده. له ایډیالوژیک پلوه نوموړې د کیرشنرېزم په نامه د خپل سیاسي لیدلوري په لرلو سره ځان پرونېسته او ترقي غوښتونکې بلله.[۱][۲]

نوموړې د بوئنوس آیرس د ایالت په لاپلاتا کې وزېږېده او د لاپلاتا په پوهنتون کې یې د حقوقو په څانګه کې زده کړې وکړې چې له زده کړو وروسته یې له خپل مېړه نستور کیرشنر سره پاتاګونیا ته کډه وکړه. هغې ایالتي قانون جوړونکې شورا ته لار ومونده او مېړه یې د ریو ګالګوس انتخابي ښاروال شو. په ۱۹۹۵ زکال کې نوموړې د ملي سناتورې په توګه وټاکل شوه او یوه بحث پارونکې دوره یې تېره کړه، په داسې حال کې چې مېړه یې د سانتاکروز ایالت لپاره والي وټاکل شو. له دې سربېره نوموړې په ۱۹۹۴ زکال کې د اساسي قانون اصلاح کوونکې شورا ته لار ومونده چې د ارجنټاین اساسي قانون یې اصلاح کړ. همدارنګه له ۲۰۰۳ زکال څخه تر ۲۰۰۷ زکال پورې هغه مهال چې مېړه یې ولسمشر و، د هېواد لومړۍ مېرمن وه.

نستور کیرشنر بیاځلي ټاکنو ته وه نه درېد او پر ځای یې مېرمن د بریا جبهې د ائتلاف نومانده شوه چې د ۲۰۰۷ زکال د ټاکنو په ګټلو سره د ارجنټاین ولسمشره شوه. د هغې لومړۍ کاري دوره په کرنیز سکتور کې په یو لړ ستونزو سره پیل شوه او نوی مالیاتي سیستم یې پېشنهاد کړ چې وه نه منل شو. له دې وروسته نوموړې د شخصي تقاعد خزانه ملي اعلان کړه او د مرکزي بانک رئیس یې له دندې ګوښه کړ. د عمومي خدمتونو بیې د دولتي سبسایډي لرونکې پاتې شوې او د YPF په نامه د انرژۍ شرکت یې بېرته ملي کړ. د هغې د ولسمشرۍ پر مهال ارجنټاین د سویلي امریکا له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې لرلې او له لویدیځ بلاک سره یې اړیکې کېڼ اړخ ته د اوښتو (pink tide) په نامه سیمه ئیز سیاسي خوځښت له امله ترینګلې وې. نوموړې د بشري حقونو په برخه کې د خپل مېړه سیاستونه تعقیب کړل او له رسنیو سره یې شدیدې مخالفې اړیکې لرلې. نستور کیرشنر په ۲۰۱۰ زکال کې ومړ او نوموړې په ۲۰۱۱ زکال کې یوځل بیا د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د ۲۰۱۱ زکال په عمومي ټاکنو کې د ۵۴.۱۱٪ رایو په ګټلو سره له ۱۹۸۳ زکال راهیسې د ټولو بریالیو ولسمشرانو په پرتله ډېرې رایې خپلې کړې. د خپل سیال بینر موراندیني سره د ۳۷.۳٪ رایو توپیر د ارجنټاین د عمومي ټاکنو په تاریخ کې دویم تر ټولو لوی توپیر و. نوموړې د خپلې ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د بهرنیو اسعارو په پلور او پېر باندې محدودیتونه ولګول او دغه هېواد په ۲۰۱۴ زکال کې له دولتي افلاس سره مخ شو. نوموړې په ۲۰۱۵ زکال کې په داسې حال کې دنده پرېښوده چې د محبوبیت کچه یې له ۵۰٪ څخه لوړه وه.[۳][۴][۵][۶]

د نوموړې د ولسمشرۍ په دوه دورو کې د فساد څو سترې قضیې افشا شوې چې له امله یې د هغې د واکمنۍ پر وړاندې ګڼ شمېر اعتراضات رامنځته شول. نوموړې په ټیټه بیه د ډالرو په پلور کې په چلوټۍ تورنه شوه، خو وروسته یې برائت ترلاسه کړ. په ۲۰۱۵ زکال کې د البرټو نیسمن د بحث پارونکي تور پر بنسټ چې ګویا د ارجنټاین دولت او د ایران دولت داسې یوه هوکړه لاسلیک کړې چې په ۱۹۹۴ زکال کې د آمیا په ترهګریزو بمي چاودنو کې (په بوئنوس ایرس کې د یهوادنو په یوه مرکز وشوې) د ښکېلو ایراني وګړو له مجازاتو څخه د خلاصون په موخه دی او هڅه کوي د هغو اړوند د څېړنو مخه ونیسي. په ۲۰۱۷ زکال کې د ارجنټاین قاضي القضات د فرنادز دی کیرشنر د نیولو حکم صادر کړ او هغه یې په «خیانت» تورنه کړه، خو د پارلماني خوندیتوب لرلو له امله هغه وه نه نیول شوه او وروسته هم پر هغې د «خیانت» تور لغو شو، په داسې حال کې چې د نیسمان له خوا نور تورونه پر خپل ځای و. په ۲۰۱۸ زکال کې نوموړې په مالي فساد تورنه شوه او پرې تور پورې شو چې د هغې دولت د عمومي پروژو د قراردادونو په ورکولو کې بډې اخیستې دي. د ۲۰۲۰ زکال د سپټمبر په ۳۰ مه د جنايي جرمونو فدرال ایستناف محکمې په فرناندز دی کیرشنر باندې د فساد تورونه تائید کړل او د هغې اعتراضات یې د منلو وړ وه نه بلل. اتمې فدرال شفاهي محکمې بیا له ایران سره د هوکړې اړوند چې هېڅکله تصویب شوې نه وه د تورنو کسانو د ادعاوو په تجزیې او تحلیل سره د ۲۰۲۱ زکال د اکتوبر په ۷ مه دغه قضیه باطله اعلان کړه. قاضیان دې پایلې ته رسېدلي و چې له ایران سره د هوکړې لاسلیک کوم جرم نه دی او له دغه تورونو څخه یې کریسټینا او نور ټول تورن کسان پاک اعلان کړل. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ولسمشري (۲۰۰۷- ۲۰۱۵ زکال)[سمول]

اقتصادي پالیسي[سمول]

هغه مهال چې کریسټینا د لومړي ځل لپاره واک ته ورسېده، هغې د اقتصاد پخوانی وزیر میګل ګوستاوو پیرانو چې له دې وړاندې یې مېړه د خپلې ولسمشرۍ پر مهال ګمارلی و؛ له دندې ګوښه کړ. د پیرانو پرځای مارتین لوستو د اقتصاد د وزیر په توګه وټاکل شو. په کرنیزو صادراتو باندې د مالیاتو زیاتونه په کرنیز سکتور کې د جنجالونو د راولاړېدو لامل وګرځېده او اعتراضات یې راوپارول. دغه مالیات زیات نه شول او لوستو هم د ۲۰۰۸ زکال په اپرېل میاشت کې د خپلې مقررۍ څخه یوازې څو میاشتې وروسته استعفا ورکړه. د ارجنټاین د مالیاتي بنسټ مشر رافائل فرناندز د هغه ځای ناستی شو. [۱۸]

د مالیاتو د زیاتوالي د ځای نیونکي او همدارنګه په راتلونکي کال کې د پورونو د ورکړې په موخه دولت د خصوصي تقاعد خزانه چې د « Administradoras de Fondos de Jubilaciones y Pensiones» په نوم پېژندل کېدله، ملي کړه. په دغه اقدام کې د پیسو موجوده کچه نږدې ۳۰ میلیارده ډالر او د پورونو د ورکړې د ژمنتیا کچه ۲۴ میلیارده ډالر وه. د دغه خزینې ملي کول د ولسمشرې له خوا د بحران پر مهال د دولتي حمایت په توګه توجیه شول او هغه یې په اروپا او متحده ایالاتو کې د بانکونو له مرستې کولو سره پرتله کړل. له دې سره دغه چاره د مالکیت د حقونو او د قانون د واکمنۍ پر وړاندې ګواښ وبلل شوه. [۱۹]

بهرنۍ پالیسي[سمول]

فرناندز د کیرشنر د پینک ټایډ په نامه پوپولیستي ډلې غړې وه، د کیڼ اړخو ولسمشرانو هغه ډله چې د ۲۰۰۰مې لسیزې پر مهال یې د لاتین امریکا پر ګڼ شمېر هېوادونو واک چلاوه. په دغه ډله کې د ارجنټاین د نستور او کریسټینا کیرشنر سربېره د وینزویلا څخه هوګو چاوېز او نیکولاس مادورو، له برازیل څخه لوئیز ایناسیو لولا داسیلوا او دیلما روسف، له بولیویا څخه اېوو مورالس او له ایکواډور څخه رافائل کورئا شامل و. نوموړې د چاوېز او مادرو له سخت سرو ملاتړو څخه وه. [۲۰][۲۱][۲۲]

هغې له متحده ایالاتو سره جنجالي اړیکې لرلې. د امریکا د هوايي پوځ د یوې الوتکې څخه څو قلمه توکي لکه مواد مخدر او د جي پي اس دستګاوې د ارجنټایني چارواکو له خوا کشف او ضبط شول، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلماتیک کړکېچ رامنځته شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند فیلیپ جی کروي د دغو ضبط شوو توکو د بېرته سپارلو غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې دغه وسایل معیاري وسایل دي او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې ترې کار اخیستل کېږي، هغه چې ارجنټایني پولیسو ته یې د ګډو عملیاتو پر مهال د هغو اړوند روزنې ورکړي. هغې د ارجنټاین له ملي شبکې سره په خبرو کې څرګنده کړه چې متحده ایالات کېدای شي له واکه د نوموړې د لرې کولو او یا ترور هڅه وکړي. نوموړې دغه خبره څو ورځې وروسته له هغه وکړه چې د ځان اړوند یې د داعش ډلې د ترور د طرحو په اړه ویلي و. [۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. BBC News. 18 April 2006. Analysis: Latin America's new left axis. Archived 4 November 2013 at the Wayback Machine.
  2. Petras او Veltmeyer 2016، ص. 60.
  3. "Elecciones 2011". Argentina.gob.ar (په هسپانوي ژبه کي). 2017-08-29. مؤرشف من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 2011-10-24 باندې). Histórica victoria de Cristina Fernández de Kirchner. El País.
  5. Clarín.com (2011-10-24). "Cerca de la mayor diferencia en la historia, y con el porcentaje más alto desde 1983". Clarín (په هسپانوي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2015-10-24 باندې). Argentina elections: There may be trouble ahead. BBC News.
  7. (په 24 March 2017 باندې). Argentine Ex-President Faces Trial in $3.5 Billion Fraud Case. The New York Times.
  8. "Sobreseyeron a Cristina Kirchner y Axel Kicillof en la causa "dólar futuro" | el fallo fue por unanimidad y asegura que no existió delito". 13 April 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 14 January 2015 باندې). Argentinian president accused of covering up details about the country's worst terrorist attack. The Guardian.
  10. (په 26 October 2017 باندې). Cristina Fernandez de Kirchner, ex-president of Argentina, faces arrest warrant. Deutsche Welle
  11. . Por qué Bonadio acusa a Cristina Kirchner de 'traición a la patria'. Perfil.
  12. . What's at stake as Cristina Fernández goes on trial in Argentina. Financial Times.
  13. . Pacto con Irán: pidieron que Cristina Kirchner vaya a juicio oral por traición a la Patria. Clarin.
  14. (په 18 September 2018 باندې). Former Argentinian President Indicted. Reuters.
  15. "Argentina ex-President Kirchner hit with more corruption charges". Al Jazeera. مؤرشف من الأصل في ۲۳ نومبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Buenos Aires Times | Court confirms corruption trail for Fernández de Kirchner, De Vido". www.batimes.com.ar. مؤرشف من الأصل في ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cristina Kirchner was dismissed for signing the Pact with Iran: the judges decided that there was no crime. By Hernán Cappiello Archived 3 November 2021 at the Wayback Machine. 10-08-2021, La Nación کينډۍ:In lang
  18. "BBC NEWS | Business | Argentina's economy chief quits". BBC News. 25 April 2008. مؤرشف من الأصل في ۳۰ ډيسمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Barrionuevo, Alexei (21 اکتوبر 2008). "Argentina Nationalizes $30 Billion in Private Pensions". The New York Times. مؤرشف من الأصل في 31 دسمبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 19 سيپټمبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Nick Caistor (11 دسمبر 2015). "Latin America: The 'pink tide' turns". BBC. مؤرشف من الأصل في 27 اګست 2016. د لاسرسي‌نېټه 13 اکتوبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Mercosur suspends Paraguay over Lugo impeachment". BBC. 29 جون 2012. مؤرشف من الأصل في 14 اکتوبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 13 اکتوبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Juan Forero (په 23 November 2015 باندې). A Populist 'Pink Tide' Is Ebbing in South America, Argentine Vote Suggests.
  23. (په 16 February 2011 باندې). Argentina accuses US of trying to sneak in illegal drugs and arms.
  24. Uki Goñi (1 اکتوبر 2014). "Argentina president claims US plotting to oust her". The Guardian. مؤرشف من الأصل في 14 اکتوبر 2016. د لاسرسي‌نېټه 13 اکتوبر 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)