نجم الرحمن مواج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نجم الرحمان مواج (۱۳۲۵ لېږديز لمريز کال د ننگرهار ولايت-۱۳۹۷ ل ل کال مسکو) د افغانستان يو پښتو ژبی لیکوال، شاعر او ژباړونکی وو.

مخينه[سمول]

نجم الرحمن مواج د قاضي علي احمد زوی دی، چې پر ۱۳۲۵ ل ل کال د وري پر ۱۲ مه د ننگرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په باغواني کلي کې زیږېدلی دی. ده د پښتو، دري او عربي دیني کتابونو لوست په کور کی له خپل عالم پلار او خپل ورور عزیزالرحمان ممنون او مشرې خور وږمې څخه تر لاسه کړی او خپلې لومړنۍ زده کړې یې په استقلال لیسه کې پای ته رسولې دي. لوړې زده کړې یې د کابل پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې د لیسانس په درجه بشپړې کړې دي.

نجم الرحمن مواج د یو شمېر اثارو د کښلو ترڅنگ د یو شمېر لیکوالو اثار له پښتو په دري او له دري په پښتو اړولي دي. ارواښاد مواج په یوه مرکه کې، چې په تاند ويبپاڼه کې خپره شوې، د خپلې شاعرۍ په اړه ویلي وو:

«زما لومړنی نظم چې درې بندونه یې د جناب ممنون صاحب په قلم اصلاح شوي وو، پر ۱۳۳۸ لمریز کال چاپ شو او ۵۰ افغانۍ حق الزحمه یې هم راته راکړ شوه. ما له ډیرې خوښۍ دا پنځوس گون د رحمان بابا په دیوان کې خوندي کړ او مصرف مې نه کړ، آن تر دې چې په کډوالۍ کې چیرته د رحمان بابا دیوان او پنځوس گون هم رانه ترې تم شو.»

مړينه[سمول]

شاعر او ژباړن نجم الرحمان مواج پر ۱۳۹۷ ل ل کال د ۷۲ کلونو په عمر په مسکو کې وفات شو.

چاپ شوي اثار[سمول]

۱- سودبه چلېاویک (لیکوال: میخاییل شولوخوف. دري ژباړه: سرنوشت یک انسان (د یوه انسان برخلیک).

۲- د حکیم عمرخیام د ۲۲۳ رباعی گانو ژباړه (درې ځلي چاپ شوي ده.)

۳- د امام خمیني د رباعی گانو پښتو ژباړه.

۴- (۲۰۰۰) ورد په پښتو.

۵- (۲۰۰۳) ورد په پښتو.

۶- اکسېل په پښتو.

۷- ویندوز په پښتو.

۸- اکسس په پښتو.

۹- لیک لیکنه (ژباړه).

۱۰- د نصرالدین فکاهی گانې، پښتو انگلیسي.

۱۱- د نړۍ له څلورو کونجونو نه (طنزونه).

۱۲- نوی لیک لیکنه (تالیف).

۱۳- د ښځو حقونو په برخه کې (تالیف).

۱۴- awn د افغانستان د ښځو شبکې ته سیاسي ټولنېز لکچر نوټ لیکنه.

۱۵- د اتلانو اتل، د عبدالرحمن عزام اثر پښتو ژباړه.

۱۶- د پیغمبرانو داستانونه.

۱۷- د حضرت ابوالمجد مجدود بن آدم سنایی څلوریزې.

۱۸- د مولانا میرزا عبدالقادر بیدل ۱۳۵ څلوریزې (تر چاپ لاندې).

۱۹- شعر پوله نه پېژني، د نهو شاعرانو د څلوریزو ژباړه.

ناچاپ آثار[سمول]

۱- پښتو شعر (دوه ټولگې).

۲- دری شعر، یوه ټولگه.

۳- د استاد خلیل الله خلیلي د رباعي گانو ژباړه.

۴- د جاپاني شاعرانو د ۳۸ ترانو ژباړه، چې د ښاغلي برنا کریمي پر مټ په دري ژباړل شوې دي.

۵- د محمد فقیر فروزي پنجشیري د رباعي گانو ژباړه.

۶- دستهای کثیف، اثر ژان پل سارتر از فرانسوي به دري برگردانی شده.

۷- د رحمان بابا، خوشال خان خټک، حميد مومند او نورو گن شمیر شاعرانو د بیتونو ژباړه (په دري).

۸- د هند سمندر سونامي په اړوند د افسر رهبین د ۱۹ ويرنو (مرثيو) پښتو ژباړه.

۹- د جاپاني اوومې او لسمې پېړۍ شعرونه، چې داکتر برنا کریمي په دري راژباړلي دي.

۱۰- د نورو گڼو شاعرانو شعرونه په پښتو.

سرچينې[سمول]

  1. http://www.taand.com/archives/77770
  2. https://mandegardaily.com/%D9%81%D8%B1%D9%87%D9%86%DA%AF%D8%B3%D8%AA%D8%A7%D9%86/%D8%B1%D8%A7%D9%87-%D8%B1%D9%81%D8%AA%E2%80%8C-%D9%88-%D8%A2%D9%85%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D8%B2-%D8%A7%D8%B3%D8%AA/
  3. http://www.taand.com/archives/116210