ناومي کلين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ناومي کلين
ناومي کلين
ناومي کلين

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ مې ۱۹۷۰[۱][۲][۳]
مونټريال  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا[۴]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال
سکرين ليکوال
ليکوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۵][۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک چاپېريال پالنه
اقلیمي عدالت  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي)  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ناومي ای. کلين (زوکړه: ۱۹۷۰ ز کال د می ۸) يوه کاناډايي ليکواله، ټولنيزه فعاله او فلم جوړونکې ده، چې د خپلو سياسي شننو، د ښځو او نارينه وو د سياسي او ټولنيزو ګډو حقونو د برابرۍ ملاتړ، سازمان شوي کار، کيڼ اړخي سياست او د سره نغښتي نړيوالتوب، فاشيزم، اقتصادي فاشيزم او پانګوالۍ د نيوکې لپاره پېژندل کېږي. نوموړې تر ۲۰۲۱ ز کال پورې مرستيال پروفيسوره او د برتانوي کولمبيا پوهنتون کې د اقليمي عدالت پروفيسوره ده، چې د اقليمي عدالت لپاره د يو مرکز د مرستيال رياست چارې پر مخ وړي. [۷][۸][۹][۱۰]

کلين د ۱۹۹۹ ز کال د “No Logo” تر سرليک لاندې نړيوالتوب ته بله بڼه ورکونکي کتاب له امله په لومړي ځل په نړيواله کچه وپېژندل شوه. د ارجنټاين د نيول شويو کارخانو په اړه د ۲۰۰۴ ز کال د “The Take” په نوم مستند فلم يې څېره نوره هم نامتو کړه، چې د خپل خاوند اوي ليويس “Avi Lewis” په لارښوونه يې ليکلی و. د يادونې وړ ده، چې د شاک دکتورین “The Shock Doctrine (2017)” په نوم د نيوليبرال اقتصاد د تاريخ نيوکيزې شننې په نړيواله کچه د يوې نامتو فعالې په توګه د هغې دريځ پياوړی کړ. ياده شننه په شپږ دقيقه يي مل فلم کې د الفونسو “Aalfonso” او جوناس کوارون “Junas Cuaron” او همدارنګه د مايکل وېنټربوټوم “Michael Winterbottom” له لورې د فيچري مستند په توګه جوړ شو. د کلين «دا هر څه بدلوي: پانګوالي د اقليم پر وړاندې (۲۰۱۴)» د نيويارک ټايمز نا افسانوي زياته خرڅېدونکې او د ناافسانوي لپاره د هيلری ويسټون ليکوالانو د باور انعام “Hillary Weston Writers’ Trust Prize for Nonfiction” ګټونکې شننه وه. [۱۱][۱۲][۱۳]

کلين ته په ۲۰۱۶ ز کال کې د اقليمي عدالت په اړه د خپل فعاليت له امله د سيدني د سولې انعام “Sydney Peace Prize” ورکړل شو. نوموړې د “Gottlieb Duttweiler Institute” له لورې د ۲۰۱۴ ز کال د فکر مشرانو “Thought Leaders” ترتيب شوې ډلبندۍ، د “Prospect” مجلې د نړۍ د مفکرانو د ۲۰۱۴ ز کال د رايې ورکولو او د مکلين د ۲۰۱۴ ز کال د ځواک لښتليک “Maclean’s 2014 Power List” په ګډون، په پرله پسې ډول د غوره اغېزناکو مفکرينو په نړيوالو او ملي لښتليکونو کې راڅرګندېږي. نوموړې پخوا د اقليمي ملاتړ ډلې (350.org) د رئیسانو د منصفه ډلې غړې وه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

کورنۍ[سمول]

ناومي کلين د کيوبيک په مونټريل “Montreal, Quebec” سيمه کې زېږېدلې ده او د سولي فعاليت د تاريخ په لرلو سره يوې يهودۍ کورنۍ کې لويه شوه. مور او پلار يې په خپله وينا هيپي وګړي وو، چې په ۱۹۶۷ ز کال کې له متحده ايالتونو څخه د ويتنام جګړې ته د جګړې د مخنيوونکو (جنګياليو) په توګه کډوال شول. د نوموړې مور بونني شير کلين “Bonnie Sherr Klein” چې مستند فلم جوړونکې ده، د “Not a Love Story” تر سرليک لاندې د خپل پورنوګرافي ضد فلم له امله خورا پېژندل کېږي. پلار يې مايکل کلين “Michael Klein” يو ډاکتر او د ټولنيزې ځواب وينې لپاره د ډاکترانو [ټولنې] “Physicians for Social Responsibility” غړی دی. ورور يې سيت کلين “Seth Klein” يو ليکوال دی، چې د برتانوي کولمبيا د تګلارې د ځايناستو کاناډايي مرکز “Canadian Centre for Policy Alternatives” دفتر پخوانی رئيس و. [۱۹][۲۰][۲۱]

له دويمې نړيوالې جګړې څخه مخکې يې پلارني نيکونه کمونيستان وو، مګر په ۱۹۳۹ ز کال کې د “Molotov-Ribbentrop Pact” له تړون څخه وروسته يې د شوروي اتحاد پر وړاندې بدلېدل پيل کړل. په ۱۹۴۲ ز کال يې نيکه چې په ډېسني “Disney” کې د کارتون ته ورته فلمونو جوړونکی و، د ۱۹۴۱ ز کال له بريد څخه وروسته له دندې څخه ګوښه شو او بايد پر ځای يې د بېړۍ جوړولو کارخانه کې کار ته مخه کړی وی. دوی په ۱۹۵۶ ز کال کې کمونيزم پرېښود. د کلين پلار د ټولنيز عدالت او توکميزې برابرۍ نظرياتو په منځ کې رالوی شو، مګر د کمونيستاني ماشوم اوسېدلو لپاره يې ستونزمن او ډارونکی وګڼه، چې يوازې په نوم د هغه مور او پلار زوی ورته وړايي، چې د متحده ايالتونو د کمونيست ګوند غړي وو، يا دې ګوند ته نږدې او يا يې د ګوند له موخو سره خواخوږي درلوده. [۲۲][۲۳][۲۴]

د کلين خاوند اوي ليويس “Avi Lewis” په يوه سياسي او ژورنالېستيکه کورنۍ کې زېږېدلی و. د هغه نيکه ډيويډ ليويس “David Lewis” يو معمار او د فدرال د نوي ديموکراتيک ګوند “New Democratic Party” مشر و، په داسې حال کې چې د هغه پلار (د کلين نيکه) سټيفين ليويس “Stephen Lewis” د اونتاريو د نوي ديموکراتيک ګوند “Ontario New Democratic Party” مشر و. اوي ليويس د تلويزيوني ژورنالېست او مستند فلم جوړونکي په توګه کار کوي. د کلين او اوي ليويس يوازينی زوی ټوما “Toma” د ۲۰۱۲ ز کال د جون پر ۱۳ نېټه زېږېدلی دی. [۲۵][۲۶]

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

کلين د خپل نوي پېغلتوب ډېری برخه په د خرڅلاو مرکزونو کې تېره کړه، چې د طرحه کوونکو په سوداګريزو نښو سره ځورول کېده. د يوې ماشومې او نوې پېغلې په توګه ورته خورا ظالمانه ښکاره شوه، چې يوه خورا عمومي فيمينيسټ مور لري، چې سياست يې ونه مانه او پر ځای يې د مصرف کوونکي بشپړ اصالت ته غاړه کېښوده. [۲۷]

هغې په نړۍ ليد کې خپل بدلون لامل دوه کتلستان ګڼي. يو هغه مهال و چې نوموړې ۱۷ کلنه وه او د ټورنټو پوهنتون “University of Toronto” لپاره يې چمتووالی نيوه، چې مور يې مغزي ټکان سره مخامخ شوه او په سخت ډول معلوله شوه. ناومي او پلار او ورور يې د روغتون او کور په ټوله دوره کې پر بوني “Bonnie” پاملرنه وکړه، چې زده کړې يې د مور د خدمت ښکار شوې. د ياد کال رخصتۍ د شوخې ماشومې په توګه له اوسېدلو څخه د هغې مخنيوی وکړ. راتلونکی کال يې په ټورنټو پوهنتون کې د خپلو زده کړو له پيل څخه وروسته دويم کتلست پېښ شو. دا کتلست په ۱۹۸۹ زکال د ايکول پوليتخنيک د انجنينرۍ څانګې د ښځينه زده کوونکو عام وژنه وه، چې د ښځو د سياسي او ټولنيزو حقونو د برابرۍ اصالت د ويښتابه چيغه ثابته شوه. [۲۸][۲۹]

د کلين د ليکنې مسلک د وارسيټي “The Varsity” په نوم د زده کوونکو ورځپاڼې سره په مرستو (ونډو) پيل شو، چې نوموړې په کې د مديرې په توګه خدمت وکړ. د ټورنټو پوهنتون کې له خپل درېيم کال او په “This Magazine” مجله کې له مديريت څخه وروسته يې په “Globe and Mail” رسنۍ کې د دندې تر لاسه کولو په موخه پوهنتون پرېښود. نوموړې په ۱۹۹۵ ز کال د خپل سند د پای ته رسولو په موخه بېرته ياد پوهنتون ته ستنه شوه، مګر د خپل سند د بشپړولو لپاره د اړينو وروستيو امتيازونو له تر لاسه کولو څخه مخکې يې په ژورنالېزم کې انترني دورې ته د دوام ورکولو په موخه پوهنتون پرېښود. [۳۰][۳۱]

[سمول]

کلين په ۱۹۹۹ ز کال د “No Logo” په نوم کتبا خپور کړ، چې د زياتو خلکو لپاره د نړيوالتوب ضد خوځښت يوه انګېزه يا څرګندونه شوه. نوموړې په دې کتاب کې د جنس پر بنسټ مصرف کوونکي کلتور او د سترو شرکتونو پر عملياتو باندې بريدونه وکړل. هغه همدا راز پر بېلابېلو دا ډول شرکتونو باندې تور پورې کوي، چې د زياتو ګټو تر لاسه کولو په موخه د نړۍ په بېوزلو هېوادونو کې په نا اخلاقي ډول له کارکوونکو څخه ګټه پورته کوي. په دې کتاب کې کلين پر “Nike” شرکت باندې دومره سخته نيوکه وکړه، چې نايک يې ټکی په ټکی ځواب خپور کړ. No Logo نومي کتاب له ۲۸ څخه په زياتو ژبو کې له يو ميليون څخه د زياتو نسخو په خرڅولو سره د نړۍ په کچه تر ټولو زيات خرڅېدونکی کتاب شو. [۳۲][۳۳]

کټارې او کړکۍ “Fences and Windows”[سمول]

د کلين د ۲۰۰۲ ز کال کټارې او کړکۍ “Fences and Windows” د نوموړې د مقالو او ويناوو هغه ټولګه ده، چې د نړيوالتوب ضد په استازولۍ يې ليکلی دی (د کتاب ټولې قانوني کړنې د کټارو او کړکۍ پانګې “Fences and Windows Fund” له لارې د ملاتړو ادارو ګټي ته ځي). [۳۴]

“The Take” فلم[سمول]

The Take (2014) يو مستند فلم دی، چې د کلين او ليويس د دواړو په مرسته جوړ شو. ياد فلم ارجنټاين کې د کارخانې د هغو کارکوونکو په اړه دی، چې پر يو تړلي نبات باندې بریالي شوي دي، توليد يې بيا پيل کړی دی او په ډله ايز ډول کار کوي. ياد فلم په افريقا کې په لومړي ځل د سويلي افريقا د ډربان “Durban” نومي ښار د کينيډي سړک “Kennedy Road” په پارېدلي استوګنځي کې نندارې ته وړاندې شو، چې د “Abahlali BaseMjondolo” خوځښت په همدې ځای کې پيل شو. [۳۵]

په “Z Communications” کې يوې مقالې پر “The Take” فلم باندې په کې د ارجنټايني جنرال او سياستپوه جوان ډومينګو پيرون “Juan Domingo Peron” د انځورونې له امله نيوکه وکړه او استدلال يې وکړ، چې نوموړې په تېروتنې سره د ټولنيز يا سوسيال ديموکرات په توګه انځور شوی دی. [۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1468859/ — د نشر نېټه: ۱۲ اگسټ ۲۰۱۵
  2. Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Klein-Naomi — subject named as: Naomi Klein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000024011 — subject named as: Naomi Klein — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. پیوستون : 122769899  — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  5. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb13739544k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  6. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/8814691
  7. "Commanding Heights : Naomi Klein | on PBS". www.pbs.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Affairs, Public; Berkeley|, U. C. (2020-03-27). "Berkeley Talks transcript: Naomi Klein on eco-fascism and the Green New Deal". Berkeley News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Nineham, Chris (October 2007). "The Shock Doctrine". Socialist Review. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Naomi Klein". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په September 7, 2007 باندې). Shock Doctrine: A Film by Alfonso Cuaron and Naomi Klein.
  12. "2014 Prize Winner". Hilary Weston Writers' Trust Prize for Nonfiction. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Jones, Sam; "Naomi Klein disowns Winterbottom adaptation of Shock Doctrine" Guardian.co.uk, August 28, 2009
  14. "Naomi Klein wins Sydney Peace Prize". SBS. May 14, 2016. د لاسرسي‌نېټه May 14, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Thought Leaders 2014: the most influential thinkers". Gottlieb Duttweiler Institute. November 27, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر June 15, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "World thinkers 2014: the results". Prospect. April 23, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر September 28, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 6, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "The Maclean's Power List, Part 2". Maclean's. November 20, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Board of Directors". 350.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Klein, Naomi. No Logo (2000: Vintage Canada), pp. 143-4.
  20. "Video: Naomi Klein addresses the Department of Culture Town Hall". Department Of Culture. September 4, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر April 28, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 26, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Biography of Bonnie Sherr Klein (*1941): Filmmaker, Author, Disability Rights Activist". Library and Archives Canada. د اصلي آرشيف څخه پر April 1, 2010 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Sito, Tom (July 19, 2005). "The Disney Strike of 1941: How It Changed Animation & Comics" (PDF). Animation World Magazine. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 6, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 25, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Adams, Tim (June 11, 2017). "Naomi Klein: 'Trump is an idiot, but don't underestimate how good he is at that'" – عبر www.theguardian.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. MacFarquhar, Larissa (December 8, 2008). "Outside Agitator: Naomi Klein and the New Left". The New Yorker. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Gatehouse, Jonathon (2016-04-12). "Avi Lewis on the 'ideological battle' over the Leap Manifesto". Maclean's. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Naomi Klein". Facebook. March 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Viner, Katharine (سيپټمبر 23, 2000). "Hand-To-Brand-Combat: A Profile Of Naomi Klein". The Guardian. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 22, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه فبروري 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Klein, Bonnie Sherr (Spring 1993). "We are Who You are:Feminism and Disability". Abilities. Enablelink.org. د اصلي آرشيف څخه پر October 11, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Naomi Klein: The Montreal Massacre". Youtube.com. مؤرشف من الأصل في ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه May 3, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  30. Q&A Interview with Brian Lamb, on CSPAN, dated November 29, 2009, Klein Q&A interview and transcript
  31. MacFarquhar, Larissa (December 8, 2008). "Outside Agitator: Naomi Klein and the New Left". The New Yorker. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Naomi Klein". The Nation. د لاسرسي‌نېټه August 12, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Nike's response to No Logo". Nike. March 8, 2000. د اصلي آرشيف څخه پر April 16, 2000 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Login to eResources, The University of Sydney Library" (PDF). Ereserve.library.sydney.edu.au.ezproxy1.library.usyd.edu.au. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Phillips-Fein, Kim (مې 10, 2005). "Seattle to Baghdad". n+1. د اصلي آرشيف څخه پر جنوري 10, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه فبروري 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Morduchowicz, Daniel (September 20, 2004). "The Take". Z Space. د لاسرسي‌نېټه February 17, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)