Jump to content

اقلیمي عدالت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اقلیمي عدالت داسې مفهوم دی چې د اقلیمي بدلون د ګټو او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې د مسؤولیتونو عادلانه وېش رانغاړي. عدالت، انصاف او برابري بشپړ سره مساوي نه دي، خو د اړوندو اصطلاحاتو له یوې کورنۍ څخه دي او په خبرو اترو او سیاست کې تر ډېره د یو بل پر ځای کارول کېږي. تطبیقي اخلاق، څېړنه او پلټنه د دغو اصطلاحاتو په مرسته له انساني اقلیمي بدلونونو سره د یوې اخلاقي، قانوني او سیاسي موضوع په توګه چلند کوي، نه د داسې موضوع په توګه چې یوازې چاپېریالي یا فزیکي ماهیت لري. دغه چاره د عدالت په ځانګړي ډول د چاپېریالي او ټولنیز عدالت له مفاهیمو سره د اقلیمي بدلونونو د لاملونو او اغېزو د تړلو له لارې ترسره کېږي. په اقلیمي عدالت کې د برابرۍ، بشري حقونو، ټولیزو حقونو او د اقلیمي بدلونونو د تاریخي مسؤولیتونو په څېر مفاهیم څېړل کېږي. د اقلیمي عدالت په اقداماتو کې د اقلیمي بدلونونو د اړوندو ستونزو په اړه د حقوقي اقداماتو نړیواله مجموعه شاملېږي. په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو د چاپېریال ساتنې د پروګرام راپور په ټوله نړۍ کې ۸۹۴ هغه قانوني اقدامات په ګوته کړل چې د کېدو په حال کې وو. اقلیمي عدالت د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال تر اجنډا لاندې د تل‌پاتې پراختیا د ۱۳مې موخې بنسټیز اړخ دی.[۱][۲][۳]

د اقلیمي عدالت د ژبې استفاده او محبوبیت په وروستیو کلونو کې ډېر زیات شوی دی، له دې سره سره د اقلیمي عدالت په اړه له بېلابېلو لارو پوهاوی رامنځته شوی او کله ناکله یې پر بېلابېلو معناوو بحثونه کېږي. په ساده ډول د اقلیمي عدالت مفاهیم د اجرائي عدالت په خوا کې ډلبندي کولی شو چې پر عادلانه، شفافه او هراړخیزه تصمیم‌نیونه او توزیعي عدالت ټینګار کوي. یعنې پر دې موضوع ټینګار کوي چې څوک به د اقلیمي بدلونونو او له دغو بدلونونو سره د مقابلې لپاره د شویو اقداماتو لګښتونه پر غاړه اخلي. د اقلیمي بدلونونو د حکومت‌منځي پلاوي دویمه کاري ډله دا مهال د اقلیمي عدالت درېیم اصل په داسې ډول راپېژني چې بنسټیز درناوی، له فرهنګونو او بېلابېلو نظرونو سره ښه تعامل او اړیکې په کې اړینې دي. تشخیص او درناوی د توزیعي او اجرائي عدالت لپاره د مهمو بنسټونو په توګه پېژندلی شو.[۴][۵]

اقلیمي عدالت ته د پاملرنې او د دغه مفهوم د محبوبیت یو لوی لامل د ولسي غورځنګونو یا خوځښتونو را څرګندېدل دي. ځانګړی تمرکز د ډېرو زیانمنو خلکو او سیمو پر رول دی. بېلګه یې هغه ډلې دي چې په نامتناسب ډول د اقلیمي بدلونونو په مقابل کې زیانمنېدونکي دي یا د اقلیمي بدلونونو تر اغېز لاندې دي چې ښځې، توکمیز اقلیتونه، ځوانان، عمر خوړلي کسان او بېوزلي یې د بېلګې په توګه یادولی شو. د کم عایده ټولنو، ځايي ټولنو او رنګین‌پوستانو د ټولنو په څېر هغه ټولنې چې له تاریخي پلوه څنډې ته شوې دي، د اقلیمي بدلونونو له ډېرو ناوړه پایلو سره مخ دي. یعنې دا هغه ټولنې دي چې په اقلیمي بدلونونو کې تر ټولو کمه ونډه لري خو بیا یې له ډېر شدیدو پایلو یا اغېزو څخه هم همدوی کړېږي. دوی ښايي اقلیمي بدلونونو ته د هغو غبرګونونو له امله لا ډېر زیانمن شي چې شته نابرابرۍ لا ډېرولای شي چې دغه نابرابري د اقلیمي بدلونونو د درې‌ګونې بې‌عدالتۍ په نامه پېژندل کېږي.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اړخونه او ملاحظات[سمول]

د لاملونو او مسؤولیتونو تر منځ د تناسب نشتوالی[سمول]

د انساني اقلیمي بدلونونو مسؤولیت د خلکو او ډلو تر منځ ډېر بېلابېل دی. څېړنې ښيي چې د چاپېریالي اغېزو ډېر مسؤولیت د نړۍ تر ټولو هوسا خلکو ته ورګرځي او اړینه ده چې همدوی د خوندي چاپېریالي شرایطو لوري ته د تګ لپاره قوي اقدام وکړي.[۲۰][۲۱]

د اکسفام او سټکهلم چاپېریالي مؤسسې د ۲۰۲۰ کال د راپور له مخې له ۱۹۹۰ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې د نړۍ ۱ سلنه تر ټولو شتمنو خلکو د ۵۰ سلنه بېوزلو خلکو دوه برابره کاربن خپور کړی دی. دا په ترتیب سره په هغه دوره کې د ۷ سلنه په پرتله ۱۵ سلنه ټولیز یا تجمعي خپرښت و.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د لاملونو د نامتناسبوالي له امله د بې‌عدالتۍ د ستونزې له ډېرېدو سره ډېری هغه خلک او ملتونه تر نورو ډېر د اقلیمي بدلون تر اغېزو لاندې دي چې په اقلیمي بدلونونو کې کمه ونډه لري یا د اقلیمي بدلونونو کم مسؤولیت ورګرځي. یوه څېړنه اټکل کوي چې سناریوګانو ته په کتو سره که د نفوس د ودې په الګوګانو کې بدلون رانه‌شي، اقلیمي بدلونونه تر ۱.۵ درجې سانتي ګراد پورې محدود نه‌شي او خلک مهاجرت ونه‌کړي، نو هغه سیمې چې له ۱ تر ۳ میلیارده کسان په کې اوسېږي، ښايي په ۵۰ کلونو کې د صحرا د ډېرو ګرمو سیمو په اندازه ګرمې شي (چې حد اکثر کلنۍ تودوخه به یې تر ۲۹ سانتي ګراد درجو پورته وي). دې څېړنې وښوده چې ډېری دغه زیانمنې سیمې به تر ۲۰۲۰ کال پورې د تطابق کمه وړتیا ولري. یوه ستونزه ښايي په ټوله نړۍ کې د وچکالۍ زیاتوالی وي.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

مسؤولیت او لاملونه[سمول]

که څه هم د فوسیلي سون‌توکو شرکتونه د انساني اقلیمي بدلونونو ډېر مسؤولیت لري، خو پر چاپېریال یې منفي اغېزې ښايي بېلابېل لاملونه ولري:[۳۲][۳۳]

  • هغه مصرفوونکي چې فوسیلي سون‌توکي او هغه وسایل پېري چې د فوسیلي سون‌توکو په کارولو سره تولید شوي وي
  • هغه جوړښتونه چې ځواک او شتمني د فوسیلي سون‌توکو د شرکتونو تر منځ وېشي
  • د تل‌پاتې پراختیا لپاره د دولتي او ازادې خصوصي پانګونې نشتوالی
  • د بدیلونو نشتون (لکه د عمومي ترانسپورت یا لېږد رالېږد زېربناوې او د تل‌پاتې انرژۍ پرمختللې شبکې)
  • د فوسیلي سون‌توکو د استفادې او د دغو سون‌توکو د مضرو اغېزو د کمولو لپاره د پالیسیو نشتون
  • د بدلون د پراختیا نشتون (د بېلګې په توګه اقتصادي تعریفې، نوې ټولنیزې-اقتصادي طرحې او په مالي تخصیصونو کې بدلونونه).

ډېری پالیسۍ (او د میلیاردرانو د اقداماتو په څېر اوسنۍ خصوصي هڅې) ښايي ګڼې مثبتې چاپېریالي اغېزې ولري. خو ښايي دغه هڅې په داسې ډول وي چې په ظاهر د چاپېریال د خوندیتابه لپاره وي او اصلاً چاپېریال ته زیانونه واړوي. یا هم ښايي دا هڅې په اقلیمي موخو یا پالیسیو کې پاتې راشي، ځکه چې سیاست تر ډېره پر توافق ولاړ دی.[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

نسل‌منځي حقوق[سمول]

اوسني دولتونه او د نړۍ نفوس ځینو بدلونونو ته اړتیا لري تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره اقلیمي عدالت برابر کړي چې په دغو بدلونونو کې قربانۍ هم راځي او دا قرباني د ژوند په ډول کې بدلون، په عمومي لګښتونو کې بدلون او د کار یا شغل په انتخاب کې بدلون دی.[۳۸][۳۹][۴۰]

اټکل کېږي چې د مخنیوي وړ شدیدې اغېزې به احتمالاً د اوسني بالغ جمعیت د ژوند په اوږدو کې رامنځته شي. د اوسنۍ اقلیمي پالیسۍ پر بنسټ، په ۲۰۲۰ کال کې زیږېدلي ماشومان به د خپل ژوند په اوږدو کې د هغو کسانو په پرتله ۲ تر ۷ ځله زیات د ګرمۍ له څپو او نورو شدیدو اقلیمي پېښو سره مخ شي چې په ۱۹۶۰مه لسیزه کې زیږېدلي دي. د نورو اټکلونو تر څنګ دغه اټکل د نسل‌منځي حقونو اړوندې ستونزې مطرح کوي، ځکه دغه نسلونه (یعنې خاصې ډلې او اشخاص او د دوی حکومتولي او پرمختللی اقتصاد) وو چې په اقلیمي بدلونونو کې یې ونډه لرله.[۴۱][۴۲]

دا هغه ټولیز واقعیت څرګندوي چې د هر نسل له‌خوا تولید شوي ګلخانه‌يي ګازونه یوه یا څو راتلونکو نسلونو ته زیان رسوي او اقلیمي بدلونونه په تدریجي ډول د اغېزمنو نسلونو لپاره د هغه نسل په پرتله لا ډېر له ګواښه ډکوي چې د دغو ګواښونو مسؤول دی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اقلیمي سیستم د اوج نقطې لري. مثلاً د امازون د ځنګل‌وهنې کچه چې د ځنګلونو د نه راګرځېدونکي کمښت لامل کېږي. هغه نسل چې د ګلخانه‌يي ګازونو دوامدار انتشار یې اقلیمي سیستم د اوج له دغسې نقطو څخه تېروي، پر راتلونکو څو نسلونو شدیده بې‌عدالتي تحمیلوي.[۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. "Climate Law Database". Climate Justice Programme. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ اپرېل ۲۰۱۱ باندې. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. (په 9 October 2018 باندې). Les Pays-Bas sommés par la justice d'intensifier leur lutte contre le changement climatique.
  4. Newell, Peter; Srivastava, Shilpi; Naess, Lars Otto; Torres Contreras, Gerardo A.; Price, Roz (July 2020). "Towards Transformative Climate Justice: Key Challenges and Future Directions for Research" (PDF). Working Paper Volume 2020. Sussex, UK: Institute for Development Studies (540). hdl:20.500.12413/15497. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۶ نومبر ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "AR6 Climate Change 2022: Impacts, Adaptation and Vulnerability — IPCC". خونديځ د اصلي څخه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په 9 November 2020 باندې). As young people, we urge financial institutions to stop financing fossil fuels. Climate Home News.
  7. Climate Change and LandAn IPCC Special Report on climate change, desertification, land degradation, sustainable land management, food security, and greenhouse gas fluxes in terrestrial ecosystems. Intergovernmental Panel of Climate Change. 2019. مخونه 17. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Kofi Annan launches climate justice campaign track". Global Humanitarian Forum. 1 October 2009. خونديځ د اصلي څخه ۱۵ جولای ۲۰۱۱. لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. (په 7 March 2011 باندې). Study: Climate change affects those least responsible. USA Today.
  10. "Africa Speaks up on Climate Change". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ ډيسمبر ۲۰۱۸ باندې. In wealthy countries, the looming climate crisis is a matter of concern, as it will affect the wellbeing of the economy. But in Africa, which is hardly contributing to climate change in the first place, it will be a matter of life and death. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Policy Innovations for Transformative Change: Implementing the 2030 Agenda for Sustainable Development (PDF) (Report). Geneva: United Nations Research Institute for Social Development (UNRISD). 2016. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789290850984. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۹ مې ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Jafry, Tahseen, سمونګر (2019). Routledge handbook of climate justice. Abingdon, Oxon. OCLC 1056201868. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781315537689. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Cameron, Edward; Shine, Tara; Bevins, Wendi (September 2013). "Climate Justice: Equity and justice informing a new climate agreement" (PDF). Working Paper. Washington, DC: World Resources Institute & Mary Robinson Foundation. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۳۰ مې ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۲۵ نومبر ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Powers, Melissa (4 December 2019). "Energy transition: reforming social metabolism". Research Handbook on Global Climate Constitutionalism. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  16. Ciplet, David; Harrison, Jill Lindsey (15 April 2020). "Transition tensions: mapping conflicts in movements for a just and sustainable transition". Environmental Politics. 29 (3): 435–456. doi:10.1080/09644016.2019.1595883. ISSN 0964-4016. S2CID 159439879. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. McKendry, Corina (15 November 2016). McKendry, Corina (سمونګر). "Participation, Power and the Politics of Multiscalar Climate Justice". The WSPC Reference on Natural Resources and Environmental Policy in the Era of Global Change. WORLD SCIENTIFIC. 2: 393–413. doi:10.1142/9789813208162_0017. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4713-72-6. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Kartha, Sivan; Kemp-Benedict, Eric; Ghosh, Emily; Nazareth, Anisha; Gore, Tim (September 2020). "The Carbon Inequality Era: An assessment of the global distribution of consumption emissions among individuals from 1990 to 2015 and beyond" (PDF). Stockholm Environment Institute. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۲۲ جنوري ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. (په 26 January 2021 باندې). The '1%' are the main drivers of climate change, but it hits the poor the hardest: Oxfam report. CNBC.
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. "Emissions Gap Report 2020 / Executive Summary" (PDF). United Nations Environment Programme. 2021. p. XV Fig. ES.8. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۳۱ جولای ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  30. (په 5 May 2020 باندې). Climate change: More than 3bn could live in extreme heat by 2070. BBC News.
  31. Xu, Chi; Kohler, Timothy A.; Lenton, Timothy M.; Svenning, Jens-Christian; Scheffer, Marten (26 May 2020). "Future of the human climate niche – Supplementary Materials". Proceedings of the National Academy of Sciences. 117 (21): 11350–11355. doi:10.1073/pnas.1910114117. ISSN 0027-8424. PMC 7260949. PMID 32366654. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. (په 2 December 2019 باندې). BlackRock's Larry Fink must think again over tackling climate crisis. The Guardian.
  35. (په 19 June 2020 باندې). Who is really to blame for climate change?. www.bbc.com.
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. (په 10 July 2019 باندې). Individuals can't solve the climate crisis. Governments need to step up. The Guardian.
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  40. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  41. (په 1 October 2021 باندې). 2020 babies may suffer up to seven times as many extreme heat waves as 1960s kids. Science News.
  42. Thiery, Wim; Lange, Stefan; Rogelj, Joeri; Schleussner, Carl-Friedrich; Gudmundsson, Lukas; Seneviratne, Sonia I.; Andrijevic, Marina; Frieler, Katja; Emanuel, Kerry; Geiger, Tobias; Bresch, David N.; Zhao, Fang; Willner, Sven N.; Büchner, Matthias; Volkholz, Jan; Bauer, Nico; Chang, Jinfeng; Ciais, Philippe; Dury, Marie; François, Louis; Grillakis, Manolis; Gosling, Simon N.; Hanasaki, Naota; Hickler, Thomas; Huber, Veronika; Ito, Akihiko; Jägermeyr, Jonas; Khabarov, Nikolay; Koutroulis, Aristeidis; Liu, Wenfeng; Lutz, Wolfgang; Mengel, Matthias; Müller, Christoph; Ostberg, Sebastian; Reyer, Christopher P. O.; Stacke, Tobias; Wada, Yoshihide (8 October 2021). "Intergenerational inequities in exposure to climate extremes". Science. 374 (6564): 158–160. Bibcode:2021Sci...374..158T. doi:10.1126/science.abi7339. PMID 34565177 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 237942847 Check |s2cid= value (لارښود). خونديځ د اصلي څخه ۱۱ مې ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  44. (په 2022-03-07 باندې). Amazon Is Less Able to Recover From Droughts and Logging, Study Finds. The New York Times.
  45. Shue, Henry (2021). The pivotal generation : why we have a moral responsibility to slow climate change right now. Princeton, New Jersey. OCLC 1245960372. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-22007-9. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ مې ۲۰۲۲. لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)