ناسوځ مالوچ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناسوځ مالوچ ته په انګرېزۍ کې (asbestos) وايي، په ځینو نورو ژبو کې لکه روسي، جرمني ورته (Asbest) وايي، په عربۍ کې یې هم د اَسبست یا اَسبستوس په نامه یادوي. زموږ په هېواد کې یې د ښوونې او روزنې د جیولوجي په کتابونو کې هم د اسبستوس په نامه یاد کړی. په قاموسونو انلاین پښتو پروژه کی یې د غرنۍ پاغوندې په نامه یاد کړی او په ځینو سیمو کې یې د غرنۍ پونبه یا په وګړیزه د غره پونبه هم بولي. بي بي سي توکی د ناسوځ مالوچ په نامه یاد کړی.


ناسوځ مالوچ یو پنځیز (طبیعي) توکی دی. توکی د نړۍ په ګوټ ګوټ کې موندل کېږي خو غټ کانونه یې په روسیه، کاناډا او سویلۍ افریقا کې دي. د روسیې په سوېردلوفسک ولایت او په کاناډا (د کیوبیک ایالت) کې د توکي د درلودلو په پار ښارونه هم د مالوچ (اسسبېست) په نامه نامتو او نومل شوي دي. په سویلۍ افریقا کې غر (غرونه) د اسبېست په نامه یادېږي. د جیولوجي له اړخه لا تر اوسه د افغانستان او د پښتونخوا ټولې سیمې نه دي څېړل شوې خو د زېږدیز په ۱۹۷۶ کې په لوګر ولایت کې د ناسوځ مالوچ کان وموندل شو.

ناسوځ مالوچ د شپږو سلیکاتي منرالونو د پاره یو غونډ نوم دی چې سپڼسیز یا ستنې غوندې جوړښت لري. مالوچ د ډېرو کمکیو ټوټو او سپڼسو څخه جوړ وي چې د سپڼسو اوږدوالی یې درې څلې تر پنډوالي غټ وي. ټوټې په سترګو نه لیدل کېږي او د میکروسکوپ په مرسته د لیدو وړ وي. سپڼسي په منځ تش خو ډېر پیاوړي وي او یو له بل سره وصل وي. توکي د سپڼسیزو له بڼې او د جوړښت له اړخه په دوو برخو وېشل کېږي.

پېچلې بڼه یا کریزوتیل (په انګرېزۍ: Chrysotile)[سمول]

کریزوتیل د سیرپینتینیټ (په انګرېزۍ: Serpentinite) د کورنۍ غړی دی او په پنځ کې د هغو ډبرو د بدلون له کبله په لاس راځي چې په خپل جوړښت کې ډېر مګنیزیم ولري. د پېچلو او یو تر بل تاو شويو سپڼسو له کبله یې پېچلې بولي. رنګ یې سپین دی او له دې امله یې سپین ناسوځ مالوچ هم بولي. د دغې بڼې کمیاوی فورمول داسې دی: [Mg3(Si2O5)(OH)4]. دغه منرال د دوو پړاونو څخه جوړ شوی دی. لومړی پړاو یې مګنیزیم، اکسیجن او هیدروکسیل وي او دوهم یې سلیکا او اکسیجن وي. دواړه پړاونه یو پر بل سم سمون نه کوي خو د توکي سپڼسي تر یو بل تاوو وي. تاوښت یې سست وي چې توکي ته د کاروونې د اسانتیا وړتیا وربښي. د سپڼسو پڼدوالی یې له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ مکرومترو وي. توکی د تودوخې تر ۵۰۰ درجو ښه ټینګښت لري او په ۱۰۰۰ درجو کې یې شننه پیل کېږي او شاړي. ګڼوالی (کثافت) یې د ۲۴۰۰ – ۲۶۰۰ kg/m3 دی، د تودوخې تېرېدنه (λ) ۰،۰۵ – ۰،۰۷ W/m.k ده.

نېغه بڼه یا امفیبول (په انګرېزۍ:Amphibole)[سمول]

امفیبول په لویه کې د هغو مګماتیکي ډبرو او کاربوناتو د بدلون څخه لاس ته راځي چې په بسیا ډول مګنیزیم او وسپنه ولري لکه بزالت (تور مرمر یا توره ډبره یې هم بولي - په انګرېزۍ: Basalt). توره ډبره په پنځ کې د تودوخې او د فشار له کبله په امفیبول اوړي. د امفیبول د ډلې توکونه د سلیکان دای اکسایډ (SiO4) – تيتایدرس (په انګرېزۍ: Tetrahedron) د ګروپونو څخه جوړ وي. ډله کې ځینې مالوچ هم برخه اخلي چې د سلیکان دای اکسایډ ګروپونه یې یو په بله پسې یو نری ډوله پړی جوړوي او کرستلونه یې د یوې نېغې ستنې بڼه لري. ستنې کلکې او د کږېدو نه وي خو په اسانۍ (لکه ښيښه) ټوټې کېږي چې په وړو ټوټو او تېرو کونجونو اوړي. د سپڼسو پڼدوالی یې له ۰،۲ څخه تر ۳ مکرومترو وي. توکی د تودوخې تر ۱۲۰۰ درجو ښه ټینګښت لري او دغه یې وجه ده چې د اور په وړاندې کارېده (کارېږي). ګڼوالی یې د ۲۹۰۰ – ۳۳۰۰ kg/m3 دی. د تودوخې تېرېدنه یې تر پېچلې بڼې ټیټه ده. د نېغې بڼې مالوچ کله د رنګې بڼې په نامه هم یادوي. په دغه ډله کې شپږ رنګه منرالونه برخه اخلي:


  • کروسیدولایټ (په انګرېزۍ: :Crocidolite). د ریبیکټ (په انګرېزۍ: Riebeckite) په کورنۍ پورې تړاو لري. اسماني رنګ لري.کمیاوي فورمول یې [Na2Fe2+3Fe3+2Si8O22(OH)2]دی.
  • اموسایټ (په انګرېزۍ: Amosite). د ګرونایټ(په انګرېزۍ: Grunerite) په کورنۍ پورې تړاو لري. نسواري رنګ لري او کمیاوي فورمول یې [Fe7Si8O22(OH)2] دی.
  • انټوفېلیټ (په انګرېزۍ:Anthofylliet). توکی زېړ رنګ لري. کمیاوي فورمول یې [(Mg,Fe)7Si8O22(OH)2] دی.
  • تریمولایټ (په انګرېزۍ: Tremolite). خړ رنګ لري. کمیاوي فورمول یې [Ca2Mg5Si8O22(OH)2]دی.
  • اکتینولایټ (په انګرېزۍ:Actinolite). زرغون رنګ لري. کمیاوي فورمول یې[Ca2(Mg,,Fe)5Si8O22(OH)2] دی.


د مالوچ ډول او ځانګړنه کېدای شي یوازې په اومه بڼه او د رنګ له مخې وټاکل شي چې توکی په کومه کورنۍ پورې تړاو لري. وروسته له هغه چې مالوچ د نورو توکونو سره یوځای شي او وکارول شي نو بیا توکی یوازې په لابراتوار کې شننه او پېژندل کېږي.

پېښلیک[سمول]

ناسوځ مالوچ له ډېره مخه کارېږي. ویل کېږي چې کابو ۴۵۰۰ د مخزېږد په فینلنډ کې خاورین (د خټو لوښي) او د پخلاو د سامان د جوړولو په پار یې د خټې سره ناسوځ مالوچ ګډول چې د اور او تودوخې په وړاندې یې تیڼګښت ډېر کا. رومي لیکوال او فیلسوف ګایوس پلینیوس دوهم چې د زېږدیز په لومړۍ پېړۍ کې ژوند کاوه، په خپلو لیکنو کې کاږي:

.... د هند په بېدیا کې داسې ډبره شته چې ټوکر ترې جوړېږي. په بیدیا کې هیڅ کله باران نه اوري له دې کبله ډبره د تودوخې سره روږدۍ ده او جوړ کړی ټوکر اور نه اخلي. ټوکر څخه کفن جوړوي او پاچاهان په هغه کې سوځوي تر څو یې ایرې په ټوکر کې پاتې شي. ..... (دا به د سیمې دیني دود و)

د پېښلیک څخه څرګنده ده چې ډېر پخوا یې د پاړسیانو په سیمه کې د مالوچ ټوکر ډوله ټوټه اور ته وراچوله او هغې اور نه اخیست. په دې چم باندې یې خلک تېر ایستل چې کواکي د کوډو اغېزې دي. په همدغه ډول طبري د پاړس پېښلیکپوه لیکي چې د ساسانیانو پاچا دوهم خسرو (د ۵۹۰ څخه تر ۶۲۸ زېږدیزه ژوند کړی) خپل د لاس څپوڼی اور ته ورخطا کاوه او ویل یې چې دا لاس څپوڼی د اور په مرسته سوتره کېږي. طبري ورډېروي چې دغه لاس څپوڼی د هندوکش (ښایي افغانستان به یې موخه وه) د غرو د ناسوځ مالوچ څخه جوړ شوی و.

په همدغه توګه اروپایان دغه کیسه په لوی کارل پورې تړي چې هغه د مالوچ میزپوښ (دسترخوان) اور ته ورغورځاوه او میلمانه یې هک پک کول.

د ناسوځ مالوچ د ټوکر (مالوچ ټوکر) سوتره کول به په اور کې سم هم وي ولې پر مالوچ ټوکر لکې، داغونه، د خوړلو ټوټې او داسې نور په اور کې سوځي او ټوکر له اوره داسې راوځي لکه نوی چې وي.

په ۱۲۶۹ زېږدیز کې کله چې د مارکو پولو پلار او تره د چین څخه راستانه شول نو د چین د پاچا قوبلای خان ډالۍ یې ځان سره راوړې وه او پاپ (د کاتولیکو دیني مشر) ته وړاندې کړه. ډالې د ناسوځ مالوچ څخه جوړ شوی ډبلی و چې دیني کولچې (په انګریزۍ به ښایي Host ورته وايي) یې په کې اچولې. په هغه وخت کې په اروپا کې مالوچ چا نه پېژندل خو دومره پوهېدل چې توکی اور نااخیستونکی دی. په دوهم ځل په ۱۲۷۱ زېږدیز کې یې نوی ځوان شوی مارکو پولو هم ځان سره بوتلو. وروسته په ۱۲۹۶ کې مارکو په خپلو لیکنو کې د مالوچو د کارولو په هکله ولیکل او ورډېره یې کړه چې په چین کې مالوچ د انسان دپاره ښه نه ګڼل کېدل او هغه چا ته چې د ګناه په وجه کلکه سزا ورکول کېده، هغه یې د مالوچو کان ته د کار د پاره استاوه. 

عربو د مالوچ ټوکر څخه عسکري جامې (یونيفورم) جوړاوه تر څو عسکر د سوځند بم (هغه بم یا اسلحه چې نه چووي خو اور اچوي) د اور څخه نه یوازې روغ رمټ راووځي خو د دې پیاوړتیا ولري چې په اور کې بېرته په اغیار تېری هم وکړي.

د ناسوځو مالوچو کمکۍ کاروونه خو له ډېره مخه وه او توکی د خپلې اور نااخیستونکې ځانګړنې نامتو و. په نولسمې پېړۍ کې د رغاويز اوښتون (په انګرېزۍ:Industrial Revolution) په ترځ کې د نورو توکونو سره د مالوچو د کاروونې ډګر هم څه لوی شو. مالوچ په بېړۍ جوړونه او د بړاس (بخار) ماشین په جوړونه کې وکارول شول.

په دوهمه نړیواله جګړه کې مالوچ په لویه توګه د جګړې په شیانو کې لکه: د غاز په مخ پټي (د غاز ماسک) کې وکاریدل. دې سره د هالنډ د زېږدیز د ۲۰۱۷ د مارچ د میاشتې د تلویزیون خپرونه، حارت فن نېدېرلند (په هالندۍ: Hart van Nederland) راپه زړه شوه. خپرونه کې د مالوچو د لرې کولو کمپنۍ رونترېکس (په هالنډۍ: Rontrex) استازي وویل چې د دوی د کمپنۍ څخه هیله شوې چې لسګونه په روسیه کې جوړ شوي مخ پټي وګوري ولې خاوند یې په دې اند و چې د هغوی په فلټرونو کې مالوچ کار شوي دي. کمپنۍ وروسته له کنتروله د مالوچو د کاروونې پخلی وکړ. رونترېکس دا هم په ډاګه کړه چې همدغه ډول روسي مخ پټي د انترنېت د لارې هم پلورل کېږي. د عدلیې وزارت سمدلاسه په پلټنو پیل وکړ او د تیلبورخ په ښار کې یې په یوه ګودام کې ۲۱۰۰۰۰ مخ پټي ونیول چې په روسي عسکري ډبلیو کې ځای پر ځای شوي وو.

وروسته له جګړې د ناسوځو مالوچو په کاروونه کې غټ بدلون راغی او جګړې د مالوچو پرمختیا ته لاره خلاسه کړه. جګړې د اروپا ډېر ښارونه نړولي وو. د دغو ښارونو په بیارغونه کې مالوچو غټ رول ولوبوه.

د مالوچو د کاروونې وجه دا وه چې توکی د تودوخې ښه ساتونکی، اور نااخیستونکی، د برېښنا ښه عایق، پیاوړی – د کږې کاږنې غټه قوه، نازړېدونکی، کمیاوي تړنک څخه ځان لرې نیول، اسانه تخنیکي چار لکه غوڅول – اره کول او ټولو سره سره لږ بیې و.

مالوچ او د هغه ناروغۍ[سمول]

تر څو چې مالوچ ټینګ وي، د بېلګه په توګه په سیمټو کې، نو د انسان د روغتیا د پاره کومه ستونزه نه پېښه وي خو کله چې توکی مات او برخه ترې ټوټې شي نو د مالوچو په سترګو نالیدونکي سپڼسي او وړې ټوټې، په بله وینا د سپڼسو دوړه (په لنډه یې د مالوچ دوړه بولي) د هوا سره ګډېږي او د انسان د سږي په هوایي کاڅوړو (په انګرېزي: Alveolus) کې نښلي چې د وخت په تېرېدو سره د سږي په چنګاښ اوړي. په همدغه ډول نور غړي چې د سږي په چاپېر کې دي، هم ژوبلوي. کله دغه ټینګې ستنې د سږي د کاڅوړې څخه تېرې او د سږي د پردې او د ګوګل په پرده کې، په بله وینا په مزوټیلیوم (په انګرېزۍ: Mesothelium) کې نښلي. هر ځل چې سږی د هوا سره سترېږي، ستنو سره لګېږي. د وخت په تېرېدو سره ستنې د پردو حجرې ژوبلوي چې د مزوټیلیوما (په انګریزۍ: Mesothelioma) په چنګاښ اوړي. حجرې نورې حجرې ژوبلوي. ژوبلې حجرې د دې لامل کېږي چې د پردو په منځ کې لندبل ځای ونیسي. لندبل وخت سره ډېرېږي او پردې پړسوي. وروسته له کلونو پردې دومره ډډې شي چې سږی د هوا اخیستنې سره نور نه شي ښورېدی او د خپل د چار څخه لاس اخلي او ودرېږي چې ژوند هم ورسره پای ته رسېږي. د دغې ناروغۍ وجه یوازې مالوچ وي او هغه هم په ډېرو وختونو کې رنګه مالوچ او بیا په ځانګړې توګه اسماني مالوچ وي. په دغه وجه ځینې خلک د مزوټیلیوما چنګاښ د مالوچ د چنګاښ په نامه هم یادوي. کله ناکله ناسوځ مالوچ د (ناسوځ) مالوچ د ناروغۍ (په انګریزۍ: Asbestosis) وجه شي. د مالوچ ناروغي د پنوموکونیوز (په انګرېزۍ: Pneumoconiosis) د ډلې څخه ده. په دغه ناروغۍ کې د سږي د هوا کانالونه تړل کېږي. ورپسې په سږي کې هوا کمېږي او زړه تر فشار لاندې راځي. په ځینو پېښو کې، د وخت په تېرېدو سره د مالوچ ناروغي د مزوټیلیوما په چنګاښ اوړي. د دغو ناروغیو علامې ټوخلی، سالنډی او د ساه ایستنې ستونزې، په ګوګل کې خوږ او ستړیا دي. د ناروغیو پیاوړتیا، ځان ته د ننوتلي مالوچ د دوړې په کچې پورې تړاو لري. خامخا هر څومره چې دغه کچه ډېره شي همدومره ژر سړی ناروغېږي. که چېرته په بیا او بیا او وخت تر وخته مالوچ ځان ته ننوتلي وي نو وروسته له لسو تر شلو کالونو انسان په کراره ناروغ او لمنځه وړي. په ځینو رسنیو کې دغه وخت له پینځو تر شلو کالونو ښودل شوی. د یادونې وړ ده چې دلته داسې پېښې نه دي څېړل شوې چې د مالوچ دوړه لکه خاوره په چاودلي بم کې پورته شي او په ډېره لویه توګه هوا سره ګډه شي او د انسان ځان ته ننوځي. نو خامخا به په دې اکر کې انسان ژر لمنځه ځي.

د امریکې د لیبي د ښار (مونتانا ایالت) د رنګه مالوچ کان د زېږدیز په ۱۹۹۰ کې وتړل شو. خو په هوا کې د مالوچ د دوړې د وجې په ښار کې ۴۰۰ تنه مړه او ۳۰۰۰ نور ناروغ شول. دې سره د امریکې حکومت د ۶۰۰ میلیونو بودجې سره د ښار د مالوچو په پاکونه پیل وکړ. د زیږیدیز په ۲۰۱۵ کې د امریکې د پنځ د ساتنې ادارې (EPA) په ښار کې د مالوچ د دوړې د حد څېړنه وکړه. څېړنې څرګنده کړه چې د ټولو مالوچو ټولول او پاکول شونې نه ده خو په هوا کې د دوړې کچه ۱۰۰۰۰۰ ځله راټیټه شوې ده او د انسان د سږي د چنګاښ ګواښنه نور نه شته.

د مالوچ د دوړې کچه په هوا کې د یوې دستګاه په مرسته ټاکل کېږي. دا چار نه یوازې د کان د تړلو او د ښارونو په پاکونه کې کوي خو د ودانیو څخه د مالوچو د لرې کولو په ترڅ کې هم په همدغه دستګاه د دوړې کچه اندازه کوي.

کله چې مالوچ د ډبلي او یا کڅوړې څخه په لابراتوار کې راباسي نو لابراتوار کې هوا د مالوچ د دوړې ډکه شي. د مالوچ دوړه کولای شي د ډبلي د درزونو او له ډېرو کمکیو چولو او سورویو څخه راووځي. نن ورځ د اروپا په دوي کې د مالوچ د دوړې کچه د ودانۍ په منځ کې ۲۰۰۰ سپڼسي په متر مکعب کې ده او هڅه کېږي چې په راتلونکې کې دغه کچه ۳۰۰ ته راکښته کړي. د بهر په هوا کې د مالوچ د دوړې کچه تر تړلي ځای ټیټه وي. دغه کچه کابو ۱۰۰۰ سپڼسي په متر مکعب کې وي. که چېرته په ودانۍ کې دغه کچه ۱۰۰۰۰۰ وي نو ودانۍ پرته له ځنډه تړل کېږي. که کچه ۱۰۰۰۰ وي نو یوازې د مخ پټي او د مالوچو د ځانګړو جامو سره اجازه ده چې ودانۍ ته ننوځئ او د لرې کولو چار به سمدلاسه پیل کېږي. په ۲۰۰۰ کې په کراره پلان جوړېږي او د وخت سره یې په کراره لرې کوي. په ۱۰۰۰ کې کوم کړن په کار نه دي خو هوډ کېږي چې سرچینه به یې لمنځه وړي. په ټولو کچو او پېښو کې هڅه کېږي چې د دوړې کچه ټیټه وساتي.

په همدغه ډول مالوچ لرونکي توکونه لکه د مالوچو سیمټ، کېدای شي د وخت په تېرېدو سره خپل څرنګوالی له لاسه ورکړي او دې سره به د توکي د دوړې کچه هم ډېره شي.

د انسان د ناروغېدو او په لمنځه وړلو کې ځیني نور شیان هم لویې اغېزې شیندي چې ښه بېلګه به یې سګرېټ څکول وي. څېړنو څرګنده کړې چې سګرېټ څکونکي ژر ناروغېږي او که څکونکي او ناڅکونکی په ناروغۍ اخته شوي کسان پر تله شي نو د څکونکو ژوند به ترې لنډ وي.

په مالوچو پورې اړوند لرونکې ناروغۍ په ډېرو پېښو کې، او لاتر اوسه د روغتیا لارې نه لري.


سرچينې[سمول]

  • څېړنیزه لیکنه - ناسوځ مالوچ (کتاب)

د کتاب لینک: https://www.ketabton.com/category/27/scientific-books