سليکان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سليکان (silicon ) سليکان سمبول (si ) دي او اتومي نمبر يې 14 او اتومی وزن يې 28 او د دوراني جدول په دريم پيريود او څلورم اصلي ګروپ IV A کې قرار لري ،د سليکان الکتروني ويش په لاندي ډول دي اودd تش اربتال هم لري. 14Si =1S2 2S22p6 3S23p2 3do دولانسي الکترونونوعمومي فارمول ئي عبارت دي له (ns2 np2 nd0)

دd اربيتالونه داوکسيدشن په مثبت درجه کي برخه نه اخلي ولي په ولانس کي محاسبه کيږي ، سليکان د کاربن انالوګ دي د لومړي ځل لپاره په عنصري ډول په 1823 م کال کې لاس ته راغلى دى نامتو ډنمارکى کيميا پوه برسيليوس سليکان د ( SiH4 ) ارجاع څخه د فلزي پوتاشيم پواسطه لاس ته راوړه د بلي خوا د کاربن څخه توپير لري ځکه چې دا يو نايزشن انرژى کمه ده او د اتوم قطبيت يې زيات په خارجي انرژيکې سويه کې د d - د خالي اربيټالونو شته والي له همدي سببه د سليکان يو ډول مرکبونه د کاربن په مقايسه توپير لري د کوردينيشن عدد څلور 4 SP3 ) هايبريريزيشن او 6( 2 Sp3d ) هايبريريزيشن دى چې تر ټولو ثابت يې 4دی سليکان د زياتو خواصو له مخي د برون سره ورته والي لري( په پريوديک جدول کې دياگونالی تشابه ) لري دواړه عناصر په ساده حالت کې غير فلزات دي . د ويلي کيدو د لوړي درجي لرونکې دى تيزابي اکسايد دونه او کوولانسي هايدرايدونه جوړوي د سليکان او د دريم پريود د نورو عناصرو لپار ه ( ) تداخل حالت ثابت ندي د دي سببه SP2 – SP هايبرايدي حالتون دوي لپاره پايداره نه دي. د دي لپاره د 4(sp3 ) هايبرايدي حالت ډير معمول دى . لدي امله هغوي کولاي شي چې په مرکبونو کې د اکسيديشن -4 +4 حالتونه وښئې .سليکان په طبعيت کې په ازاد ډول نه پيدا کيږي مګر په مرکب ډول په ځمکه کې په ډيره اندازه پيدا کيږي . د سليکان اندازه د ځمکې په کره کې %٢٧،٦ ته رسيږي.

سليکان د مقدار  له  مخي د اکسيجن څخه وروسته دوهمه درجه عنصر دى  . هغه مرکبات چې د سليکان   (si) عنصر په خپل ترکيب کې لرى  او په طبيعت کې په زياته اندازه پيدا کيږي  په لاندي ډول دي  SiO2   سليکان ډاي اکسايد په شکل منتشر دى چې د سليکان تيزاب د انهايدرايد څخه عبارت دي ، سليکان داى اکسايد د شګو په شکل ليدل کيږي ، سليکيتونه چې د تيزابي مالګو په نوم ياديږي ، الومو سيليکيتونه يعني هغه سيليکيتونه چې په خپل ترکيب کې المونيم ولري څرنګه چې  د کاربن عنصر په عضوي موادو کې شامل دى او د حيواناتو مهمترين عنصر دي ، همدارنګه si)  ( سليکان هم په دنيا کې د تيږو او معدنونو او غرونو يو مهم عنصر دي ،  همدارنګه سليکان په بحري نباتاتو کې چې د داياتو ماپنوم  او په هغه حيواناتو کې چې په بحر کې ژوند کوي لکه اسفنجونه يعني هغه اسفنجونه چې د سليکان په نوم  ياديږي په زياته اندازه د سليکان عنصر لري . د سليکان نور طبعيي  مرکبونه چې د سليکان تيزابو د مشتقاتو څخه عبارت دي تر ټولو مهم  يې  المونيم سليکان دى  لکه :- 

اسبيست NaAlSi3O8 نفلين NaAlSi ارتوکلاز KAISi3O8 Al2O3 , 2SiO2 -2H2O Clay کاولين (Kaolin) سليکان پيدايښت سليکان د ځمکې په کره کې 27,4%په اندازه پيدا کيږي . دا عنصر د اکسيجن د عنصرڅخه وروسته دوهم عنصر دي چې په زياته اندازه پيدا کيږي . د سليکان عنصر په طبعيت کې په عنصري ډول نه پيدا کيږي او په ترکيبي ډول په سليکاتونو او الومينوسليکاتونو کې پيدا کيږي او په زياته اندازه په کوارتز SiO2 کې پيدا کيږي چې د هغي د نوع څخه شګه ده او همدارنګه کوارتز په کرستلي ډول هم پيدا کيږي . دسليکان اکسديشن نمبر او مهم مرکبات يې د سليکان د اکسديشن نمبر يا ولانس +4 او -4 هم لري او مهم مرکبات يې Na2SiO3 , SiO2 او مالګې دي چې په يواځي ډول د استعمال وړندي مګر په ترکيبي ډول په ښيښه، کراميک، کاشي ،سمنټ ، خښته او نورو موادو کې موجود دي .

دسليکان استحصال سليکان په لابراتوار کې د سليکان ډاى اکسايد د ارجاع څخه د مګنيزيم يا المونيم پواسطه لاس ته راځي. SiO2+2Mg Si+2MgO

                     SiO2+4Al               Al2O3 +3Si       
او يا د کلورايدونو د ارجاع څخه د سوديم يا جستو پواسطه لاندي معادلي له مخي لاسته راځي . 
SiCl4+4Na                Si+4NaCl                          

دغه تعامل اګزوترميک تعامل دي . لاس ته راغلي Mgo په HCl کې د انحلال په اثر لاس ته راوړي SiHCl3+H2 Si+3HCl په صنعت کې سليکان د سليکان ډاى اکسايد د ارجاع څخه د کاربن په واسطه په برقي کره کې لاسته راوړي.

                        Si + 2CO                 SiO2 + 2C            

سوچه سليکان (نيمه هادي ) د SiCl4 يا SiHCl3 د ارجاع څخه د هايدروجن پواسطه يا سيلان( silan ) د تجزئې څخه لاس ته راوړي . Silane (si H4 ) Si + 2H2

نيمه هادي ګان ( semi conductors) سليکان او فلزات د نيمه هادي خواص لري . يو نيم هادي عنصر د هغه خالص عنصر څخه عبارت دى چې ښه ټيټ برقي هدايت دکوټي په تودوخه کې وښيې اما برقي هدايت يې د حرارت د درجي د پورته کيدو اومعين عنصر د علاوه کولو په اثر لوړيږي د يو شمير عناصرو علاوه کول په نيم هادي عنصر باندي د هغه د برقي هدايت د لوړوالي په موخه د Doping (ترزيق ) په نامه ياديږي که په خالص سليکان کې فوسفورس تزريق شي څه واقعه به پيښه شي . فوسفورس هغه عنصر دي چې پنځه ولانسي الکترونونه لري . حال داچې سليکان څلور الکترونونه لري . د فوسفورس اتومونه ډير کم شمير د Si) (اتومونه تعويضوي . په دي صورت کې د فوسفورس اتومونه د سليکان د څلورو اتومونو اړيکې جوړوي او د هغه يو الکترون اضافي پاتي کيږي . د فوسفورس اضافي الکترون په سليکان کې ترزيق (dopeing) کيږي او په هغه کې د الکترونونو آزاد جريان مينځ ته راځي ا و په نتيجه کې ترزيق شوي سليکان په يوه هادي ماده بدليږي چې د منفي نوع نيم هادي يا n – Type semiconductor په نامه ياديږي . ځکه چې جريان منفي چارچ (الکترون) انتقالوي. (8A.2 ) شکل (٨،٢ شکل:


An n-type Semiconductor A p-type Semiconductor A B همدارنګه کولاي شو چې سليکان د بل عنصر مثلآ برون پواسطه چې ولانسي الکتروني خلا ولري ترزيق يا dope کړو . د برون (B) اتومونه د سليکان يوشمير اتومونه تعويضوي ، کله چې د برون (B) اتوم د سليکان له څلورو اتومونو سره اړيکه جوړه کړه . د برون ،سليکان يوه له رابطو څخه يواځي يو الکترون لري . داسي فکر کولاي شو چې دا نيمګړى حالت يو سورى دى چې مثبت چارچ د هغه په Bonding orbital کې قرار لري (8B, 2) شکل د ګاونډي اتوم څخه يو الکترون حرکت کوي او د ا د الکتروني خلا سورى اشغالوي ، په خپل وار سره په ګاونډي اتوم کې نوي د الکتروني خلا سوري مينځ ته راځي ، په دي توګه له بل ګاونډي اتوم څخه الکترون لکه د مخکني الکترون حرکت کوي دا نوي جوړشوي د الکتروني خلا سوري اشغالوي ، په دي ترتيب سره عمليه دوام پيدا کوي ، او د دي په نتيجه کې د مثبت چارچ سورى په ټوله شبکه کې حرکت کوي ، او د نيم هادي د مينځ ته راوړلو لامل ګرځي. دي قسم نيم هادي ته p-type semiconductor )) ويل کيږي . اکثرآ الکترونيک سامانونه (الي ) چې جامد حالت لري د هغو برقي خاصيت د p, n په اتصال يا p, n – Junction پوري تړلي دى . يو p,n Junction د (p-type ) او (n-type ) نيمه هادي ګانو د وصلولو څخه تشکيل شوي .


او د rectifier (آله ) وظيفه سرته رسوي ، او هغه د يوي آلي څخه عبارت دي چې برق ته په يوه سمت جريان ورکوي نه بل سمت ته ( ٩،٢ شکل ).




                                                 (١٠،٢) شکل: 


د سليکان کيمياوي خواص او د هغي مرکبونه د سليکان ( Si ) دوه الوتروپي حالتونه لري ١ – کرستالي ٢ – امورف ١ – کرستالي سليکان د خړبخنې تيارې فلزي ځلا لرونکې دي او برق ته هدايت ورکوي . ٢ – امورف سليکان نصواري رنګه پوډر دي په مقايسوي ډول کرستالي سليکان غير فعال دي په داسي حال کې چې امورف سليکان کيمياوي فعاليت زيات دي . سليکان يواځي د قوي اکسدايزکوونکې او احيا کوونکو سره تعامل کوې . د فلورين سره په عادي تودوخه د اکسيجن سره په (600C- 400C) حرارت کې تعامل کوي سليکان په لوړه تودوخه کې په اسانۍ د کاربن او نايتروجن سره يوځاي کيږي . (۴ م ۹۶) Si + 2CL2 SiCl4 Si+2F SiF2 Si+O2 SiO2 Si+C SiC 3Si + 3N2 Si3N4

سليکان په عادي حرارت کې د اوبو سره تعامل نه کوي مګر په لوړه تودوخه کې تعامل صورت نيسي . Si+2H2O SiO2+2H2 Si +3HOH H 2SiO3 +2H2 سليکان د ځينو فلزاتو په مذابو کې حل کيږي چې د (Ag, Au , Pb Sn , Zn ) ) سره تعامل نه کوی او له ځينو نورو فلزاتو لکه ((Bi, Pt, Fe, Cu,Ca , Mg سره په لوړه تودوخه کې تعامل کوي چې په نتيجه کې سيلسيدsilicide , جوړوي . Si+2Ca Ca2Si سليکان د يخ القلي KOHيا NaOH سره تعآمل کوي او هغه دسليکا نيک اسيد تر مالګو پوري اکسيدايز کوي.پدي حالت کي هايدروجن ازاديږي . Si +2NaOH+H2O Na2SiO3+2H2

سليکان غير د HNO3 . او HF   څخه په نورو تيزابو کې نه حل کيږي ،

3Si +4HNO3+8HF 3H2SiF2+4NO+8H2O سليکان هايدرايد د Hydrosilicons دتيزابو او فلزدسيلسيد د تعامل څخه لاس ته راځي. Mg2Si +4HCl 2MgCl2 +SiH4 Mg2Si +2H2SO4 2MgSO4 +SiH4 دسليکان مرکبونه د هايدروجن سره دSilanes هومولوګي سلسه جوړوي چي عمومي فورمول يي دا دي SinH2n+2)) ددي فورمول اوکو وﻻنسي جوړښت دمشبوع هايدروکاربنونوسره ورته دى ددوي شمير نظرهايدروکاربنونو ته ډيرکم دى د دوي دلوړنماينده n=8 اته دي Si2H6 مونو سيلان بي رنګه غاز دي دنا مطبوع بوي سره همدارنګه داي سيلان Si2 H 6 Disilane يو غاز دي .ليکن تري سيلان Si3H 8 يو مايع ده ددي سلسلي لوړ نماينده په همدي ډول دى . څرنګه چي دسليکان برقي منفيت نظر کاربن ته کم دي نو هغه ډير اوږده زنځيرونه جوړوي . د سيلانونو پايداري په ماليکول کې د سليکان د اتومونو د شمير د زياتوالي له مخي کميږي ټول سيلانونه د مخصوص بوي لرونکې او ډير زهير دي .

د اړونده کاربونونو په پرتله هغوي د حرارت په مقابل لږ پايداره دي او د ګرمولو له امله تجزيه کيږي 

SiH4 Si+2H2 د اوبو د اغيزي له امله د هغوي تجزيه صورت نيسي . SiH4 +2H2O SiO2 +4H2 د ګوګړو د غليظو تيزابو سره سيلانونه تعامل نکوي ، سيلانونه د هايدروکارپونونو په مقايسه کم پايداره دي ، په هوا کې په خپل سر سوځي هغوي په اسانۍ سره اوبو اوسليکان ډاي اکسايد پوري اکسدايز کيږي. SiH4 +2O2 SiO2 +2H2O سليکان د غليظو تيزابو سره تعامل نکوي د سيلان او کلورين د تعامل په اساس انفجار رامينځ ته کيږي . SiH4+Cl2 SiCl +2H2Cl سيلانونه د قوي احيا کوونکو څخه دي لکه (MnO2,MnO3 Fe2O3 څخه تر Ag2O, FeO پوري اونور احياء کوي .

  SiH4+8AgNO3+3H2O              H2SiO3+8Ag+8HNO3                  د هلوجنونو سره د سليکان مرکبونه د سليکان په مقايسه ډير ثابت دي . سليکان تيترافلورايد د ګوګړو د غليظو تيزابو د اغيزي څخه د سليکان داى اکسايد او کلسيم فلورايد پر مخلوط باندي لاسته راځي . 

CaF2+H2SO4 CaSO4 + 2HF SiO2+4HF SiF4+2H2O سليکان تتراکلورايد د سليکان داى اکسايد او د کاربن د مخلوط د پاسه کلورين د غاز د تيرولو څخه لوړ حرارت کې لاسته راځي. SiO2+2C+Cl2 SiCl4+2CO يا سليکان تترا کلورايد د کلورين او فيروسيلسيد د تعامل څخه لاسته راځي . 2feSi+i6Cl2 2SiCl4+2FeCl2 د کوټي په حرارت کې سليکان تترا فلورايد بي رنګه غاز او سليکان تترا کلورايد بي رنګه روښانه مايع ده . دواړه په شدت د اوبو سره يوځاي کيږي او د دي سره سم HF او HCl آزاديږي . SiF4+4H2O Si(OH)4+4HF SiCl4 +4H2O Si(OH)4+4HCl هايدروليز تر هغه دوام کوي چې د اوبو ماليکولونه د مرکب سره يوځاي کيږي او هلوجن تيزاب HCl د جوړ شوي بين البيني مرکب څخه جلا کيږي تر څو چې Si(OH)4 تشکيل کړي . Si (OH)4 ماليکولونه نور هم پوليميريزيشن کيږي H2SiO3 جوړوي. سلييکان تترافلورايد ضعيف او اکسدايز کوونکي دي چې د القلي يا ځمکنۍ القلي فلزاتو د اغيزي له امله تر سليکان پوري ارجاع کيږي . SiF4+4Na 4NaF+Si

سليکان داي اکسايد (SiO2) دا ماده په طبيعت کې په پراخه پيمانه د شګو په شکل منتشره ده په ازاد حالت کې هم د کرستل په شکل او هم د امورف په بڼه وجود لري ، د دي دري کرستالي شکلونه ډير مهم دي . کوارتز quartz تردي ميت tridymite کرستوبا ليت Cristobalite همدارنګه دا دري شکلونه نور مختلف الوتروپي لري . البته د تبديل مختلفو درجو سره د دي متقابل تبديل په 101kpa فشار لاندي صورت نيسي . (۵ م ۱۳۱)

د سليکان داي اکسايد SiO2 معمولي شکل د څخه عبارت دي پدي منرالونو کې د سليکان اتوم هميشه د اکسيجن د څلور اتومه تترا ليدونو په واسطه احاطه شوي دي مګر رابطي يې ښکاره ايوني خصوصيت لري د سليکان داي اکسايد دغه موډيفيکشفونه يو د بل څخه د سليکاني اکسيجن لرونکو تترايدونو د موقيعت د خصوصيت له مخي په فضا کې يو له بل څخه توپير لري ، کوارتز او تراي دميت هګزاګونالي او کرستوباليت مکعبي جوړښت لري . سليکان داي اکسايد په مشکل سره ويلي کيږي . د زيات سختي لرونکې او کيمياوي مقاومت يې زيات دي ، سليکان داى اکسايد عملا په اوبو کې نه حل کيږي ، د تيزابو څخه يواځي فلوريک اسيد په هغه باندي اغيزه کوي . SiO2+4HF SiF4+H2O قلوي د سليکان داي اکسايد سره تعامل کوي سليکاتونه جوړوي . د سليکاتونو تعريف :- سليکاتونه د سليکاني تيزابو د مختلفو مالګو څخه عبارت دي . SiO2+2NaOH Na2SiO3 +H2O د ويلي کيدو په اثر سليکان داي اکسايد د کاربنيتونو څخه کاربن داي اکسايد ضايع کوي . SiO2+Na2CO3 Na2SiO3+CO2 د سليکان داي اکسايد او کاربن دمخلوط دترسره کولو تر 2000C پوري سليکان کاربايد لاس ته راځي د کاربايدونو پنوم ياديږي. SO2+3C SiC+CO2 دسليکان داي اکسايد استعمال: سليکان داي اکسايد په زياته پيمانه په سليکان صنعت(ښيښي) کرميک ( کاش ) کانکريتي محصولاتو،سليکاني خښتو په توليد کي استعما ليږي. سليکان داي اکسايد يو تيزابي اکسايد دى چي دهغي اړونده ضعيف تيزاب سيلسيک اسيد ترکيب کولاى شو، کهn=1 وي دپولي سيلسيک اسيد په نوم ياديږي،په ازاد حالت کي اورتوسيلسيک اسيد (orthosilicacid) ميتاسيلسيک اسيد (Meta Silicicacid) او ځني نور تيزابونه جلاءشوي. دسوديم سلسيکيت داوبلن محلول د تيزابي کولو څخه ازاد سيلسيک اسيد لاس ته راځي. Na2SiO3+2HCl 2NaCl+H2SiO3 چي تازه يخ شوي وي دستنو په شان ماده ده چي دلاندي فارمول سره H2SiO3) ) مطابقت کوي. H2SiO3 )) د حرارت په مقابل ناپايداره او د ګرمولو په واسطه په اسانى سره تجزيه کيږي. H2SiO3 H2O+SiO3 H2SiO3 د کاربونيک اسيد څخه ډير ضعيف تيزاب دي سوديم کاربونيک اسيد کولاي شي هغه د اړونده مالګو د اوبلن محلول څخه بي ځايه کړي. NO2SiO3+H2O+CO2 Na2CO3+H2SiO3 د H2SiO3 تيزابو منحل مالګې په اوبلن محلول کې قلوي خواص لري ، د هغوي هايدروليکې تجزيه صورت نيسي چې په نتيجه کې د پولي سيلسيک تيزابې مالګي مينځ ته راځي. Na2SiO5+2NaO Na2SiO3+HOH H2SO3 په ازاد حالت کې سره نشو کولاي استحصال کړو په اوبلنو محلولونو کې د رسوب ورکولو په وخت کې هغه کلوئيدي محلول يا سول sol جوړوي چې د ډير کم وخت لپاره وجود لري . Sol کاوګوليشن کيږي او خپل جيل Gel جوړوي د جيل په وچيدو سره داسې ماده لاس ته راځي چې د ډير عالي منفذ لرونکې جوړښت او زياته مخصوصه سطحه لري چې د سليکاګيل silica gel څخه عبارت ده ، چې د وچوونکو او اوبه جذبونکې په ډول او همدارنګه د کتاليستونو د ناقل catalyst sappoit په ډول استعماليږي. د سيلسيليک تيزاب مالګي د سليکاتونو څخه عبارت دي د سوديم او پوتاشيم د سليکاتونو پرته نور ټول په اوبو کې غير منحل دي. د سوديم سلسيليک ، پوتاشيم سلسيليک اوبلن محلولونه د مايع ښيښي پنوم ياديږي . د تيزابوپه مقابل کې د مقاومو سمنټو او کانګريټو د جوړولو لپاره استعماليږي معمولي ښيښه د سوديم او کلسيم سلسيليک د مخلوط څخه عبارت ده چې تقريبي ترکيب يې دادي Na2O , CaO , 6SiO2 دا دسوديم کاربونيت چوني او شګو د يو ځاي ويلي کولو څخه لاسته راځي البته د حرارت درجه يې د ١٥٠ سانتي ګيريد څخه پورته ده . Na2CO3+SiO2 Na2SiO2+CO2 CaCO3+SiO2 CaSiO2+CO کله چې ټول کاربن داى اکسايد خارج شي شفافه مذابه لاسته راځي د غه شفافه اوبلن يخ مواد کيداي شي قالب ته انتقال کړو او پروسيس شوي ښيښي محصولات لاسته راځي . ښيښي د خپل جوړښت له مخي د پخو شويو سمنټونو څخه عبارت دي ښيښه د ويلي کيدو او منجمد کيدو د حرارت معيني درجي نلري . پولي سليکاني تيزابونه معمولا د اورتو او ميتاسيلسيک تيزابونو او يا په يو وخت کې د دواړو تيزابونو د مشتقاتو څخه عبارت دي . د مثال په ډول :


طبعي سليکاتونه سليکاتي منرالونه ټول په طبيعت کې وجود لري د مختلف کيمياوي ترکيب او جوړښت لرونکې دي د طبيعي سليکاتونو په نوم ياديږي هغه سليکاتي منرالونه چې د المونيم لرونکې دي . دالمونيم سليکات يا الومينو سليکات په نوم ياديږي ، چې مهم يې فلد سپار ( felds par ) څخه عبارت دي ځيني الومينو سليکاتونه د ماتيدو قابيليت لري چې په اسانۍ سره ټوټه کيږي . د ميګا پنوم ياديږي د ځينو مهموطبعي سليکاتونو فورمولونه دادي. سليکاتونه ترکيب فورمولونه کاولين H4Al2Si2O9 Al2O3-2SiO2,2H2O ميګا H4K2Al6Si6O24 k2O-3Al2O36SiO2-2H2O CaMg3Si4O12 CaO3MgO,4SiO2اسبيست همدارنګه زيوليټ zeolite ‌دالومينو سليکاتونو له ډلي څخه دى چي ډير زيات اهميت لري،ترکيب يي دعمومي فارمول له مخي M2EyO2y.H2O افاده کيږي،دلته M=Ca,Na (ډيرکم . ALSr.KBa اوe=Si په متغير نسبت سره زيوليت کولاي شو په اوبو او نورو موادو (امونيا الکول اونور) عوض کړي له دي سببه دوي دماليکولي جاليو پنوم Moleculor Sieres ياديږي. دزيوليتونو کي يو کيتون کولاي شي نور عوض کړي نوله دي امله دوي دايوني تعويض کوونک ( ionexclan ) په توګه استعماليږي. ذکر شوي مواد داوبو په تصفيه کې دکلسيم او مګنيز يم دکيتونونو دلري کولو لپاره استعماليږي،دسليکان غير عضوي مرکبونو سره دهغوي عضوي مرکبونه هم ډير زيات اهميت لري ددي پوليميري مواد دي si-o-si زنځير لرونکي دي دعضوي راډيکالونو سره چې د سليکان داتومونوسره رابطه لري دسليکون silicone په نوم ياديږي دغه مرکبونه دسليکان ډاى اکسايد څخه لاس ته راوړي لمړي سليکان ډاى اکسايد د کاربن په واسطه تر سليکان پوري احياءکوي وروسته سليکان دکلوروميتان سره دمسو کتلست په موجديت کي ډاي کلوروډاي ميتايل لاي ته راځي SiO2+2C Si+2CO Si+2CH3Cl (CH3)2 SicL2 بناپردي ډاي کلورو ډاي ميتايل سيلان داوبو سره يو ځاي کيدو له امله پو ليميرايزيشن کيږي.

په فزيکي ډول سليکيتونه کيداي شي دتيل- ګرپس يا قطراتونه وي چي د دوي په ترکيب پوري اړه لري سليکتونه غير عادي کيمياوي او فزيکي خواص لري او دوي په کيمياوي ډول غير فعال دي په لوړ حرارت کي ثابت دي، سليکوني تيل دغوړولو لپاره د حرارت په زيات اختراق کي استعماليږي،ځکه چي دوي ښه ډاي الکتريکي خواص لري سليکوني قطراتونو دبرق د عايق په ډول استعمال موندلي دى. د سليکان او د هغه د مرکباتو استعمال : څرنګه چې مخکې وويل شو، د سليکان څخه د نيم هادي په توګه په پراخه پيمانه استفاده کيږي . د سليکان له مرکباتو څخه په شيشه جوړولو کې هم کاراخيستل کيږي . مثلآ SiO2 په اسانۍ سره په شيشه تبديليږي . د کوارتز شيشه د کيمياوي تعاملاتو او حرارت په مقابل کې مقاومت لري، SiO2 څخه شيشيې لوښي هم جوړيږي . د کوارتز (شګه) د شيشي ، سمنټ ، کاشي او داسي نورو شيانو په لاس ته راوړلو کې پکار وړل کيږي په 12o kat فشار٠ 130C حرارت کې د SiO2 خالص موډيفيکيشن ترلاسه کيږي چې د Steciovite په نامه ياديږي او کثافت يې 60% د کوارتز له کثافت څخه لوړ دي . د روتيل جوړښت لري د (Si) کواردينيشن عدد (6 ) او Sp3d2- Hybride دى . برسيره پرسليکانونو ، الوموسليکانونه هم په طبيعت کې ډير موندل يا تيت شوي دي، د هغو په جوړښت کې د SiO2 او AlO4 تيترايدونه هم برخه اخلي . اکثرآ اکسو سليکانونه په اوبو کې حل نه دي . يوازي د –S الکترون عناصرو سليکانونه (لمړۍ ګروپ ) منحل دي . لکه K2SiO3 , Na2SiO3. اکثرآ د Na2SiO3 غليظ محلول د مايع شيشيې په نامه ياديږي او د غير عضوي منسوجاتو په توليد، د لرګيو په لمدولو او د سريښ په توګه استعماليږي . اکثرآ Na2SiO4 ، سوډا ، CaCo3 او د کوارتز يا ريګ د مخلوط د ذوبولو پواسطه داسې شيشه پلاس راځي چې ترکيب يې Na2O. CaO.6SiO2 دي چې په هغي کې د غټ پولي ميرانونونه هم شامل دي . غير منحله شيشه د کيمياوي فعاليت له پلوه غير فعاله ده . په عادي شيشي کې د وسپني د سليکانونو موجوديت د هغي تريوي اندازي پوري د رنګه کيدو لامل ګرځي . د دا سى شيشو توليد د فزيکې او کيمياوي معين خواص (شفافيت د کيمياوي ، حرارت او ميخانيکيت له پلوه مقاومت لرونکې ) ولري ، په هغو کې نور اضافي مواد علاوه کوي چې د شيشي د ترکيب او ساختمان د تغيريدلو لامل ګرځي . څرنګه چې په هغو شيشو کې چې k (د پوتاشيم شيشه ) وجود ولري د داسي شيشو د ويلوکيدو ټکې ، د عادي شيشو پرتله يعني هغه شيشي چې سوديم (Na) ولري ډير لوړ دى ، دا قسم شيشه د لابراتواري لوښو په توګه پکار وړل کيږي . د Ca تعويض په Pb او د Na تعويض په K باندي د انکسار د ضريب د لوړيدو او د شيشي د کثافت د لوړيدو لامل کيږي . د سربي شيشو (کرستل) څخه ګلدانۍ ، ګيلاسونه ، او نور زينتي لوښي جوړوي د Co (کوبالت) علاوه کول په شيشه کې هغه ته ابي رنګ Cr2O3 علاوه شين زمردي رنګ ، او د Mn مرکبات بنفش رنګ په وجود راوړي . همدارنګه د B2O3 علاوه کول په شيشه کې د هغه خواص بدلوي . شيشه د کيمياوي له پلوه مقاوم ولي ماتيدونکې دي . لدي کبله د هغه د پراخه استعمال په نلونو او د هغه د نورو کيمياوي مشتقاتو کې خنډ ګرځي . په دي وروستيو کې د مقاومت د لوړولو په هکله په هغه کې کوچني کرستلي جوړښتونه علاوه کوې . لدي چې يو سيليکيت له سليکان ، اکسيجن يو يا دوو نورو فلزاتو څخه ترکيب شوي ، او کولاي شو چې د سلسيليک اسيد H4SiO3 او يا Si (OH)4 د مشتق په حيث وپيژنو که سليکان (SiO2 ) له Na2CO3 سره يو ځاي ويلي شي د هغه نه يوه ماده چې د water glass په نامه ياديږي لاسته راځي ، دا محلول د مختلفو سليکاتونو د ايونونو لرونکې دي . نوموړي محلول د هغه ايونونو لرونکې دي چې په هغه محلول کې دوه يا ډير د سليکان اتومونه د تراکمي تعامل پواسطه مينځ ته راغلي دي . وجود لري . د Condensation تعامل : د هغه تعامل څخه عبارت دي چې دوه يا ډير ماليکوله يا ايونه د کيمياوي تعامل پواسطه ترکيب وکړي او له هغه يو کوچني ماليکول مثلآ اوبه جدا شي: د مثال په توګه د سلسيليک اسيد يو انيون د کاندنزيشن د تعامل پواسطه د دي تيزاب د بل انيون سره تعامل کوي او داي سيليکيت انيون جوړوي .

د سيليکيت  انيون   د  Si – O - Si -     اوږد زنځير څخه جوړ شوي او د  Condensation      تعامل په ذريعه منځ ته راځي. د سليکتونو منرالونو پورتني  جوړښت  لري ، سليکيت مختلف منرالونه لري . چې په هغو  ټولو کې د SiO4     تتراايدريک جوړښت اساسي واحد جوړوي ډير کم  شمير منرالونه موجود دي چې د   SiO4  ايونونه  ونه لري.  دا منرالونه د او رتو سليکيت څخه عبارت دي او پدي منرالونو کې  اشتراکې  رابطه وجود لري .  زرکون   Zircon    (ZrSiO4 )    يو مثال د سليکيت د منرالونو څخه دي .  ويلمايټ   (will mite )  Zn2SiO4   د دي عنصر له منرالونو څخه يو بل منرال دي . د زرکون په معدن کې اساسي فلز زرکونيم دي . د زرکون د ځلا له امله (چې د هغه د انعکاس له کبله د نور انکسار صورت نيسي ) دي منرال  بي رنګ کرستلونه ځيني وختونه د الماس په عوض استعماليږي . د سليکات د منرالونو څخه بل منرال  Beryl    دى چې د هغه فورمول Be3Al2(SiO3)6  او سپودونين  Spodunen)  (  LiAl(SiO3)2    اورتو کلاز Ortho clase)    ( KAlSi3O8  او نور دي.  































اخځليکونه ١ : انټرنيټي سايټونه (www.google.com) ٢ : تڼيوال : محمد عارف غيري عضوي کيميا ٣ :کيمياعمومي وزات تحصيلاتي عالي ٤ : ماموند:پوهاند دکتور خيرمحمدعمومي کيمياکال (١٣٨١ل)_(٢٠٠٢م) انتشارات مطبعه کابل ٥: مندوزي :پوهنوال ديپلوم انجينرعارف الله کال (١٣٧٩ه ش) صفحه (٣٤٦) ٦: ويرا:حميدعبدالحي شيمي عمومي انتشارات پوهنتون تهران کال (١٣٧٥ل) صفحه (١٤٥)