مېګناد ساها
مېګناد ساها | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | 6 اکتوبر 1893 ډاکه، بنګله دېش |
مړینه | 16 فبروري 1956 نوی ډيلی |
د مړینې لامل | د زړه حمله |
استوګنځای | اله باد، ډاکه ، کلکته |
تابعیت | برېتانوي هند، مشترکه هند، هند |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | د پوهنتون استاد، فزيک پوه، ساينسپوه، ستوری پېژندونکی |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | پنځپوهنه ، ستورپوهنه |
لاسليک | |
سمول |
مېګناد ساها (زېږون:۶ اکتوبر ۱۸۹۳مړينه:۱۶ فبروري ۱۹۵۶) یو هندي [۱] [۲] ستورو فزیک پوه و چې د ساها آیونایزیشن معادلې د پراختیا له کبله مشهور و. د دې معادلې په کارولو سره، هغه د ستورو کیمیاوي او فزیکي حالتونه بیان کړل. مېګناد ساها لومړنی ساینس پوه و، چې د ستورو طیف(spectrum) یې د دوی د تودوخې(temperature) سره تړاو وموند او د حرارتي آیونایزېشن معادلې یې رامینځته کړې چې د ستورو فزیک او ستورو کېمیا په برخو کې ګټور ثابت شوي. [۳] هغه څو ځله د فزیک په برخه کې د نوبل جایزې لپاره نومول شوی و، خو له بده مرغه ناکام شو. ساها په سیاست کې هم فعاله وه او په ۱۹۵۲ کال کې د هند پارلمان ته وټاکل شوه. [۳]
ژوندلیک
[سمول]مېګناد ساها په 1893 کې د برېتانوي هند (اوسنۍي بنګله دېش) د بنګال صدارت پرمهال ډاکې ته نږدې د شوراتولي په نوم په یوه کلي کې زېږېدلی و. هغه د جګنات ساها زوی و چې د یوې غریبې کورنۍ سره تړاو درلود. د بې وزلۍ له امله په ماشومتوب کې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. د خپل لومړني ښوونځي په جریان کې، هغه د سودیشي په غورځنګ کې د ګډون له امله په زوره د ډاکه کالجیټ ښوونځي څخه وشړل شو. [۴] هغه د هندوستان د ښوونځي سند د ډهاکه پوهنتون څخه ترلاسه کړ. هغه د کلکتې د [۵] کالج محصل هم و. هغه د 1923 څخه تر 1938 پورې په اله آباد پوهنتون کې پروفیسور او په 1956 کې د هغه تر مړینې پورې د کلکتې په پوهنتون کې د ساینس ډیپارټمنټ رییس و. هغه په 1927 کې د شاهي ټولنې غړی شو . هغه په 1934 کې د هند ساینس کانګریس د 21مې غونډې مشر و. [۶]
سها خوشحاله و چې غوره ښوونکي او ټولګیوال یې درلودل. د خپلو زده کړو په جریان کې، جګدیش چندر بوس ، سردا پرسان داس او پرفل چندرا رای د خپلو لاسته راوړنو لپاره خورا مشهور وو. د هغه په ټولګیو کې ستیندر ناتھ بوس ، ګیان گھوش او جي. ن. مکرجي ګډون درلود. وروسته په ژوند کې هغه د اله آباد پوهنتون یو مشهور ریاضي پوه امیا چرن بنرجي ښه ملګری شو. [۷] [۸]
ساها د مذهب له مخې ملحد و. [۹] [۱۰]
مرګ
[سمول]ساها د ۱۹۵۶ کال د فبروري په ۱۶ مه په نوي ډیلي کې د زړه د حملې له امله مړ شو. [۱۱]
نور وګوره
[سمول]- د بنګالي پرمخيون
سرچينې
[سمول]- ↑ "Meghnad Saha: Physicist and nationalist".
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ https://www.britannica.com/biography/Meghnad-N-Saha.
{{cite news}}
: Missing or empty|title=
(help); Unknown parameter|Title=
ignored (|title=
suggested) (help) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ "A forgotten star". خوندي شوی له the original on 2018-12-26. بياځلي په 22 March 2018.
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - ↑ Madhumita Mazumdar and Masud Hasan Chowdhury (2012), "Saha, Meghnad", in Sirajul Islam and Ahmed A. Jamal (ed.), Banglapedia: National Encyclopedia of Bangladesh (Second ed.), Asiatic Society of Bangladesh
- ↑
{{citation}}
: Empty citation (help) - ↑ Murty, K. Krishna (2008). 50 timeless scientists. Delhi: Pustak Mahal. pp. 97–100. ISBN 9788122310306. خوندي شوی له the original on 2018-12-26. بياځلي په 28 July 2017.
- ↑ Madhumita Mazumdar and Masud Hasan Chowdhury (2012), "Saha, Meghnad", in Sirajul Islam and Ahmed A. Jamal (ed.), Banglapedia: National Encyclopedia of Bangladesh (Second ed.), Asiatic Society of Bangladesh
- ↑ Wali, Kameshar C. (2009). Satyendra Nath Bose : his life and times. Singapore: World Scientific. p. 462. ISBN 9812790713. خوندي شوی له the original on 2018-12-26. بياځلي په 28 July 2017.
- ↑ Chatterjee, Santimay; Chatterjee, Enakshi (1984). Meghnad Saha, scientist with a vision. National Book Trust, India. p. 5.
Even though he later came to be known as an atheist, Saha was well-versed in all religious texts— though his interest in them was purely academic.
- ↑ Robert S. Anderson (2010). Nucleus and Nation: Scientists, International Networks, and Power in India. University of Chicago Press. p. 602. ISBN 9780226019758.
a self-described atheist, saha loved swimming in the river and his devout wife loved the sanctity of the spot. swimming and walking were among the few things they could do together.
- ↑
{{cite news}}
: Empty citation (help)
نور وګوره
[سمول]- "Stars, Peripheral Scientists, and Equations: The Case of M. N. Saha".
{{cite journal}}
: Cite journal requires|journal=
(help) - Obituary – The Observatory 76 (1956) 40
- Obituary – Proceedings of the Astronomical Society of the Pacific 68 (1956) 282
- Venkataraman, Ganeshan (1995). Saha and His Formula. University Press.
تړنې
[سمول]- "Meghnad Saha". خوندي شوی له the original on 23 فروری 2015.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - "Meghnad Saha biography". خوندي شوی له the original on 2001-06-27. بياځلي په 2018-05-10.
- "Chitra Roy pens her reminiscences of Professor Meghnad Saha". خوندي شوی له the original on 13 جولائی 2011.
{{cite web}}
: CS1 errors: dates (link) - "Saha Equation". خوندي شوی له اصلي څخه په 2006-05-03. بياځلي په 2018-05-10.
- The Quantum Indians: film on Meghnad Saha, Bose and Raman په یوټیوب کې by Raja Choudhury and produced by PSBT and Indian Public Diplomacy۔
- Pages using the JsonConfig extension
- CS1 errors: missing periodical
- CS1 errors: unsupported parameter
- CS1 errors: missing title
- CS1 errors: bare URL
- CS1 errors: empty citation
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P463
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- د دوتنو د ماتو تړنو مخونه
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- CS1 errors: dates
- 1956 مړينې
- 1893 زېږېدنې
- بنګال
- بنګله دېش
- بنګالي ژبه
- بنګاليان
- هندوان
- هندي ژبه
- هند