Jump to content

مېټوټرکسات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Methotrexate
مېټوټرکسات
کیمیایی فورمول C20H22N8O5
عمومی نوم Methotrexate
molecular_weight 454.44 g/mol
مېټوټرکسات د ناروغ په بدن کی د دهیدروفولات ریدوکتاس د اېنزیم اغېزه بندوی

مېټوټرکسات (په انگرېزي:Methotrexate) د آنتی متابولیتوت د درملونو څخه دی چی د سرطان او خپل امونټي رنځونو د علاج لپاره کارېږي. دغه درمل د لنفوسارکوم، ستئوسارکوم، پسوریازیس او ريوماتايډ ارترايټس د علاج لپاره او د امیدواری د انقطاع لپاره کارېدلای سی. [۱]

تاریخ

مېټوټرکسات په ۱۹۵۰ کال کی په امريکا کی د هندی پوه Yellapragada Subbarow لخوا جوړ شو او په Dana–Farber Cancer Institute کی د داکټر Sidney Farber لخوا ازمایش شو.[۲]

د مېټوټرکسات اغېره

مېټوټرکسات د آنالوگ آنتی نئوپلاستیک د فولیک اسید دی چی د ناروغ په بدن کی د دهیدروفولات ریدوکتاس د اېنزیم اغېزه بندوی او د ډي آکسي رابونيوکليک اسيد د جوړول (سینټېز) بندوی.[۳]

جانبي عوارض

مېټوټرکسات په هغو کسانو کی چی د معدې پیپټیک زخم، پښتورگی رنځ، اينې رنځ، نری رنځ او اېډز لري مضاد استطباب دی. امیدوارو ښځو ته اجازه نه ده چی مېټوټرکسات وخوری. که ناروغ د مېټوټرکسات حساسیت ولري نو په دی صورت کی ور کول ئې هم مضاد استطباب دی. د دغو درملو جانبي عوارض لوست، سټوماتیت، د پوستکي تشوشات او نېمونيا دي.[۴]

اندازه

ريوماتايډ ارترايټس او پسوریازیس: ددی درملو تعقیبیه اندازه په هفته کې د ۷،۵ میلیگرامو څخه تر ۲۵ میلیگرامو پورې دی خو د علاج عکس العمل تر ۶ - ۸ هفتو وروسته لیدل کېږي.

د مېټوټرکسات درمل شکلونه

  • پيچکاري د مېټوټرکسات پیچکلری عموما عضلو یارگونو ته ورکول کېږی.
  • گولی

سرچینې

  1. AISLP
  2. https://en.wikipedia.org/wiki/Methotrexate
  3. AISLP
  4. AISLP článek 147641