ميري ميجلي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ميري ميجلي
ميري ميجلي
ميري ميجلي

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت ۱۳ سپټمبر ۱۹۱۹[۱][۲]
لندن [۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 10 اکتوبر 2018 (99 کاله)[۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای
تابعیت برېتانيا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکنیت
ميړه
عملي ژوند
تعلیم
کار/مسلک فیلسوف [۵]،  وليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۶][۷][۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه
دندې
مؤثر شخصیات
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ميري بيټرييس ميجلي (۱۳ سپتمبر ۱۹۱۹ – ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۸ز کلونه) يوه بریتانوۍ فيلسوفه وه. په «نيو کاسل» پوهنتون کې د فلسفې مخکښه استاده وه، د ساينس، اخلاقو او څارويو د حقوقو په اړوند د خپل کار له امله يې شهرت موندلی. هغې خپل لومړی کتاب د «ځناور او انسان» (۱۹۷۸ ز کال ) په نامه هغه مهال وليکه، کله چې د عمر په پنځمه لسيزه کې وه او له دې وروسته يې د «څاروي او دوی ولې مهم دي» (۱۹۸۳ ز کال )، شرارت (۱۹۸۴ز کال)، اخلاقي پرايميټ (لومړني) (۱۹۹۴ز کال)، ارتقا د دين په توګه (۱۹۸۵ز کال) او ساينس د ژغورنې په توګه (۱۹۹۲ز کال) په ګډون له پنځلسو زيات نور آثار تصنيف کړل. «ډاروم» او «نيوکاسل» پوهنتونونو هغې ته افتخاري د دوکتورا سندونه ورکړي وو. د « The Owl of Minerva» په نوم د هغې ژوند ليک په ۲۰۰۵ز کال کې خپور شو.

ميجلي د «کمپالنې» او «علم پالنې» (reductionism او scientism دوه فلسفي مصطلحات دي، په لنډو ټکو د لومړۍ مطلب دی، د پېچلو ښکارندو اسانه کول او د دويم معنا ده چې هر ډول افکار او څرګندونې ساينسپوهانو ته منسوبول) سره سخت مخالفت درلود او د هرې هغې هڅې پر ضد يې استدلال کاوه چې غواړي ساينس د بشريت لپاره د ځای ناستي په توګه وټاکي. نوموړې په دې اړوند زياتې ليکنې وکړې چې هغې فکر کاوه ،فيلسوفان له طبيعيت څخه او په ځانګړي ډول له څارويو څخه څه زده کولای شي. د هغې په ډېرو کتابونو او مضامينو کې د «ريجچارډ ډويکين» د اندونو په ګډون، د هغو فلسفي اندونو په اړه بحث شوی چې په عامو علومو کې راڅرګنديږي. هغې د «ګايا فرضيې» د اخلاقي تفسير په پلوۍ هم ليکنې وکړې (ګايا هغه فرضيه او اټکل دی چې باور لري، ماده او ځمکه په شريکه د ژوند د دوام لپاره مادي شرايط برابروي). ګارډين ورځپاڼې هغه د يوې سختې مبارزې فلسفۍ او د بریتانيې د «ساينسي اټکلونو تر ټولو ستر رنځ» په توګه تعريف کړې ده.[۱۰]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

ميجلي د «ليسلي» او «ټام سکرټن» کره په لندن کې زېږېدلې وه. د هغې پلار د مشهور قاضي «سر تاماس ايډوارډ سکرټن» زوی و، لومړی په «ډالويچ» کې د مذهبي ټولنې غړی او وروسته د کمبریج په کينګز کالج کې پادري شو. نوموړې په کامبريج، «ګرين فورډ» او «ايلينګ» کې ستره شوه او د «برکشاير»، کولډ اش په «ډاوني هاوس» ښوونځي کې يې زده کړې وکړې، دلته يې له کلاسيک او فلسفې سره مينه پيدا شوه:

يوه نوي پياوړي کلاسيک ښوونکي وړانديز وکړ چې زموږ له ډلې يو څو کسو ته يوناني تدريس کړي او په يو ډول زموږ په مهال وېش کې ځای پر ځای کړای شو. موږ له دې سره مينه لرله او د ليونتوب تر حده مو پرې کار وکړ، د کومې چې معنا  یې دا وه چې په ټولو برخو د پام وړ هڅو کولو په مرسته، موږ ته دا شونې شوه چې د کلاسيک لپاره کالج ته ولاړ شو... ما پرېکړه کړې وه چې د انګليسي پر ځای به کلاسيک لولم – کوم چې زما لپاره لومړی انتخاب و – ځکه زما د انګليسي ښوونکې، نېکمرغه دې وي، دا روښانه کړې وه چې انګليسي ادبيات داسې یو څه دي چې ته يې په هر حالت کې لوستلی شې، نو غوره دا ده چې داسې یو څه ولولې، چې که اوس يې ونه لولې، نو بل وخت نه شې کولای. يو چا ماته دا هم ويلي و، که چېرې ته په اکسفورډ کې کلاسيک ووايې، نو ته فلسفه هم ويلای شې. زه په دې اړوند په ډېر کم څه پوهېدم، خو دا چې ما اپلاتون موندلی و، ما د هغه د ازمويلو سره مقاومت نه شو کولای.[۱۱]

هغې د ۱۹۳۷ز کال په مني کې د اکسفورډ د  داخلې ازموينه ورکړه او په سامرويل کالج کې يې ځای وموند. د پوهنتون له پيل مخکې کال کې پرېکړه شوې وه چې هغه به د الماني ژبې زده کولو لپاره درې مياشتې په اېريش کې تېروي، خو د ناوړه سياسي حالاتو له امله يوه مياشت وروسته هغې هغه ځای پرېښود. په سامرويل کې هغې له «اريس مردوخ» سره يو ځای، د لومړي کال ازموينې ولوستې او په لومړۍ درجه شرف فارغه شوه.

په اکسفورډ کې د هغې ګڼې تلپاتې ملګرتياوې له ساينسپوهانو سره وې او هغې همدې ساينسپوهانو ته د دې امتیاز ورکاوه چې دا يې په يو شمېر ساينسي اصولو پوهه کړې وه. د شوروي اتحاد د کارونو له امله په اکسفورډ کې د «کارګر ټولنې» تر ماتېدو وروسته، هغه د «ټوني کراسليڼډ» او «رای جينکينز» تر څنګ د نوې جوړې شوې ډيموکراتيکې ولسپالې ټولنې د کمېټې غړې وه. هغه ليکي چې شونې ده په فلسفه کې د هغې کار له هغو ښځو څخه اغېزمن شوی وي چې د هغه مهال په بحثونو کې يې پیاوړی غږ درلود، ځکه د پوهنتون ډېريو نارينه محصلينو په دويمه نړيواله جګړه کې د ګډون لپاره پوهنتون خوشې کړی و: «د خپل ځان په اړه زه فکر کوم چې دې تجربې له دې حقيقت سره اړيکه درلوده چې اليزابت [انسکيمب] او ما او «اريس» [مورداخ] او فليپا فوټ او ميري وارنوک خپل نومونه په فلسفه کې ايستلي وو... زه فکر کوم چې په عادي حالاتو کې ډېرې ښې ښځینه مفکرينې ضايع شوې دي، ساده لامل يې يواځې دا دی چې د دوی غږ نه دی اورېدل شوی.[۱۲][۱۳]

مسلک[سمول]

ميجلي په ۱۹۴۲ز کال کې اکسفورډ خوشې کړ او ملکي خدمت ته يې مخه کړه، ځکه چې «جګړې د فارغو شويو د کار کولو حق ناشونی ګرځولی و». د دې پر ځای، «هغې پاتې جنګ په ډول ډول کارونو کې پر مخ يووړ، کوم چې د ملي اهميت لرونکي وو».[۱۴]

په دې موده کې هغې په «ډاون» ښوونځي او «بيډفورډ» ښوونځي کې هم د ښوونکې دنده پر مخ وړله. نوموړې په ۱۹۴۷ز کال کې اکسفورډ ته ستنه شوه، څو له «ګيلبريټ ميري» سره د فراغت کار پر مخ يوسي. هغې د روح په اړه د «پلوټين» د نظر په اړه پر څېړنه پيل وکړ، د کوم کار په اړوند چې هغې ويلي:«دومره لرغونی او دومره پراخه و چې ما هيڅکله ونه شول کولای، خپله رساله بشپړه کړم». په تېر کې ميجلي د خپل باور په اړه ليکلي:هغه «بختوره» ده چې د دوکتورا سند يې تر لاسه نه کړ. هغې استدلال کړی چې د دوکتورا په زده کړه کې يو ستر عيب دا دی چې «په داسې حال کې چې تاته دا ښيي چې له ستونزمنو استدلالونو سره څه ډول معامله وکړې»، په ورته وخت کې «له تا سره مرسته نه کوي چې په سترو پوښتنو وپوهېږې، کومې چې د دې سختو استدلالونو محتوا منځ ته راوړي– يعنې د شالید موضوعات، له کوم څخه چې کوچنۍ ستونزې سر راپورته کوي».

په ۱۹۴۹ز کال کې ميجلي «ريډينګ» پوهنتون ته ولاړه او دلته يې د فلسفې په ډيپارټمينټ کې د څلورو دورو لپاره استادي وکړه. په ۱۹۵۰ز کال کې هغې له «ګيوفري ميجلي» (مړ په ۱۹۹۷ز کې) سره واده وکړ چې هغه هم يو فيلسوف و. دوی نيوکاسل ته ولاړل، چېرې چې د هغې مېړه د نيوکاسل پوهنتون د فلسفې په ډيپارټمنټ کې دنده تر لاسه کړې وه. ميجلي د څو کلونو لپاره استادي خوشې کړه، دا هغه مهال و چې درې زامن يې درلودل (ټام، ډايويډ او مارټين)، له دې وروسته يې په نيوکاسل کې د فلسفې په ډيپارټمينټ کې دنده تر لاسه کړه، چېرې چې د هغې مېړه هم کار کاوه او دواړه ډېر خوښ کارکوونکي و. ميجلي په دې ځای کې د ۱۹۶۲ او ۱۹۸۰ز کلونو تر منځ تدريس وکړ. په نيوکاسل کې هغې د اخلاقياتو په مطالعه پيل وکړ او د همدې په پايله کې يې لومړی کتاب «ځناور او انسان» (۱۹۷۸) ولیکه، د هغې په نهه پنځوس کلنۍ کې خپور شو. «تر پنځوس کلنۍ مې هېڅ کتاب ونه لیکه او زه ډېره خوشحاله يم، ځکه زه نه پوهېدم چې له هغې مخکې مې څه فکر کاوه».[۱۵][۱۶][۱۷]

جايزې[سمول]

ميجلي ته په ۱۹۹۵ز کال کې د «ډرام» پوهنتون له خوا په ادب کې افتخاري دوکتورا ورکړل شوه، همدا راز په ۲۰۰۸ز کال کې نيوکاسل پوهنتون په مدني قانون کې د ډاکټرۍ افتخاري دوکتورا ورکړه. هغه په نيوکاسل پوهنتون کې د تګلارې، اخلاقياتو او ژوند علومو د تحقيقاتي مرکز افتخاري همکاره وه. په ۲۰۱۱ز کال کې هغه د «فلاسفي ناو» جايزې لومړۍ ښځينه ګټونکې وه، دا جايزه هغې ته د «حماقت په وړاندې مبارزې» په برخه کې د خپلې ونډې له امله ورکړل شوې وه.[۱۸][۱۹][۲۰]

مړينه[سمول]

ميجلي د ۲۰۱۸ز کال د اکتوبر په لسمه نېټه، د نهه نوي کلنۍ په عمر په «جيسمونډ» کې مړه شوه.[۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/130646105 — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/130646105 — سمونګر: Tony Gallagher — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — پاڼه: 57 — خپرونکی: Times Newspapers — د خپرولو نیټه: ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۸
  3. پیوستون : 130646105  — د نشر نېټه: ۲۲ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  4. https://www.theguardian.com/education/2018/oct/12/mary-midgley-obituary — د نشر نېټه: ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۸
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — پاڼه: 57 — نشرونه لخوا د: The Times — د خپرولو نیټه: ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۸
  6. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb120383464 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  7. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2007419114 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/126399587
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2007419114 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  10. Brown, Andrew (13 January 2001). "Mary, Mary, quite contrary". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Midgley, Mary (2005). The Owl of Minerva. Routledge. د کتاب پاڼې 62. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-36788-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Midgley, Mary (2005). The Owl of Minerva. Routledge. د کتاب پاڼي 93–94. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-36788-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Midgley, Mary (2005). The Owl of Minerva. Routledge. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-415-36788-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Midgley, Mary (3 October 2005). "Proud not to be a doctor". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Obituary: Geoffrey Midgley". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Anthony, Andrew (23 March 2014). "Mary Midgley: a late stand for a philosopher with soul". The Observer. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Honorary Fellow – Mary Midgley". د اصلي آرشيف څخه پر 24 مارچ 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه 24 مارچ 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Honorary Degrees – Durham University". د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Philosophy Now Award". د لاسرسي‌نېټه ۰۲ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Honorary Fellow – Mary Midgley". د اصلي آرشيف څخه پر 24 مارچ 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه 24 مارچ 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Mary Midgley, 99, Moral Philosopher for the General Reader, Is Dead". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 12 October 2018 باندې). Mary Midgley obituary. The Guardian.