ميرويس ياسيني
ميرويس ياسيني چې د عبدالستار زوى دى په كال ۱۳۴۲ كې د ننگرهار ولايت په كامه ولسوالۍ كې زېږېدلى دى.[۱]
د ۱۳۵۰ كال كودتاه پر مهال ښاغلى ياسيني خپلې كورنۍ سره پاکستان ته كډه شو او هلته يې د اسلام اباد نړيوال اسلامي پوهنتون کې خپلې زده كړې پيل كړې او د حقوقو او شرعياتو په برخه كې يې د ماسټرۍ سند ترلاسه كړی ده.
همدا رنگه نوموړی د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې د افغانستان د خلكو جهاد كې يې هم فعاله ونډه لرله.
ياسيني د طالبانو د رژيم له راپرزېدو وروسته دننگرهار ولايت د سرې مياشتې د ریيس، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو اړيكو رييس، د بېړنۍ لويه جرگې دغړي، د اساسي قانو د لويې جرگې دغړي او لومړى مرستيال او د مخدره مواده پر وړاندې د مبارزې ریيس په توگه بېلابېلې دندې ترسره كړي دي. اوس د افغانستان په ولسي جرگې کې د ننگرهار د خلکو استازی او ددې جرگې لومړی مرستیال دی.
ښاغلي یاسینې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشريزو ټولټاکنو نوماند وو.
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| زدکړنځی | |
| دنده |
| عمومي مالومات |
|---|
سرچينې
[سمول]- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- پښتانه
- د افغانستان د ولسي جرگې غړي
- افغانان
- پښتانه سياستوال
- افغان سياستوال
- د شمالي ټلوالې غړي
- ننگرهاريان