مولوي مجيب الرحمن انصاري
مجیب الرحمن انصاري د هرات یو پېژندل شوی شخصیت او مشهور ویناوال دی. هغه له ډېرو کلونو راهیسې د هرات ګذرګاه جامع جومات چې د خواجه عبدالله انصاري مقبرې ته څېرمه دی، مبلغ دی. هغه په هرات او حتی له هرات څخه بهر په خپل ځانګړي غږ او احساساتي بیان سره وتوانېد چې ډېر پیروان پرځان راټول کړي. [۱] [۲] [۳] د لومړي ځل لپاره د مولوي مجیب الرحمن انصاري نوم په ۱۳۹۱ کال کې مخې ته راغی. هغه هغه مهال په هرات ښار کې د موسیقۍ د هغه کنسرت پر ضد دریځ ونیو چې ټاکل شوې وه، په هرات ښار کې ترسره شی او ویې ویل چې که په دې کنسرت کې وینه توی شي، د دې کنسرت تنظیموونکي به یې مسوول وي. [۱] مولوي مجیب الرحمن انصاري د نوروز اختر د مشرکانو اختر بللی دی [۴] [۵] مولوي انصاري هم په سعودي عربستان کې د «وصالحق» ټلویزیون په یوه خپرونه کې شیعه ګان «روافض» بللي وو [۶] مجیب الرحمن په افغانستان کې یو له سلفي متعصبو عالمانو څخه و چې تل یې د جمهوري دولت پر ضد، د طالبانو په پلوي، له حده زیات مذهب او د ښځو له اساسي حقونو او کلتوري دودونو سره مخالفت واعظې کولې او دغو سخت دریځيو یې شهرت پیدا کړ. هغه په خپلو مطبوعاتي کنفرانسونو کې ښځینه او ښځینه خبریالانو ته اجازه نه ورکوله چې په مطبوعاتي کنفرانس کې ګډون وکړي [۷] [۸] مولوي مجیب الرحمن انصاري د ۱۴۰۱ لمریز کال د سنبلې په ۱۱ مه د هرات په ګذرګاه جومات کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. [۹] سرچینې[سمول]
|
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P19
- 2022م وفاتونه
- 2 سپټمبر وفاتونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P570
- د خاصيت کارولو پاڼې P20
- مخونه چي شايد ټوله سرچینې يې سمې نه وي
- افغانستان راډیو
- افغانستان کې 1979- 1989 زېږيزکميونيزم پير
- افغانستان
- افغانستان-پاکستان اړیکې
- افغانستان جغرافي اداري وېش
- افغانستان ساختماني تاسیسات
- افغانستان ولسوالۍ
- افغانستان ولايتونه
- افغانستان کينډۍ
- افغانستان کينډۍ گانې