Jump to content

مولوي سدوزی اغا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مولوي سدوزی اغا
سيد
مولوي سدوزی اغا
د شخص معلومات
پيدايښت جلاهور، ارغنداب ولسوالۍ، کندهار، افغانستان
مړینه ١٧ اګست ٢٠١٩
دوحه، قطر
پلرنی ټاټوبی کندهار
ګوند  طالبان
اولاد
عملي ژوند
کار/مسلک
  • چاﺭواکی
کاروونکې ژبه(ي) پښتو

مولوي سدوزی اغا د شوروي يرغل پر ضد فعاله جهادي څېره وه چې د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په جلاهور کلۍ کې زیږیدلی وو. د ده په مشرۍ جیدو علماوو په پیښور پاکستان کی د "داعیون اتحاد" په عنوان د جهادي مشرانو د یووالي هڅې کولې چې په پای کې د پېښور په اشرفیه جامعه کې د رهبرانو ترمنځ په اتیایمه لسیزه کی یووالی او اتحاد د یو څه وخت لپاره راغلی . په ۲۰۱۴م کال کې، هغه مهال چې سید طیب اغا د طالبانو د قطر دفتر رييس و، د طيب اغا په کورنۍ د پاکستان له لوري د پرله پسې فشارونو له امله مولوي سدوزی اغا اړ شو، چې له خپلې کورنۍ سره پاکستان پرېږدي او قطر ته ولاړ شي.

نور ولولئ

[سمول]

محمد یوسف اغا، طیب اغا، محمد یعقوب اغا او سید محمد اسحاق اغا ټوله دده ﺯامن دي.

سرچینې

[سمول]