محمد یوسف اغا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شيخ الحديث محمد یوسف اغا د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په جلاهور کلۍ کې زیږیدلی دی. هغه د کندهار په سطحه یو له لویو دیني علماوو شمېرل کېده، او څو کاله یې د پاکستان د کراچۍ ښار په مشهورو دیني مدرسو کې تدریس کړی و. هغه د ژوند په وروستيو کلونو کې د هېواد په جنوب غرب حوزه کې د ديني علماوو ترمنځ د شته اختلافاتو د حل لپاره د هلو ځلو ترڅنګ د هېواد د مدارسو د تنسیق په برخه کې هم هڅې کولې څو ټولې مدرسې په يو منظم چوکاټ کې داخلې شي. د همدغو موخو ترلاسه کولو لپاره يې د کندهار له ښاره زابل ولايت ته په سفر و، چې په (۱۵/۵/۱۳۹۵ هـ ش) نېټه د جمعې په ورځ د دوه وو نورو ديني علماوو سره يو ځای د ښار صفا او جلدک تر منځ سيمه کې په يوه ترافیکي پېښه کې په شهادت ورسېد.

نور ولولئ[سمول]

هغه، طیب اغا، محمد یعقوب اغا او سید محمد اسحاق اغا سکه وﺭوڼه وه.

سرچینې[سمول]