موریسن وېټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
موریسن وېټ
موریسن وېټ
موریسن وېټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ نومبر ۱۸۱۶[۱][۲][۳][۴]
مړینه 23 مارچ 1888 (72 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک قاضي
سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
موریسن وېټ
موریسن وېټ

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

موریسن ریمیک "مات" وېټ [په انګلیسي: Morrison Remick "Mott" Waite ] (د ۱۸۱۶ز کال د نومبر ۲۹ – د ۱۸۸۸ز کال د مارچ۲۳) د اوهایو سره تړاو لرونکی مدافع وکیل، قاضي او سیاستوال و. هغه د متحده ایالاتو د اووم قاضي القضات په توګه له ۱۸۷۴ز کال څخه تر ۱۸۸۸ز کال د هغه تر مړینې پورې دنده ترسره کړه. د هغه د واک په دوره کې، د وېټ محکمې د بیا رغونې په دوره کې د ازادو شوو غلامانو د حقونو د پراختیا او د سپین پوستو-واک غوښتونکو ډلو لکه د کو کلوکس کلېن ډله، له بریدونو څخه د هغوی د ژغورلو په پار، د نافذه قوانینو او  تعدیلاتو اړوند، د فدرالي واک محدود تعبیر وکړ.

وېټ چې د کنیکټیکټ په لایم کې زېږېدلی و، له یېل پوهنتون څخه تر فارغېدو وروسته یې، د اوهایو په ټولیډو کې د وکالت په برخه کې کار پیل کړ. د وېګ ګوند د غړي په توګه هغه د اوهایو د مشرانو جرګې (سنا) ټاکنې وګټلې. هغه چې د غلامۍ مخالف و، د اوهایو د جمهوري غوښتونکي ګوند په رامنځته کولو کې یې مرسته وکړه. هغه د الاباما د خسارې جبران غوښتنه کې د وکیل په توګه دنده ترسره کړه او د اوهایو د ۱۸۷۳ز کال د اساسي قانون کنوانسیون ریاست یې وکړ.   

د ۱۸۷۳ز کال په مې کې د قاضي القضات سالمون پ. چېس تر مرګ وروسته ولسمشر یولیسیس س. ګرانټ د چېس د ځای ناستې د پیدا کولو لپاره ډېره موده تلاش وکړ. د کورنیو چارو وزیر کولمبوس ډیلېنو په ملاتړ، ولسمشر ګرانټ د ۱۸۷۴ز کال په جنوري میاشت کې وېټ نوماند کړ. د نسبتاً لږ-پېژندل شوي وېټ نوماندي ځینو مهمو سیاستوالو سطحي وګڼله خو مشرانو جرګې په اکثریت رایو وېټ تایید کړ او هغه د ۱۸۷۴ز کال په مارچ کې په څوکۍ کښېناست. که څه هم ځینې د هغه د نوماندېدو غوښتونکي وو، خو هغه د ۱۸۷۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو ته په دې دلیل و نه درېده چې، ستره محکمه باید یوازې د لوړو رتبو د ترلاسه کولو لپاره زینه و نه ګرځول شي. هغه په ۱۸۸۸ز کې د سږو ناروغۍ له کبله تر مړینې پورې په ستره محکمه کې دنده ترسره کړه.

وېټ په ستره محکمه کې د یو مهم ‌ذهني ځواک په توګه نه، بلکې د یو قدرمن مدیر او پخلاکوونکي په توګه پېژندل کېده. هغه د فدرالي او ایالاتي ځواک ترمنځ د توازن په لټه کې و او د بيا رغونې سمونونو (اصلاحاتو)-  د مختصرې شرحې په پار د نورو قاضيانو سره یوځای شو. د الینایز پر وړاندې د مُن په قضیه کې د هغه ډېرو رسمي قضاوتونو د غَلو امبارونو او رېل-پټلیو په اړه د دولتي مقرراتو تایید کاوه او د دولتي مقرراتو په اړه یې د اساسي قانون پوهاوی اغېزمن کړ. هغه همدارنګه په امریکا کې د ګډ شخصیت قانونی مفهوم رامنځته کړ. یوازې د مدني حقونو په قضیو کې هغه د یو اکثریت پلوی شو چې د ۱۸۷۵ز کال د مدني حقونو تصویب شوی قانون را وپرځوي، چې د دغې لایحې په بنسټ، په عامه خدماتو کې نا-برابري او تبعیض منع شوی و، چې د ۱۹۶۴ز کال د مدني حقونو د لایحې تر تصویب کېدو پورې یې جبران و نشو. [۵]

د ژوند لومړني وختونه او زده کړې[سمول]

موریسن ریمیک وېټ د ۱۸۷۶ز کال د نومبر په ۲۹ نېټه د کنیکټیکټ په لایم کې وزېږېد، د مدافع وکیل هینري مېټن وېټ او ماریا سیلډن زوی و. د هغه پلار په وروستو کې د سترې محکمې د قاضي او د کنیکټیکټ سترې محکمې مرستیال قاضي په توګه وګومارل شو، چې د ۱۸۳۴ز – ۱۸۵۴ز کلونو تر منځ یې خدمت وکړ او د ۱۸۵۴ز -- ۱۸۵۷ز کلونو ترمنځ قاضي القضات و. موریسن د ریچارډ په نامه یو ورور درلود، چې وروسته یې د وکالت په برخه کې ورسره کار وکړ. [۶]

موریسن د کنیکټیکټ د کولچیسټر په بارکون اکاډمۍ کې زده کړې وکړې، په نوموړې اکاډمۍ کې د هغه له ټولګیوالو څخه یو لایمن ټرمبل و. هغه په ۱۸۳۷ز کال کې له یېل پوهنتون څخه فارغ شو، چې په یو ټولګي کې ورسره سمیول ج. ټیلډن هم ټولګیوال و، سمیول بیا وروسته په ۱۸۷۶ز کال کې د ډیموکراتیک ګوند په استازولۍ ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شو. د یېل پوهنتون د زده کړیال په توګه، وېټ د سکُل او بونْس او د وروڼو اتحادیې ټولونو غړیتوب درلود او په ۱۸۳۷ز کال کې یې د في بیتا کاپا ټولنې غړیتوب واخیست. له فراغت څخه لږ وروسته په ۱۸۳۷ز کال کې د خپل پلار حقوقي منشي شو.[۷][۸][۹]

له دې څخه وروسته، ډېر ژر د اوهایو مېیامي ته لاړو ترڅو د سمیول ل. یانګ په دفتر کې عملي زده کړې وکړي. هغه په ۱۸۳۹ز کال کې د وکالت په ازموینه کې ګډون وکړ او د خپل لارښود او مشاور سره یې د وکالت په برخه کې کار پېل کړ. د دوی حقوقي شرکت د سوداګرۍ او د ملکیت د حقوقو په برخه کې خورا شهرت ترلاسه کړ. هغه د یوې دورې لپاره د مېیامي د ښاروال په توګه وټاکل شو.[۱۰]

واده او کورنۍ[سمول]

هغه د کنیکټیکټ په هېرتفورډ کې د ۱۸۲۰ز/ سپتمبر/ ۲۱ نېټه، د امیلیا چېمپلین وارنر سره واده وکړ. هغوی درې زامن: هینري سیلډن، کریستوفر چېمپلین او ایډور تینکر او د مېري فرانسیس وېټ په نامه یوه لور، درلوده.

د سیاسي او قانوني کاري ژوند حالات[سمول]

په ۱۸۵۰ز کال کې وېټ او کورنۍ یې ټولیډو ته نقلِ مکان وکړ، چې هلته یې د یانګ سره د خپل حقوقي شرکت یو سیمه ییز دفتر پرانیست. وېټ ډېر ژر د ایالت په سطح د وکیلانو د مشر په توګه مشهور شو. کله چې یانګ په ۱۸۵۶ز کال کې تقاعد شو، وېټ یې د ورور ریچارډ وېټ سره یو نوی بریالی شرکت جوړ کړ. په ټولیډو کې د هغه یو شریک د نیو هامپشایر څخه جورج پ. ایسټي و، هغه د امریکا د داخلي جنګ په اوږدو کې د شمالي امریکا په پوځ کې جنرال و.[۱۰]

وېټ چې د وېګ ګوند فعال غړی و، د اوهایو مشرانو جرګې ته د ۱۸۴۹ز – ۱۸۵۰ز کلونو تر منځ د یوې دورې لپاره ټاکل شوی و. هغه د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته دوه نا-بریالۍ هڅې وکړې او د اوهایو په ستره محکمه کې ورته د یوې څوکۍ وړانديز و شو (خو رد یې کړ). د ۱۸۵۰ز لسیزې په نیمایي کې، د هغه د غلامۍ ضد لیدلوري په بنسټ، وېټ د نوي پر پښو درېدلي جمهوري غوښتونکي ګوند غړیتوب ترلاسه کړ او په خپل کورني ایالت کې یې د نوموړي ګوند په اداره کولو کې مرسته وکړه. په ۱۸۷۰ز کال کې هغه د اوهایو د ګوتو په شمار وکیلانو کې شمېرل کېده.   [۱۱]

په ۱۸۷۱ز کال کې هغه ته بلنه ورکړل شوه ترڅو په جنیوا کې د الاباما محکمې د وکیل په توګه (د ویلیم م. ایواټس او کالیب کشینګ سره) د متحده ایالاتو استازولي وکړي. په خپل لومړي ملي رول کې، کله چې یې د ۱۵ میلیونه ډالرو انعام ترلاسه کړ، هغه ډېر وستایل شو. په ۱۸۷۲ز کال کې هغه د رایو په اتفاق، د اوهایو د ۱۸۷۳ز کال د اساسي قانون د کانوانسیون د رئیس په توګه وټاکل شو. [۱۱][۱۲]

د متحده ایالاتو قاضي القضات، ۱۸۷۴ز – ۱۸۸۸ز[سمول]

نوماندي[سمول]

د ۱۸۷۴ز کال د جنوري په ۱۹ نېټه د ګومارنې اړوند له یو سیاسي سرکس وروسته ولسمشر یولیسیس س. ګرانټ، وېټ د قاضي القضات په توګه نوماند کړ. قاضي القضات سالمون پ. چېس د ۱۸۷۳ز کال په مې کې ومړ او ولسمشر ګرانټ مخکې له دې چې په نومبر میاشت کې په لومړي ځل د نیویارک ځواکمن سناتور روسکو کونکلین ته د نوموړې څوکۍ وړاندیز وکړي شپږ میاشتې انتظار وکړ، چې هغه یې له منلو انکار وکړ.

وروسته له هغې چې، د برحاله مرستیال قاضي القضات ترفیع یې رد کړه ( سره له دې چې د قانوني ټولنې له خوا د قاضي سمیول فریمېن لپاره ډېره لابي هم وشوه) ګرانټ هوډ کړی و چې، یو باندنی د قاضي القضات په توګه وټاکي ځکه یې د ویسکونسین سناتور ټیموتي هاو او د انډیانا سناتور اولیور مورټون او بیا یې د کورنيو چارو وزیر هېمیلټون فیش ته د قاضي القضات کېدو وړاندیز وکړ. هغه په پایله کې د ډېسمبر په لومړۍ نېټه مشرانو جرګې ته د لوی څارنوال جورج ایچ. ویلیم د نوماندۍ وړاندیز وکړ. که څه هم یوه میاشت وروسته، ګرانټ د ویلیم په غوښتنه د هغه نوماندي لغو کړه خو د فساد له تورونو وروسته د هغه د تاییدۍ ناکامي یقیني وه. د ویلیم د مسترد کېدلو یوه ورځ وروسته ګرانټ د دیموکراتيک ګوند سره تړاو لرونکی لوی څارنوال کالب کشینګ نوماند کړ خو هغه یې هم د جمهوري غوښتونکو سناتورانو له هغې ادعا وروسته مسترد کړ چې ګواکې، د داخلی جنګ په دوره کې یې د کنیکټیکټ د کانفدرېټ رئیس جفرسن ډاویس سره اړیکه لرله. په پایله کې، ګرانټ د کورنیو چارو وزیر کولمبوس ډیلېنو او اوهایانو د نفوذ په دوامداره اعمال، د ۱۸۷۴ز/ جنوري/ ۱۹ نېټه یې نوم-ورکی وېټ نوماند کړ. هغه ته د ټلیګرام په واسطه د هغه د نوماندېدو خبر ورکړل شو. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Morrison-Remick-Waite — subject named as: Morrison Remick Waite — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w683424g — subject named as: Morrison Waite — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/5579 — subject named as: Morrison Remick Waite — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=morrisonremickwaitem — subject named as: Morrison Waite
  5. 109 U.S. 3 (1883)
  6. Kens & Johnson 2012 p.16
  7. * "Bonesmen 1833–1899". Fleshing Out Skull and Bones. د اصلي آرشيف څخه پر August 11, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Supreme Court Justices Who Are Phi Beta Kappa Members" Archived September 28, 2011, at the Wayback Machine., Phi Beta Kappa website, accessed October 4, 2009
  9. Shultz, David (2005). The Encyclopedia of the Supreme Court (په انګلیسي ژبه کي). Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 503. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816067398. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Kens & Johnson 2012 p. 17
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Kens & Johnson 2012 p.18
  12. Shultz, David (2005). The Encyclopedia of the Supreme Court (په انګلیسي ژبه کي). Infobase Publishing. د کتاب پاڼې 503. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780816067398. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Kens & Johnson 2012, pp. 1–2