مهرعلي وطندوست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مهرعلي وطندوست چې اصلي نوم يې مهرعلي و، نژدې ۶۵ کاله (1952 کال کې) وړاندې د کابل په بتخاک کې زیږیدلی و. خو اصلي ټاټوبی یې د ننګرهار د بهسودو ولسوالي وه.

مخېنه[سمول]

وطندوست تراووه کلنى پورې په کابل کې اوسيده اولومړنى ښوونځى يې همدلته ولوست . وروسته ېې ننگرهارته کډه وکړه اود ننگرهارليسه ېې پاى ته ورسوله . وطندوست د لیسې تر پای ته رسولو وروسته دهمدې ولايت داطلاعاتواوکلتور په مديريت کې مقرر شو .

په افغانستان کې دبدلونونو په راتگ سره دده په ژوند کې هم بدلون راغي اوله افغانستان نه ووت . په ېيښورکې ېې واړول او تر ډيره هملته اوسیده. وطندوست ناظر اوږده موده د پښتو موسیقۍ د وتلو سندرغاړو لپاره بیلابیلې خوږې سندرې ولیکلي او یو یاد شاعر و. نوموړې په ۱۹۹۴ م کال کې په پېښور کې د بي بي سي په تعلیمي پروژو کې کار پیل کړ او د نوي کور نوي ژوند د ډرامې د ناظر کرکټر یې لوباوه. دا کرکټر د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې مشهور و اوګڼ مینوال یې لرل.[۱][۲]

مړېنه[سمول]

نوموړې د یکشنبې په ورځ په پېښور کې په خپل کور کې د یوې حادثې له کبله وفات شوی.

سرچينې[سمول]

  1. "وطندوست د بي بي سي د ډرامې ـ( ناظر)". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جنوري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. وطن دوست (ناظر) په اوومه سټوډيو کې