ممتاز ارمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ممتاز ارمان

ممتاز ارمان (۱۳۴۵ ل. / ۱۹۶۶ ز. - ) (په انگرېزي: Mumtaz Arman) يو افغان شاعر دی. په پښتو ژبه شعر ليکي. هغه په افغاني‌ مطبوعاتو کې کار کړی دی او د هېواد څخه د باندې يې د يو شمېر فرهنگي‌ټولنو بنسټ‌ايښی.‌ کله چې روسيې کې کډوال و نو هلته د لېمې په نامه د يوې مجلې پازوال هم و.

مخينه

دغه لیکوال او قلموال په ۱۳۴۵ هجري/۱۹۶۶ عیسوي کال د افغانستان د کونړ ولایت د نرنگ ولسوالۍ د غازي خان غونډۍ په کلي کې زېږېدلی دی.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د نرنگ په لېسه، منځنۍ دکابل په چهاراسیاب لېسه، ثانوي اولوړې زده کړې يې دکابل په اوتو میخانیکي تخنیکم کې سرته رسولي دي .

دندې

تر زده کړو وروسته يې لومړی داطلاعاتو اوکلتورپه وزارت اوبیا د پیام ورځپانه کې خبریالي کوله، دکډوالۍ اومهاجرت په دوران کې څو کا له په مسکو کې د لیمې ادبي فرهنگي مجلې مسسول مدیر و، وروستي ۱۳ کاله په ډنمارک کې اوسي اوخپلې ادبي ، فرهنگی هلې ځلې پدغه هیوادکې له مېشتو نورو فرهنگیانوسره یوځای پرمخ بیايي .

فرهنگي کارونه

ممتاز ارمان په کابل کې دخوشحال فرهنگي ټولنې، په مسکوکې دافغانستان فرهنگی انجمن او په ډنمارک کې دافغانستان دفرهنگ ټولنې له بنسټ اېښودونکو غړو څخه دی . ممتاز ارمان له ډېرو کلونوراپدېخوا شعرونه او نثرونه لیکي او ژباړې کوي.

باندنۍ تړنې