ملا فيض الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ملا فيض الله د ملا بابړ زوی او د خپل وخت عالم، مدرس او په عربي، پاړسي او پښتو ژبو د تصنيفاتو څښتن، شاعر او پياوړی ليکوال او په احمدشاهي عصر کي د وخت واکمنانو ته د درناوي وړ شخصيت وو. ارواښاد عزيزالدين وکيلي پوپلزی ليکي چي لوی احمدشاه بابا د خپل زوی تيمور (وروسته تيمورشاه) د ښووني روزني کار د څو تنو عالمانو، خطيبانو، اديبانو او منشيانو پر غاړه اچولی وو چي په دغه ډله کي ملافيض الله هم وو. [۱]

نوموړی د اشرف الوزرا وزير شاه ولي خان باميزي د کورنۍ استاد هم وو او وزير ورته په درنه سترګه کتل. د همدغه ادارت اغېزه به وه چي د ملافيض الله کورنۍ ته د کندهار ښار د باميزو په کوڅه کي زړې جامع ته نژدې د استوګني له پاره ځای ورکړل سوی وو او کورونه ئې د نوموړي وزير د کور جنوبي خوا ته پراته وه.[۲]

  1. وکيلي, عزيزالدين (۱۳۴۶ ش). تيمور شاه درانی. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |year= (مساعدة)
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.