ملا بابړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څه د پاسه دوه‌نيم سوه کاله وړاندي د کندهار ښار ته د ږوب له شمال - کاکړستان څخه يو عالم او مدرس ملا راوکوچېد چي ملا بابړ نومېدی او په خټه مسه‌خيل کاکړ وو. دا وخت پر کندهار باندي د هوتکو د واکمنۍ وروستي کلونه وه، نوموړي د کندهار په ښار کي د تدريس حلقه جوړه کړه او په خلکو کي د درناوي وړ څښتن سو. تر ۱۱۹۳ هـ.ق. کال پوري د نوموړي د ژوند زمانه يقيني ده، چي دا کال د تېمور شاه د پاچهۍ شپږم کال دئ.