Jump to content

معتضد بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
معتضد بالله
أحمد المعتضد بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ناجوت ارزښت ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۸۵۴ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۵ اپرېل ۰۹۰۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو العباس احمد المعتضد بالله بن طلحه الموفق بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم بن هارون الرشيد العباسي الهاشمي القرشي ( ۲۴۲-۲۸۹هـ س/ ۸۵۶-۹۰۲ ز ) چي په عامه توګه د معتضد بالله په نوم یادیږي، په بغداد کي د عباسي واکمنۍ شپاړسم خلیفه وو، چي د خپل تره معتمد علی الله تر مړیني وروسته یې د خلافت چاري په لاس کي واخیستې.

واکمني او مړینه

[سمول]

معتضد بالله په نهمه زیږدیزه پېړۍ کي هغه مهال واک ته ورسېدی کله چي عباسي خلافت تازه له یو شمېر کړکېچونو او کورني اړو دوړ څخه راوتلی. د نوموړي پلار موفق بالله چي په عباسي کورنۍ کي یو ځواکمن فوځي مشر او فعاله سیاستپوه ګڼل کېدی پخپله څو کلنه واکمني یې د عباسي خلافت پخوانۍ ګډوډي بشپړه ورټوله کړه، او ددې خلافت نوی جوړښت یې تر مړیني مخکي په ځواکمنه بڼه زوی ته ورپرېښود.

څرنګه چي معتضد بالله د پلار تر مړیني وروسته د ځان په وړاندي کوم کورنئ زورواکي نه درلود، ځکه خو یې د بهرنیو دښمنانو په وړاندي سنګر ونیوی او پخپل تند او ځیرک سیاست یې نه یوازي هغوی له پښو وغورځول، بلکي په خلافت کي دننه یې هم پراخ ښاري اصلاحات پلي کړه او د عباسي کورنۍ پخوانۍ دبدبه یې په سیمه کي تر لیري لیري ځایونو پوري وغوړول. نوموړي د خپلي واکمنۍ پر مهال د جزیرې، موصل او ماردین په سیمو کي خونړي جګړې ترسره کړې او په عراق کي یې د خوراجو ترڅنګ د عباسي خلافت لوی شمېر دښمنان تر تېغ تېر کړه.

د پورتني خونړي سیاست ترڅنګ معتضد بالله په پلازمینه بغداد کي هم د پخوانیو دښمنانو د لمنځه وړلو لپاره خونړي سیاست پکار اچولی وو، او د ترکانو هغه زورواکي یې چي له کلونو راهیسي د خلافت څوکۍ ته یو ډول ګواښ ګرځېدلي وه، ټول له پښو وغورځول، خو ددې برعکس د خپل ولس سره ډېر نرم او په عدل مخته روان وو او د هغوی د زړونو لاسته راوړلو لپاره یې د فساد په وړاندي قوي مبارزه ترسره کړه.

د تاریخونو لمخي معتضد بالله تر نهه کاله او نهه میاشتي واکمنۍ وروسته په 902 زیږدیز کال کي د مارچ پر 6 نېټه باندي وفات او خاورو ته وسپارل سو.[۱]

  1. https://m.marefa.org/%D8%A7%D9%84%D9%85%D8%B9%D8%AA%D8%B6%D8%AF_%D8%A8%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87