معاذالدين خټک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

معاذالدين خټک (زوکړه؟ - مړینه؟) د لوی افغانستان د پښتو ژبې يو کلاسيک شاعر او ليکوال، د ستر، نابغه شاعر او ليکوال خوشال خان خټک کړوسی دی.

مخينه[سمول]

معاذالدين خټک د ستر شاعر خوشال بابا د مکتب او سبک په سترو نمايده گانو شاعرانو کې شمار لوی شاعر، عالم او طبيب وو. معاذالدين خټک د ګمنامۍ په تيارو کې پټ وو. د دوی څو غزلې نوميالي څېړونکي همېش خليل صيب د سعيد خټک د قلمي ديوان په حاشيه کې ليکل شوې موندلې وې او بيا يې د خپل کتاب ورکه خزانه د لومړي ټوک چاپ ۱۹۶۰ ز کې چاپ کړې.

ليکلي نښیرونه او د هغوی قلمي نسخې[سمول]

معاذالدين خټک د پښتو، پارسۍ او عربي ژبو او علومو ژور علم لرلو چې ډير کتابونه يې د قلمي نسخو په شکل کې د پېښور پوهنتون د پښتو اکيډمۍ په کتابتون کې خوندي دي. له دغو کتابونو څخه:

۱-ربقته الاسلام په پښتو دوه ييزه (مثنوي) په وړوکي بحر کې په ۱۱۶۰ هجري کې ليکل شوې چې د علم، عقايد، توحيد، تصوف او فقهې مسايل يې پکې راټول کړي دی. دا کتاب ۳۰۰ مخونه لري. د هغه قلمې نسخه د پښتو اکيډمۍ پېښور په کتابتون کې په ۱۴۵۴ نومره خونډي ده. دا کتاب لومړی ځل په ۱۲۹۶ هجري کال په ډهلي کې او په دويم ځل په ۱۳۳۰ هجري کې په نولکشور پريس لاهور د سادهو سنگـھ تاجران کتب ډيره اسماعيل خان په اهتمام سره چاپ شوی دی.

۲- دويم کتاب يې د طب باره کې د پښتو مثنوي په وړوکي بحر کښې د ليل العليل په نوم په ۱۱۷۷ هـ کې ليکلی وو چې بيا له دغې خطي نسخې نه ميا باز محمد شاه فقيرخېل په ۱۲۹۹ هـ کې نقل کړی وه او دغه خطي نسخه د پښتو اکيډمۍ پېښور په کتابتون کې په ۲۱۲ نومره خوندي ده. دا کتاب ټول ۴۲۱ مخونه لري.

۳- دريمه قلمي نسخه د حصن الايمان منظوم د پښتو مثنوی په وړوکي بحر کې په کال ۱۱۵۷ هـ کې ليکلی، ۳۲۵ مخونه لري، د پښتو اکيډمۍ پېښور په کتابتون کې په ۲۳۲ نومره پرته ده.

د پښتو ژبې اوسنی نومیالی ليکوال، شاعر او څېړونکی ميا وکيل شاه فقيرخېل ليکي:

« معاذالدين خټک څوک وو، د کوم ځای وو، د کومې زمانې وو او ديوان يې چرته شته او که نه؟ دا مالومات يې په تيارو کې پراته ول. په دې هکله زه د دوی د ديوان، د ژوند حالاتو او ځای ځايگي مالومولو په لټون کې د څو کالو نه سرگردان وم، چې د اکوړې د نوميالي شاعر، عالم او مترجم ارواښاد سراج الاسلام سراج صيب په مرسته د معاذالدين خټک د نمسي قاضي انوارالحق صيب سره مې ملاقات وشو او ددغه قاضي انوارالحق نه راته د دوی ديوان، چې زما د ماما نمسي گران ميا طارق شاه کاکاخېل د خپل ذاتي کتابتون د قلمي نسخو نه ورکړی وو، ترلاسه شو. دغه وخت مې د خوشالۍ انتها نه وه، ډېر خوشال وم چې خپل منزل مقصود ته نزدې شوم. د قاضي انوارالحق صيب نه راته دا مالومه شوه چې معاذالدين خټک د دوی نيکه دی. قبر يې د دوی په کلي شېدو کې د ريل د پټلۍ سره خوا کې دی. قبر ته يې بوتلو، خپله شجره يې راکړه، د شجرې نه مالومه شوه چې معاذالدين خټک د خوشال بابا د زوی سعادت خان د زوی اکبر خان خټک زوی دی، چې په ۱۱۵۷ هـ خوا و شا کې يې ژوند کولو. په ۱۱۷۳ هـ کې يې دا ديوان ليکلی وو. د دليل العليل کتاب نه مالومېږي چې تر ۱۱۷۷ هـ پورې يې ژوند مالوم دی. ما دا ديوان د تحقيقي سريزې، چې ۳۳ مخونه لري، او ویپانگې سره مرتب کړو. دا ديوان ۱۷۸ مخونه لري چې د پښتو ژبې او ادب ورک مين اسدالله دانش په خپل لگښت کمپوز او چاپ کړو او له دانش خپرندويې ټولنې نه يې خپور کړ، چې يو جهان يې مننه. شاعري يې د حسن و جمال، عشق و محبت، پند و نصيحته ډکه، خوږه کلاسيکه شاعري ده. دلته د ديوان نه څو شعرونه:

اثري سترگې ستا څه سحر حلال کا - چې حضور يې د کتاب راڅخه يوړو

ما د خولې لباس کاوه زړه مې ساتنه - تا د زلفو په تناب راڅخه يوړو

وايي خوله مې و تا در کړه هومره ځله - ډيرې مينې دې حساب راڅخه يوړو

ما پلو په مخکښې ووړ معاذالدين ته - د آه باد اوس نقاب راڅخه يوړو

او يا دا:

چې له ورايه راښکاره هغه نگار شي - له گلزاره يې د مخ تازه بهار شي

وي عجب خاصه بهار چې تار په تار يې - بنفشه زلفې د يار په سمن زار شي

خماري سترگې يې ناز د نرگس کم کا - له رخساره يې خجل گلاب ابدار شي

او ددې غزل څو شعرونه:

د زلفو په حلقو لکه مضراب مه وهه گوتې - وگوره د يار مخ ته په کتاب مه وهه گوتې

غواړه هغه شونډې چې د يار آب حيات دي - مه غوليږه اې دله په شراب مه وهه گوتې

او رقيب ته داسې خېرې کوي:

لکه زه دې خوار کړم خوار اوسې رقيبه - خوار خسته او دل افگار اوسې رقيبه

چې زينار دی د لعنت په گردن وينم - طوق په غاړه د زينار اوسې رقيبه

سخت عذاب چې له دوزخ اور يرې شې - ترې په سل رنگه دشوار اوسې رقيبه

معاذالدين ته چې اور دې جمع کړی - ته سوخته په دغه نار اوسې رقيبه

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- د معاذالدين خټک ديوان، سریزه، کتنه، ویېپانگه میاوکیل شاه فقیرخېل، د ۱۳۹۲ ل ل کال کابل چاپ، دانش خپروندویه ټولنه.

۲-


اخځليک[سمول]

۱- د ميا وکيل شاه فقيرخېل فېسبوک پاڼه.

۲- http://www.nzdl.org/gsdlmod?e=d-00000-00-...00--off-0areu--00-0----0-10-0---0---0direct-10---4-----dte--0-1l--11-en-50---20-about---00-0-1-00-0-0-11-1-0utfZz-8-00-0-0-11-10-0utfZz-8-00&cl=CL5.33&d=HASH01186995788925d36243b264&x=1