Jump to content

مستضيء بأمر الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مستضيء بأمر الله
حسن المستضيء بأمر الله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۳ مارچ ۱۱۴۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۳۰ مارچ ۱۱۸۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو محمد الحسن المستضيء بأمر الله بن يوسف المستنجد بن محمد المقتفي بن احمد المستظهر بن عبدالله المقتدي العباسي الهاشمي القرشي ( ۵۳۶ – د ذوالقعد دوهمه ۵۷۵ هـ س/ ۱۱۴۲ – د اپرېل پنځمه د ۱۱۸۰ زیږدیز کال) چي په عامه توګه د مستضيء بأمر الله نامه پېژندل کیږي، په بغداد کي د بنو عباس کورنۍ درو دېرشم خلیفه وو.

مستضيء د خپل پلار المستنجد بالله تر مړیني وروسته د ۱۱۷۰ او ۱۱۸۰ کلونو ترمنځ (۵۶۶ هـ س/ تر ۵۷۷ هـ س) په بغداد کي د عباسي خلافت واکمن وو. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال د اسلامي تاریخ ستر فاتح سلطان صلاح الدین ایوبي وتوانیدی، ترڅو د مصر مسلمانان په بشپړه توګه له بغداد سره ونښلوي او د سلګونو کلونو هغه بیلتون چي په دغه هیواد کي د مخکنيو عبیدي واکمنو له لوري رامنځ ته سوی وو، لمنځه یوسي. همدارنګه د بیت المقدس او شام ځمکي چي له څه کم یوې پېړۍ راهیسي د صلیبي اروپایانو تر واک لاندي وې د مستضيء په خلافت کي د مسلمانانو له لوري یوځل بیا بریدونه ورباندي پیل او د خپلواکي په موخه یې لویي نښتي ترسره سوې.

د اسلامي تاریخونو پر بنسټ مستضيء بأمر الله د بغداد په وروستیو عباسي واکمنو کي ډېر عادل او د پلار په څېر د ځانګړي دبدبې خاوند وو.

مړینه

[سمول]

مستضيء بأمر الله په 1180 زیږدیز کال کي تر یوې لسیزي واکمنۍ وروسته د 40 کلونو په عمر باندي وفات سو. [۲] [۳]

  1. سرچينې تړی: https://pantheon.world/profile/person/Al-Mustadi.
  2. شهاب الدين النويري (1423هـ). نهاية الأرب في فنون الأدب. Vol. 23 (1 ed.). دار الكتب والوثائق القومية. p. 308. Archived from the original on 2022-11-13. {{cite book}}: Check date values in: |year= (help)
  3. علاء الدين مغلطاي (1996م). الإشارة إلى سيرة المصطفى وتاريخ من بعده من الخلفاء (1 ed.). دار القلم. p. 554. Archived from the original on 2023-12-26.