Jump to content

مستنجد بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مستنجد بالله
يوسف المستنجد بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۳ اگسټ ۱۱۱۶[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۰ ډيسمبر ۱۱۷۰[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو المظفر يوسف المستجد بالله بن محمد المقتفي بن احمد المستظهر بن عبدالله المقتدي بن محمد ذخيرة الدين بن عبدالله القائم العباسي الهاشمي القرشي ( ۵۱۸ – د ربیع الاخر اتمه ۵۶۶ هـ س / ۱۱۲۴ – د ۱۱۷۰ زیږدیز کال د ډسمبر ۲۵مه )، چي په عامه توګه د مستنجد بالله په نوم پېژندل کیږي، په بغداد کي د بنو عباس کورنۍ دو دېرشم خلیفه وو.

مستنجد د خپل پلار مقتفي لأمر الله تر مړیني وروسته له 1160 تر 1170 کلونو پوري د عباسي خلافت چاري په لاس کي درلودې. اسلامي تاریخونه نوموړی پخپله واکمنۍ کي له عام ولس سره ډېر عادل خو د مخالفینو په وړاندي ډېر سخت او جدي خلیفه ښيي.

واکمني

[سمول]

د مستنجد بالله واکمني په عباسي خلافت کي د مخکنیو خلیفه ګانو په څېر یوازي تر عراق او شاوخوا سیمو پوري چاپېره وه، خو د نوموړي په زمانه کي د اسلام د ستر اتل او غازي سلطان صلاح الدین ایوبي شتون عباسي خلافت ته ډېره ګټه ورسول او په مصر کي یې د عباسیانو د ستر مخالف عبیدي سلطنت ریښې له بېخه وویستي، چي دې پیښي نه یوازي د مصر مسلمانان پسله څو لسیزو یوځل بیا د خلافت له دربار سره ونښلول، بلکي په شام او فلسطین کي د هغه صلیبیانو په وړاندي د جهاد جبهه هم پرانیستل سوه چي له کلونو راهیسي یې بیت المقدس او نور اسلامي ښارونه تر ولکې لاندي راوستلي وه.

مستنجد بالله له پورتنیو پیښو په ګټي اخیستني د عباسي خلافت ریښي په بغداد او بهر کي ښه پوره ټینګي کړې او په دې ترڅ کي یې خپل یو ورور چي دده په وړاندي یې د کودتا نیت درلود، هم لمنځه یووړ.

مړینه

[سمول]

مستنجد بالله تر یوې لسیزي واکمنۍ وروسته په 1170 زیږدیز کي د 46 کلونو په عمر باندي وفات سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: TDV İslam Ansiklopedisi. Subject named as: MUSTENCID-BILLAH. Retrieved: ۷ اگسټ ۲۰۲۲. ليکوال: Turkiye Diyanet Foundation. اثر ژبه: تورکي ژبه. خپرېدو نېټه: ناجوت ارزښت. Publisher: Turkiye Diyanet Foundation.