Jump to content

مقتفي لأمر الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مقتفي لأمر الله
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۹ اپرېل ۱۰۹۶ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۲ مارچ ۱۱۶۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
اړين مالومات
جګړه

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو عبدالله محمد المقتفي لأمرالله بن احمد المستظهر بن عبدالله المقتدي بن محمد ذخیرة الدين بن عبدالله القائم العباسي الهاشمي القرشي ( ۴۸۹- د ربیع الثاني دوهمه، ۵۵۵ هـ س/ ۱۰۹۶ـ د مارچ د میاشتې دولسمه 1160) چي په عامه توګه د مقتفي لأمر الله په نوم پیژندل کیږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ یو دېرشم خلیفه وو.

مقتفي لأمر الله په ۵۳۰ هجري سپوږمیز کال کي د ذی الحجې د میاشتي پر اتمه نېټه د مخکني عباسي واکمن راشد بالله تر پرځېدو وروسته واک ته ورسېدی. د یادوني وړ ده چي د مقتفي د واکمنۍ پر مهال عباسي خلافت او شاوخوا اسلامي نړۍ له بېلابیلو کړکېچونو سره مخ وه چي یو هم له دغو کړکېچونو څخه په عباسي خلافت کي دننه د سلجوقي زورواکي او فوځي مشر سلطان مسعود شتون وو، کوم چي له امله یې پخوانئ خلیفه له واکه پرځېدلی وو.

واکمني

[سمول]

څرنګه چي مقتفي د مخکني خلیفه برعکس له سلطان مسعود سره نرم سیاسي چلند کاوه، نو ځکه یې ترمنځ کومه شخړه رانغله او څو کاله وروسته کله چي مسعود وفات سو، خلیفه د عباسي واکمنۍ ټول لښکر او سیاسي چاري پخپل لاس کي واخیستې او په دې سره یې د عباسي دربار هغه برم چي له منځه تللی وو، بیرته راژوندئ کړ. د اسلامي تاریخونو له مخي مقتفي په عباسي خلیفه ګانو کي هغه شخصیت وو، چي په واکمنۍ کي یې د سلجوقي زورواکو د شتون سره سره لوی سیاسي او فوځي رول ادا کاوه، او ددې لپاره چي سلجوقیان د ځان وفاداره او تر نفوذ لاندي راولي، د سلطان مسعود خور یې ځان ته په نکاح کړه او 547 هجري کي یې د مسعود تر وفات وروسته د هغه زوی په بشپړه توګه له سیاسي واکه لیري او منزوي کړ.

مقتفي لأمر الله د خپلي واکمنۍ پر مهال یوازي سیاسي څېره او دبدبه نه درلوده، بلکي له ولس سره نرم چلند، عدل او انصاف، له علماوو او پوهانو سره مینه او راشه درشه او د فوځي او سیاسي پریکړو پر وخت یې جدیت او هوښیاري داسي خویونه وه چي نوموړی یې د مخکنیو عباسي خلیفه ګانو څخه بیخي ځانګړی کړی وو.

مړینه

[سمول]

مقتفي لأمر الله په 555 هجري ( 1160 زیږدیز ) کي تر 24 کاله خلافت وروسته د اجل داعي ته لبیک ووایه او وفات سو. نوموړي د مړیني پر مهال 64 کاله عمر درلودی او تر ځان وروسته یې زوی مستنجد بالله خپل ځایناستۍ وټاکی.