منځپانگې ته ورتلل

مسترشد بالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ابو منصور فضل مسترشد
المسترشد بالله (عربي ) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ اپريل ۱۰۹۲ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۲۹ اگست ۱۱۳۵ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
Maragheh (en) ژباړلHamadan (mul) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
stab wound (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو منصور الفضل المسترشد بالله بن احمد المستظهر بن عبدالله المقتدی بن محمد ذخیرة الدین بن عبدالله القائم العباسي الهاشمي القرشي ( ۴۸۵هـ س، د ذوالقعد څلورمه -۵۲۹ هـ س/ ۱۰۹۲ د اګست ۳۰مه _ ۱۱۳۵ ز) چي په عامه توګه د مسترشد بالله په نامه پېژندل کیږي، په بغداد کي د عباسي کورنۍ ۲۹ م خلیفه وو.

مسترشد بالله په 16 ربیع الاخر ، 513 هجري کي د خپل پلار تر مړیني وروسته واک ته ورسېدی، او تر 529 هجري/ 1125 زیږدیز پوري یې خلافت ترسره کړ. [۱]

واکمني او مړینه

[سمول]

د مسترشد بالله خلافت په اسلامي نړۍ کي له کش مکش او کړکېچ څخه ډکه دوره وه. په یاده دوره کي ختیځه اسلامي نړۍ د باطنیانو په نوم یوې شرخوښي ډلي، لویدیځه اسلامي نړۍ او بیت المقدس د اروپایي صلیبیانو او خپله عباسي خلافت د سلجوقي ترکانو له خپل منځي اختلافاتو او شخړو څخه کړېدل. مسترشد بالله د سلجوقي مشرانو (سلطان مسعود او سلطان سنجر) پخپل منځي شخړو کي لمړئ د یو ناتوانه غړي رول لوباوه، خو کله چي یې په دربار کي نفوذ او ځواک ټینګ سو سمدستي یې د مسعود سلجوقي په وړاندي د جګړې سنګر ونیوی او د خلافت له مرکز څخه یې د نوموړي د لاس لنډولو په پار برید ورباندي وکړ.

سلطان مسعود د خلیفه د مخنیوي لپاره په متقابل یرغل باندي لاس پوري کړ او د یوې نښتي په ترڅ کي یې نوموړی ژوندئ ونیوی. تر نیولو وروسته مسترشد بالله د سلطان له لوري په یوه بندخونه کي وساتل سو، او مسعود غوښتنه وکړه چي دئ دي د پیسو په بدل کي بیرته ازاد او بغداد ته واستول سي، خو یاده پرېکړه لا نه وه ترسره سوې چي د باطینیانو یوې ډلي په پټه د خلیفه بندخوني ته ځان ورساوه او مسترشد بالله یې په 1135 زیږدیز کال کي وواژه. د مړیني پر وخت د خلیفه عمر 45 کاله وو او راتلونکي ځایناستۍ یې زوی (راشد بالله) وټاکل سو.

د اسلامي نړۍ تاریخ پوهان مسترشد بالله یو عادل، د ځانګړي دبدبې څښتن او د ملت په نبض پوه شخصیت ګڼي، او وایي چي ده به د پلازمیني بغداد په هاخوا د اسلامي نړۍ ډیري لیري قضیې حل او فصل کولې.

  1. السبكي. كتاب طبقات الشافعية. ص. 291-292