راشد بالله
| زېږونځای | |
|---|---|
| ښاروندتوب | |
| زېږون نېټه | |
| مړينې نېټه | |
| مړينې لامل | |
| مړينې ځای | |
| مړينې لامل | |
| ښخولو ځای | |
| ژبې | |
| دنده |
| عمومي مالومات | |
|---|---|
| دین |
| جګړه |
|---|
د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو جعفر المنصور الراشد بالله بن الفضل المسترشد بالله بن احمد المستظهر بن عبدالله المقتدي بن محمد ذخيرة الدين بن عبدالله القائم العباسي الهاشمي القرشي ( 502 - 532 هـ س / 1109 - 1138 ز) چي په عامه توګه د راشد بالله په نوم پېژندل کیږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ دېرشم خليفه وو.
راشد بالله د ۵۲۹ هجري سپوږمیز کال د ذوالقعدې د میاشتي په ۱۷ نېټه باندي د خپل پلار مسترشد بالله تر وژني وروسته واک ته ورسېدی. د نوموړي خلافت په اسلامي نړۍ کي د خپل پلار په څېر د سترو پیښو شاهد وو، چي مشهوره یې په شام کي او فلسطین کي د مسلمانانو او صلیبي عیسایانو ترمنځ جګړې، په بغداد او شاوخوا کي د سلجوقي ترک واکمنانو زورواکی او په ختیځه اسلامي نړۍ کي د باطنیانو په نوم د یوې شرخوښې ډلي فعالیتونه وه. یاده ډله چي د سني مسلمانو واکمنانو او مشهوره څېرو په وژلو پسي یې پل اخیستی وو په بشپړه توګه د یوه چریکي او ناڅاپي برید کوونکو کسانو څخه جوړه سوې وه.
څرنګه چي راشد بالله د خپل پلار د وژني پړه (چي په اصل کي د باطني شرخوښوونکي ډلي له لوري وژل سوی وو) پر سلجوقي واکمن سلطان مسعود باندي اچول، نو ځکه یې د واک لاسته راوړلو سره سم د مسعود په وړاندي جګړه پېل کړه، خو مسعود چي د ځواک له اړخه د بغداد تر خلیفه قوي وو، د یو برید په پایله کي وتوانېدی ترڅو خلیفه له بغداد څخه تیښتي اړ کړي او پر ځای یې د عباسي کورنۍ بل غړۍ المقتفي لأمرالله واک ته ورساوه.
له سلطان مسعود څخه تر ماتي خوړلو وروسته راشد بالله لمړئ د موصل او ورپسې اصفهان ښار ته ولاړی او هلته څه عمر وروسته په 1138 زیږدیز کال کي د باطنیانو په یوه برید کي ووژل سو. د تاریخونو پر بنسټ د مړیني پر وخت د راشد بالله عمر یوازي دېرش کاله وو.
- ↑ سرچينې تړی: https://iranarchpedia.ir/entry/24345.
- هغه پاڼې چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1196 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P509 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P119 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P607 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18