مریم امرخیله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مریم امرخیله

مریم امرخېله د میدان وردکو ولایت اوسیدونکې د غلام حضرت لور  ده چې په کال ۱۳۷۴ کې پیدا شوې ده. مریم له ډیرو ګڼو مشکلاتو سره وتوانیده چې دیوې فعالې نجلۍ په توګه هم خپله زده کړې وکړي او هم په عین مشکلاتو کې نور سلګونو نجونو ته دزده کړو زمینې برابرې کړي.[۱]

لومړني زده کړې[سمول]

اغلې مریم خپلې ابتدایه زده کړې په پيښور زاخیلو نومې سیمه کې د افغان کډوالو په یوه لومړني ښونځي کې  پیل کړې.

په ۱۳۸۲ کال یې له پېښور څخه خپل هېواد ته کډه وکړه او دلته د میدان وردګو د ده افغانان د نسوان په لیسه کې په پنځم ټولګي کې شامله شوه. تر نهم ټولګي پورې یې په نوموړې لیسه کې درس ووایه خو کله چې یې لیسه وسوځول شوه، کابل ښار ته کډه شوه او پاتې زده کړې یې د زرغونې په عالي لیسه کې تر بکلوریا پورې بشپړې کړې.

لوړې زده کړې[سمول]

په ۱۳۹۱ کال د کابل پوهنتون دژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې شامله او په ۱۳۹۴ کال له دغه پوهنتون څخه په غوره درجه فارغ التحصیله شوه.

فعالیتونه[سمول]

  • د وردګو ولایت هغو ماشومانو سره په تعلیمي بهیر کې مرسته کول، چې ښونځي یې په جګړو کې سوځل شوي وو.
  • په ۱۳۹۱ کال ۲۵ هغو کورنیو ته د کار زمینه برابرول چې غوښتل یې خپل ماشومان ښونځي ته ولیږي.
  • له میدان وردګ ولایت څخه بې وزله ماشومان کابل ته د تعلیم د حصول په موخه انتقالول.
  • د۱۳۹۵ کال له پیل څخه هغو ۲۵۰ مېرمنو ته دلاسي صنایعو په برخه کې د کار زمینه مساعدول چې په بدل کې یې خپل ماشومان ښونځي ته ولیږي.
  • د کابل ښار یو شمیر له رواني ستونزو سره مخامخ ځوانان د ارواپوهنې ځانګړو تربیوي کورسونو ته معرفي کول.
  • د ښځینه قشر دذهني کچې د لوړولو په موخه په لرې او نا امنه سیمو کې د راډیوي تعلیمي فیچرونو او پروګرامونو جوړول او خپرول.
  • د میرمنو د ادبي او فرهنګي فعالیتونو دتقویت په موخه په کابل ښار کې د ( میرمن ادبي بهیر ) په پروګرامونو کې همیشنی ګډون.
  • د ښځو د حقونو لپاره په مختلفو ټولنیزو برخو کې دوامداراو هر اړخیز فعالیت.

لیکنې او آثار[سمول]

  1. په بدو کې دښځو ورکړه ، دښځو پر وړاندې تاو تریخوالي، دښځینه تعلیمي بهیر دتنویراو د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا او د ځوان نسل دبیدارۍ په  باب  په لسګونومقالې[۲]، راډیوي خپرونې، دسیمنارونو لپاره څیړنیزې لیکنې او د ورځپاڼو لپاره د راپورونو جوړول د اغلې امرخیل دلیکنو تر ټولو ستره منځ پانګه جوړوي.[۳]

دندې[سمول]

  1. په ۱۳۹۲ کال د قومونو او قبایلو چارو وزارت د دفتر په ریاست کې ماموره.
  2. په ۱۳۹۳ کال  دګوګل ژباړن پروګرام په انکشافي پروګرام کې د ایډیټرې په توګه.
  3. په ۱۹۹۳ کې د سرخط نومي ورځپاڼې دښځو دبرخې متصدي او  لیکواله.
  4. په ۱۳۹۳ کال کې د چنار په نوم د راډیو دښځو د پروګرامونو پروډیوسره او دخبرونو ایډیټره.
  5. د یوه شخصي سوداګریز شرکت مؤسسه او رئیسه.

سرچينې[سمول]

میرمن ادبي بهیر

بي بي سي راډیو

امریکاغږ راډیو

[۱]

[۲]

[۴]

http://mirmanbaheer.com/%D9%85%D8%B4%D9%88%D8%B1%D9%87-%D9%84%DB%8C%DA%A9%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%87-%D9%85%D8%B1%DB%8C%D9%85-%D8%A7%D9%85%D8%B1%D8%AE%DB%8C%D9%84/ Archived 2016-10-28 at the Wayback Machine.

  1. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. http://www.taand.com/archives/71240
  3. http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2016/09/160901_ns_mariam_amar-khila_columns
  4. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)