مريم څڅ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Silybum marianum
مریم څڅ
مملکه بوټي
څانگه Tracheobionta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ د تریز بوټي
جېنس څڅ (Silybum)

مريم څڅ (په لاتين: Silybum marianum) د یو کلن درملي بوټي دي چې په اروپا، آسيا او شمالي آمريکا کې شنه او کرل کېږي.

تاريخ[سمول]

مريم څڅ ۲۰۰۰ کاله مخکې په لرغوني روم کی د علاج لپاره کار شوي وو. یو مشهور رومي ډاکټر پلينيوس (Plinius)د دی بوټي په هکله ولیکه چې مريم څڅ د انسانانو د ترخې (صفرا) پر ترشح باندي ښه آغېزه لري. نوموړی بوټي په ځانگړي ډول په منځنی پېړ‌ی کی کرل کېده او د ۱۶ پېړی څخه راهيسي په طب کی کارېږي.

توصيف[سمول]

مريم څڅ د څڅونو څخه یو درملي بوټي دي چی د Asteraceae په کورنی او د Silybum په جنس پورې اړه لري. نوموړي بوټي قوي ساقه لري او پاڼې یی نېښونه لري. گل یی سور یا بانجڼي رنگ لري او اوږدوالي یی تقريبا ۱۵۰ سانتیمتره دي. د مريم څڅ د مېوه لویوالي ۷ میلیمتره دي. دغه بوټي د جولای څخه تر سپټمبر پورې گل کوي. خوند یی تریخ دي. مريم څڅ یو شمېر طبيعي موادې لکه فلافوليجنانونه silybin, silychristin, silydianin, silybinin ، isosilybin او فلافونويډونه taxifolin, kvercetin, apigenin, chrysoeriol, eriodictiol ، naringenin لري.

مريم څڅ په روغتيا کې[سمول]

د مريم څڅ طبيعي توکې د انسانانو پر روغتيا باندي ښه آغېزه لري او نوموړي توکې د ينو ژونکې د زهرلرونکو توکو او نورو خطرناکو موادو پر ضد ساتي ، ويجاړ شوي ژونکې بیا جوړوي او د ینو رنځونو پرضد لکه هېپاتيت، سیروز (د ینې تشمع) ښه آغېزه لري. مريم څڅ د بواسیرو او وريسو رگونو،زهرشيندنو او حساسيتونو د درملنې لپاره ورڅخه کار اخیستلای شی. د دي درملو توکو ورځي مقدار ۲۰۰ - ۴۰۰ میليگرامه دي او تقريبا یو میاشت ورکول کېږي.