مرزا غلام احمد قادياني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مرزا غلام احمد قادياني د هغه گوتو شمير خلكو له ډلې څخه دى چې د وروستي پېغمبر حضرت محمد صلى الله عليه وسلم له مړينې څخه وروسته د مسيحيتو مهدويت، او نبوت دروغژنې داوې كولو سره د خپل دجل او فرېب په مرسته د مسلمان امت يوه ساده لوحه او كمزورې ډله په نهايي ضلالت، لاروركۍ، كفر او الحاد كې راگېده كړه، د مرزا له ضد و نقيض بيانونو او ويناو له مخې د هغه د ژوند په اړه څه ويل دومره اسان كار ندى، خو بيا هم دا كوښښ كوو ترڅو د هغه له خپلو ويناؤ څخه دا ژوند ليك او د هغه گروهې برابرې كړو.

پيداېښت

مرزا قاديانې د خپل پېداېښټ په اړه كتاب البريه په ۱۴۶ پاڼهن كې ليكي چې، زما پيداېښت ۱۲۵۵هـ يا ۱۲۵۶ هـ دى، چې دا كال له ۱۸۳۹ز يا ۱۸۴۰ز سره سمون خوري خو په خپل بل كتاب (ترياق القلوب) ۶۸ پاڼه كې د پېداېښت كال ۱۲۶۱هـ چې له ۱۸۴۵ز سره سمون خوري ليكلې دى. د پېداېښت ځاى يې د قايدان كلې دى، چې له لاهور څخه ۵۰-۵۵ ميله مال ختيځ لورې د هندې پنجاب په گورداسپور ولسوالۍ كې دى. د مرزا د وينا له مخې، دې د پلار وروستې اولاد ؤ، چې له يو يې خور سره جوړه وزېږېد، خو خوركۍ يې په ۷ مياشتينۍ كې وفات شوه.

دده وينا له مخې دې برلاس (مغل) قام ته منسوب دى، په لومړې سر كې يې حآن پارسيوان باله، بيا يې اسرايليتوب او فاطمي ټبر پورې ځآن وتاړه، بل ځاى په (تحفه ...) كې ليكي چې زما مشران له چينايي حدودو څخه پنجاب ته راكوچېدلي ول. ده دا دعوه كلو هېچ امي دى، او له هېڅ ښوونكي څخه يې زده كړې ندي كړي، مگر هم په خپل ليكلي كتآب (البريه) په ۱۴۸-۱۴۹ مخونو كې د خپلې زده كړې په اړه ليكي چې د شبږيا اووه كالو په مود كې يې له مولوي فضل الهي حنفي څخه په قاديان كې د قرآن مجيد او پاړسي ښونه ترلساه كړه، بيا د لسو كلوو په موده كې يې له مولوي فضل احمد (اهل حديث) څڅه د صرفاو نحوې درس پېل كړ. مولانا رفيق دلاوري خپل كتاب (رييس قاديان) كې د مرزا غلام احمد د ښ،ونېپه اړه داسې ليكي: ((دده ښوونه او روزنه نيمگړې پاتې شوه، او په داسې هېڅ كوم فن كې يې وړتاي ترلاسه نكړاى شوه، چې دې پرې ښۀاد شي. په ځآنگړي ډول، فقه، حديقث، تفسير، كلام او داسې نور. ديني علومو كې يې ډېره لږه پوهه درلوده. مرزا خان په ۱۵ كلنۍ كې واده وكړ، كال پس يو زوى او په دويم كال يې دويم زوى وزېږېد. لومړنې يې سلذان احمد او دويم يې فضل احمد ونومول.

د يوناني رنځپوهنې زده كړه

له كور څخه غلا او د سيالكوټ په لور تېښته

مرزا غلام احمد په نوي ځوانۍ كې په ډول، ډول اخلاقي جرمونو ككړ ؤ، يو ځلې يې پلار په هغو پېسو پسې بانك ته ولېږه، چې د انگرېز حكومت لخوا ورته د تقاعد په توگه وركول كېدې، مرزا چې كله پله لومړي ځل په سونو روپۍ وليدې، نودا يې غوره وگڼله ترڅو د كور پرځاى د سيالگوټ لار ونيسي. او ټولې رويۍ يې په ناوړه لارو ولگولې. له ده سر هپدې ناوړه كارونو كې د تره زوى امام الدين اوږه په اوۀ شريك ؤ، خو كله چې يې پېسۍ خلاصې كړې، نو مرزا قادياني د پلار له وېرې په سيالكوټ كې پاتې شو او هورې يې د دنده پيېل كړه: د سيالكوټ دنده كله چې غلام احمد قادياني سيالكوټ ته ورسېد نو خپل يو ملگري اله بهيم سېنگ څه يې د ندېي په پېاغ كلو كې مرسته وغوښته. هغه ورته د مياشتې ۱۵ روپۍ دنده پېدا كړه. د مرزا له خولې ده اووه كاله په سيالكوټ كې تېر كړل، كله چې يې زه تنگ شو هو بېرته قاديان ته ورورگرځېد.


د ناوړه اعمالو يوه نه بښوونكې كارنامه

انگرېزي ښوونه او له ستورپېژندنې سره مينه

د اسلام له مخالفينو سره مذهبي بحثونه (مناظرې)

اقتصادي ستونزې او د حل لارې لټول

د براهين احمديه لپاره د بسپنې راټولونه

دغاگانې او نذرانې

د مرزا خان ډول، ډول ناروغۍ

د مرزايي فتنې راولاړېدل، پل پر پل

له مبلغ اسلام څخه تر مثيل مسيح پورې

د مسيحيت او مهدويت دعوه

د نبوت دعوه هم او د ختم نبوت اقرار هم

د نبوت او رسالت دعوه

د الوهيت او الهي صفاتو لرلو دعوه.

د ځښتن تعالى او د هغه له سپېڅلو بندگانو سره د مرزا بې ادبي

د حضرت مريم عليها السلام په عصمت او عفت تېرې

د مرزا اخلاقي كمزورۍ

  1. شراب څښل
  2. عېش او عشرت
  3. اپيوم څخه گټه اخيستل

د مرزا وړاندوينې

دا هم وگورئ

تړلې لړليك