محمد عالم خان

امير محمد عالم خان (۱۸۸۰-۱۹۴۴ز) كې د مغولي واكمنۍ وروستې امير ؤ، چې په بخارا يې واكمني كوله. كه څه هم بخارا د تزاري روسيې تر واك لاندې وه، خو دې امير وكړاى شول، چې له ۱۹۱۱ز د جنورۍ له درېيمې تر ۱۹۲۰ز ۳۰ اگست پورې خپل امارات پدې ښار كې نه يواځې وساتي، بلكه خپله خپلواكي هم ترلاسه كړي. دا امير د چنگېز خان له نسل څخه ؤ.
امير عالم خان په ۱۳ كلنۍ كې د خپل پلار امير عبدالاحد خان لخوا د سان پيټرزبورگ ښار ته د يوه درې كلنې ښوونيزې دورې لپاره ولېږه ترڅو هورې په جنگي او دولتي چارو كې خپلې زده كړې وكړي. په ۱۸۹۶ز كال د روسي واكمنۍ لخوا ورته بخارا د واكمنۍ وليعهدۍ تاج ورپه سر كړ. لدې كار سره سم دې د بخارا په لور وخوځېد. هورې يې له پلار سره د ملك چارې سمبالولې، پس له دوه كاله د ناسف سيمې د والي په توگه وگومارل شو، او پوره دولس كاله په نوموړي دنده پاتې شو. لدې ځاى څخه بيا شمالي ولايت كرمينا ته ولېږل شو، او د دوه كالو لپاره يې هلته ولايت چارې ترسره كړې، تردې چې په ۱۹۱۰ز كال يې د پلار د مرگ خبر ترلاسه كړه.
![]() |
په خونديځ کې د category:Mohammed Alim Khan, Emir of Bukhara اړونده دوتنې(انځورونه) موجودی دي. |