باسماچي خوځښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

باسماچي خوځښت (په روسي ژبه: Басмачество یا Basmachestvo؛ چې له ازبکي «باسماچي» څخه اخیستل شوی او د «لار نیونکو» په معنی دی) په مرکزي آسیا کې د اسلامي باورونو څخه په الهام د روسیې د سترواکۍ او د شوروي اتحاد د واکمنۍ پر ضد د یاغي ډلو پاڅون و. [۱]

دغه خوځښت د ۱۹۱۶ زکال پر مهال د اجباري خدمت پر ضد هغو تاوتریخوالو څخه ریښه واخیسته، کله چې د روسیې سترواکۍ په لومړۍ نړیواله جګړه کې د خدمت په موخه په جبري ډول په مرکزي آسیا کې د مسلمانانو په راغونډولو لاس پورې کړ. د ۱۹۱۷ زکال د اکتوبر میاشتې له انقلاب وروسته بلشویکانو د روسیې د سترواکۍ په ډیری برخو کې واک خپل کړ او د روسیې کورنۍ جګړه پیل شوه. د ترکستاني مسلمانانو سیاسي خوځښتونو هڅه وکړه څو د فرغانې درې په خوقند ښار کې یو خودمختاره حکومت رامنځته کړي. بلشویکانو د ۱۹۱۸ زکال په فبروري میاشت کې په خوقند برید وکړ او په عام وژنې یې لاس پورې کړ چې له امله یې له ۲۵۰۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول. دغه عام وژنه لامل وګرځېده عام وګړي له باسماچي خوځښت څخه ملاتړ وکړي؛ هغو چې چریکي جګړه یې کوله او له فرغانې درې سربېره یې د ترکستان ډیرې برخې په واک کې لرلې. د دغې ډلې مخکښ مشر انور پاشا او وروسته بیا ابراهیم بېک و. [۲]

د ۱۹۲۰مې لسیزې پر مهال د دغه خوځښت امکاناتو زیادښت او کمښت درلود، خو په ۱۹۲۳ زکال کې د سرو پوځونو پیاوړي عملیات لامل وګرځېدل باسماچیان ګڼ شمېر ماتې وخوري. د ۱۹۲۰مې لسیزې له نیمايي وروسته د هغوی د سوداګریزو چارو او اسلامي اعمالو پر ضد د سره پوځ پراخه عملیات لامل وګرځېدل د باسمچیانو پوځي امکانات او وګړیز ملاتړ کمښت ومومي. سربېره پر دې له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې د کمونېزم پر بنسټ د جمعي سازۍ د چارو په غبرګون کې د شوروي د مشرتابه او واکمنۍ پر وړاندې مقاومت یو ځل بیا زور واخیست. [۳][۴]

مخینه[سمول]

له لومړۍ نړیوالې جګړې وړاندې روسي ترکستان د کرای یا لوی ولایت په توګه له تاشکند څخه اداره کېده. د تاشکند ختیځ ته د فرغانې درې موقعیت درلود چې بېلابېلو قومي ډلو ته اړوند پریمانه وګړي یې لرل او د همدغې سیمې د استوګنو بزګرانو (چې تر ډېره سارت وګړي و) او کوچیانو (تر ډېره قرغز قوم ته اړوند و) ترمنځ ویشل شوې وه. د روسیې تر واکمنۍ لاندې دغه دره د پنبې د تولید په مرکز اوښتې وه. له دغه چارې څخه ترلاسه شوې اقتصادي وده لامل وګرځېده سیمې ته یو شمېر کوچني صنایع لار ومومي، له دې سره یو شمېر پوهان څرګندوي چې د بومي مغازو کارکوونکو له خپلو روسي سیالانو ناوړه وضعیت درلود او د پنبې څخه ترلاسه کېدونکې شتمني په برابره توګه نه وېشل کېده؛ همدا و چې ډیری بزګران پوروړي شول. ورته مهال ګڼ شمېر مجرمینو ډلې جوړې کړې او په دې سره یې په فرغانې دره کې د باسماچي خوځښت بنسټ کېښود.[۵][۶][۷][۸]

د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د پنبې بیې ټاکلو وضعیت لا پسې خراب کړ، همدا و چې ډېر ژر د بې ځمکو کارګرانو لویې کلیوالي پرولتاریا وده وکړه. ورته مهال مسلمانو علماوو، قمار او د شرابو اعتیاد غانده چې دود شوي و او له امله یې جرایمو په پام وړ کچه زیاتوالی موندلی و. [۹]

د ۱۹۱۶ زکال پر مهال په روسي ترکستان کې په پراخه کچه تاوتریخوالي پیل شول، هغه مهال چې تزاري دولت د اجباري پوځي خدمت څخه د مسلمانانو معافیت ته پای ټکی کېښود. دغه چاره لامل وګرځېده څو په ۱۹۱۶ زکال کې د معاصر قزاقستان او ازبکستان په مرکزیت سره د مرکزي آسیا پاڅون رامنځته شي چې بیا د پوځي حکومت په اعلانېدو له منځه ولاړ. د مرکزي آسیا د وګړو (په ځانګړې توګه د قزاقانو) او روسي وګړو ترمنځ شخړې دواړو خواوو ته د پرېمانه تلفاتو د اوښتو لامل وګرځېدې. په زرګونو کسان مړه شول او په سلګونو زره نور ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه چین ته وتښتېدل. په ۱۹۱۶زکال کې د مرکزي آسیا پاڅون د روسیې پر ضد په لویه کچه پاڅون و چې د تزار دویم نیکولاس د واکمنۍ له راپرځېدو وروسته کال کې یې بومي مقاومت ته لار هواره کړه. [۱۰][۱۱]

د دغه پاڅون ځپونکي عملیات په قصدي ډول د قزاقي او قرغزي قبایلو د له منځه وړو په موخه د روسي سرتېرو او په دغه سیمه کې د استوګنو روسي وګړو له خوا ترسره شول. په سلګونو زره قزاقان او قرغزیان ووژل شول او یا هم تبعید شول. دغې قومي تصفیې د تزاري دولت د قومي تنظیماتو له پالیسۍ څخه سرچینه اخیسته. [۱۲]

پایلې[سمول]

بومي مشرانو له شوروي چارواکو سره همکارۍ ته مخه کړه چې له امله یې د مرکزي آسیا ګڼ شمېر وګړي د لینین او ستالین د بومي سازۍ د پالیسۍ پر بنسټ په کمونېست ګوند کې شامل شول. ډیری کسانو د ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان او ترکمنستان په شوروي جمهوریتونو کې چې په ۱۹۲۴ زکال کې د شوروي د خود مختاره سوسیالیستي جمهوریت یا ترکستان له وېش څخه رامنځته شوي و؛ لوړو څوکیو ته لاسرسی وموند. د مرکزي اسیا د شوروي کېدو پر مهال ډیری مذهب ضد مبارزاتو پر اسلام تمرکز درلود. حکومت ډیری جوماتونه وتړل، مسلمان علما یې وځپل او د حجاب په څېر د اسلامي هویت نښې یې په نښه کړې. هغه ازبکان چې لا هم په اسلام کلک و، ملت پاله بلل کېدل او تر ډېره بندیان او یا هم اعدام کېدل. ورته مهال په کې د شوروي اتحاد د نورو جمهوریتونو په څېر جمعي سازۍ او صنعتي سازۍ هم وده وکړه. [۱۳]

د خوځښت ځانګړنې[سمول]

باسماچي خوځښت د یوه ملي آزادي غوښتونکي خوځښت په توګه پېژندل کېږي چې په مرکزي آسیا کې یې د بهرني حاکمیت د پای ته رسولو هڅه کوله؛ دغه مهال مرکزي آسیا د ترکستان په نامه پېژندل کېده او د خیوې او بخارا تحت الحمایه سیمه وه. ویل کېږي چې «باسماچي» یوه ترکي کلمه ده او غله یا لار نیونکي ته اشاره کوي، د بېلګې په توګه د غلو هغو ډلو ته اشاره کوي چې اړوندو سیمو ته یې د ورتلونکو کاروانونو لار نیسي، دا له باسمک کلمې اخیستل شوې چې معنی یې برید کول یا فشار راوړل دي. په روسي منابعو کې د باسماچي کلمه تر ډېره د هغو د سپکاوي کوونکې معنې له امله کارول شوې. [۱۴][۱۵]

شوروي دغه خوځښت د اسلامي بنسټ پالنې په انګېزه د ورانکارو څخه جوړه هغه ډله بلله چې د بریتانوي جاسوسانو په ملاتړ یې په انقلاب ضد جګړه لاس پورې کړ. په واقعیت کې باسماچي خوځښت له بېلابېلو قومونو څخه جوړ هغه څو اړخیز خوځښت و چې ډیر لږ بهرنیو مرستو ته یې لاسرسی درلود. لویدیځو قدرتونو هم باسماچیانو ته د خپلو بالقوه دښمنانو په سترګو کتل ځکه چې هغو پان ترکېزم او پان اسلامېستي ایډیالوژۍ لرلې او د هغو مشران یې د همدغو فکرونو لرونکي بلل. ورته مهال په باسماچي خوځښت کې شاملو یو شمېر ډلو د ترکیې او بریتانیا له استخباراتي ادارو مرستې ترلاسه کولې، د دغو بهرنیو مرستو د قطع کولو په موخه د سره پوځ ځانګړو قطعاتو ځانونه د باسماچي ځواکونو په توګه جوړ کړل او په بریالیتوب سره یې د هغوی تدارکاتي توکي ونیول. [۱۶]

په داسې حال کې چې د دغه خوځښت د ډېری جنګیالیو انګېزه جهاد ته د خلکو دعوت کول و، خو هغوی د خلکو له بېلابېلو ایډیالوژیکي ډلو او برخو څخه ملاتړ ترلاسه کړ. آن په یوه مهالیزه دوره کې باسماچیانو د نویو اصلاح غوښتونکو، پان ترکېستانو او کیڼ اړخو ترکستاني ملت پالو ملاتړ خپل کړ. هغه بزګران او کوچیان چې له ډېرې مودې راهیسې د روسیې له استعماري حکومت سره مخالف و د شوروي د اسلام ضد سیاستونو او همدارنګه د هغوی د کرنیزو توکو او څارویو له ویش سره یې دښمنانه غبرګون وښود. دغه واقعیت چې په ترکستان کې بلشوېزم د روسي استعمار تر ولکې لاندې و، د هغو تزاري حکومت او د شوروي واکمني یې یو ډول وښووله. د باسماچیانو لیکې له هغو کسانو ډکې وې چې د ناوړه اقتصادي شرایطو له امله بې کاره پاتې شوي و او همدارنګه هغه کسان په کې شامل و چې احساس یې کاوه د خپل ژوندانه په څرنګوالي باندې له برید سره مخالف دي. د باسماچیانو لومړني مبارزین هماغه ډول چې له نوم څخه یې څرګنده ده لارنیونکي و او وروسته له هغه چې دغه خوځښت له منځه ولاړ بېرته خپل پخواني مسلک ته وګرځېدل. په داسې حال کې چې باسماچیان په یو شمېر ځانګړو وختونو کې نسبتا یو موټي و خو په ټولیزه توګه د بېلابېلو هستو لرلو له امله له ستونزو سره مخ وو. د هغو د مشرانو ترمنځ سیالۍ او همدارنګه د قرغزانو، ازبکانو او ترکمنانو ترمنځ قومي اختلافاتو د دغه خوځښت پر وړاندې لویې ستونزې را منځته کړې وې. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Parenti, Christian (28 June 2011). Tropic of Chaos: Climate Change and the New Geography of Violence (په انګلیسي ژبه کي). PublicAffairs. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56858-662-5. These traditionalist, protomujahideen—called Basmachi, meaning “bandits”, by the Soviets— described themselves as standing for Islam, Turkic nationalism, and anticommunism. One of these bands of Muslim rebels was led by Enver Pasha, ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Victor Spolnikov, "Impact of Afghanistan's War on the Former Soviet Republics of Central Asia", in Hafeez Malik, ed, Central Asia: Its Strategic Importance and Future Prospects (New York: St. Martin's Press, 1994), 101.
  3. Martha B. Olcott, "The Basmachi or Freemen's Revolt in Turkestan, 1918-24," Soviet Studies, Vol. 33, No. 3 (Jul., 1981), 361.
  4. Michael Rywkin, Moscow's Muslim Challenge: Soviet Central Asia (Armonk: M. E. Sharpe, Inc, 1990), 41.
  5. Abdullaev, Kamoludin (10 August 2018). Historical Dictionary of Tajikistan (په انګلیسي ژبه کي). Rowman & Littlefield. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5381-0252-7. The uprising spread, and as it gained strength, the Bolsheviks began to refer to its fighters as Basmachi, meaning “bandit” in the local tongues. As they prepared for the Hisor Expedition in the fall of 1920, Turkfront commanders viewed it as ... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hiro, Dilip (November 2011). Inside Central Asia: A Political and Cultural History of Uzbekistan, Turkmenistan, Kazakhstan, Kyrgyz stan, Tajikistan, Turkey, and Iran (په انګلیسي ژبه کي). Abrams. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59020-378-1. The Communists' major problem now was how to counter the continuing nationalist Basmachi (meaning “bandit” in Uzbek) movement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Richard Lorenz, Economic Bases of the Basmachi Movement in the Ferghana Valley, in "Muslim Communities Reemerge: Historical Perspectives on Nationality, Politics, and Opposition in the Former Soviet Union and Yugoslavia", Editors: Andreas Kappeler, Gerhard Simon, Gerog Brunner, 1994, pg. 280.
  8. Richard Lorenz, Economic Bases of the Basmachi Movement in the Ferghana Valley, in "Muslim Communities Reemerge: Historical Perspectives on Nationality, Politics, and Opposition in the Former Soviet Union and Yugoslavia", Editors: Andreas Kappeler, Gerhard Simon, Gerog Brunner, 1994, pg. 282.
  9. Richard Lorenz, Economic Bases of the Basmachi Movement in the Ferghana Valley, in "Muslim Communities Reemerge: Historical Perspectives on Nationality, Politics, and Opposition in the Former Soviet Union and Yugoslavia", Editors: Andreas Kappeler, Gerhard Simon, Gerog Brunner, 1994, pg. 284.
  10. Hafeez Malik, Central Asia, p.101.
  11. Catherin Evtuhov, Richard Stites, A History of Russia: Peoples, Legends, Events, Forces (Boston: Houghton Mifflin Company, 2004), 265
  12. Baberowski او Doering-Manteuffel 2009، صص. 201-202.
  13. Pipes, Richard (1955). "Muslims of Soviet Central Asia: Trends and Prospects (Part I)". Middle East Journal. 9 (2): 149–150. JSTOR 4322692. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Moscow's Muslim Challenge: Soviet Central Asia, Michael Rywkin, page 43.
  15. "Basmachis - Oxford Islamic Studies Online". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ فبروري ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Richard Lorenz, "Economic Bases of the Basmachi Movement in the Ferghana Valley," in Andreas Kappelerm Gerhard Simon, Edward Allworth, ed, Muslim Communities Reemerge: Historical Perspectives on Nationality, Politics, and Opposition in the Former Soviet Union and Yugoslavia (Durham: Duke University Press, 1994), 277.
  17. Richard Lorenz, Economic Bases of the Basmachi Movement in the Ferghana Valley, 293
  18. Martha B. Olcott, "The Basmachi or Freemen's Revolt in Turkestan, 1918-24," Soviet Studies, Vol. 33, No. 3 (Jul., 1981), 252.
  19. Richard Lorenz, Economic Bases of the Basmachi Movement in the Ferghana Valley, 289.
  20. Fazal-Ur-Rahim Khan Marwat, The Basmachi Movement in Soviet Central Asia (A Study in Political Development) (Peshawar, Emjay Books International: 1985), 151.
  21. Michael Rywkin, Moscow's Muslim Challenge, 42.