محمد سرفراز خان صفدر
![]() | پيچلې ليکنه: دا ليکنه په ډيره پيچلې توګه ليکل شوې ده. کولای شئ چي لږ بدلون پکښې راولئ او لږ اسانه يي کړئ؟ |
![]() | ليکنه تاییدونه غواړي: دا ليکنه د معلوماتو د ثابتولو لپاره سرچینې/حوالې ته اړتيا لري. ایا تاسو کولی سئ مرسته وکړئ؟ پرته له کومې سرچینې کیدای سي دا ليکنه ړنګه/ډيليټ سي. |
زېږونځای | |
---|---|
ښاروندتوب | |
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
زدکړنځی | |
دنده | |
نامتو زدهکوونکی |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې |
د معماري سټایل |
---|
علامه سرفراز خان صاحب د کوزې پښتونخوا تحصیل مانسهرې په ضلع هزاره کې په کال ۱۹۱۴ د جناب نور احمد خان بن ګل احمد خان په کور کې پیدا شو ، د قومیت په لحاظ د سوات پښتون وو.
د علم حصول
[سمول]ابتدائی تعلیم یې په خپله علاقه کې د شیخ غلام غوث ہزاروی نه حاصل کړو، بیا یې د سیال کوټ او ملتان علماؤ څخه استفاده وکړه د دې څخه بعد یې د مدرسه انوار العلوم ګوجرانواله د صدر مدرس حضرت مولانا عبدالقدیر صاحب څخه سبقونه وویل. د اعلی تعلیم لپاره د خپل کشر ورور (علامه صوفي عبدالحمید سواتي صیب) سره دارالعلوم دیوبند ته لاړو او په ۱۳۲۱ هجري مطابق۱۹۴۱ عیسوی کې د حضرت مولانا سید حسین احمد مدني صیب څخه یې بخاري او مسلم وویل او د مولانا اعزاز علي صیب نه یې ابوداود او د حضرت مولانا محمد ابراهیم بلیالوي صیب څخه یې منطق او فلسفه وویل او د مولانا مفتي محمد شفیع صیب څخه یې هم سبقونه وویل.
تدریس
[سمول]مولوي صفدر د فراغت څخه بعد یې د فخرالدین او ماسټر کرم دین په دعوت یې ګکهړ ګوجرانواله ته تشریف راوړو او د جامع مسجد د خطابت سره یې د تدریس اغاز وکړو، په دې دوران کې به همیشه ترې شل یا پنځه ویشت طلباؤ سبقونه ویل، په ۱۳۷۶ هجري کال کې په نصرت العلوم ګوجرانواله کې مدرس مقرر شو او تر وفات پورې یې هلته د حدیثو لویه دوره تدریس کړه.
ددې سره سره یې په کال ۱۹۴۳ عیسوی کال د ګکهړ په ټرینک مکتب کې د قران درس ورکولو.
فن خطابت
[سمول]مولوي سرفراز خان ته الله تعالی د خطابت صلاحیت هم ورکړی وو، او د طالب علمۍ په زمانه کې یې یو تقریر وکړو. د پاکستان په اکثرو ځایونو کې یې اصلاحي جلسې کولې او خلکو ته به یې وعظ او نصیحت کولو.
نوموړی یو لوی علمي شخصیت و، تقریبا د پنځوسو ۵۰ کالو پورې یی تدریس وکړو چې په دې سره ترې د څلویښت زرو ۴۰ څخه زیات طالبان فارغ کړل.
د شیخ صیب شمار د علماء دیوبند په عظیمو مصنفینو کې کیږي او دې سره چې ورته د خپل شیخ څخه د قران د تفسیر کوم دولت حاصل شوی وو هغه یې پنځوس کاله پوري په عوامو او خواصو کې تقسیم کړو .
درس، خطابت او تصنیف کې د بی انتهاء مشغولیت نه باوجود یې تقریبا د شپیتو څخه زیات کتابونه لیکلي دي د دومره لوی علم او شان او شوکت باوجود ډیر عاجزه هم و، کله به چې چا د امام اهل سنت په لقب مخاطب کړو نو حضرت به وویل: زه په ګوجرنواله کې د اهل سنت د مسجد امام یم. الله اکبر...
بیعت او خلافت
[سمول]حضرت خپل روحاني تعلق د مفسر قران حضرت مولانا حسین علي نقشبندي مجددي سره قایم کړو او لږ وخت بعد ورته خلافت هم ملاؤ شو .
فن تصنیف
[سمول]د تبلیغي او تدریسي خدماتو سره حضرت ته الله تعالی د لیکولو لوی صلاحیت ورکړی و ، چې په دې صلاحیت یې په خپل قمیتي ژوند کې د شپیتو څخه زیات کتابون لیکلي د هغې د جملی څخه یو څو دا دي :
(۱) اتمام البرهان فی رد توضیع البیان
(۲) تفسیر القران
(۳) خزاین السنن
(۴) احسن الباری
(۵) تبرید النواظر
(۶) تنزیح الحواضر (مسئله حاضر ناظر)
(۷) دل کا سرور
(۸) تنقید متین بر تفسیر نعیم
(۹) مسئله نور وبشر
(۱۰) عبارت اکابر
(۱۱) تسکین الصدور فی احوال الموتی فی البرزخ والقبور
(۱۲) احسن الکلام فی مسئله فاتحه خلف الامام
(۱۳) الکلام المفید فی اثبات التقلید
(۱۴) چهل مسئله حضرات بریلویه
(۱۵) اظهار الغیب فی کتاب اثبات علم الغیب
(۱۶) ملا علی قاري اور مسئله علم غیب
(۱۵) المسلک المنصوره
(۱۶) الشهاب المبین
(۱۷) سماع موتی
(۱۸) ینابیع (تراویح)
(۱۹) هدایة المرتاب الی طریق الثواب فی تحقیق المعراج
(۲۰) اطیب الکلام
(۲۱) حکم ذکر بالجهر
(۲۲) اخفاءالذکر
(۲۳) ارشاد الشیعه
(۲۴) توضیع المرام فی نزول المسیح
(۲۵) مقاله ختم نبوت
(۲۶) شوق حدیث
(۲۷) مودودی کی غلط فتوی
(۲۸) حلیة المسلمین (ږیره)
(۲۹) شوق جہاد
(۳۰) خطبات امام اہل سنت
(۳۱) راہ سنت (د بدعاتو رد)
(۳۲) راہ ہدایت
(۳۳) انکہوں کی ٹہنڈک
(۳۴) ایئنہ محمدی
(۳۵) مقام حضرت امام ابو حنیفه رحمه الله (د امام صاحب ضد غیرمقلدینو ددې کتاب په تالیف سره پخپله ماته اعتراف وکړی).
(۳۶) باب جنت
(۳۷) تبلیغ اسلام
(۳۸) انکار حدیث کے نتائج
(۳۹) عیسائیت کا پس منظر
(۴۰) بانی دارالعلوم دیوبند
(۶۱) تحقیق الدعاء بعد نماز جنازہ
(۶۲) جالیس دعائیں
(۴۳) مرزائی کا جنازہ اور مسلمان
(۴۴) درود شریف پڑہنے کا شرعی طریقه
(۴۵) نماز مسنون مع اذکار دادعیه
(۴۶) الکلام الحاوی علی الطحاوی
(۴۷) مسئلہ طلاق ثلاثه
(۶۸) مسئلہ حیات النبی
(۴۹) طائفہ منصورہ او نور …
(د کتابو پیوند)
وفات:
امام اهل السنة د ۹۵ کالو په عمر کې په ۱۹ جمادی الاولی ۱۴۳۰ هجري مطابق د ۲۰۰۹ د مئی په ۵ تاریخ د دوشنبې په شپه دوه بجې د دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې د حضرت په جنازه کې تقریبا دوه لکه خلکو شرکت کړی و .
انا لله و انا الیه راجعون.
- ليکنې چي تاییدونه غواړي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P69 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P802 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3373 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P135 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- سني اسلام
- حنفي مذهب
- حنفيان
- ديوبندي
- ديوبنديان
- د پاکستان اسلامي علماء
- پښتانه