منځپانگې ته ورتلل

حسين احمد مدني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
حسين احمد مدني
حسین احمد مدنی (اوردو) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۶ اکتوبر ۱۸۷۹[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۹۵۷[۲][۳] — ۵ اکتوبر ۱۹۵۷ پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
دنده
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
جوړښت
جایزې

مولانا سید حسین احمد صاحب مدني د هند یو ستر دیني عالم وو.

پيدايښت

[سمول]

حسین احمد صاحب د مولوي سید حبیب الله زوی دی، مولوي سید حبیب الله د مولوي فضل الرحمن گنج مراد آبادي خاص خلیفه وو.

د حسین احمد مدني رحمة تاریخي نوم چراغ محمد دی او د نسب لړۍ یې حضرت محمد ﷺ ته رسېږي او حسیني سید دی ، په ۱۹/ شوال المکرم ۱۲۹۶ھ د هند د فیض آباد سیمي په يوه علمي اود ینداره کورنۍ کي زیږدلی دی.

زده کړي

[سمول]

مدني صاحب خپلي لومړنۍ زده کړه قرآن او فارسي د خپل پلار او مور څخه ترلاسه کړي دي. د قرآن کریم حفظ یې د شیخ الهند مولوي محمودالحسن دیوبندي رحمه الله سره د مالټا په بند کي کړی دی ، په ۱۳۰۹ھ کال کي یې په دیوبند مدرسه کي داخله واخسته. د درسي نظامي ۶۷ کتابونه چی په ۷۰ فنونونو باندي مشتمل وه په ۶ کال او ۶ میاشتو بشپړ کړل او ۱۳۱۵ھ کال کي د دیوبند مدرسې څخه يې د فضیلت پګړی پر سر کړه او د درسي نظامي څخه علاوه یې نور کتابونه لکه د طب، ادب او هیئت په مدینه منوره کي پر مشهور ادیب حضرت شیخ آفندی عبدالجلیل براده باندپ وویل.

په حدیثو او نورو فنون کي د مدني صاحب استاذان

[سمول]

د مولوي شیخ الهند نه یې دستور المبتدی ، زرّادِی ، زنجانی ، مراح الارواح ، قال اَقول، مرقات، تهذیب، شرح تهذیب ، قطبی تصدیقات، قطبی تصورات، مجسطی، مفید الطالیبین ، نفحة الیمن، مطول، هدایه اَخیرین ، ترمذی شریف ، بخاری شریف ، ابو داؤد شریف، تفسیر بیضاوی شریف ، نخبة الفکر، شرح عقائد نسفی، حاشیه خیالی، موطا امام مالک موطا امام محمد لوستي دي.

د مولوي ذوالفقار علی صاحب نه یې فصول اکبری، د حضرت مولوي عبد العلی صاحب مرحوم نه یې مسلم ، نسائی شریف ،ابن ماجه شریف ، سبعه معلقه، حمد الله ، صدرا ، شمس بازغه، توضیح تلویح ، تصریح. د حضرت مولوي خلیل احمد صاحب مرحوم نه یې تلخیص المفتاح.

د حضرت مولوي حکیم محمد حسن صاحب مرحوم نه یې پنج گنج ، صرف میر، نحومیر ، مختصر المعانی ، سلم العلوم، ملاحسن، جلالین شریف ، هدایه اولین. د حضرت مولوي مفتی عزیز الرحمن صاحب نه یې شرح ملا جامی، بحث فعل کافیه ، هدایة النحو ، منیة المصلی ، کنز الدقائق ، شرح مائة عامل، اُصول الشاشی.

د حضرت مولوي غلام رسول صاحب مدرس مرحوم نه یې نوراالانوار، حسامی، قاضی مبارک، شمائل ترمذی شریف، د حضرت مولوي منفعت علی صاحب مرحوم نه یې میر زاهد، رساله میر زاهد ، ملا جلال ، میبذی، خلاصة الحساب، رشیدیه، سراجي.

د حضرت مولوي الحافظ احمد صاحب مرحوم نه یې شرح ملا جامي بحث اسم. د حضرت مولوي حبیب الرحمن صاحب مرحوم نه یې مقامات حریری ، دیوان متنبی. د حضرت مولانا صدیق احمد صاحب مرحوم(مشر ورور د شیخ الاسلام نورالله مرقده) نه یې میزان الصرف ، ایسا غوجی ، منشعب ولوستل.

زدکړي او تدریس

[سمول]

۱۳۱۶ھ نه ۱۳۳۱ھ پوري په مدینه طیبه کي د حرمِ نبوي صلى الله عليه وسلم سره نژدې به یې درس ورکاوه. په ۳۰ کال په دارالعلوم دیوبند کي شیخ الحدیث او صدرالمدرسین (مشر ښوونکی) ؤ ، ددې نه علاوه په مدرسه امروهه، کلکته کي مدرسه عالیه او سهلټ کي جامعه اسلامیه کي استاد پاتی شوی دی.

بيعت او سلوک

[سمول]

په ۱۳۱۶ھ کي یې د حضرت مولانا رشید احمد گنگوهي رحمة الله عليه څخه د بيعت او سلوک مراحل هم سر ته ورسول.سید حسین احمد صاحب مدني د درس او تدریس نه علاوه نور ھم ډیر خدمات لري په سیاسي، ملي، طریقت او شریعت، تصوف، جھاد او د مسلمانانو د رهبرۍ او لارښووني له پاره ئې په ټولنیزه، تمدني او سياسي برخه کي ھم لوی خدمت ترسره کړی دی.


سید حسین احمد صاحب په مختلفو فنون باندي کتابونه ليکلي دي چي په لاندي ډول دي:

نقشِ حیات“ ۲جلد مکتوبات شیخ الاسلام رحمة الله عليه ۴ جلد بدعت په خلاف مشهور کتاب ”الشهاب الثاقب“ تعلیمی هند اسیر مالټا متحده قومیت اور اسلام ایمان وعمل مودودی دستور وعقائد کي حقیقت سلاسل طیبه کشفِ حقیقت همدارنګه خطباتِ صدارت ھم لري

نامتو شاګردان

[سمول]

مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله الله ستر ستر زده کوونکي لري چې مشهور يې په لاندې ډول دي:

امام اهلسنت حضرت مولانا سرفراز خان صفدر رحمه الله، شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق اکوړه خټک رحمه الله، پیر طریقت حضرت مولانا سید امین شاه رحمه الله شیخ الحدیث حضرت مولانا سلیم الله خان رحمه الله شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالستار تونسوي رحمه الله حضرت مولانا عبدالحفیظ کردي رحمه الله مدینه منوره حضرت مولانا احمد البساطی رحمه الله نائب قاضی مدینه منوره محمود عبدالجواد رحمه الله شیخ بشیر ابراهیمي جزائري رحمه الله مولوي محمد یوسف خان کشمیري رحمه الله

مړينه او جنازه

[سمول]

د علم او عرفان دا ځلانده ستوری په ۲۸/محرم الحرام ۱۳۷۷ھ د بخاری شریف جلد اوّل آخری سبق ووایه او په ۱۳/جمادی الاولیٰ ۱۳۷۷ھ د علم او عمل، زهد و تقویٰ او رُشد وهدایت ستر داعي ددې فاني نړۍ څخه سترګي پټي کړې د جنازی لمو نځ پرې حضرت شیخ الحدیث برکة العصر مولانا محمد زکریا رحمه الله ادا کړ او د خپل استاد شیخ الهند رحمه الله د قبر تر څنګ په قبرستان قاسمي کي دفن کړل شو. انا لله وانا الیه راجعون

سرچینه

[سمول]

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=9256[مړه لينکونه]

  1. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (in فرانسوي ژبه). ترلاسه‌کېدو نېټه ۳۱ ډېسمبر ۲۰۱۹.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  2. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 130563811. بياځلي سمون: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ويل شوي په: Faceted Application of Subject Terminology. فاسټ پېژند: 144828. سکالو پېژند: Sayyid Ḥusain Aḥmad Madnī. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷.