محمد زکريا رازي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد زکریا رازي

ابوبکرالرازی (په انگريزي: Rhazes) (864ز تر 925ز) طب ، فلسفه او کيميا کې څېړنه او ليکنې. د کمېاوي مرکب الکول (الکحل) راپېدا کول. د گوگړوتېزاب (sulfuric acid) هم ابوبکر رازي د لومړي ځل لپاره ميندلي دي. خو ځينې څېړونکي وايي چې د گوگړو تېزاب د لومړي ځل لپاره جابر بن حيان ميندل دي.

د رازي نوم محمد کنيت يې ابو عبدالله او ابو الفضل، لقب يې فخر الدين ؤ، د نسب لړۍ يې پدې ډول ده: ابو عبدالله محمد بن عمر بن الحسين.

زوکړه

رازي په ۵۴۴ هجري سپوږميز کال چې له ۱۱۵۰زېږيز کال سره سمون خوري په (رى) يا ننني هرات کې زېږېدلې دى. ځينې تاريخپوهان يې زوکړه د روژې په ۲۵مه ۵۴۳هـ س کال بولي. د پلار نوم يې عمر ابو القاسم او په ضياء الدين سره ملقب ؤ، دې د خپل وخت لوى صوفي، ويناوال، متکلم او محدثتوب سره سره يو ستر اديب هم ؤ. ده په خپله سيمه هرات کې وعظ او نصيحت جاري وساتل. نو پدې ډول د خلکو لخوا په شېخ الاسلام او د (رى په خطيب) هم ونومول شو. او دده زوى (فخرالدين رازي) هم د خلکو لخوا د (ابن خطيب) د خطيب د زوى په نامه يادېده.

د محمد زکریای رازی ليکنې

ټولگړي د امام رازي د ليکلو اثارو په اړه مختلفې راى دي، چې موږ به دلته د ځينو ليکوالو راى راوړو: ابن النديم د (الفهرست) په کتاب کې د رازي ليکنې ۱۶۷ ښودلي دي. ابو رېحان البېروني په (د رازي د کتابونو لړليک) کې د امام رازي د ليکنو شمېر ۱۸۴ ښودلې. د رازي ليکنې د بېروني د وېش له مخې پدې ډلبنديو وېشل کېږي. ۵۶ ليکنې په رنځپونه، ۳۳ طبيعيات، ۷ منطق، ۱۰ ليکنې په رياضياتو او نجوم کې، ۷ ليکنې په تفسير لنډيز او د فلسفي او طبي کتابونو په لنډيز کې، ۱۷ ليکنې په فلسفي او اټکلي چارو کې، ۶ ليکنې په طبيعت څخه ور آخوا چارو کې، ۱۴ ليکنې په الهي چارو کې، ۲۲ ليکنې په کېميا، ۲ په کفري چارو کې، ۱۰ليکنې په مختلفو فنونو کړي، چې ددې ټولو ليکنو شمېره ۱۸۴ ته رسېږي.