مجاهد کاکړ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مجاهد کاکړ' زوکړه..... یو پیژندل شوی افغان خبریال وو چې د مې په ۵ تاریخ د ۲۰۲۰م کال کې د وینې سرطان له امله له شپږ کلن رنځ وروسته د المان په اخن ښار کې ومړ. ۵۱ کلن کاکړ د کابل, قره باغ ولسوالۍ په عبدالرحمان خان کلی کې زیږیدلی وو, نوموړی د لومړنیو افغان خبریالانو څخه وو چې په افغانستان کې یې مخکښه خبریالي خلکو ته ور وپیژندله. ښاعلی کاکړ د طلوع نیوز خصوصی تلویزیون سره کار کاوه او د یاد تلویزیون رئیس هم پاتی شوی وو.

کاکړ
مجاهد
مجاهد کاکړ
مجاهد کاکړ

د شخص معلومات
زېږېدنه (غالبا ً ۱۹۶۹م کال)
کابل, قره باغ ولسوالۍ' د عبدالرحمان خان کلی
د وفات ځای اخن ښار, المان
د مړینې لامل د وینې سرطان
تابعیت افغانستان
عملي ژوند
کار/مسلک خبریال

شخصی ژوند[سمول]

مجاهد کاکړ په خټه پښتون د کابل قره باغ ولسوالۍ کې زیږیدلی وو. نوموړی پ ه حبیبیی لیسه کې زده کړې کړې وی او وروسته پاکستان مهاجر شوی وو. چې له ۲۰۰۱م کال وروسته افغانستان ته راغی او د خبریالې په برخه کې یې له یوه افغان خصوصی تلویزیون طلوع نیوز سره کار پیل کړ. کاکړ لومړنی افغان خبریال وو چې په ۲۰۰۹م کال کې یې د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو ترمنځ مناظره جوړه کړه. له ښاغلی کاکړ څخه دوه زامن پاتی دي چې د خپلې کورنۍ سره د المان په اخن ښار کې ژوند کوی.