ماموت
Mammoth ماموت | |
---|---|
![]() | |
![]() | |
مملکه | ژوي |
شاخه | [[]] |
طایفه | تي لرونکی ژوي |
ډله | خړتم لرونکي ژوي |
تیره | فيلان |
ماموت (په انگرېزي: Mammoth) د خړتم لرونکي ژويو څخه یو نبات خوړونکي ځناور و چی ۴،۸ میلیونه – ۴ زره کاله مخکې په شمالي آسیا، شمالي امريکا او اروپا کی یی ژوند کاوه. ماموت دوې داړې درلود. هر ماموت پرته له داړو نه یوازي څلور غاښه لرل. ماموتان د اوسنو فيلانو څخه لوی ول. اوږدوالي یی د ۱،۸ متره څخه تر ۴ متره پوړې وو. وزن یی ۶ – ۸ ټنه وو. په داسې حال کې چې د یو نفر ماموت وزن تر ۱۲ ټنو پورې رسېدو. په دې توگه گومان کېږي چې یو ماموت به د ننۍ ورځې له اسیایي فیل سره برابر و. د نننیو فیلانو او نورو اړوندو کورنیو د څېړنو پر بنسټ، داسې انگېرل کېږي چې د ماموتانو د حمل او زېږون موده ۲۲ میاشتې وه چې په پایله کې به په همدومره موده کې یو ماموت زېږېدلو. ددې ټولنیز جوړښت د نن ورځې له افریقایي او اسیایي فیلانو په څېر و، چې ښځينه ډله به د یوه ټولمشر په لارښوونه خپل ژوند ترسره کاوه. د نرانو ژوند یې بیا یو څه مختلف و. هغوي چې کله د ځوانۍ دور ته ورسېږي نو له ټولنیز ژونده بهر په یوه انفرادي توگه خپل ژوند ته ادامه ورکوي. [۱]
د ماموتانو ډولونه
- Mammuthus primigenius
- Mammuthus trogontheri
- Mammuthus columbi
- Mammuthus columbi exilis
- Mammuthus columbi imperator
- Mammuthus columbi jeffersoni
- Mammuthus meridionalis
- Mammuthus subplanifrons
- Mammuthus africanavus
- ↑ "Columbian Mammoth & Channel Island Mammoth". د سنډیاگو ژوبڼ. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ سپټمبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسينېټه ۲۰۱۰-۰۶-۱۵. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في:|accessdate=
(مساعدة)