مارګريټ سنګر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارګريټ سنګر
مارګريټ سنګر
مارګريټ سنګر

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Margaret Louise Higgins د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۴ سپټمبر ۱۸۷۹[۱][۲][۳][۴]
مړینه 6 سپټمبر 1966 (87 کاله)[۱][۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل زړه نابری   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژوند ملګری اچ.جي. وېلز   د (P451) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک رنځورپاله
ليکوال [۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مارګريټ هيګينز سنګر (د زېږېدو پر مهال يې نوم مارګريټ لويس هيګنز ايښودل شوی و، ۱۸۷۹، د سپتمبر ۱۴ – ۱۹۶۶ ز کال د سپتمبر ۶)، د «مارګريټ سنګر سلي» په نوم هم پېژندل کېږي، امريکايۍ تبعه د زيږون د مديريت فعاله، د جنسي تعليم وړاندې کوونکې، ليکواله او رنځورپاله وه. سنګر د «زيږون مديريت» اصطلاح مشهوره کړه، په متحده ايالاتو کې يې د زيږون د مديريت لومړی روغتيايي مرکز پرانيست او يو لړ سازمانونه يې جوړ کړل چې بيا په «د امريکا د طرحه شوي پلاروالي/موروالي فدراسيون» بدل شو.[۶]

په لومړي سر کې سنګر له خپلو ليکونو او ويناووڅخه د خپلو افکارو په وده کې کار واخيست. هغه په ۱۹۱۴ز کال کې د «کامسټوک قانون» له مخې د خپل کتاب «د کورنۍ محدوديت» له امله محاکمه شوې وه. هغې وېره درلوده چې څه به پېښ شي، له همدې امله بریتانيې ته وتښتېده، تر دې چې وپوهېده چې متحده ايالاتو ته بېرته ستنيدل ورته خوندي دي. د سنګر هڅو په ډېرو هغو قضايي قضيو کې ونډه درلوده، کومو چې په متحده ايالاتو کې د حمل د مخنيوي د قانوني کولو په برخه کې مرسته وکړه. له دې امله چې هغې له طرحه شي والدينتوب سره اړيکه لرله، د حمل د ساقطونکو  د پلويانو له خوا سنګر ډېر ځله د انتقاد موخه ګرځېدلې وه. خو نوموړې د زيږوندن د مديريت او حمل د ضايع کولو تر منځ غوڅ توپير کړی و او د خپل مسلکي کار پر مهال په ډېره برخه کې د حمل د ساقطولو مخالفه وه، په داسې پېښو کې يې د يوې رنځورپالې په توګه ګډون نه مانه. سنګر د امريکا د ولادت حقوقو خوځښت کې د ستاينې وړ څېرې په توګه پاتې ده. د انساني نسل د سمون د پلوې په توګه په هغې نيوکې کیږي.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

په ۱۹۱۶ز کال کې، سنګر په متحده ايالاتو کې د زيږون د مديريت لومړی روغتيايي مرکز (کلينيک) پرانيست، نوموړې د زيږون د مخنيوي د معلوماتو د خپرولو له امله هغه مهال ونيول شوه، کله چې يوې خفيه ښځينه پوليسې د کورنۍ د مديريت په اړه د هغې د رسالې يوه نسخه وپيرله. د هغې محاکمې او استئناف اختلافات وزېږول. سنګر احساس کړه چې په ټولنه کې د ښځو د زيات برابري ځای تر لاسه کولو او د ښه ژوند تېرولو لپاره،  د دې اړتيا ده چې دوی د ماشوم د لرلو په اړوند د پرېکړې وړتيا ولري. هغې د تش په نوم پټ اسقاط حمل مخالفت هم کاوه، کوم چې هغه مهال عام و، ځکه چې په متحده ايالاتو کې د حمل غورځول ناقانونه و. هغې باور درلود، که څه هم د ژوند د ګواښلو په حالتونو کې د حامله ښځو لپاره د حمل  غورځول يو عملي اقدام کېدای شي، خو بايد په عموم کې ورڅخه ځان وژغورل شي. هغې د حمل د غورځولو پر ځای يواځينۍ عملي لاره د حمل مخنيوی باله.[۱۲][۱۳][۱۴]

په ۱۹۲۱ز کال کې، سنګر د امريکايي زېږون مديريت ټولنه جوړه کړه، کومه چې وروسته په «د امريکا کې د طرحه شوي پلاروالي/موروالي فدراسيون» باندې واوښته. د نيويارک په ښار کې، هغې د زېږون د مديريت لومړی کلينيک جوړ کړ چې ټول کار کوونکي يې ښځينه ډاکټرانې وې، همدا راز په «هرليم» کې یو کلينيک، په کوم کې چې ټول افريقايي الاصله امريکايي سلاکاره شورا وه، چېرته چې افريقايي الاصله امريکايي کار کوونکي وروسته زيات کړای شول. /به ۱۹۲۹ز کال کې، هغې د «زېږون مديريت لپاره د فدرالي قانون جوړولو اړوند ملي کميټه» جوړه کړه، کوم سازمان چې په متحده ايالاتو کې د حمل د مخنیوي د قانوني کولو لپاره د هغې د هلو ځلو په برخه کې د همغږې کوونکې نقطې په توګه کار وکړ. له ۱۹۵۲ څخه تر ۱۹۵۹ز کال پورې، هغې د «مديريت شوي پلار والي/موروالي د نړيوال فدراسيون» مشري وکړه. نوموړې په ۱۹۶۶ز کال کې مړه شوه او په پراخه کچه د زېږون د مديريت د اوسني خوځښت بنسټګره بلل کېږي.  [۱۵]

ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

سنګر په ۱۸۷۹ز کال کې د نيويارک په «کارننګ» کې زېږېدلې وه، اصلي نوم يې «مارګريټ لويس هيګنز» و، مور او پلار يې ايرلنډي کاتوليکي مذهبه وو، پلار يې د ازاد فکر څښتن او د ډبرو توږونکی و چې مايکل هينيسي هيګنز نومېدو، د مور نوم يې «ان پورسيل هيګنز» و، مايکل په څوارلس کلنۍ کې متحده ايالاتو ته کډه شوی و، په پنځلس کلنۍ کې د کورنۍ جګړې پر مهال د ډول وهونکي په توګه له پوځ سره يو ځای شو. د پوځ له خوشې کولو وروسته يې طبابت او د سر (جمجمې) د جوړښت علم ولوست، خو بالاخره د ډبرو ماتونکی شو چې د پرښتو، مذهبي مشرانو مجسمې او قبرونو ډبرې به يې جوړولې. مايکل وروسته ملحد  او د ښځو د رايې د حق او وړيا عامې زده کړې پلوی فعال شو.  [۱۶][۱۷][۱۸]

د سترې قحطۍ پر مهال «ان» له خپلې کورنۍ سره کاناډا ته ولاړه. هغې په ۱۸۶۹ز کال کې له مايکل سره واده وکړ. په دوه ويشتو کلونو کې اين هيګنز اتلس ځلې حامله شوه او په نهه څلوېښت کلنۍ کې له مړينې مخکې يې يوولس ژوندي بچيان وزېږول. سنجر د يوولسو ژونديو پاتې بچيانو له ډلې شپږمه وه چې د خپل ژوند کلونه يې په يو له شوره ډک کور کې تېر کړل. [۱۹][۲۰]

د خپلو دوه مشرانو خوېندو په ملاتړ مارګريټ هيګنز د «کلاويريک کالج او هوډسن ريور انسټيتيوت» ته ولاړه، وروسته په ۱۹۰۰ز کال کې په «وايټ پلينز » روغتون کې په ازمېښتي ډول د نرسې په توګه ومنل شوه. په ۱۹۰۲ز کال کې، هغې له معمار «وليام سنګر» سره واده وکړ او زده کړې يې ته يې د پای ټکی کېښود. له زمولتيا څخه ځورېده (بيا بیا په نري رنځ اخته کېده)، مارګريت سنګر وکولای شول درې بچيان وزېږوي او دا پنځه تنه د نيويارک په «ويسچيسټر» کې په يو ارام ژوند کې ځای پر ځای شول. مارګريټ بيا د اسقفي کليسا غړې شوه، کومې چې بيا د هغې د خښولو خدمات هم په غاړه واخستل. [۲۱][۲۲][۲۳]

ټولنيز فعاليت[سمول]

په ۱۹۱۱ز کال کې، کله چې په «هاسټينګز ان هوډسن» کې د اور لګېدو له امله د دوی کور وسوځېد، دې کورنۍ کلی پرېښود، تر څو په نيويارک ښار کې نوی ژوند پيل کړي. مارګريټ سنګر د ختيځې برخې په خامو کليو کې د ميلمه رنځورپالې په توګه کار کاوه، په داسې حال کې چې د هغې مېړه د معمار او د کورونو د رنګمال په توګه کارکاوه. دا جوړه په سيمه ييزو ټولنيزو سياستونو کې ښکېله شوه. هغه د نيويارک د ټولنيز ګوند د ښځو له کمېټې سره يو ځای شوه، د نړۍ د صنعتي مزدورانو په فعاليتونو کې يې ونډه واخسته (د ۱۹۱۲ز کال د لاورينس ټيکسټايل  او ۱۹۱۳ز کال  د پيټرسن سيلک اعتراض په ګډون)، تر څنګ يې د جان رييډ، اپټون سينکلير، مابيل ډوډګي او ايما ګولډمين په ګډون د سیمه ييزو روښانفکرانو، چپ اړخو هنرمندانو، ټولنپالانو او ټولنيزو فعالانو سره هم په اړيکه کې وه.[۲۴]

په سياست کې د سنګر لېوالتيا، د ښځمنپالنې لور ته ميلان او د هغې د رنځورپالنې تجربې هغه د جنسي زده کړې په اړه د ليکنو دوه لړيو لور ته رهي کړه، د يوې لیکنې عنوان و «هره مور بايد په څه خبره شي» (۱۹۱۱-۱۲) او د دويمې ليکنې نوم «هره نجلۍ بايد په څه خبره و اوسي» (۱۹۱۲-۱۳)، دواړه ليکنې يې ټولنپالې مجلې «نيويارک کال» ته کړې وې. د هغه مهال د معيارونو سره سم، د سنګر ليکنې د جنسيت په اړوند د څېړنې په برخه کې ډېرې روښانه وې او د نيويارک کال مجلې لوستونکي پرې خفه شول. خو له بلې خوا ځينو نورو لوستونکو ځکه د دې لیکنو ستاينه وکړه چې صافه وينا یې کړې وه. یو تن وويل چې «په دې لړۍ کې د شرطونو په اړه له منافقانه اندونو څخه د ډکو ټولو کتابتونونو څخه هم زيات سوچه اخلاقيات پراته دي». په ۱۹۱۶ز کال کې دا دواړه لړۍ د کتاب په بڼه خپرې شوې. [۲۵]

د خواريکښو کډوالو ښځو په منځ کې د کار پر مهال، سنګر له داسې ښځو سره وکتل چې بيا بيا يې ماشومان زېږېدلي وو، يا يې ضايع کړي وو يا د خوښې خلاف حمل څخه د خونديتابه په اړوند د معلوماتو د کمي له امله يې په خپله د حمل ضايع کړی و. د حمل د مخنيوي په اړوند معلومات د ۱۸۷۳ز کال د فدرالي قانون «کامسټوک قانون» او نورو کوربه ايالتونو د قوانينو سره سم د فحاشۍ په نوم منع وو. له دې ښځو سره د مرستې په لټه کې سنګر عامه کتابتونونو ته ولاړه، خو د حمل د مخنيوي په اړه يې معلومات ونه موندل. دا ستونزې په يوه کيسه کې بيان شوې وې چې سنګر به يې بيا وروسته په خپلو ويناوو کې حواله ورکوله: کله چې سنګر د رنځورپالې په توګه کار کاوه، هغه د «ساديا ساچز» په نوم د يوې ښځې کور ته غوښتل شوې وه، څوک چې په خپله د حمل د شنډولو(سقط) له امله سخته ناروغه وه. له دې وروسته ساډيا له ډاکټر غوښتنه کړې وه چې ورته ووايي څه ډول کولای شي د دې د بیا پېښېدو مخه ونيسي، ډاکټر ورته ساده سپارښتنه کړې وه چې بايد پرهېز وکړي. په څرګند ډول د هغه کره ټکي او کارونه په خندا سره دا وينا وه چې ويلي يې و «ته خپل کيک غواړې کله چې هغه خورې هم، ايا همداسې نه ده؟ ښه نو داسې نه شي کېدای. زه به تاته يو ډاډمن کار وښيم چې ويې کړې.... جيک ته ووايه چې په بام ويده شي». څو مياشتې وروسته سنګر بیا د ساديا کور ته وغوښتل شوه، خو کله چې دا مهال سنګر هلته ورسېده، نو ساديا مړه شوې وه. هغې په خپله د يو بل حمل د ساقطولو هڅه کړې وه. کله کله به سنګر دا کيسه په دې ټکو پای ته رسوله چې ويل به يې، «ما د رنځورپالنې بکس په يو کونج کې وغورځاوه او ومې ويل...چې زه به تر هغه يو بل ناروغ ونه وينم، تر څو په امريکا کې کار کوونکو ښځو لپاره دا شونتيا رامنځ ته نه کړم چې هغوی د زېږون د مديريت په اړه معلومات ولري». ژوندليک ليکونکي «الين چيسلر» ناکامه هڅه کړې چې د دې کيسې کره والی معلوم کړي. داسې پیاوړې شونتيا هم شته چې سنګر دې د تبليغاتي طريقې په توګه دا ټوله کيسه په قصدي ډول جعلي جوړه کړې وي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rx9f9s — subject named as: Margaret Sanger — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Margaret Sanger — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=24119 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11952932g — subject named as: Margaret Sanger — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ https://cs.isabart.org/person/104074 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  5. سرليک: American Women Writers
  6. "Political Attacks on Planned Parenthood Are a Threat to Women's Health". Scientific American. June 1, 2012. د لاسرسي‌نېټه June 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Douglas, Emily (1970). Margaret Sanger: Pioneer of the Future. Canada: Holt, Rinehart, and Winston. د کتاب پاڼې 57. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Benjamin, Hazel C. (January 1, 1938). "Lobbying for Birth Control". The Public Opinion Quarterly. 2 (1): 48–60. doi:10.1086/265152. JSTOR 2745054. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Margaret Sanger — Our Founder" (PDF). Planned Parenthood. 2016. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر October 2, 2019 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "People & Events: Eugenics and Birth Control". PBS. د لاسرسي‌نېټه August 6, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Katz 2000.
  12. (په 27 Jan 1932 باندې). The Pope's Position on Birth Control. The Nation.
  13. Cox 2005، صص. [[[:کينډۍ:Google books]] 3–4].
  14. Cox 2005، ص. [[[:کينډۍ:Google books]] 7].
  15. Klapper, Melissa R. (August 22, 2014). Ballots, Babies, and Banners of Peace: American Jewish Women's Activism, 1890–1940 (په انګلیسي ژبه کي). NYU Press. د کتاب پاڼي 137–138. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781479850594. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. History of the Corning-Painted Post Area, p. 240.
  17. Sanger, Margaret (1938). Margaret Sanger: An Autobiography. W. W. Norton. OCLC 00700090. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-486-43492-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Margaret Sanger". Infidels.org. January 2000. د لاسرسي‌نېټه March 12, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Rosalind Rosenberg, Divided lives: American women in the twentieth century, p. 82.
  19. Cooper, James L.; Cooper, Sheila M. (1973). The Roots of American Feminist Thought. Alvin and Bacon. د کتاب پاڼې 219. ASIN B002VY8L0O. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Baker 2011، صص. 3, 11.
  21. The Universalist Leader - Google Books
  22. Margaret Sanger: A Life of Passion - Jean H. Baker - Google Books
  23. Sanger او نور 2003، صص. 4–5.
  24. Chesler, Ellen (1992). Woman of Valor: Margaret Sanger and the Birth Control Movement in America. New York: Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4165-4076-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Dietrich 2010; Engelman 2011, p. 32; Blanchard 1992, p. 50; Coates 2008, p. 49
  26. Endres, Kathleen L., Women's Periodicals in the United States: social and political issues, p. 448; Endres cites Sanger, An Autobiography, pp. 95–96. Endres cites Kennedy 1970, p. 19, as pointing out that some materials on birth control were available in 1913.
  27. Lader 1955، ص. 44–50.
  28. Baker 2011, pp. 49–51; Kennedy 1970, pp. 16–18
  29. Viney, Wayne; King, D. A. (2003). A History of Psychology: Ideas and Context. Boston: Allyn and Bacon. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-205-33582-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Goldberg, Michelle (February 7, 2012). "Awakenings: On Margaret Sanger". د اصلي آرشيف څخه پر December 5, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2022 – عبر www.thenation.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite magazine requires |magazine= (مساعدة)
  31. Chesler, Ellen (1992). Woman of Valor: Margaret Sanger and the Birth Control Movement in America. New York: Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4165-4076-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)