مارګاریټ مورې
| مارګاریټ مورې | |
|---|---|
| [[language|]]: Margaret Alice Murray | |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | ۱۳ جولای ۱۸۶۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶] کلکته |
| مړینه | 13 نومبر 1963 (100 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کاروونکې ژبه | انګليسي ژبه [۲] |
| د کړنې څانګه | لرغونپوهنه ، مصر پېژندنه |
| سمول |
|
مارګاریټ الیس مورې (د ۱۸۶۳ کال د جولای له ۱۳ – د ۱۹۶۳ کال د نومبر تر ۱۳) یوه انګلیسۍ-هندۍ مصر پوهه، لرغونپوهه، انسانپوهه، تاریخ پوهه او فولکلورپوهه وه. لومړنۍ ښځه وه چې په برېتانیه کې د لرغونپوهنې په برخه کې د ښوونکې په توګه وټاکل شوه، هغې د ۱۸۹۸ کال څخه تر ۱۹۳۵ کال پورې د لندن پوهنتون کالج (University College London) یا (UCL) کې کار وکړ. د ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۹۵۵ کال پورې یې د فولکلور ټولنې د رئیسې په توګه خدمت وکړ او د خپل علمي ژوند په اوږدو کې یې زیاتې لیکنې خپرې کړې.
مورې د برېتانوي هند په کلکته کې په یوه شتمنه متوسطه انګلیسي کورنۍ کې زیږېدلې او خپله ځواني یې په هند، انګلستان او جرمني کې تېره کړه او د نرس او ټولنیز خدمت کوونکې په توګه یې روزنه ولیده. هغه لندن ته ولاړه او په ۱۸۹۴ کال کې یې لندن پوهنتون په کالج کې د مصرپوهنې زده کړې پیل کړې، د ډیپارټمنټ مشر، فلینډرز پیټري سره یې ملګرتیا پیل کړه، پیټري د هغې له لومړنیو علمي خپرونو څخه ملاټر وکړ او په ۱۹۹۸ کال کې یې خپله جونیئر پروفیسور وټاکه. د ۱۹۰۲ کال په مارچ کې یې د مصر په ابیډوس کې د پیټري په کیندنو کې برخه واخیسته. ، هلته د اوزیریون (Osireion) معبد کشف او په راتلونکي فصل کې یې د ساقره هدیرې کې پلټنې وکړې، چې دواړه کارونه یې په مصرپوهنه کې د شهرت لامل شول. په برېتانوي موزیم او په مانچسټر موزیم کې عامه ټولګیو ته په درس ورکولو او د لیکچرونو په ورکولو سره یې د لندن پوهنتون کالج خپل مزد پوره کاوه ، د ۱۹۰۸ کال په وروستیو کې یې د خنم نخت (Khnum-nakht) مړي د خلاصولو مشري وکړه، دا یو له هغو مومیایویو څخه وه چې د دوو وروڼو قبر (Tomb of the Two Brothers) څخه ترلاسه شوه - لومړی ځل ؤ چې یوې ښځې په عام ډول یو مومیايي مړی خلاص کړی ؤ. په دې پوهیدل چې د برېتانیې د مصرپوهنې لېوالتیا (Egyptomania) په لرغوني مصر کې د عامه خلکو د پراخې علاقې شتون منعکس کړ، مورې د مصرپوهنې په اړه عام مخاطبانو ته ځانګړي څو کتابونه لیکلي.
مورې د ښځو برابر پالنه غورځنګ لومړۍ څپې کې زیاته وډه لره، د مېرمنو له ټولنیز او سیاسي اتحادیې سره یوځای شوه او د لندن پوهنتون په کالج کې یې د مېرمنو وضعیت ښه والي لپاره ډېر وخت وقف کړ. هغې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله ونه کړی شول چې مصر ته راستنه شي، نو خپله څېړنه یې د جادوګرۍ فرقې فرضیه باندې تمرکزه کړه، هغه نظریه ده چې د لومړني مدرن عیسویت د جادوګرۍ محاکمې یوه هڅه وه چې د مسیحیت څخه وړاندې، غیرمسیحي پاتې دین چې مقدس خدای ته وقف شوی ؤ، له منځه یوسي. خدای. که څه هم دا نظریه وروسته د علم له پلوه بې اعتباره شوه، خو پراخه پاملرنه یې ځان واړوه او د ویکا (Wicca) د راڅرګند په حال کې په نوي دیني غورځنګ باندې یې د پام وړ اغېزه ثابته کړه. مورې په مالټا او منورکا کې له ۱۹۲۱ کال څخه تر ۱۹۳۱ پورې د تاریخي ځایونو کیندنې په غاړه ونیولې او د فولکلور پوهنې سره یې علاقه پیدا کړه. په ۱۹۲۷ کال کې افتخاري ډوکتورا ورکړل شوه او په ۱۹۲۸ کال کې د مرستیال پروفیسورې په توګه وټاکل شوه او په ۱۹۳۵ کال کې د لندن پوهنتون له کالج څخه متقاعده شوه. په همدې کال کې فلسطین ته لاړه ترڅو د پیټري د تل العجول په کیندلو کې مرسته وکړي او په ۱۹۳۷ کال کې یې د اردن په پترا کې د کوچنۍ کیندنې مشري وکړه. په وروستي ژوند کې یې د فولکلور ټولنې ریاست په غاړه درلود او د کمبرج پوهنتون او د سټي ادبي انسټیټیوټ په څېر مؤسیسو کې ویناوې ورکړي او تر مړینې پورې یې خپرونو ته په خپلواکه توګه دوام ورکړ.
د مصرپوهنې او لرغونپوهنې په برخه کې د مورې کار په پراخه کچه وستایل شو او هغې ته یې د "مصرپوهنې لویه میرمن" لقب ور په برخه کړ، که څه هم د هغې له مړینې وروسته، په دې ساحه کې یې ونډې د پیټري د ونډو په وسیله کم اهمیته شوې. برعکس، په فولکلورپوهنه او د جادوګرۍ په تاریخ کې د مورې کار په علمی لحاظ بې اعتباره شوی او په دې ساحو کې یې میتودونه سخت نقد شوی. بېلابېلو پوهانو په دین او هم په ادبیاتو کې د هغې د جادوګرۍ فرقې نظریې اغېزه څېړلې ده او هغې ته پخپله د "ویکا انا" یا "Grandmother of Wicca" لقب وکړل شوی دی.
لومړنی ژوند
[سمول]ځواني: ۱۸۶۳ - ۱۸۹۳
[سمول]مارګارېټ مورې د ۱۸۶۳ کال د جولای په ۱۳ د بنګال حاکمیت په کلکته کې چې هغه مهال د برېتانوي هند یو لوی پوځي ښار ؤ، زیږېدلې. هغه چې یوه انګلیسۍ – هندۍ وه، د خپلې کورنۍ سره یې: مور او پلار جیمز او مارګاریټ مورې، د ماري په نوم یوې مشرې خور او د پلارنۍ انا او د انا مور، په دې ښار کې ژوند کاوه. جیمز مورې چې په هند کې د انګلیسي نسل څخه زیږېدلی، یو سوداګر او د سیرامپور د کاغذ کارخونې مدیر ؤ، هغه درې ځله د کلکتې د سوداګرۍ خونې مشر وټاکل شو، مېرمن یې مارګریټ (پلرنۍ نوم یې کار ؤ) په ۱۸۵۷ کال کې له برېتانیې څخه هند ته کډه شوه، ترڅو د مبلغې په توګه کار وکړي، عیسویت تبلیغ کړي او هندي مېرمنو ته تعلیم ورکړي. هغې د جیمز سره د واده او د دوو لوڼو د زېږېدو وروسته، دې کار ته دوام ورکړ. که څه هم دوی خپل زیاتره ژوند د کلکتې په اروپایي سیمه کې تیر کړ، دا سیمه د ښار له هندي مېشته سیمو څخه د دیوال په وسیله تړلې وه، مورې په خپلې کورنۍ کې د لسو هندي نوکرانو په ګمارلو او مسوري ته د ماشومتوب رخصتیو له لارې د هندي ټولنې له غړو سره مخ شوه. تاریخ پوه آمارا تورنټون وړاندیز کړی چې د مورې د ماشومتوب هندي دوران د خپل ژوند په اوږدو کې په هغې اغیزې ورکړه او دا نظر یې څرګند کړ چې مورې نړیوال هایبرېډي هویت لري، چې هم برېتانوي او هم هندي ؤ. مورې هېڅکله د خپل ماشومتوب په جریان کې رسمي زده کړې نه وې کړې، او په وروستي ژوند کې یې په دې حقیقت ویاړ څرګند کړ چې پوهنتون ته د ننوتلو وړاندې هېڅکله اړ شوې نه وه چې په آزموینه کې کډون وکړي.[۷][۸][۹]
مارګاریټ او خور یې ماري په ۱۸۷۰ کال کې برېتانیې ته واستول شول، هلته د خپل تره، جان چې د کلیسا رئیس ؤ او د هغه مېرمن هیریټ سره د برکشایر په لامبورن کې د دوی کور ته لاړل. که څه هم جان دوی ته د عیسويت قوي زده کړې او د میرمنو په حقارت (the inferiority of women) باور برابر کړ، چې هغې دواړه رد کړل، هغه د ځایی آثارو لیدو ته د وروستلو له لارې د لرغونپوهنې په برخه کې د مورې علاقه راپورته کړه. د نجونو مور په ۱۸۷۳ کال کې اروپا ته راغله او دوی له ځانه سره د جرمني بون ښار ته یوړې او هلته دواړه په جرمني ژبه مسلط شوې. په ۱۸۷۵ کال کې کلکتې ته راستنې شوې او تر ۱۸۷۷ کال پورې هلته پاتې شول. بیا د خپلې مور او پلار سره بېرته انګلستان ته لاړې او هلته د سویلي لندن په سیډنهام کې مېشت شول. هلته یې ډېر وخت د کریسټال ماڼۍ (The Crystal Palace) څخه په لیدنو کې تېر کړ، پداسې حال کې چې پلار په لندن کې د خپل شرکت په دفتر کې کار کاوه. په ۱۸۸۰ کال کې کلکتې ته راستانه شول، مارګاریټ هلته د راتلونکو اوو کلونو لپاره پاتې شوه. هغه د کلکتې په عمومي روغتون کې چې د کلور انګلیسي خویندو ټولنې له خوا پرمخ وړل کېده، نرس شوه او د کولرا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د روغتون په هڅو کې ونډه درلوده. په ۱۸۸۷ کال کې بېرته انګلستان ته راستنه شوه او د وارویکشایر رګبي ته چې تره یې جان هلته تللی ؤ، لاړه، تره یې دې وخت کې کونډ ؤ. دلته یې د ټولنیز خدمت کونکې په توګه دنده پیل کړه او د سیمې محروم خلکو سره بوخته وه. کله چې د هغې پلار متقاعد شو او انګلستان ته لاړ، نو د هارتفورډشایر په بوشي هیت کې د هغه کور ته لاړه او په ۱۸۹۱ کال کې د هغه تر مړینې پورې یې ورسره ژوند وکړ. په ۱۸۹۳ کال یې بیا د تامل ناډو مدراس ته، چې خور یې د خپل نوي میړه سره تللې وه، سفر وکړ.[۱۰]
د لندن پوهنتون کالج کې لومړني کلونه: ۱۸۹۴ - ۱۹۰۵
[سمول]مورې د خپلې مور او خور له خوا وهڅول شوه او پرېکړه وکړه چې د مرکزي لندن په بلومسبري کې د لندن پوهنتون کالج کې د مصرپوهنې په نوې پرانیستل شوې څانګه کې نوم لیکنه وکړي. دا څانګه د آمیلیا اډوارډز د اعطا په وسیله، چې د مصر د اکتشاف بسپنې یوه له بنسټګرو څخه وه، رامنځته شوه، دا څانګه د لومړني مخکښ لرغونپوه سر ویلیم فلینډرز پیټري له لوري پرمخ وړل کېده او د لندن پوهنتون کالج د سویلي کلیسا د اډوارډز په کتابتون کې یې موقعیت درلود. مورې خپلې زده کړې په ۳۰ کلنۍ کې د ۱۸۹۴ کال په جنوري کې د لندن پوهنتون کالج کې پیل کړې، د ټولګي یوه داسې برخه وه چې عمدتاً د نورو مېرمنو او زړو نارینه وو څخه جوړه شوه وه. هلته یې د لرغوني مصر ژبو او قطبي ژبو کې کورسونه پیل کړل، چې په ترتیب سره د فرانسس لیولین ګریفیث او والټر ایوینګ کروم له خوا تدریس کېدل.[۱۱]
موري ډېر ژر د پیټري سره آشنا شوه، د هغه محرره او انځورګره شوه او د کوپتوس په کیفټ کې د هغه د کیندنې په اړه د خپاره شوي راپور لپاره انځورونه جوړ کړل. په بدل کې یې له هغې سره مرسته وکړه او ویې هڅوله چې خپله لومړنۍ څیړنیزه مقاله، "د مصر د تاریخ د لومړیو دورو میراث" یا "The Descent of Property in the Early Periods of Egyptian History" ، چې په ۱۸۹۵ کال کې د انجیل لرغونپوهنې ټولنې په بهیر (Proceedings of the Society for Biblical Archaeology ) کې خپره شوه. مورې د پیټري حقیقي خو غیر رسمي مرستیاله شوه او د ګریفیت په نشتوالي کې یې ژبپوهنې ځینې درسونه ورکول. په ۱۹۹۸ کال کې د ټيټ رتبه ښوونکې په توګه وټاکل شوه، چې د مصرپوهنې په څانګه کې یې د ژبپوهنې کورسونو د تدریس مسؤلیت درلود. دا کار د دې لامل شو چې هغه په انګلستان کې د لرغونپوهنې په برخه کې لومړنۍ ښځینه ښوونکې شي. هغې پدې مقام کې په اونۍ کې دوه ورځې په د لندن پوهنتون کالج کې تیرولې، نورې ورځې یې د خپلې ناروغې مور پاملرنې ته وقف کړې. د وخت په تېرېدو سره یې د لرغوني مصر د تاریخ، دین او ژبې کورسونه تدریس کړل. د مورې د زده کونکو په منځ کې چې هغوی یې د "ډلې" یا "ګنګ" په نوم بلل، څو کسانو یې لکه ریجینالډ انګلباخ، جورجینا آیټکن، ګای برونټون او میرټل برووم په مصر پوهنه کې د پام وړ ونډې درلودې. هغې د برېتانیې میوزیم کې د مصرپوهنې په برخه کې د ماښام ټولګیو په تدریس کولو سره د لندن پوهنتون کالج خپل معاش پوره کاوه.[۱۲][۱۳]
مورې په دې وخت کې په صحرايي لرغونپوهنه کې کومه تجربه نه درلوده، لذا د ۱۹۰۲ – ۱۹۰۳ کال صحرايي فصل په جریان کې یې مصر ته سفر وکړ ترڅو په ابیډوس کې د پیټري په کیندنو کې برخه واخلي. پیټري او میرمن یې هیلډا پیټري له ۱۸۹۹ کال راهیسې په یاد سایټ کې کیندنې کړې وې، د فرانسوي قطبي عالم ایمیل آملینو څخه یې د لرغونپوهنې پلټنې په غاړه اخیستې وې. مورې لومړی د سایټ د نرس په توګه یوځای شوه، خو وروسته پیټري د کیندلو څرنګوالی ورته وښود او یو لوړ رتبه مقام یې ورکړ. دا کار د یو شمېر نارینه کیندونکو سره چې له ښځې څخه یې امر اخیستل نه خوښوول، د ځینو ستونزو لامل شو. دا تجربه او همدارنګه د نورو ښځینه کیندونکو (چې ځینې یې د ښځو برابرپاله غورځنګ کې فعاله وې) سره خبرې اترې د دې لامل شوې چې مورې په ښکاره توګه د د ښځو برابرپاله نظریه غوره کړی. مورې په ابیډوس کې د کیندنې پرمهال اوزیریون، هغه معبد چې د اوزیرس (Osiris) خدای ته وقف شوی ؤ، کشف کړ، دا معبد د نوي سلطنت په دوران کې د لومړي سیټي فرعون (Pharaoh Seti I) په امر جوړ شوی ؤ. هغې په ۱۹۰۴ کال کې د خپل سایټ راپور د (اوزیریون په ابیډوس کې) تر سرلیک لاندې خپور کړ؛ هغې په یاد راپور کې هغه کیتبې وڅېړلې چې په سایټ کې کشف شوې وې، ترڅو د ودانۍ څخه موخه او کارونه تشخیص کړي.[۱۴][۱۵]
مورې د ۱۹۰۳ – ۱۹۰۴ کال ساحوي فصل په اوږدو کې مصر ته راستنه شوه او د پیټري په لارښوونه یې خپلې پلټنې قاهرې ته نږدې په سقاره هدیره کې چې تاریخ یې زاړه سلطنت ته رسي، پیل کړې. مورې د دې سایټ د کیندنې قانوني اجازه نه درلوده او د هغې په ځای یې خپل وخت د لسو قبرونو څخه د کتيبو په لیکلو کې تېر کړ، چې د ۱۸۶۰ کال لسیزې په اوږدو کې د آګسټ ماریټ له خوا کیندل شوي وو. هغې خپلې موندنې په ۱۹۰۵ کال کې د سقاره لومړي مستباس (Saqqara Mastabas I) تر سرلیک لاندې خپرې کړې، که څه هم تر ۱۹۰۷ کال پورې به د سقاره دوهم مستباس (Saqqara Mastabas II) تر سرلیک لاندې د کتیبو ژباړې خپرې نه کړي. هم (په ابیډوس کې اوسیریون) او هم (سقاره لومړی مستباس) په مصري ټولنه کې خورا اغېزناک ثابت شول او پیټري په خپل مسلک کې د مورې ونډې تصدیق کړې.[۱۶][۱۷][۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 123392810 — خپرېدونېټه: ۲۷ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12490128n — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6jm31xn — subject named as: Margaret Murray — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/197043 — subject named as: Margaret Murray — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۵٫۰ ۵٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?165774 — subject named as: Margaret Murray — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?165774 — subject named as: Margaret Murray — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپروونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
- ↑ Sheppard 2013، م. 2.
- ↑ Thornton 2014، م. 5.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 3–4, 13.
- ↑ Sheppard 2013، م. 25.
- ↑ Sheppard 2013، م. 45.
- ↑ Sheppard 2013، م. 84.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 48–49, 52.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 64–66.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 60, 68.
- ↑ Sheppard 2013، مم. 60, 75.
- ↑ Sheppard 2013، م. 86.
- ↑ Sheppard 2013، م. 60.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P19
- 1963ز مړينې
- 13 نومبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P227
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- مخونه د اي اس بي ان جادوګر لينکونو سره
