Jump to content

مصر پېژندنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مصر پېژندنه (له مصر او يونان څخه - λογία, -logia؛ په عربۍ کې علم المصريات)د لرغوني مصري تاريخ، ژبې، ادب، دين، مهندسۍ او هنر مطالعه ده چې له پنځمې مخزېږديزې زريزې څخه په څلورمه زېږديزه پېړۍ کې د دې هېواد پر اصلي دينونو د عمل کولو پای ته رسېدو پورې موده کې تر مطالعې لاندې نيول کېږي. په دې برخه کې کار کوونکی «مصر پېژندونکی» بلل کېږي. په اروپا کې، په ځانګړي ډول د دې لويې وچې په اړه، مصر پېژندنه په بنسټيز ډول د لغوي تخصص يوه څانګه بلل کېږي، په داسې حال کې چې په شمالي امريکا کې دا علم د لرغونپېژندنې يوه څانګه بلل کېږي.

تاريخ[سمول]

لومړي موندونکي (مکتشفين/لټونکي)[سمول]

لومړي موندونکي خپله لرغوني مصريان وو. د خپل يو خوب پر بنسټ چې هغه ليدلی و، تحتمس څلورم د ابو الهول مجسمه ورغوله او هغه خوب يې وليد چې د دې بيا رغونې ته يې الهام ورکړ چې په مشهور فولادي لوحه کېندل شوی و. له دوه پېړيو کم وخت وروسته، د رمسيس دويم څلورم زوی شهزاده خعمواس د اهرامونو په ګډون، د تاريخي ودانيو، مزارونو او عبادتځايونو د موندلو او بيا رغولو له امله شهرت وموند او له دې وروسته د لومړي مصر پېژندونکي په توګه تعريف شوی دی.[۱]

يوناني-رومي پړاو[سمول]

د مصر د ځينو لومړيو تاريخي پېښو روايت، هيروډوتس، ترابو، ډيوډورس سيکولس او د مصري پادري مانيتو تر ډېره بريده ورکو شويو اثارو، له زېږد مخکې درېیمه پړې کۍ د بطليموس اول او بطليموس دويم پر مهال کړی دی. بطليموسيانو د لرغونو مصريانو په اثارو کې ډېره لېوالتيا درلوده او د اهرامونو په ګډون ډيری مصري يادګارونه د دوی له خوا بيا رغول شوي وو. بطليموسيانو ډېر عبادتځايونه په مصري سبک جوړ کړل. روميانو هم په مصر کې د بيا رغونې کارونو ته دوام ورکړ.

منځنۍ پېړۍ[سمول]

د منځنيو پېړيو په اوږدو کې د سپېڅلي ځای زيارت ته تلونکو مسافرو به، کله کله د مصر د ځايونو د ليدلو لپاره هلته ورتلل. د دوی په منزلونو کې به قاهره او د هغې شا اوخوا سيمې شاملې وې، چېرته چې باور کېدو سپېڅلې کورنۍ تښتېدلې ده، همدا راز د سترو اهرامونو ليدنه يې کوله، د کومو په اړه چې فکر کېدو چې د يوسف د غلو دانو زېرمه ځايونه دي، کوم چې عبراني پېشوا د پرېمانۍ د کلونو په اوږدو کې د غلو دانو د زېرمه کولو لپاره جوړ کړي وو. د دوی يو شمېر روايتونه (Itineraria) پاتې شوي دي او د دوی د خپلو وختونو د شرايطو په اړه داخلي معلومات وړاندې کوي.[۲]

په ديارلسمه پېړۍ کې د قاهرې د الازهر پوهنتون يو استاد عبداللطيف البغدادي، د لرغونو مصري يادګارونو په اړه تفصيلي معلومات ليکلي دي. په ورته توګه، د پنځلسمې پېړۍ مصري تاريخ پوه المقريزي د مصري لرغونتيا په اړه تفصيلي روايات ليکلي دي.[۳][۴]

اروپايي موندونکي[سمول]

د لرغوني مصر اروپايي کشف او د سفرونو ليکنې په ديارلسمه پېړۍ کې پېل شوې، د يواځې کله ناکله بدلونونو سره، کوم چې علمي تګلاره بلل کېدای شي، د پام وړ دا څېړنې د « Claude Sicard, Benoît de Maillet, Frederic Louis Norden » او « Richard Pococke» له خوا تر سره شوي دي.

د اولسمې پېړۍ په لومړيو کې، «جان ګريويز» اهرامونه اندازه کړل، په روم کې يې د «ډوميشين» ماتې شوې «ستنې» ارزونه وکړه، بيا يې په لندن کې د «لارډ ارنډيل» د مجموعې په لور مخه کړه. نوموړي په ۱۶۴۶ز کال کې انځوريزه اهرام پېژندنه خپره کړه.[۵]

غالباً يسوعي پادري ساينسپوه «ايتناسيسس کرچر» لومړی هغه څوک و، چا چې د مصري «هيروګليفس» صوتي اهميت ته شاره کړې ده، چا چې قبطي د لومړيو مصريانو د پاتې شوني په توګه څرګنده کړې ده، له همدې امله هغه د مصر پېژندنی بنسټګر بلل کېږي.[۶]

نوې مصرپېژندنه[سمول]

د مصرپېژندنی نوی تاريخ د اتلسمې پېړۍ په وروستيو کې د ناپيلیون بوناپارټ له خوا پر مصر د بريد کولو سره پيلېږي. «روزيټا» ډبره په ۱۷۹۹ز کال کې موندل شوې وه. د لرغوني مصر د ډېرو اړخونو مطالعه په ۱۸۰۰ز کال کې د « Mémoires sur l'Égypte» په خپرېدو او ۱۸۰۹ او ۱۸۲۹ز کلونو تر منځ موده کې د ډېر زیات جامع تفصيل لرونکي « de l'Egypte» په خپرېدو سره له علمي اړخه زياته شوه. په دې کې د مصر بوټي، ژوي او تاريخ ثبت شوي دي – او په دې ډول يې په لومړي ځل اروپايانو ته د لرغوني مصر ګڼ ماخذي مواد چمتو کړي دي. برتانويانو له فرانسې څخه مصر ونیو او په ۱۸۰۱ز کال کې يې د «روزيتا» ډبره تر لاسه کړه، د کومې یوناني رسم الخط چې په ۱۸۰۳ز کال کې ژباړل شوی و. په ۱۸۲۲ز کال کې، اړوند مصري هيروګليفس د « Jean-François Champollion» له خوا وژباړل شول او په دې ډول د نوې مصرپېژندنې پيل وشو. د مصري لیکنو د پوهې په زياتېدو سره، د لرغوني مصر مطالعه د ډېرې علمي ستونزې سره د مخ پر وړاندې تګ وړتيا درلوده. «چيمپولين، تاماس ینګ» او «ايپوليټو روزيليني» له هغو لومړيو مصرپېژندونکو له ډلې وو چې زياته ستاينه يې کېږي. المانی «کارل ريچارډ ليپسيس» د مصر په څېړنو کې لومړی برخه اخستونکی و – چې د ګڼو سيمو نقشه ېې جوړه کړې، کيندلي يې دي او ثبت کړي يې دي.[۷]

انګرېز مصرپوه «فلنډرز پيټری» (۱۸۵۳-۱۹۴۲) د سيمې د ساتنې، ثبت او کيندنې لپاره د لرغونپوهنې لارې چارې مهيا کړې. د لوړو زده کړو درلودونکو ډېرو سفر کوونکو په شوقي ډول مصر ته سفرونه وکړل چې په هغوی کې د «هيريټ مارټينو» او «فلورنس نايټينګل» په څېر مېرمنې هم شاملې وې. دوی دواړو د خپلو سفرونو روايتونه تر شا پرېښي دي، په کومو کې چې له وروستۍ اروپايي مصرپوهنې سره معلومه بلدتيا روښانه شوې ده. په ۱۹۲۲ز کال کې د «هاورډ کارټر» له خوا د اتلسمې واکمنې کورنۍ د پاچا «توت انخماهو» د قبر په موندلو سره د مصري لرغونو اثارو زياته پوهه او دې ډګر ته په پراخه کچه ستاينه وبښله.[۸]

په نوي پړاو کې، د لرغونو اثارو لپاره د دولت وزارت د مصرپېژندونکو لپاره د دوی د کارونو په موخه د کيندنو جوازونه په واک کې لري. دا ډګر اوس کولای شي د جيوفزيکي طريقو او نويو معقولو لارو چارو څخه کار واخلي.[۹]

د ۲۰۰۰ز کال د جون په مياشت کې، تر اوبو لاندې د لرغون پېژندنې اروپايي مؤسسه (IEASM) چې مشري يې «فرانک ګوډيو» کوله، د مصر د لرغونپېژندنې له وزارت سره په همغږۍ، د اوسنۍ «ابو قير» په خليج کې لرغونی ډوب شوی ښار «تونيس هيراکليون» وموند. د يو ستر پاچا او ملکې مجسمې د مصر په ستر ميوزيم کې د نندارې لپاره اېښودل شوي دي. نور موندل شوي اثار په «بابليوتيکا الګزينډرينا» او د السکندريې په ملي ميوزيم کې اېښودل شوي دي. دا کېندنې د ګڼو خپرونو له لارې مستندې کړای شوي دي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د ۲۰۱۷ز کال د مارچ په مياشت کې، د مصري-الماني لرغونپېژندونکو ډلې يوه اته متره اوږده ۳۰۰۰ زره کلنه لرغونې مجسمه پیدا کړه، په کومه کې چې يو سر او يوه نيمه تنه موجود وو، د کوم په اړه چې باور دا دی چې د فرعون رمسيس دويم انځور وړاندې کوي. د مصري لرغونو اثارو د وزير خالد العناني په وينا، د دې مسجمې په اړه ډېر باور دا دی چې دا د پاچا «پسامتيک» اول ده. کېندونکو د دې ځای د کېندنې پر مهال د فرغون «سيټي دويم» د چونې له ډبرې څخه جوړې شوې مجسمې اته سانتي متره اوږه برخه هم وموندله.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د ۲۰۱۷ز کال د اګست په مياشت کې، د لرغونو اثارو د وزارت لرغون پېژندونکو په «بئر الشغالة» کې د خاورې د خښتو پنځه قبرونو د موندلو اعلان وکړ چې تاريخ يې نږدې ۲۰۰۰ کلونو ته رسېږي. څېړونکو همدا راز په سرو زرو پوښل شوي زاړه نقابونه، ګڼې سترې صراحۍ او يو کودړی چې خراب شوی نه و او لرغوني مصري ليکل پرې شوي و،  وموندل.[۱۸][۱۹][۲۰]

د ۲۰۱۷ز کال د نومبر په مياشت کې (۲۰۰۰ز کال د اکتوبر په ۲۵)، تر اوبو لاندې لرغونو اثارو لپاره د اروپايي مؤسسې سره په همغږۍ مصري ماموريت اعلان وکړ چې دوی د اسکندريې په ابوقير ابنا کې، د ۲۰۰۰ کاله پخوا غرقو شويو درې بېړيو پاتې شونې موندلي چې تاريخ يې رومي پړاو ته رسېږي.[۲۱][۲۲]

ډوب شوي سامان کې له کريسټال څخه جوړ يو شاهي سر هم موجود و چې شونې ده د رومي پوځ قوماندان «انتونيو» و، د سترواک «اوکټويس اګسټس» د واکمنۍ د دورې د سرو زرو درې سکې، د لرګي سترې تختې او خټو لوښي هم پکې شامل وو.[۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. © Greg Reeder retrieved GMT23:48.3.9.2010
  2. Chareyron, Nicole (2005). Pilgrims to Jerusalem in the Middle Ages. New York City: Columbia University Press. مخونه 127–97. د کتاب نړيواله کره شمېره 0231132301. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. El Daly, Okasha (2005). Egyptology: The Missing Millennium: Ancient Egypt in Medieval Arabic Writings. London, England: UCL Institute of Archaeology Publications. مخونه 127–97. د کتاب نړيواله کره شمېره 1-84472-063-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Chaney, Edward (2011). Roma Britannica: Art Patronage and Cultural Exchange in Eighteenth-Century Rome. British School at Rome. 147–70. ISBN 978-0904152555. 
  6. Woods, Thomas (2005). How the Catholic Church Built Western Civilization. Washington DC: Regenery. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-89526-038-7. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Egyptology" (PDF). Saylor.org. لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۱۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Chaney, Edward (2006). "Egypt in England and America: The Cultural Memorials of Religion, Royalty and Revolution". In Ascari, Maurizio; Corrado, Adriana (سمونګران). Sites of Exchange: European Crossroads and Faultlines. Amsterdam, Netherlands: Rodopi, Amsterdam and New York. مخونه 39–74. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789042020153. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. The Ministry of State for Antiquities Archived 2011-09-27 at the Wayback Machine. retrieved 18:55GMT 3.10.11
  10. "Publications". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Goddio, Franck, Masson-Berghoff, Aurélia (éd.), "Sunken Cities, Egypt’s Lost World ", London, Thames & Hudson, 2016, London. ISBN 978-0-500-29237-2 / Catalogue of the exhibition at the British Museum
  12. http://news.bbc.co.uk/2/hi/middle_east/1375708.stm/ Archived 2021-05-09 at the Wayback Machine. BBC News
  13. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. (په 2017-03-17 باندې). So Many Pharaohs: A Possible Case of Mistaken Identity in Cairo (Published 2017). The New York Times.
  16. (په 2017-03-09 باندې). Colossus probably depicting Ramses II found in Egypt. Reuters.
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. . 2,000-year-old Roman shipwrecks discovered near coast of Alexandria, Egypt.
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).