مارکوس اوریلیوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مارکوس اوریلیوس
(لاطینی: Marcus Aurelius Antoninus د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارکوس اوریلیوس
مارکوس اوریلیوس

د شخص معلومات
زیږون نوم (لاطینی: Marcus Catilius Severus Annius Verus د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۶ اپرېل ۰۱۲۱[۱]
روم  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 17 مارچ 180 (59 کاله)[۲][۳]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل طاعون  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای روم  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت لرغونی روم  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال
فیلسوف
ليکوال[۴]
پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) لاتين ژبه[۵]
يوناني لهجه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مارکوس اوریلیوس انتونینوس (د ۱۲۱ کال د اپریل ماشتې په ۲۶ زېږېدنه – د ۱۸۰ کال د مارچ میاشتې په ۱۷ مړینه) له ۱۶۱ کال نه تر ۱۸۰ کاله پورې د روم سترواک یا امپراتور او رواقي فیلسوف و. هغه د هغو ښو پنځو سترواکانو له ډلې وروستی واکمن و چې په همدې نوم مشهوره وو او (دا اصطلاح شاوخوا ۱۳ پیړۍ وروسته د نیکولو ماکیاولي له خوا رامنځته شوه) او د Pax Romana وروستنی سترواک یا امپراتور و چې دا د روم سترواکۍ لپاره د نسبي سولې او ثبات دوره وه چې له ۲۷ مخکې له میلاد نه تر ۱۸۰ میلادي کاله پورې یې دوام وکړ. هغه د روم کونسل په توګه په ۱۴۰، ۱۴۵ او ۱۶۱ کالونو کې دنده ترسره کړې.[۶]

د هادریان د واکمنۍ پر مهال مارکوس اورلیوس د سترواک له وراره پراتور مارکوس اینیوس ویرس او وارثې ډومیتیا کالویلا نه زیږیدلی. کله چې دی درې کلن و د هغه پلار مړ شو، نو مور او نیکه یې دی لوی کړ. وروسته له هغه چې ایلیوس سیزر چې هاډریان ورته خپل زوی ویلي و په ۱۳۸ کال کې مړ شو،  نو سترواک د مارکوس تره انتونین پیوس د خپل نوي وارث په توګه غوره کړ. وروسته په خپل وار سره، انتونینوس مارکوس او لوسیوس د ایلیوس زوی د خپل وارث په توګه غوره کړ. په همدغه کال هادریان مړ شو، او انتونینوس سترواک یا امپراتور شو. مارکوس چې اوس د تاج او تخت وارث دی یوناني او لاتیني زده کړې له هیروډس اټیکوس او مارکوس کورنیلیس فرونټو په څیر ښوونکو نه زده کړي. په ۱۴۵ کال کې هغه د انتونینس له لور فوستینا سره واده وکړ.

په ۱۶۱ کال کې د انتونینوس له مړینې وروسته، مارکوس اورلیوس د لوسیوس ویروس تر څنګ چې پاچاهۍ یې کوله او ده ته یې ورور ویلي و پاچاهۍ ته ورسېد. د هغه د واکمنۍ پر مهال د روم سترواکۍ د سختو پوځي جګړو شاهده وه. رومیانو په ختیځ کې، د اشکانیانو له سترواکۍ او د ارمنستان له بغاوتي پاچاهۍ سره په بریالیتوب جګړه وکړه. مارکوس په مارکوماني جګړو کې مارکوماني، کوادي او سارماتیان ایزیګز له ماتې سره مخ کړه؛ په هرحال، د سترواکۍ پرضد دغو او نورو الماني خلکو د یو ستونزمن واقعیت څرګندول پیل کړل. داسې انګېرل کېږي چې د هغه د واکمنۍ پرمهال په رومي سترواکۍ کې د عیسویانو ځورونه او شکنجه ډېره شوې وه، خو په دې مسئلې کې د هغه ښکیلتیا ناشونې ده، ځکه چې په دویمې پیړۍ کې میشتو عیسویانو هیڅکله هغه د یو ځورونکي کس په توګه نه دی یاد کړی او ان تر دې چې ترتولیان مارکوس د «عیسویانو ساتونکی» ګڼي. په ۱۶۵ یا ۱۶۶ کالونو کې د انتونین وبا راڅرګنده شوه چې د روم سترواکۍ نفوس یې وځپه او د پنځو نه تر لسو میلیونو پورې وګړو د مړینې لامل شو. ښايي چې په ۱۶۹ کال کې لوسیوس ویروس هم د وبا له امله مړ شوی وي. [۷]

مارکوس د خپلو ځینو پخوانیو نیکونو پر خلاف، دا غوره وګڼل چې وارث ونه ټاکي. د هغه په ​​اولادونو  کې لوسیلا وه، چې له لوسیوس سره یې واده وکړ، او کموډوس، چې د مارکوس له مړینې وروسته د ځایناستي په توګه ټاکل یې د دواړو معاصرو او عصري تاریخ پوهانو ترمنځ د بحث موضوع وه. د مارکوس اوریلیس ستون او مجسمه اوس هم په روم کې لا شتون لري، چې دا د دوی د نظامي بریاوو د  لمانځلو په پار جوړ شوي دي.

مخکېنی ژوند[سمول]

نوم[سمول]

مارکوس د ۱۲۱ کال د اپریل میاشتې په ۲۶ په روم کې زیږیدلی. ځينې وختونه د هغه اصلي نوم مارکوس انیوس ویرس یاد شوی، خو دا نوم د ځینو سرچینو له خوا ده ته د هغه د پلار له مړینې وروسته او کله چې دی تر بلوغ وروسته د خپل نیکه له خوا په غیر رسمي ډول د زوی په توګه نیول کېږي، ټاکل کېږي. ښايي هغه یې د زېږون یا ځوانۍ په خينو پړاوونو کې د مارکوس انیوس کیټیلیوس سیوریس په نوم او یا د مارکوس کیټیلیوس سیوریس اینیوس وریروس په نوم  یاد شوی وي. د انتونینس له خوا د تاج او تخت د وارث په توګه د هغه تر منلو وروسته، هغه د مارکوس ایلیوس اوریلیس ویروس سیزر په نوم پیژندل شوی و او د هغه تر پرمختګ وروسته، د مړینې تر وخته پورې مارکوس اوریلیوس انتونینیوس اګوسټوس و، ایپیفاینیوس سیلامیس، د رومي سترواکانو د نېټو په ترتیب تاریخ کې او په On Weights and Measures  کې هغه مارکوس اوریلیوس وروس یاد کړی. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

زېږېدنه او مړینه[سمول]

د ۱۴۷ کال د نوامبر په ۳۰مې نېټې فوستینا د دومیتیا فوستینا په نوم یوه نجلۍ وزیږوله. هغه د فوستينا د لږ تر لږه ديارلسو ماشومانو (د دوه ځلې دوه ګونو ماشومانو په ګډون) له ډلې لومړۍ وه چې دا ټول فوستينا په راتلونکو درویشتو کلونو کې نړۍ ته راوړي وو. وروسته کله چې د ډسمبر په لومړۍ نېټې، مارکوس ته انتونینوس قضايي واک او سترواکۍ – او د سترواک پر لښکرو او ولایتونو باندې واک او صلاحیت ورکړ. د قاضي په توګه، هغه دا حق درلود چې تر څلورو انتونینوس وروسته د سنا پر وړاندې یوه طرحه وړاندې کړي. ۱۴۷ کال کې د ډسمبر میاشتې په ۱۰ نېټه د هغه قضايي یا د محکمې واکونه له انتونینوس سره نوي شوي و. د مارکوس په لیکونو کې د ډومیتیا لومړنۍ یادونې کې هغه یې د یوې ناروغې ماشومې په توګه یاده کړې. امپراتور یا قیصر فرونټو ته: که خدایان وغواړي داسې ښکاري چې د رغیدو لپاره یې تمه شته. نس ناستی یې بند شوی، د تبې وړې حملې ختمې شوي. خو ډنګر والی یې لا هم هماغسې ډېر دی او اوس هم یو څه ټوخی شته دی. مارکوس لیکي چې هغه او فوستینا د خپلې لور په پالنې کې «خورا بوخت» وو. ښايي ډومیټیا په ۱۵۱ کال کې مړه شي.[۱۶][۱۷][۱۸]

لومړنۍ واکمنۍ[سمول]

د سترواک یا امپراتور له واک ته رسېدو نه لږ ځنډ وروسته، د مارکوس یوولس کلنې لور انیا لوسیلا له لوسیوس سره (ددې حقیقت سربېره چې دی یې رسمي تره هم و) کوژده وکړه. ددې پېښې د نمانځلو په مراسمو کې د بې وزلو ماشومانو د ملاتړ لپاره د پخوانيو سترواکیو د بنسټونو په څېر نوي مقررات په پام کې ونیول شوو. د روم د خلکو ترمنځ مارکوس او لوسیوس ډېر شهرت موندلی وو، او دې خلکو د دوی متمدنه چلند («پرته له کوم برم») په کلکه تایید کړ. سترواکانو د بیان ازادۍ مجازه وګڼله، د دې خبرې یو ثبوت هم همدا ده چې کومیډي لیکوال مارولوس کولای شو له مجازات یا سزا پرته له هغوئ نه نیوکه وکړي. [۱۹][۲۰][۲۱]

مارکوس د سترواکۍ د یو شمیر لویو چارواکو دندې سره بدلې کړې. د سترواکۍ د لیکونو مسوول ab epistulis Sextus Caecilius Crescens Volusianus د Titus Varius Clemens پر ځای وګومارل شو، چې Clemens د پنونیا د سرحدي ولایت اوسېدونکی و او د موریتانیا په جګړې کې یې دنده ترسره کړې وه. په دې وروستیو کې نوموړي د پنځو ولایتونو د والي په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه داسې یو سړی و چې د پوځي کړکېچ په وخت کې ډېر غوره کس و. لوسیوس ولوسیوس ماسیانوس چې د مارکوس پخوانی ښوونکی و د مارکوس د الحاق په وخت کې د مصر ولایت والي و. ماسیانوس هم راوغوښتل شو، سناتور شو، او د خزانې (aerarium Saturni) د مشر په توګه وټاکل شو. هغه ډیر ژر قونسل شو. ګیوس اوفیدیوس ویکتورینوس چې د فرونټو زوم و د المان چګپوړی والي وټاکل شو.[۲۲][۲۳][۲۴]

مړینه او ځایناستی (۱۸۰)[سمول]

مارکوس اورلیوس په ۱۸۰ کال د مارچ میاشتې په ۱۷ نېټې د نامعلومو لاملونو له امله په خپلې نظامي سیمې کې په ویندوبونا ښار کې (د پانونیا والي ولایت، نننی ویانا) یا سیرمیم ته نږدې (د پانونیا انفیریر ولایت، عصري سریمسکا میترویکا) د ۵۸ کالو په عمر مړ شو. د هغه ایرې بېرته روم ته ولېږدول شوې. د المانیانو او سارماتیانو پر ضد د هغه جګړې او لښکر کشۍ په روم کې د یوه ستون او یو معبد په توګه په یادګار پاتې شو. د هغه مړینه د ځینې ​​پوهانو په اند د Pax Romana پای دی. تر مارکوس وروسته د هغه زوی کموډوس چې په ۱۶۶ کال کې قیصر ګومارل شوی و او له ۱۷۷ کاله راهیسې یې له ده سره په ګډه حکومت کاوه د مارکوس د ځایناستي په توګه وټاکل شو. [۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې[سمول]

  1. سرليک: Antoninus — نشرونه لخوا د: Real'nyj slovar' klassicheskih drevnostej po Ljubkeru
  2. سرليک: Марк-Аврелий, Антонин — نشرونه لخوا د: Military Encyclopedia. Volume 15, 1914 — ارزښت: ... но расстроенное здоровье его не выдержало трудностей похода и 17 мрт. 180 г. он скончался в лагере в Сирмиуме на Дунае, близ нынеш. Вены.
  3. سرليک: Antoninus — نشرونه لخوا د: Real'nyj slovar' klassicheskih drevnostej po Ljubkeru — ارزښت: Уже в 179 г. император снова должен был предпринять поход против вероломных маркоманнов, разбил их при Карнунте в Паннонии, но вскоре, еще в продолжение этой войны, умер 17 марта 180 г., вероятно, в Сирмии.
  4. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  5. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6923107
  6. 'Marcus Aurelius' Archived 28 December 2018 at the Wayback Machine.. Dictionary.com.
  7. Keresztes, Paul (July 1968). "Marcus Aurelius a Persecutor?". Harvard Theological Review (په انګلیسي ژبه کي). 61 (3): 321–341. doi:10.1017/S0017816000029230. ISSN 1475-4517. S2CID 159950967. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Magill, p. 693.
  9. Historia MA I.9–10. "Marcus Antoninus was named Catilius Severus, after his mother's grand-father. After the death of his real father [...] he assumed the toga virilis, Annius Verus."
  10. Dio 69.21.1. "Marcus Annius, earlier named Catilius."
  11. Van Ackeren, p. 139.
  12. Birley, Marcus Aurelius, p. 33.
  13. Dio lxix.21.1; HA Marcus i. 9; McLynn, Marcus Aurelius: Warrior, Philosopher, Emperor, p. 24.
  14. Dean, p. 32.
  15. Van Ackeren, p. 78.
  16. Birley, Marcus Aurelius, p. 103.
  17. Ad Marcum Caesarem 4.11 (= Haines 1.202ff), qtd. and tr. Birley, Marcus Aurelius, p. 105.
  18. Birley, Marcus Aurelius, p. 247 F.1.
  19. HA Marcus vii. 7; Birley, Marcus Aurelius, p. 118.
  20. Birley, Marcus Aurelius, p. 118, citing Werner Eck, Die Organization Italiens (1979), pp. 146ff.
  21. HA Marcus viii. 1, qtd. and tr. Birley, Marcus Aurelius, p. 119; 'Hadrian to the Antonines', p. 157.
  22. Birley, Marcus Aurelius, pp. 122–123, citing H.G. Pfalum, Les carrières procuratoriennes équestres sous le Haut-Empire romain I–III (Paris, 1960–61); Supplément (Paris, 1982), nos. 142; 156; Eric Birley, Roman Britain and the Roman Army (1953), pp. 142ff., 151ff.
  23. Birley, Marcus Aurelius, p. 123, citing H.G. Pfalum, Les carrières procuratoriennes équestres sous le Haut-Empire romain I–III (Paris, 1960–61); Supplément (Paris, 1982), no. 141.
  24. HA Marcus viii. 8; Birley, Marcus Aurelius, p. 123, citing W. Eck, Die Satthalter der germ. Provinzen (1985), pp. 65ff.
  25. Dio 72.33.
  26. Merrony, p. 85.
  27. Kleiner, p. 230.