لیو ستراوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لیو ستراوس
(الماني: Leo Strauss د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لیو ستراوس
لیو ستراوس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ سپټمبر ۱۸۹۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 18 اکتوبر 1973 (74 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات
جرمني   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
فیلسوف [۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹][۱۰]
آلماني ژبه [۱۰]
فرانسوي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه فلسفه
سياسي فلسفه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر اپلاتون
مارټین هایډېګر [۱۱]
باروچ سپینوزا   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې لومړنۍ نړېواله جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ليو ستراوس ( ، جرمني:  ۱۸۹۹ سپټمبر ۲۰ – ۱۹۷۳ اکتوبر ۱۸) يو جرمني الاصله امريکايي سياسي فيلسوف او لرغونپوه و، چې په لرغونې سياسي فلسفه کې يې تخصص وکړ. نوموړي چې په المان کې له يهودي مور او پلار څخه زېږېدلی دی، وروسته له المان څخه متحده ايالتونو ته کډه وکړه. هغه د خپل مسلک زياته برخه په شيکاګو پوهنتون کې د سياسي پوهې د پروفيسور په توګه تېره کړه، چې په ياد پوهنتون کې یې د زده کړيالانو بېلابېلو نسلونو ته تدريس وکړ او پينځه لس کتابونه يې چاپ کړل. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له Ernst Cassirer سره د نوي کانت فلسفه کې روزل شوي او د ښکارندپوهانو Edmund Husserl او Martin Heidegger د کار ژور لوستونکي ستراوس د Spinoza او Hobbes په اړه د خپلو لار ماتوونکو کتابونو او وروسته د Maimonides او Farabi په اړه خپلو مقالو سره نامتو شو. د ۱۹۳۰ لسيزې په وروستيو کې د نوموړي څېړنې د پټې يا محرمانه ليکنې پر بيا برسېره کولو باندې تمرکز وکړ، چې له دې امله د اپلاتون او ارستو يوه نوې ځلا د منځنيو پېړيو د اسلامي او يهودي فلسفې له لارې خپله ژباړه بېرته اصلي حالت ته ګرځوي او د يادو نظريو کاريال معاصرې سياسې نظريې ته هڅوي. [۱۶]

د ژوند لومړي وختونه او زده کړې[سمول]

ستراوس د ۱۸۹۹ ز کال د سپټمبر پر ۲۰ مه نېټه په Hesse-Nassau کې د Kirchhain په کوچني ښارګوتي وزېږېد، چې د پروس پاچهۍ يو ولايت او د المان سترواکۍ يوه برخه ده. Hugo Strauss او Jennie Strauss يې پلار او مور دي، چې د مور کورنی نوم يې David دی. په سياسي نظريه کې د Allan Bloom د ۱۹۷۴ ز کال د مړينې له مخې سټراوس په ارتودوکس يهودي مذهبه کورنۍ کې پيدا شو، مګر نه ښکاري چې کورنۍ يې په بشپړ ډول ارتودوکس رانغاړلی وي. ستراوس په خپله يادونه وکړه، چې هغه له يو «محافظه کارې، ان ارتودوکس يهودي کورنۍ» څخه و، مګر داسې کورنۍ چې د دود اړوند قوانينو ته له سختې پیروۍ پرته د يهودي دود او دستور په اړه يوازې په لږ څه پوهېدله. د نوموړي پلار او کاکا د کروندې برابرولو او کورنيو ژويو سوداګري وکړه، چې له خپل پلار Meyer (1835-1919) څخه ورته په ميراث پاتې وه او په خپله Meyer د سيمه یيزې يهودي ټولنې مخکښ غړی و. [۱۷][۱۸]

په Kirchhain Volksschule او Protestant Rektoratsschule کې له ګډون څخه وروسته ليو ستراوس په ۱۹۱۲ز کال کې په Gymnasium Philippinum (چې د Marburg پوهنتون اړوند د لېسې په کچه ښوونځی دی) کې شامل شو، چې Marburg ته نږدې پروت و او په ۱۹۱۷ ز کال کې ورڅخه فارغ شو. د يادونې وړ ده چې له ياد ښوونځي څخه Johannes Althusius او Carl J. Friedrich هم فارغ شوي دي. نوموړي د Marburg کانتر [کليسا کې د هغې ډلې مشر، چې په ګډه بدلې وايي] سره سپور شو (چې هيڅ اړیکه يې ورسره نه درلوده)، چې استوګنځي يې د نوي کانت پلوي فيلسوف Hermann Cohen د پيروانو لپاره د ناستې يا غونډې د ځای په توګه خدمت وکړ. ستراوس د لومړۍ نړيوالې جګړې له کالونو (۱۹۱۷ ز کال د جولای له ۵) څخه د ۱۹۱۸ ز کال تر ډسمبر پورې په الماني پوځ کې خدمت وکړ.

نوموړی په پای کې په Hamburg پوهنتون کې شامل شو، چې په ۱۹۲۱ ز کال کې يې له همدې ځايه خپله دوکتورا تر لاسه کړه او (د F. H. Jacobi په فلسفي اصولو کې د پوهې ستونزه) په اړه تيزس يې د Ernst Cassirer له لورې اداره او اېډیټ شو. ستراوس په Freiburg او Marburg يوهنتونونو کې د درسونو په لنډمهاله دورو (کورسونو) کې هم ګډون وکړ، چې ځيني يې د Edmund Husserl او Martin Heidegger له لورې تدريس شول. هغه د ورورولۍ له يوې يهودي ټولنې سره يو ځای شو او د المان د صيهون پال خوځښت ته يې کار وکړ، چې نوموړی يې، لکه د Norbert Elias، Leo Lowenthal، Hannah Arendt او Walter Bejamin غوندې د المان بېلابېلو يهودي روښانفکرانو ته وروپېژاند. بنجامين (Benjamin) د ستراوس او د هغه د کار خوښونکی و او د ژوند تر پايه يې خوښونکی پاتې شو. [۱۹][۲۰][۲۱]

د ليو ستراوس تر ټولو نږدې ملګری Jacon Klein و، مګر په معنوي ډول له Gerhard Kruger، Karl Löwith, Julius Guttman, Hans-Georg Gadamer او Franz Rosenzweig (چې سټراوس ورته خپل لومړنی کتاب هم ډالۍ کړ) سره هم بوخت و. نوموړي له Gershom Scholem, Alexander Altmann او عربپوه Paul Kraus سره هم اړيکې پاللې. پاول کراوس د ستراوس له خور Bettina سره واده وکړ، چې په منځني ختيځ کې د يادې جوړې له مړينې څخه وروسته يې د کوچني پالنه ستراوس او د هغه مېرمنې وکړه. د خپلو بېلابېلو ملګرو سره ستراوس د ژوند په وروستيو کې د ليکونو پياوړې راکړه ورکړه وکړه، چې زياتره يې په «راټولو شويو ليکنو: Collected Writings» (Gesammelte Schriften) کې چاپ شوي او ځيني يې له الماني څخه د ژباړې په بڼه خپاره شوي دي. نوموړی د ځينو موضوعګانو په اړه له Carl Schmitt سره هم اړيکې پاللې. که څه هم وروسته له هغې چې ستراوس المان پرېښود، هغه مهال يې له Schmitt سره اړيکې پرې کړې، چې د نوموړي ليکونو ته په ځواب ورکولو کې پاتې راغی.

مسلک[سمول]

په ۱۹۳۲ کال کې د راکفلر فيلوشيپ [هغه پيسې چې د زده کوونکو د روزلو په موخه راټولېږي] له تر لاسه کولو څخه وروسته، ستراوس په برلين کې د يهودي زده کړو لپاره ستر انسټيټيوټ (Higher Institute for Jewish Studies) کې خپل دريځ پرېښود او پاريس ته لاړه. نوموړی له شلو کالونو څخه وروسته يوازې يو ځل د يو څو لنډو ورځو لپاره بېرته المان ته ستون شو. په پاريس کې يې له کونډې Marie (Miriam) Bernsohn سره واده وکړ، چې يو ماشوم يې هم درلود او ستراوس د المان له وختونو څخه پېژندله. نوموړي د خپلې مېرمنې زوی (Thomas) او وروسته د خپلې خور ماشوم (Jenny Strauss Clay) وپالل، چې وروسته د ويرجينيا پوهنتون کې د لرغونپوهنې پروفيسور شو. هغه او مېرمنې يې خپل بيولوژيکي ماشومان نه درلودل. له مړينې څخه وروسته ترېنه Thomas او لور يې Jenny Strauss Clay او درې لمسيان پاتې شول. ستراوس د Alexandre Kojeve د ټول ژوند ملګری پاتې شو او له Raymond Aron، Alexandre Koyre او Etienne Gilson سره يې د ملګرتيا اړيکې لرلې. واک ته د نازيانو د پورته کېدنې له امله، ستراوس خپل اصلي هېواد ته ستنېدل غوره نه کړل. هغه په انګليستان کې له ځينو ګډوديو څخه وروسته پناه ځای وموند، چې په ۱۹۳۵ ز کال کې يې د خپل خسرخېل David Daube په مرسته کمبرېج پوهنتون کې لنډمهاله ګومارنه هم تر لاسه کړه. David Daube په Gonville and Caius College پورې اړه لرله. په داسې حال کې چې ليو ستراوس په انګليستان کې د R. H. Tawney نږدې ملګری شو او له Isaiah Berlin سره يې د ملګرتيا لږې اړيکې درلودلې. [۲۲]

ستراوس چې په انګيستان کې يې تل پاتې دنده نه شوه موندلی، په ۱۹۳۷ ز کال کې د Harold Laski په ملاتړ متحده ايالتونو ته لاړه. ښاغلي لاسکي نوموړی خلکو ته وروپېژاند او د يوې لنډې مودې درس په تر لاسه کولو کې يې ورسره مرسته وکړه. په کولمبيا پوهنتون کې د تاريخ څانګه کې د يوه مرستيال څېړونکي په توګه د يوې لنډې مهاله ونډې څخه وروسته يې په نوي ښوونځي (New School) کې دنده تر لاسه کړه، چې د ۱۹۳۸ او ۱۹۴۸ ز کلونو تر منځ يې په ياد ښوونځي کې د سياسي پوهې پوهنځي کې کار وکړ او ځينې مل يا فرعي دندې يې هم تر لاسه کړې. ستراوس په ۱۹۳۹ ز کال کې په Hamilton College کې د لنډې مودې لپاره د رسمي پروفيسور په توګه خدمت وکړ. په ۱۹۴۴ ز کال کې د متحده ايالتونو تبعه او په ۱۹۴۹ ز کال کې په شيکاګو پوهنتون کې د سياسي پوهې پروفيسور شو، چې په ۱۹۶۹ ز کال کې د دندې تر پرېښودلو پورې يې د Robert Maynard Hutchins Distinguished Service Professorship دنده درلوده. [۲۳]

ستراوس په ۱۹۵۳ ز کال کې د reductio ad Hitlerum په نوم د reduction ad abdurdum په اړه د يوې لوبې عبارت رامنځته کړ. د ياد عبارت له مخې يې وړانديز کاوه، چې د هټلر له دلايلو يا له نازي کارت سره د يو دليل پرتلنه زياتره وخت د ناتړلتيا (نه اړيکې) يو استدلال دی. [۲۴]

نوموړي په ۱۹۵۴ ز کال Heidelberg کې له Lowith او Gadamer سره وکتل او د سقراط په اړه يې عمومي وينا وکړه. په ۱۹۶۵ ز کال کې يې په Hamburg کې د لنډمهالې وينا غوښتنه تر لاسه کړه، چې د روغتيايي دلايلو له امله يې ونه منله او له Hamburg پوهنتون څخه يې په شيکاګو کې د الماني استازي په لاس له لوري د درنښت يا امتيازي دوکتورا او «د المان د ستاينې درجه» تر لاسه کړه. نوموړی په ۱۹۶۹ ز کال کې د يو کال لپاره په کليفورنيا کې Claremont McKenna College ته لاړ، چې مخکې د Claremont Men’s College په نوم و. له هغې ځای څخه وروسته په ۱۹۷۰ ز کال Annapolis کې St. John’s College ته لاړه، چې نوموړي په کې د Scott Buchanan Distinguished Scholar in Residence دنده درلوده او په ۱۹۷۳ ز کال کې د سږو پړسوب له امله تر مړينې پورې يې ياده دنده وکړه. ستراوس په Annapolis Hebrew هديره کې ښخ کړای شو. مېرمن يې Miriam Bernsohn Strauss په ۱۹۸۵ ز کال کې کې مړه شوه، چې هغه هم په ذکر شوې هديره کې ښخه شوه. ۱۱۴ مذهبي سندره (Psalm 114) يې د ملګرو او کورنۍ په غوښتنه د جنازې دود کې ولوستل شوه. [۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118833901  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119256484 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c08wg9 — subject named as: Leo Strauss — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/strauss-leo — subject named as: Leo Strauss — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3963 — subject named as: Leo Strauss — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/20301 — subject named as: Leo Strauss
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/14551 — subject named as: Leo Strauss
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ https://cs.isabart.org/person/19281 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119256484 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/25604963
  11. Stanford Encyclopedia of Philosophy ID: https://plato.stanford.edu/entries/strauss-leo/ — سرليک: Stanford Encyclopedia of Philosophy — خپرونکی: Stanford University او Center for the Study of Language & Information
  12. "Strauss". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  13. "Leo - Französisch-Übersetzung - Langenscheidt Deutsch-Französisch Wörterbuch" (په الماني و فرانسیسی ژبه کي). Langenscheidt. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (الطبعة 3rd), Longman, د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405881180 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. The Leo Strauss Center website 'biography' section
  16. "About the Leo Strauss Center". The Leo Strauss Center. Retrieved 26 June 2019.
  17. In "A Giving of Accounts", published in The College 22 (1) and later reprinted in Jewish Philosophy and the Crisis of Modernity.
  18. Joachim Lüders and Ariane Wehner, Mittelhessen – eine Heimat für Juden? Das Schicksal der Familie Strauss aus Kirchhain (Central Hesse – a Homeland for Jews? The Fate of the Strauss Family from Kirchhain) 1989.
  19. Jewish philosophy and the crisis of modernity (SUNY 1997), Leo Strauss as a Modern Jewish thinker, Kenneth Hart Green, Leo Strauss, page 55
  20. Scholem, Gershom. 1981. Walter Benjamin: The Story of a Friendship. Trans. Harry Zohn, p. 201
  21. The Correspondence of Walter Benjamin and Gershom Scholem, 1932–40, New York 1989, pp. 155–58
  22. Leo Strauss And the Politics of Exile: The Making of a Political Philosopher p. 87
  23. Eugene Sheppard (2014). Leo Strauss and the Politics of Exile: The Making of a Political Philosopher. Brandeis UP. د کتاب پاڼي 102–03. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781611687699. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Leo Strauss, Natural Right and History. Chicago: University of Chicago Press, 1965 [1953], p. 42.
  25. Jewish Philosophy and the Crisis of Modernity: Essays and Lectures in Modernity preface p. 6.
  26. "Leo Strauss". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)