لینگوبېری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Vaccinium vitis-idaea
لینگوبېری
مملکه بوټي
څانگه Magnoliophyta
طایفه د دوو تیفه گانو نباتونه
کورنۍ Ericales
جېنس Vaccinium

لینگوبېری (په لاتين: Vaccinium vitis-idaea) د Ericales نباتو څخه یو درملي بوټي دي چې په اروپا ، آمريکا او آسيا کې په شمالو سيمو کې په ځنگلونو کې شنه کېږي. نوموړي بوټې د اسيدلرونکو خاورو سره مینه لري.

سپړنه[سمول]

لینگوبېری یو كوچنى درملي بوټي دي. دا بوټي د Vaccinium تر جنس لاندي راځي. د بوټي اوږدوالي ۱۵ – ۲۵ سانتيمتره دي او پر شینو منډرکو باندي کوچنی بیضوی پاڼې لري. گلان یی سپين یا گلابي رنگ لري. د گل تاج یی د څلورو پاڼو څخه جوړ شوي دي. دا بوټي د مې څخه تر جولای پورې گل کوي. د لینگوبېری مېوې کروي شکل، سور رنگ او تروش خوند (مزه) لري.[۱]

لینگوبېری په طب کې[سمول]

لینگوبېری یو شمیر طبيعي مواد لکه فلافونويډونه Myricetin او گلیکوسیډونه Quercetin ، آنټوسیانین، پېونیدین لري. نوموړي بوټي په ځانگړي ډول د متيازو التهابونو د علاج لپاره کارېږي. د لینگوبېری مواد د باکټرياگانو لکه E.coli Alcaligenes faecalis, Clostridium perfringens, Enterococcus faecalis, Mycobacterium phlei, Pseudomonas aeruginosa, Salmonella california, Salmonella enteritidis, Salmonella typhimurium, Shigella sonnei, Staphylococcus aureus methicillin S. aureus پر ضد ښه آغېزه لري. . پرته له التهابونو نه لینگوبېری د ويروس هېړپېس سیمپلېکس، غاښوخرابوالى او معدې سرطان پر ضد آغېزه هم لري. بېړۍ وانانو په ۱۷ پېړی کې لینگوبېری د اسکوروی (د ویټامين سی کموالی) د وقايې لپاره هم کارول. لینگوبېری د معدنو توکو او ویټامينونو بډايي سرچينه هم ده. د هغو معدنو موادو او ویټامينونو څخه پټاسیم، کلسیم، مېگنېزيم، فوسفور، سوديم، اوسپنه، یوډ، نيکل او ويټامين A, B, C مهم رول لوبوي. [۲] [۳]

سرچينې[سمول]

  1. https://cs.wikipedia.org/wiki/Brusnice_brusinka
  2. http://www.nazeleno.cz/brusinky-pomahaji-nejen-pri-zanetu-mocovych-cest.aspx
  3. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)