لینوس پاولینګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لینوس پاولینګ
(انګلیسي: Linus Carl Pauling)[۱]  د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لینوس پاولینګ
لینوس پاولینګ

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ فبروري ۱۹۰۱[۲][۳][۴][۵][۱][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 18 اگسټ 1994 (93 کاله)[۲][۳][۴][۵][۱][۱۳][۶][۱۰][۱۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د پروستات سرطان [۱۴][۱]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۱۵][۱][۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
استاد آرنولډ سومرفیلډ   د (P1066) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک فزيک پوه [۱۷][۱۸][۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اېسپرانتو [۱]
انگليسي [۱۹][۱][۲۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه ژونکيميا [۱]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک اتيزم [۱]  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لینوس پاولینګ
لینوس پاولینګ

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لینوس کارل پاولینګ (زوکړه: د ۱۹۰۱ زکال د فبروي ۲۸ مه – مړینه: د ۱۹۹۴ زکال د اګست ۱۹ مه) امریکايي کیمیا پوه، بیوشیمي پوه، کیمیاوي انجینر، د سولې فعال، لیکوال او روزونکی و. نوموړي له ۱۲۰۰ زیاتې مقالې او کتابونه لیکلي چې نږدې ۸۵۰ یې علمي موضوعاتو ته اړوندې دي. د نیوساینټېسټ (New Scientist) مجلې د ټول عمر لپاره له شلو مخکښو پوهانو بللی دی چې له ۲۰۰۰ زکال وروسته د تاریخ د ۱۶ مخکښو پوهانو په کتار کې راځي. نوموړي د خپلو علمي چارو له امله په ۱۹۵۴ زکال کې د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. د سولې په برخه کې د هڅو له امله په ۱۹۶۲ زکال کې د سولې د نوبل جایزه ورکړل شوه. له همدې امله یو له هغو څلور کسانو (درې نور یې ماري کیوري، جان باردین او فریدریک سانګر دي) څخه شو چې له یوې څخه زیاتې د نوبل جایزې یې ترلاسه کړې دي. له دغو کسانو څخه نوموړی یوازنی کس دی چی د نوبل دوه نامشترکې جایزې یې ګټلې دي او له دوه هغو کسانو څخه دی چې په بېلابېلو برخو کې یې د نوبل جایزې ګټلي چې بله یې ماري کیوري ده.  [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

پاولینګ د کوانټمي کیمیا او مالیکولي ژوند پوهنې د څانګو بنسټګر و. د کیمیاوي پیوند په برخه کې د نوموړي په هڅو کې مداري هایبرډایزېشن او د عناصرو لومړنی دقیق الکټرونېګټیویټي مقیاس په کې شامل کېږي. پاولینګ سربېره پر دې د بیولوژیکي مالیکولونو په جوړولو کار وکړ او د پروټینونو په دویم جوړښت کې یې د الفا مارپیچ او بېتا صفحاتو اهمیت څرګند کړ. پاولینګ په خپلو هڅو د اکسرې کریسټالوګرافي میتودونه او پایلې، د مولیکولي موډل جوړښت او کوانټمي کیمیا سره ترکیب کړل. د DNA د جوړښت په برخه کې د نوموړي موندنې د جمیز واټسون، فرانسېس کرېک، موریس ویلکینز او روزالینډ فرانکلین چارو ته الهام بخښونکې وې چې دوی بیا په خپل نوبت د ټولو ژوندیو موجوداتو د DNA کوډونو په ماتولو سره د ژنټیک پوهانو څېړنو ته لار هواره کړه. [۲۷][۲۸]

نوموړي د خپل ژوند په وروستیو کې د اټومي وسلو د کمښت او همدارنګه د اورتومولیکولي درملو، میګاویټامیني درملنې او د غذايي بشپړونکو د ترویج لپاره کار وکړ. د ویټامینونو د ډوز زیاتوالي ته د اړوندو طبي ګټو په اړه د هغه هېڅ یوه نظریه د معاصري علمي ټولنې له خوا نه ده منل شوې. نوموړي د بشري حقونو په برخه کې له امریکايي فعالې آوا هلن پاولینګ سره واده کړی و. [۲۹][۳۰]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

لینوس کارل پاولینګ د ۱۹۰۱ زکال د فبروري په ۲۸ مه د اورېګان په پورټلنډ کې وزېږېد؛ هغه د هرمن هنري ویلیام پاولینګ (۱۸۷۶-۱۹۱۰ زکال) او لوسي ایزابل «بیلي» (۱۸۸۱-۱۹۲۶ زکال) لومړنی ماشوم و. په نوموړي باندې د لوسي د پلار «لینوس» او د هرمن د پلار «کارل» په ویاړ د «لینوس کارل» نوم کېښودل شو. د هغه اجداد جرمني او انګلیسي و. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

په ۱۹۰۲ زکال کې هغه مهال چې خور یې پائولین وزېږېده، والدینو یې پرېکړه وکړه څو له پورټلنډ څخه داسې یوې سیمې ته کډه وکړي چې لګښت په کې کم وي او له خپل اوسني یوې کوټې لرونکي کور څخه لوی کور پیدا کړي. لوسي د خپل خصر او خواښې سره د اورېګان په لېک اوسوېګو سیمه کې تر هغه مهال پاتې شوه چې هرمن وکولای شول خپله کورنۍ سېلم ته ولېږدوي، چېرې چې نوموړي د لنډ مهال لپاره د سکېډمور د درملو په شرکت کې د ګرځنده پلورنکي په توګه کار کاوه. په ۱۹۰۴ زکال کې د لوسیل له زیږون څخه وروسته د یوکال دننه هرمن خپله کورنۍ لېک اوسوېګو ته یووړه او هلته یې خپل د درملو پلورنځی پرانیست. په ۱۹۰۵ زکال کې یې د اورېګان، کانډون ته کډه وکړه. په ۱۹۰۶ زکال کې هرمن پاولینګ د ګېډې په مکرر درد اخته شو. نوموړی د ۱۹۱۰ زکال د جون په ۱۱ مه د ایچ پایلوري ناروغۍ له امله د هغه په معده کې د رامنځته شوي زخم له امله ومړ او لوسي یې د خپلو ماشومانو لینوس، لوسیل او پائولین روزنې ته یوازې پرېښوده. [۳۷]

پاولینګ له کیمیا سره د لیوالتیا موندل د هغه د یو ملګري لویډ اې. جفرس له خوا حیرانونکو ازموینو ته اړونده بولي چې د کیمیا کوچنی لابراتوار یې درلود. هغه وروسته لیکي: «ما په ډېرې سادګۍ له کیمیاوي پېښو سره لیوالتیا پیدا کړه، د هغو موادو د غبرګونونو له امله چې د متفاوتو خواصو په لرلو سره ترې څرګندېدل؛ په دې سره ما دا لیوالتیا پیدا کړه چې د نړۍ د دغه اړخ اړوند لا زیات څه زده کړم». [۳۸]

پاولینګ په عالي لیسه کې د زده کړو پر مهال د فولادو له یوې ړنګې کارخونې څخه د توکو په راغونډولو کیمیاوي ازمایښتونه ترسره کړل. پاولینګ له ځان څخه له مشر خپل ملګري لویډ سایمون سره یوځای په سایمون تکوي کې د پالمون لابراتوار جوړ کړ. دوی سیمه ئیزو لبنیاتو ته مراجعه وکړه ځکه چې دوی ته یې د کوچو د غوړیو نمونې په ارزانه بیه په لاس ورتلې، خو شیدې پلورونکو د دغه دوه هلکانو په چارو باندې د اعتماد کولو په برخه کې له احتیاط کار اخیست او د دوی دغه سوداګري له ماتې سره مخ شوه.

د ۱۵ کلنۍ په عمر د عالي لیسې دغه مخکښ زده کوونکي د اورېګان ایالتي پوهنتون ته، چې اوس مهال د اورېګان د کرهڼې په کالج پېژندل کېږي؛ د لار موندنې کافي نمرې لرلې. پاولینګ چې د امریکا د تاریخ د مضمون په دوه دورو کې نمرې نه لرلې او د عالي لیسې د تصدیق ترلاسه کولو لپاره ورته لازمې وې، د ښوونځي له مدیر یې وپوښتل چې کولای شي په پسرلني سمسټر کې دغه دواړه دورې یو مهال بشپړې کړي. د هغه دغه غوښتنه رد شوه او د واشنګټن عالي لیسه یې له سند ترلاسه کولو پرته خوشې کړه. دغه ښوونځي ۴۵ کاله وروسته هغه مهال چې نوموړي د نوبل دوه جایزې اخیستې وې افتخاري دیپلوم یې ورکړ.  [۳۹][۴۰][۴۱]

پاولینګ د خپلو پوهنتوني زده کړو لپاره د لګښت پوره کولو په موخه په څو دندو لاس پورې کړې چې یو یې هم د خوراکي توکو په پلورنځي کې نیم مهالې دنده وه چې په اونۍ کې یې ورته اته امریکايي ډالر (په ۲۰۲۱ زکال کې له ۲۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) ورکول. مور یې په پورتلنډ کې د یو شمېر تولیدي کارخونو له مالک ښاغلي شویترزهوف سره ولیدل او هغه یې د ماشین چلونکي د شاګرد په توګه په میاشت کې د ۴۰ امریکايي ډالرو (په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۰۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) په معاش مقرر کړ. د هغه معاش ډېر ژر په میاشت کې ۵۰ ډالرو ته ورسېد. له دې سربېره پاولینګ له خپلو دوه ملګرو سره د انځور اخیستنې یوه سټوډیو جوړه کړه. د ۱۹۱۷ زکال په سپټمبر میاشت کې پاولینګ بالاخره د اورېګان د ایالتي پوهنتون له خوا ومنل شو. هغه له ځنډ پرته د ماشین کارۍ خپله دنده پرېښوده او خپلې مور ته یې د هغو اړوند خبر ورکړ، هغې چې د پوهنتوني زده کړو په برخه کې یې د خپل زوی په پلان کې هېڅ تشه نه لیدله.

لوړې زده کړې[سمول]

پاولینګ د خپلو زده کړو په لومړي سمستر کې د کیمیا په دوه درسي دورو، د ریاضیاتو په دوه درسي دورو، میخانیکي طراحۍ، د کانونو د پېژندنې او د چاودېدونکو توکو د ګټنې، معاصر انګلیسي نثر، ژمناستیک او پوځي تمریناتو په برخه کې نوم ثبت کړ. نوموړی په خپل پوهنتوني چاپېریال کې فعال و او د دلتا اپسلیون په نامه پوهنتوني ټولنه یې جوړه کړه. له دویم کال وروسته هغه هوډ وکړ وکړ په پورټلنډ کې ځانته دنده پیدا کړي څو له خپلې مور سره مرسته وکړای شي. دغه کالج ورته د کمیتي تحلیل د تدریس دنده وړاندیز کړه، هغه څانګه چې ده خپله په تازګۍ بشپړه کړې وه. نوموړي په اونۍ کې څلوېښت ساعته په لابراتورا او درسي ټولګي کې تېرول چې د میاشتې یې ۱۰۰ امریکايي ډالر (چې په ۲۰۲۱ زکال کې له ۱۴۰۰ امریکايي ډالرو سره برابرېدل) تنخواه لرله او په دې سره وتوانېد خپلو زده کړو ته دوام ورکړي. [۴۲]

په پوهنتون کې د زده کړو په وروستیو دوه کلونو کې پاولینګ د اتومونو د برېښنايي جوړښت او له مالیکولونو سره د هغو د اړیکې اړوند د ګیلبرټ ان. لیویس او ایروینګ لانګمویر له چارو خبر شو. هغه پرېکړه وکړه څو خپلې څېړنې د توکو د جوړونکو اتومونو په فزیکي او کیمیاوي خواصو متمرکزې کړې چې څه ډول له یو بل سره ترکیب کوي؛ همدا و چې د کوانټمي کیمیا د علم له بنسټ اېښودونکو څخه شو. [۴۳][۴۴][۴۵]

پاولینګ په ۱۹۲۲ زکال کې د کیمیاوي انجینرۍ له څانګې فارغ شو. له دې وروسته نوموړي د کالیفورنیا په پاسادنا سیمه کې د کالیفورنیا د ټکنالوژۍ په انستیتیوت (Caltech) کې د راسکو ډیکنسون او ریچارډ تولمن تر نظر لاندې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. د نوموړي د زده کړو تکمیلي څېړنه د کریسټالونو د اتومي او مالیکولي جوړښت ټاکلو په برخه کې د اېکس وړاندې څخه د کار اخیستو اړوند وه. هغه په دغه انستیتیوت کې د زده کړو پر مهال د منرالو د کریسټالي جوړښت اړوند اووه مقالې خپرې کړې. نوموړي په ۱۹۲۵ زکال کې د فزیکي کیمیا او ریاضیکي فزیک په برخه کې په عالي درجه د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۴۶]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ https://www.biography.com/people/linus-pauling-9435195 — د نشر نېټه: ۲ سپټمبر ۲۰۱۸ — نشرونه لخوا د: Biography.com — د خپرولو نیټه: ۲ اپرېل ۲۰۱۴
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11918822h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zk5j54 — subject named as: Linus Pauling — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/22440 — subject named as: Linus Carl Pauling — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?102261 — subject named as: Linus Pauling — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/pauling-linus-carl — subject named as: Linus Carl Pauling
  7. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0049510.xml — subject named as: Linus Carl Pauling — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=47061 — subject named as: Linus Carl Pauling — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. https://cs.isabart.org/person/150176 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ National Academy of Medicine (France) member ID: https://www.academie-medecine.fr/composition/membres/fiche-membre/?id=2799 — subject named as: Linus PAULING — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Académie nationale de médecine
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: Linus Carl Pauling — CTHS person ID: https://cths.fr/an/savant.php?id=117504 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Annuaire prosopographique : la France savante
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000004460 — subject named as: Linus C. Pauling — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. Obituary: Linus Carl Pauling, 28 February 1901 - 19 August 1994 — د نشر نېټه: ۲۷ ډيسمبر ۲۰۱۸ — دوتنه: Jack D. Dunitz — نشرونه لخوا د: Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society — د خپرولو نیټه: ۱ نومبر ۱۹۹۶
  14. The Vitamin Myth: Why We Think We Need Supplements — د نشر نېټه: ۲۸ جون ۲۰۱۸ — سمونګر: Jeffrey Goldberg — د خپرولو نیټه: ۱۹ جولای ۲۰۱۳
  15. Twists in the Tale of the Great DNA Discovery — دوتنه: Nicholas Wade — خپرونکی: The New York Times — د خپرولو نیټه: ۱۳ نومبر ۲۰۱۱
  16. https://libris.kb.se/katalogisering/86lpvzss31tl0hl — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۴ جنوري ۲۰۱۳
  17. The Courts and Peace Activism: Selected Legal Cases Related to Matters of Conscience and Civil Liberties — ورځپاڼه: 38 — پاڼه: 6-32 — اعداد: 1 — نشرونه لخوا د: Peace & Change — https://dx.doi.org/10.1111/PECH.12001
  18. A masterpiece in a new genre: The rhetorical negotiation of two audiences in schrödinger's “what is life?” — ورځپاڼه: 3 — پاڼه: 7-17 — اعداد: 1 — نشرونه لخوا د: Technical Communication Quarterly — https://dx.doi.org/10.1080/10572259409364555
  19. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11918822h — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  20. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/15735395
  21. "Linus Pauling: Facts". Nobel Prize (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في April 4, 2022. د لاسرسي‌نېټه April 13, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. ———— (1997). Pauling, Linus Jr. (المحرر). Selected papers of Linus Pauling (الطبعة Volume I). River Edge, New Jersey: World Scientific. د کتاب پاڼې xvii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-02-2939-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Horgan, J (1993). "Profile: Linus C. Pauling – Stubbornly Ahead of His Time". Scientific American. Vol. 266 no. 3. د کتاب پاڼي 36–40. Bibcode:1993SciAm.266c..36H. doi:10.1038/scientificamerican0393-36. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Simmons, John (1996). The scientific 100 : a ranking of the most influential scientists, past and present (په انګلیسي ژبه کي). Secaucus, New Jersey: Carol Publishing Group. OL 7941698M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8065-1749-0. د لاسرسي‌نېټه May 26, 2015 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. کينډۍ:Nobelprize
  26. "Nobel Prize Facts". Nobel Prize (په انګلیسي ژبه کي). April 12, 2022. Archived from the original on ۱۱ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه April 13, 2022. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  27. Rich, Alexander (1994). "Linus Pauling (1901–1994)". Nature. 371 (6495): 285. Bibcode:1994Natur.371..285R. doi:10.1038/371285a0. PMID 8090196. S2CID 8923975. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Gribbin, John (August 10, 2004). The Scientists: A History of Science Told Through the Lives of Its Greatest Inventors (په انګلیسي ژبه کي). New York City: Random House. د کتاب پاڼي 558–569. OL 8020832M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8129-6788-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Stone, Irwin (December 14, 1982). The healing factor: "vitamin C" against disease (په انګلیسي ژبه کي). New York City: Perigee Books. OCLC 10169988. OL 9567597M. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-399-50764-9 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Offit, Paul (July 19, 2013). "The Vitamin Myth: Why We Think We Need Supplements". The Atlantic (په انګلیسي ژبه کي). ISSN 2151-9463. OCLC 936540106. د لاسرسي‌نېټه July 19, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Dunitz, Jack D. (1996). "Linus Carl Pauling. 28 February 1901–19 August 1994". Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society (په انګلیسي ژبه کي). 42 (9): 316–326. doi:10.1098/rsbm.1996.0020. PMID 11619334. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Linus Pauling's Childhood (1901–1910)". Oregon State University (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في April 7, 2022. د لاسرسي‌نېټه April 25, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Hager, Thomas (1995). Force of Nature: The Life of Linus Pauling. Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-80909-0 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Mead, Clifford; Hager, Thomas, المحررون (2001). Linus Pauling: Scientist and Peacemaker. Oregon State University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87071-489-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. "Linus Pauling: Biographical". Nobel Prize (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في March 18, 2022. د لاسرسي‌نېټه September 27, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Dunitz, Jack D. (1997). "Linus Carl Pauling". Biographical Memoirs (په انګلیسي ژبه کي). 71. National Academies Press. د کتاب پاڼي 221–261. doi:10.17226/5737. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-309-05738-7. Archived from the original on ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  37. Goertzel, Ted; Goertzel, Ben (1995). Linus Pauling: A Life in Science and Politics (په انګلیسي ژبه کي). Basic Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-465-00672-4 – عبر Internet Archive. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. Abrams, Irwin (1988). [[[:کينډۍ:GBurl]] The Nobel Peace Prize and the laureates : an illustrated biographical history, 1901–1987] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (الطبعة 2. print.). Boston: G.K. Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8161-8609-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. کينډۍ:Nobelprize
  40. "Pauling, Linus". Encyclopedia of World Biography 12. (1998). Thomson Gale. ISBN 978-0-7876-2221-3. OCLC 498136139. 
  41. (په June 19, 1962 باندې). Pauling Finally Gets High School Diploma. Evening Star.
  42. Swanson, Stephen (October 3, 2000). "OSU fraternity to donate Pauling treasures to campus library". Oregon State University (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر March 3, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "Linus Pauling Biographical Timeline". Linus Pauling Institute (په انګلیسي ژبه کي). Oregon State University. مؤرشف من الأصل في March 2, 2022. د لاسرسي‌نېټه November 10, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. (په May 3, 2013 باندې). Ava Helen Pauling, wife of Linus Pauling, subject of biography by Corvallis author Mina Carson. The Oregonian.
  45. ———— (1995). Marinacci, Barbara (المحرر). Linus Pauling: in his own words : selected writings, speeches, and interviews (په انګلیسي ژبه کي). New York City: Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 39. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-684-81387-5. د لاسرسي‌نېټه May 27, 2015 – عبر Internet Archive. Graf gave me a job correcting papers in the courses he taught, about statics and dynamics, bridge structure, strength of materials, and so on. I also helped him in the laboratory. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Commencement 1925 California Institute of Technology Pasadena" (PDF). California Institute of Technology. June 12, 1925. مؤرشف (PDF) من الأصل في November 1, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 29, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)