لونگ
لونگ(انګليسي ژبه: Clove) يو وږمين طبيعي بوټی دی چې د خوراک ترڅنگ په درملو، تېلو، عطرو او نورو ډېرو څيزونو کې کارېږي.[۱] لونګ هغه دانه ده چې توریا قهوهیي رنګ لري او په انګریزي کې ورته (clove) وايي چې په اومه حالت کې تر ډېره شنه او سره ښکاري. دا بوټی تر ډېره د هند په سوېلي اندونېزیا او مالېزيا کې شهرت لري او ډېر پخوا ترې کار اخیستل شوی دی او له ډېر پخوا څخه اېندونېزيا او مالېزيا هېوادونو کې خلک د لونگو سگرټ هم څکوي.[۲] د آسیا په سویلي هېوادونو کې تر ډېره خلک د نورو مسالو سره یو ځای په خوړو کې له لونگو کار اخلي او په تېره بیا له لونگو د عطرو، چای، درملو او کریمونو په جوړولو کې کار اخلي چې خوشبویه شي.
د افغانستان په پښتني سیمو لکه خوست، لوگر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل، ننگرهار، لغمان او کونړ کې خلک او په تېره بیا کوچيان لونگ د ښکلا او خوشبویې لپاره کاروي. په یادو ولایتونو کې پېغلې او ناوې له لونگو امیلونه او ځونډي جوړوي چې بیا یې پر کمیس ټومبي. له لونگو جوړ شوي امیل ته په پښتو کې لونگین وایي چې په پخوا وختونو کې لونگين د ناوې د پسول يوه لازمي برخه وه. په خوست کې کله چې ناوې د خاوند کور ته ځي نو د لونگو دوې وړې کڅوړې د ډالۍ په توگه ورکوي. باید وویل شي چې لونگ تیز بوی لري او په کوم صندوق کې چې وریښمینې جامي پرتې وي او ورسره لونگ ایښودل شوي وي، هغه جامې له چينجيانو او پويه څخه خوندي وي.
لونگ په پښتو لنډيو کې
سپوږمیه سروهه راخیژه - یار د لونگو لو کوي گوتې ریبینه
لونگ کرمه لو به گډ کړم - چې لو مې گډ کړ یاره تا به راولمه
دا ته چې ولاړې مساپر شوې - د شنو لونگو کښت به څوک ریبي مینه
بارانه مه اوره لږ تم شه - لیلا لونگ په درمندو شیندلي دینه
که چا لونگ لېدلې نه وي - پېغله خولې کړﺉ د لونگو بوی یې ځینه
په غرونو تورې لړې راغلې - ښکته یې یووړل د لونگو درمندونه
خاونده بیا دې پسرلۍ کړو - له وچه ډاگه د لونگو بوی راځینه
خلک مې توره توره بولي - تور خو لونگ دي پاچاهان یی بویوینه
ټینگه مې مه نیسه په غیږ کې - سبا به بوی د لونگین درڅخه ځینه
د لونگین په لړ راخیژه - په اوږۍ شپه کړه د چارگل وکړه سیلونه
تور لونگین په ژړا راغى - ماته روپۍ په سينه ځاى نه راکوينه
یار که مې تور دی څه پیغور دی - تور خو لونگ دی باچاھان یې بویوینه
هلک چې تور وي لونگين وي - نجلۍ چې توره وي بنگړي دې خرڅوينه
ته چې راځې ما به خبر کړې - چې په پالنگ درته لونگ وغوړومه
ما په سینه لونگ کرلي - که لو مې گډ کړ یاره تا به راولمه
کشمالي وکرئ عالمه - نجونې مغروره شوې لونگ نه بویوینه
پلار مې لونگ کرلي نه دي - چې هره ورځ به درته من، من درلیږمه
سبا به بیا بازار ته لاړ شې - د لونگین ځونډي دې کم راوړي دینه
مخې ته راغله راته ژاړي - د لونگین نه مې ځونډي شلېدلي دینه
زما جانان له رنگه تور دی - په څلویښتۍ کې مور لونگ ورکړي دینه
چې په لونگو دې مشهور کړم - اوس په سینه ټالونه راکړه گني مرمه
د لونگین جانان لپاره - خپلو پټو کې د لونگو باغ کومه
له رنگه توره غنمرنگه - توره لونگه لیونۍ درپسې شومه
په سينه يو لالی ځايېږي - زه لونگين او لالی دواړه ځايومه
دا نیمه شپه ده غله لگیږي - د لونگین مېرمنې وشمېرہ لړونه
د زنې خال دې داسي ښکاري - لکه مستو ته چې لونگ پرېوتي وینه
ماته لونگ په چیلم کښيږدئ - ناکارې بنگې د يار غم نه غولوينه
د لونگین امېل به جوړ کړم - زه مې لالی د زرگر نه محتاجومه
بنگ يې پخپله یار له ورکړل - بیا يې نارې کړې چې مې یار لېونی شونه
دا نیمه شپه بوی د لونگو - لکه د عطرو بارانونه شوي دینه
انځورتون
-
لوونگ
اخځليک
۱- د ليکوال لطيف ياد فېسبوک پاڼه.
- ↑
افغان, فياض (۲۰۱۸ د فېبرورۍ ۸مه). "د لونګ له ګټو ځان خبر کړئ!". نن ټکی اسيا.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑
حليم, صفيه (۲۰۱۸ د فېبرورۍ ۸مه). "لونګ". صفيه حليم ټکی کام.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ برېښنايي پېژند: 10.3897/PHYTOKEYS.102.24380. خپرېدو نېټه: ۲۸ جون ۲۰۱۸. بياځلي سمون: ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۵.
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ "The medicinal plants of Myanmar". بياځلي په ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۵.
{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: نېټې (link) - ↑ ويل شوي په: A Scientific Dataset of useful plants of China. خپرېدو نېټه: ۲۰۲۱. برېښنايي پېژند: 10.11922/SCIENCEDB.J00001.00212.
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- څوژبيزې ملاتړ کينډۍ
- هغه پاڼې چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې ويکياومتوک توکي کاروي
- هغه پاڼې چې د P9714 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P366 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چې د P166 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس وېشنيزه کاروي
- هغه پاڼې چې یوه ځانتيا کارويP18
- د سياس۱ تېروتنې: نېټې