لومړۍ الیزابېت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لومړۍ الیزابېت
(انګلیسي: Elizabeth I د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لومړۍ الیزابېت
لومړۍ الیزابېت

د شخص معلومات
پيدايښت ۷ سپټمبر ۱۵۳۳[۱][۲][۳] او ۱۵۳۳[۴]
مړینه 24 مارچ 1603 (70 کاله)[۵][۲][۳] او 24 مارچ کال 1603 (69–70 کاله)[۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مقام نظر بندی د لندن برج (۱۸ مارچ ۱۵۵۴–)  د (P2632) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلار اتم هنري[۶][۷]  د (P22) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۸]
فرانسوي
ایټالیایي ژبه
لاتين ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
لومړۍ الیزابېت
لومړۍ الیزابېت

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لومړۍ الیزابېت (د ۱۵۳۳ ز کال د سپټمبر له ۷ مې – د ۱۶۰۳ز کال د مارچ تر ۲۴ مې) د ۱۵۵۸ ز کال د نومبر له ۱۷مې نه تر ۱۶۰۳ ز کال؛  تر خپلې مړینې پورې د انګلستان او آیرلنډ ملکه وه. الیزابېت چې کله ناکله د بکرې ملکې په نامه هم یادېږي، د تدور د کورنۍ له پنځو پاچایانو وروستۍ  ملکه وه.[۹]

الیزابېت د آتم هېنري او د هغه د دویمې مېرمنې، این بولین، چې الیزابېت په دوه نیم کلنۍ کې اعدام شوه، لور وه. د آتم هېنري سره د این واده فسخ شو او الیزابېت د نامشروع ماشوم په توګه اعلان شو. د هغې ناسکه ورور، شپږم اېډوارد په ۱۵۵۳ز کال کې تر خپلې مړینې پورې واکمني وکړه، تاج یې مېرمن جین ګری ته وصیت کړ او د خپلو د دوو ناسکه خویندو، رومي کاتولیک مذهبه ماري او کوچنۍ الیزابېت حق یې له پامه وغورځاوه، سره له دې چې دا کړنه، له قانون سره په ټکر کې وه. د اېډوارد وصیت له پامه و غورځول شو او ماري ملکه شوه، چې مېرمن جین ګری یې ګوښه کړه. الیزابېت د ماري د واکمنۍ په ترڅ کې د پروتستانت یاغیانو د ملاتړ په شک نږدې یو کال بندي شوه. 

الیزابېت په ۱۵۵۸ ز کال کې د خپلې ناکسه خور له مړینې وروسته په تخت کېناسته او د غوره سلا او مشورو پر مټ یې واکمني پیل کړه.  نوموړې د مشاروینو په یوه باوري ډله باندې، چې مشري یې لومړی بارون برغلي، ولیم سیسل کوله، ډېره تکیه کوله. د ملکې په توګه د نوموړي لومړنۍ کړنې د انګلیسي پروتستانت کلیسا بنسټ اېښودل وو، چې له امله یې هغه د کلیسا لویه واکمنه شوه. تمه کېده چې د الیزابېتي مذهبي لیدلوری، د انګلستان کلیسا ته وده ورکړي. هیله دا وه چې الیزابېت به واده وکړي او یو وارث به پیدا کړي، خو په زیاتره کوژدو سربېره، هغه هېڅکله بریالۍ نه شوه. په پایله کې د هغې د تره زوی، د سکاتلنډ شپږم جیمز چې دوه ځله محروم شوی و، د نوموړې ځایناستی شو، چې د لویې بریتانیا بنسټ یې کېښود. تر دې وړاندې نوموړې د جیمز مور، د سکاټلنډ د ملکې ماري د بند او اعدام پړه وه.     

الیزابېت په حکومت کې د خپل پلار او ناسکه وروڼو په پرتله ډېره منځ لارې وه. د نوموړې له شعارونو نه یو "ویډیو ایت ټیکیو" و چې د ("زه ګورم او چوپ پاتې کېږم") په معنا و. نوموړې له مذهبي اړخه یو څه زغم درلود او له سیستماتیک تعقیب نه یې ډ ډه کوله. کله چې پاپ په ۱۷۵۰ ز کال کې نوموړې نامشروع اعلان کړه او خپل پیروان یې د هغې له اطاعت نه منع کړل، څو دسیسو د هغې ژوند ته ګواښونه را منځ ته کړل چې ټول یې د نوموړې د وزیر د پټو استخباراتو پر مټ شنډ شول. په بهرنیو چارو کې د فرانسې او هسپانیې د لویو قدرتونو ترمنځ په تګ کې الیزابېت له احتیاط نه کار اخیست. هغې زړه نا زړه یوازې په هالنډ، فرانسه او آیرلنډ کې د یو شمېر بې اغېزې او کمزورو ملاتړو نظامي خوځښتونو ملاتړ وکړ. د ۱۸۵۰ ز کلونو په نیمایي کې، انګلستان له هسپانیا سره، نور له جګړې نه ډ ډه نه شوی کولای.  [۱۰][۱۱]

کله چې الیزابېت د لویېدو په درشل کې وه، د بکرتوب له امله شهرت ته ورسېده. د هغې په شاوخوا کې د شخصیت دود وده وکړه چې د معاصرې انځورګرۍ، جشنونو او ادبياتو پر مټ یې شهرت ترلاسه کړ. د الیزابېت پاچهي د الیزابېت د دورې په نامه یادېږي. دا دوره د انګلیسي تیاتر د ودې له امله، چې د ډرامه لیکونکو ،لکه: ویلیم شکسپیر او کریسټوفر مارلو له خوا یې مشري شوې ده او د انګلیسي سمندري اتلانو، لکه: فرانسیس ډرېک او والټر ریلی د اتلولیو له امله شهرت لري. ځینې ​​تاریخپوهان الیزابېت د یوې قهرجني، کله ناکله دزړه نازړه واکمنې په توګه وړاندې کوي، چې د خپلې عادلانه ونډې له سهم نه یې پورته خوند اخیست. یو لړ اقتصادي او نظامي ستونزو د هغې د واکمنۍ په پای کې د نوموړې شهرت کمزوری کړ، خو الیزابېت په داسې دوره کې چې حکومت لړزېدونکی او محدود و او په ګاونډیو هېوادونو کې پاچایان له کورنیو ستونزو سره مخامخ وو، چې تختونه یې په خطر کې وو، د کاریزماتیکې بېلګې او اووه – ځانه پیشو په څېر پیژندل کېږي. د نوموړې د ناسکه خویندو له لنډې واکمنۍ وروسته، د هغې ۴۴ کلن تخت، د سلطنت لپاره ښه اثبات برابر کړ او د ملي هویت د احساس په رامنځ ته کولو کې یې مرسته وکړه.[۱۲]

د ژوند لومړي کلونه[سمول]

الیزابېت په ګرینویچ ماڼۍ کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې او د خپلو اناګانو، د یارک الیزابېت او الیزابېت هاوارډ په نامه ونومول شوه. نوموړې د انګلستان د آتم هېنري دویم بچۍ وه چې په ماشومتوب کې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره مشروع زېږېدلې وه. د هغې مور این بولین، د هنري دویمه ښځه وه. د زېږون پرمهال الیزابېت، د انګلستان د تخت وارثه وه. د هغې مشرې ناسکه خور ماري، د مشروع وارث په توګه خپل درېځ هغه وخت له لاسه ورکړ، چې هنري د هغې له مور، د اراګون له کاترین سره خپل واده لغو کړ، ترڅو له این سره په دې نیت واده وکړي، چې یو نارینه وارث پیدا کړي او د تیودر د کورني ځایناستی تضمین کړي. نوموړې د ۱۵۵۳ ز کال د سپټمبر په ۱۰مه نېټه د تعمید غسل ترلاسه کړ، چې روحاني توماس کرینمر، د ایکسټر مارکویز، د نورفولک دوچېس او د دورسیټ د مارکویز کونډه وارثه د هغې د منل شوو میندو او پلرونو په توګه ولاړ و. په مراسمو کې د هغې د تره ویسکاونت راشفورد، مشر هسي، مشر توماس هاورډ او د افنګهم مشر هاوارډ له خوا د درې ورځني ماشومې پر سر د څادر نیولو مراسم ترسره شول.  [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

الیزابېت دوه کاله او اته میاشتې عمر درلود، چې د ارګون د کیترین له طبیعي مړینې نه څلور میاشتې وروسته یې مور د ۱۵۳۶ ز کال د می په ۱۹مه نېټه د سر په پرې کولو اعدام شوه. الیزابېت نامشروع اعلان شو او د شاهي په ځایناستۍ کې له خپل درېځ نه محرومه شوه. هنري د این بولین له اعدام نه یوولس ورځې وروسته، د جین سیمور سره واده وکړ، چې په ۱۶۳۷ ز کال یې د زوی اېډوارد له زېږون لږ وروسته، له نړۍ سترګې پټې کړې. له زېږون سره سم، اېډواد  د تخت لپاره مسلم وارث شو. الیزابېت د هغه په کورنۍ کې ځای پر ځای شوه او هغه د تعمید غسل پر مهال یې د تعمید جامې لېږدولې.  [۱۷][۱۸]

د الیزابېت لومړۍ لارښوونکې مارګریټ براین لیکلي چې: هغه "د ماشوم پر وړاندې تر خپل وسه ښه او نرم شرایط  غوره کړي وو". کاترین چمپرنو، چې وروسته له خپل واده نه په کاترین "کت" ایشلي مشهوره شوه، په ۱۵۳۷ ز کال کې د الیزابېت لارښوونکې وټاکل شوه او په ۱۵۶۵ز کال کې تر مړینې پورې، د الیزابېت ملګری پاتې شوه. کله چې په ۱۵۴۴ ز کال ویلیم ګرینډال د هغې ښوونکی شو، الیزابېت کولای شو، په انګلیسي، لاتیني او ایټالوي لیکنې وکړي. د تکړه وړ ښوونکي ګریندل تر لارښوونه لاندې نوموړې په فرانسوي او یوناني ژبو کې هم پرمختګ وکړ. په ۱۲ کلنۍ کې هغه وتوانیده چې د خپلې میرې مور کیترین پارر دیني دعا له انګلیسي نه ایټالوي، لاتیني او فرانسوي ته وژباړي چې هغې خپل پلار ته د نوي کال ډالۍ په توګه وړاندې کړه. له خپل ځوانۍ نه او د خپل ژوند په اوږدو کې هغې په لاتیني او یوناني ژبو د زیاتره کلاسیک لیکوالانو آثار، لکه: د سیسیرو پرو مارسلو، د بویتیو د تسلیت فلسفه، د پلوتارک یوه مقاله او د تاسیتوس تاریخي اسناد وژباړل. د لابېت د ماڼۍ له کتابتون نه د تاسیتوس ژباړه، د لومړۍ معاصرې دورې له څلورو پاتې شویو انګلیسي ژباړو نه یوازې یوه د الیزابت ده، چې په ۲۰۱۹ ز کال کې، د لاس خط د پراخې شننې او د کارول شوي کاغذ پر بنسټ تایید شوې ده.  [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

کله چې ګریندل په ۱۵۴۸ ز کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې، الیزابېت خپلې زده کړې د شهزاده اېډوارد له ښوونکي راجر اسکام نه ترلاسه کړې، چې یو خواخوږی ښوونکی و او په دې باور و چې زده کړه باید ګډون محوره وي. د الیزابېت د زده کړو او ذکاوت په اړه معلومات تر ډېره حده د اسچام له یادښتونونه جوت کېږي. کله چې د الیزابېت رسمي زده کړې، په ۱۵۵۰ کال کې پای ته ورسېدې، نوموړې د خپل نسل له غورو تعلیم یافته ښځو نه وه. الیزابېت د خپل ژوند په وروستیو کې داسې انګېرل کېده چې د پورته یادو ژبو تر څنګ په ویلزي کارني، سکاتلنډي او آیرلنډي هم خبرې کولای شي. د ایټالیا د ونیس سفیر په ۱۶۰۳ ز کال کې وویل چې: هغې "په دې ژبو دومره غوره وړتیا درلوده چې هر یوه یې د مورنۍ ژبې په څېر ښکارېده". تاریخ لیکونکی مارک سټایل وایي چې: کارني ژبه ښایی هغې ته د ویلیم کیلیګریو له خوا ښوول شوې وي، چې د ځانګړې خونې ساتونکی و او وروسته د خزانې مشر شو. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچینې[سمول]

  1. GND ID: https://d-nb.info/gnd/118529870 — د نشر نېټه: ۱۴ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w63v9tq4 — subject named as: Elizabeth I of England — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1973 — subject named as: Elizabeth I — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1973 — subject named as: Elizabeth I — سرليک: A Historical Dictionary of British Women — نسخهدوهم — خپرونکی: Routledge — ISBN 978-1-85743-228-2
  5. پیوستون : 118529870  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  6. دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 335
  7. سرليک: Kindred Britain
  8. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/84877155
  9. "House of Tudor | History, Monarchs, & Facts". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Starkey Elizabeth: Woman, 5.
  11. Neale, 386.
  12. Somerset, 729.
  13. Somerset, 4.
  14. Loades, 3–5
  15. Somerset, 4–5.
  16. Stanley, Earl of Derby, Edward (1890). Correspondence of Edward, Third Earl of Derby, During the Years 24 to 31 Henry VIII.: Preserved in a Ms. in the Possession of Miss Pfarington, of Worden Hall, Volume 19. Chetham Society. د کتاب پاڼې 89. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Loades, 6–7.
  18. Loades, 7–8.
  19. Somerset, 11. Jenkins (1957), 13
  20. Loades, 8–10.
  21. (په 10 October 2002 باندې). Book of translations reveals intellectualism of England's powerful Queen Elizabeth I. University of Chicago Chronicle
  22. (په 29 November 2019 باندې). Elizabeth I revealed as the translator of Tacitus into English. Reuters
  23. Loades, 8–10.
  24. Stoyle, Mark. West Britons, Cornish Identities and the Early Modern British State, University of Exeter Press, 2002, p. 220.
  25. "Venice: April 1603" Archived 13 April 2014 at the Wayback Machine., Calendar of State Papers Relating to English Affairs in the Archives of Venice, Volume 9: 1592–1603 (1897), 562–570. Retrieved 22 March 2012.
  26. Loades, 21.
  27. Somerset, 25.