اتم هنري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
اتم هنري
(انګلیسي: Henry VIII د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اتم هنري
اتم هنري

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۸ جون ۱۴۹۱[۱]
مړینه 28 جنوري 1547 (56 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اولاد لومړۍ الیزابېت[۲]  د (P40) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده پاچا (۲۲ اپرېل ۱۵۰۹–۲۸ جنوري ۱۵۴۷)  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
ایټالیایي ژبه
فرانسوي
لاتين ژبه  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
اتم هنري
اتم هنري

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اتم هنري (زوکړه: د ۱۴۹۱ زکال د جون ۲۸ مه – مړینه: د ۱۵۴۷ زکال د جنوري ۲۸ مه) د ۱۵۰۹ زکال د اپرېل له ۲۲ مې څخه په ۱۵۴۷ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا و. نوموړي د خپلو شپږو ودونو او همدارنګه د خپلې لومړنۍ مېرمنې (د ارګون کاترین) څخه د جلا کېدو د هڅو له امله پېژندل کېږي. د دغه جلا کېدو له امله له پاپ اووم کلمنت سره د هغه اختلاف د دې لامل وګرځېد څو هنري انګلیسي اصلاحات پیل کړي او انګلیسي کلیسا یې له پاپي واک څخه جلا کړه. هغه ځان د انګلستان د کلیسا مشر اعلان کړ، کوچنۍ کلیساوې او صومعې یې لغو کړې چې له امله یې پاپ هغه کافر وګاڼه. هنري همدارنګه د «سلطنتي سمندریز ځواک د پلار» په توګه پېژندل کېږي ځکه چې هغه د سمندري ځواک په برخه کې پام وړ پانګونه وکړه، د سمندریز ځواک بېړۍ یې له پنځو سو څخه زیاتې کړې او د دغو ځواکونو شورا یې جوړه کړه. [۳]

په کور دننه، هنري د انګلستان په اساسي قانون کې د هغو بنسټیزو بدلونونو له امله شهرت لري چې د پاچایانو د الهي حق تیوري یې د پاپ د برترۍ سره په مخالفت مطرح کړه. نوموړي همدارنګه د خپلې واکمنۍ پر مهال سلطنتي واک پراخ کړ. هغه په مکرر ډول د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره د خیانت او بدعت له تورونو ګټنه کوله او تورن کسان له کومې رسمي محاکمې پرته د هغه د فرامینو له مخې اعدام کېدل. هغه خپل ډېر سیاسي اهداف د خپلو مخکښو وزیرانو پر مټ ترلاسه کړل چې یو شمېر یې وروسته تبعید او یا هم اعدام کړل. توماس ولسي، توماس مور، توماس کرامویل، ریچارډ ریچ او توماس کرانمر د هغه په دولت کې مهم رول درلود.

هنري پریمانه لګښت درلود چې د صومعو له انحلال او همدارنګه د پارلماني اصلاحاتو له چارو څخه د پاتې شوو عوایدو څخه یې ګټنه کوله. نوموړي همدارنګه هغه پیسې چې وړاندې یې روم ته ورکولې په سلطنتي عوایدو کې شاملې کړې. له دغو سرچینو څخه د ترلاسه شوو عوایدو سربېره نوموړی د پریمانه شخصي لګښتونو او همدارنګه د فرانسې له پاچا لومړي فرانسېس، د مقدس روم له سترواک پنځم چارلز، د سکاټلنډ له پاچا پنځم جیمز او همدارنګه د سکاټلنډ د نایب السلطنت ارل آران او د ګیز له ماری سره د لګښتمنو او تر ډېره بریده ناکامو جګړو له امله له مالي ماتې سره مخ و. په کور دننه نوموړي د انګلستان او ولز په حقوقي اتحادیې باندې د ولز د ۱۵۳۵ او ۱۵۴۲ زکال د قوانیونو له مخې نظارت وکړ او لومړنی انګلیسي پاچا و چې د ایرلنډ د پاچاهۍ د ۱۵۴۲ زکال د قانون له مخې یې د ایرلنډ د پاچا په توګه واکمني وکړه.

د هنري معاصرین نوموړی جذاب، تحصیل یافته او زحمت کش پاچا بولي. نوموړی د «تر ټولو زیات کاریزماتیک واکمن په توګه چې د انګلیس پر تخت کښېناستلی» توصیف کېږي او همدارنګه د هغه واکمني د انګلیس په تاریخ کې د «تر ټولو مهمې» واکمنۍ په توګه بلل کېږي. نوموړی لیکوال او کمپوز جوړونکی و. د عمر په زیاتوالي سره یې په شدیده توګه وزن راکم شو او روغتیا یې مخ پر خرابېدو شوه. نوموړی په خپل پاتې ژوند کې د شهوت پلوه، ځان غوښتونکي، رواني او مستبد پاچا په توګه بلل کېږي. د هغه زوم شپږم اډوارډ د نوموړي ځای ناستی شو. [۴][۵][۶]

دولت[سمول]

د هنري په ګډون د تودور پاچاهانو واکمنۍ «کاملې» او «بشپړې» وې چې د دوی په خپله ادعا دوی د خدای په مهربانۍ حکومت کاوه. پاچا همدارنګه کولای شو په هغو انحصاري مسئولیتونو او واکونو باندې چې سلطنتي امتیاز ته اړوند و تکیه وکړي. په دغو کې دیپلماتیک اقدامات (لکه سلطنتي ودونه)، د جګړې اعلان، د سکې وهلو مدیریت، د سلطنتي بخښنې موضوع او د اړتیا په صورت کې د پارلمان احضار او انحلال شامل و. له دې سره هماغه ډول چې له روم څخه د هنري په جلاتوب کې څرګنده وه، پاچا په ټاکل شوو قانوني او مالي محدودیتونو کې پاتې شو او هغه یې اړ کړ څو له اشرافو او پارلمان سره (چې د مخکښو کسانو استازولي یې کوله) نږدې همکاري ولري. [۷][۸]

په عملي بڼه، تودور پاچایانو د خپل سلطنتي دربار د خوندیتوب په موخه د خصوصي شوراګانو، سلاکارانو او باوري کسانو په ګډون د رسمي او غیر رسمي بنسټونو له ملاتړ کار اخیست. د درباري اشرافو ظهور او سقوط کېدای شو چې چټک وي هغه ډول چې هنري له کومې اندېښنې پرته خپلې دوه مېرمنې، ۲۰ تنه خپل همزولي، څلور مخکښ دولتي چارواکي، شپږ خدمتکاران او نږدې ملګري، یو کاردینال (جان فیشر) او ډیری خپل راهبان یا وسوزول او یا یې هم سر ترې غوڅ کړ. هغه کسان چې له نورو به ډېر په یوه مهالیزه دوره کې د هنري د واکمنۍ پلویان و، معمولا به د هغو څخه یو یې د لوی وزیر په توګه معرفي کاوه، په داسې حال کې چې د هغه مهال د تاریخ لیکنې یو له بحثونو څخه هم د دغو وزیرانو د کنټرول کولو او یا واک لرلو کچه ده. په ځانګړې توګه تاریخ لیکونکي جي. آر. التون استدلال کوي چې یو له دغو وزیرانو څخه توماس کرامول له پاچا څخه جلا په «دولت کې دننه تودور انقلاب» رهبري کړ، چې التون هغه د سیاست په ډګر کې د یو فرصت غوښتونکي او ټنبل کس په توګه معرفي کوي. التون استدلال کوي چې هر چېرې به چې هنري شخصا په هېوادنیو چارو کې مداخله کوله، تر ډېره به د هغه په زیان تمامېدله. د هنري په دربار کې د نوموړي ځایګی او نفوذ د آن بولین د سقوط په ګډون د هنري د واکمنۍ په لږ تر لږه پنځه پړاونو کې د بحث وړ موضوع ګرځېدلې. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

له ۱۵۱۴ زکال څخه تر ۱۵۲۹ زکال پورې د تاسیس شوې کلیسا کاردینال توماس ولسی (۱۴۷۳-۱۵۳۰ زکال) د لوی وزیر په توګه له خپل ځایګي څخه د پاچا په داخلي او بهرنیو سیاستونو نظارت کاوه. ولسي، ملي دولت متمرکز کړ او د ستوري محکمې په ګډون یې د شورایي محاکمو قضایي واکونه زیات کړل. د ستوري محکمې جوړښت له کوم توپیر پرته پر خپل حال پاتې شو، خو ولسي له هغو څخه په جزایي قانون کې د ګڼ شمېر اړتیا وړ اصلاحاتو په موخه ګټنه وکړه. ورته مهال د دغې محکمې ځواک د ولسي له بې واکه کېدو وروسته دوام وه نه موند ځکه په هغو کې هېڅ جدي اداري اصلاح نه وه راغلی او واکونه یې سیمه ئیزو چارواکو ته وسپارل شول. ولسي په دولت کې د هنري د ونډې د کمښت له امله د رامنځته شوې تشې د ډکولو په برخه کې مرسته وکړه؛ خو هغه د پاچا پر ځای خپله دغه ستونزې تحمل کولې. له دغو محاکمو څخه د هغه ګټنه چې د شخصي شکایاتو د پلټنې لپاره وې د هغو بډایه پوروړو پر وړاندې وه چې د مجازاتو وړ و او له امله یې د هغو بډایو وګړو غصه راوپاروله چې دی یې د پریمانه شتمنۍ او مجلل ژوند څخه ناخوښه و. د ولسي په سقوط سره هنري د دولت بشپړ کنټرول په واک کې ونیو، په داسې حال کې چې په دربار کې یې د ګڼ شمېر پیچلو ډلو له خوا د یو بل د تخریب او له منځه وړو هڅو شتون درلود. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

توماس کرامویل (نږدې ۱۴۸۵- ۱۵۴۰ زکال) هم د هنري د دولت جوړلو ته مخه کړه. کرامویل په ۱۵۱۴ یا ۱۵۱۵ زکال کې انګلنډ ته په بېرته راګرځېدو ډېر ژر د ولسي په خدمت کې شامل شو. هغه حقوقي برخې ته مخه کړه ځکه د بایبل اړوند یې ښه علم درلود او په ۱۵۲۴ زکال کې په ګرې میلمستون کې وګمارل شو. کراموئل چې تر یوه بریده د خپلو دیني باورونو له مخې مخکې تله، هڅه یې وکړه څو د انګلستان د دولت جوړښت د بحثونو او رضایت له مخې په حقیقي توګه؛ نه په ظاهري بڼه اصلاح کړي. ډیریو هغه د یو داسې کس په توګه باله چې غوښتل یې د توماس آدلی د موخو په ګډون مشترکې موخې پلې کړي. په ۱۵۳۱ زکال کې کرامویل او همکارانو یې د ګڼ شمېر قوانینو د مسودو جوړولو مسئولیت پر غاړه درلود. د کرامویل د کار لومړنی دفتر په ۱۵۳۲ زکال کې د پاچا د جواهراتو د جوړونکي دفتر و چې له هغه ځایه نوموړي د دولت د مالي برخې په پیاوړتیا پیل وکړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://www.bbc.co.uk/history/people/henry_viii/
  2. سرليک: Kindred Britain
  3. J.J. Scarisbrick, Henry VIII (1968) pp. 500–501.
  4. Guy 2000, p. 41.
  5. Starkey, David. "The Six Wives of Henry VIII. About the Series. Behind the Scenes". Thirteen.org. PBS. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Ives 2006, pp. 28–36; Montefiore 2008, p. 129
  7. Guy 1997, p. 78
  8. Morris 1999, p. 2
  9. Morris 1999, pp. 19–21
  10. Hibbert et al. 2010, p. 928
  11. Betteridge & Freeman 2012, pp. 1–19
  12. Elton 1977, p. 323
  13. Elton 1977, p. 407
  14. Elton 1977, pp. 48–49
  15. Elton 1977, pp. 60–63
  16. Elton 1977, p. 212
  17. Elton 1977, p. 64
  18. Wilson, Derek (2003). In the Lion's Court: Power, Ambition, and Sudden Death in the Reign of Henry VIII. Macmillan. د کتاب پاڼي 257–260. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0312302771. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Elton 1977, pp. 168–170
  20. Elton 1977, p. 213
  21. Elton 1977, p. 174
  22. Elton 1977, p. 172