Jump to content

کترين پار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کترين پار (1512 - 5 سپتمبر 1548) د اتم هنيري د شپږو مېرمنو څخه وروستۍ مېرمنه وه، نوموړې په د 1543ز کال د جولای په دولسمه نېټه له واده وروسته د 1547ز کال د جنورۍ په اته ويشتمه نېټه د هينري تر مړينې د انګلستان او ايرلينډ ملکه وه. کترين د تيودور د کورنۍ وروستۍ ملکه وه، او له هنري وروسته يوازې يو کال او اته مياشتې ژوندۍ وه. نوموړې پنځه مړونه کړي وو، او په دې ډول د انګلستان تر ټولو زیاته واده شوې ملکه وه. هغه لومړۍ مېرمن وه چې په انګلستان کې يې په انګليسي ژبه، په خپل نوم یو اصلي اثر په چاپي بڼه خپور کړ.[۱][۲]

کترين د هنري له درې بچيانو هر يو «ميری، اليزابت»، او «ايډوارډ» سره نږدې اړيکې درلودلې. نوموړې د اليزابت او ايډوارډ په زده کړو کې په شخصي ډول ښکېل وه. هغې د هنري له خوا په 1543ز کال کې د ځای ناستۍ د درېيم قانون په تصويب کې کليدي ونډه درلوده، د کوم قانون تر مخې چې د هغه لوڼې «ميري» او «اليزابت» د ځای ناستي په توګه پر تخت د کېناستو په کتاب کې ودرولې. کترین د 1544ز کال د جولای څخه تر سپتمبر مياشتې پورې د نائب السلطنة په توګه وټاکل شوه، کله چې هنري په فرانسه کې په يو پوځي ماموريت وتلی و؛ په هغه پېښه کې چې نوموړي ژوند له لاسه ورکړ، نوموړې د نائب السلطنة په توګه واکمني کوله تر څو ايډوارډ قانوني عمر ته ورسېد. په هر حال، نوموړي هغې ته په خپل وصيت کې د حکومت هيڅ کار ورنه کړ. د پاچا له مړينې وروسته، نوموړې د خپلې پرکټۍ «اليزابت» د پالونکې په توګه خپله دنده بېرته پيل کړه.[۳]

د 1544ز کال د اپريل په پنځه ويشتمه نېټه، کترين د «Psalms or Prayers» (زبور يا دعاوې) په نوم خپل لومړی کتاب د ليکوال له نوم پرته خپور کړ. د 1545ز کال د جون په دويمه نېټه، د «Prayers or Meditations» (دعاوې يا مراقبې) په نوم د نوموړې بل کتاب لومړی هغه کتاب شو چې د انګلستان د يوې ملکې له خوا د هغې په خپل نوم خپور شو. هغې د 1547ز کال د نومبر په پنځمه نېټه د «The Lamentation of a Sinner» (د يو ګنهګار وير) په نوم خپل درېيم کتاب خپور کړ. له پروټسټانټ سره د هغې د خواخوږۍ پر اساس، د هغې پر ضد د پروټاسټنټ ضد چارواکو دوښمني راوپارېده، هغوی هڅه وکړه چې پاچا د هغې پر ضد کړي؛ ښايي چې د 1546ز کال د پسرلي په مياشت کې د نوموړې د نيولو يو حکم تيار شو. په هر حال، هغې او پاچا ژر روغه وکړه. [۴][۵]

په 1547ز کال کې د هنري له مړينې وروسته، کترين ته اجازه ورکړل شوه چې د ملکې د کونډې په توګه د ملکې ګاڼه او لباسونه له ځانه سره وساتي. د هنري له مړينې شا اوخوا شپږ مياشتې وروسته، نوموړې له څلورم او وروستي مېړه «تاماس سيمور» سره واده وکړ، چې د سوډلي لومړی بارون سيمور و. سيمور د پاچا شپږم ايډوارډ (د کترين پرکټی) اکا  او د انګلستان د دولت د مشر «ايډورډ سيمور»، څوک چې سمرسيټ لومړی ډيوک او د هنري د درېيمې مېرمنې «جين سيمور» کشر ورور و. د کترين څلورم او وروستی واده لنډمهالی و، ځکه چې نوموړې د ماشوم د زېږون له امله د 1548ز کال د سپتمبر په پنځمه نېټه مړه شوه. د نوموړې د جنازې مراسم د 1548ز کال د سپتمبر په اومه نېټه تر سره شول، او په انګلستان، سکاټلينډ يا ايرلينډ کې لومړی پروټسټانټ جنازه وه، چې په انګلستان کې تر سره شوه.[۶][۷][۸]

د ژوند لومړي کلونه او پېغلتوب

[سمول]

کترين پار، په ويسټ مورلينډ (اوس کمبريا کې موقعيت لري) کې د کینډل د ځمکې د څښتن «سر تاماس پار»، او «موډ ګرين»، تر ټولو مشر اولاد و، مور يې د «نارتمپڼشاير» د «ګرين نورټن» مالک «سر تاماس ګرين» او «جان فوګ» لور او شريکه وارثه وه. د «اين بولين» (د انګلستان يوه بله ملکه وه) په څېر، کترین هم د کاتوليکې په توکه روزل شوې وه، خو يو مهال يې «پروټسټنيزم» غوره کړ. «سر تاماس پار» د پاچا درېيم اډوارډ له زوزات څخه و، او دا کورنۍ يوه ستره شمالي کورنۍ وه چې د پاچا له خوا د ورکړل شويو وياړمنو القابو ډېر نوميالي غړي يې درلودل. کترين د «وليام» په نوم يو کشر ورور درلود، څوک چې له ډېرو لانجو وروسته، د «نارتمپټن» د لومړي «مارکويس» (يو لقب و) په توګه وټاکل شو، د «اين» په نوم يوه کشره خور يې وروسته د «پيمبروک» د يو نوميالي مېرمن شوه. «سر تاماس» د پاچا اتم هنري نږدې همکار و، او په دې ډول هغه د «کينډل» پر «لارډ» سربېره، د «نارتمپټن شاير» د حاکم، د دبار تر پالنې لاندې او د پاچا د مالي چارو د مدير په دندو وګومارل شو، او/يا يې عوايد ورکړل شول. د کترين مور د «اراګون» د کترين نږدې ملګرې او خدمتګاره وه، او شونې ده چې د کترين پار نوم د ملکې کترين د نوم په وياړ اېښودل شوی وي، چې د هغې پالونکې وه. [۹]

نوموړې په 1512ز کال او ښايي چې د اګست په مياشت کې زېږېدلې وه. يو ځل داسې ګومان شوی چې کترين پار د ويسټ مورلينډ په کينډل کلا کې زېږېدلې وه. خو د نوموړې د زېږېدو پر مهال، د کينډال کلا په ډېر خرابه حالت کې وه. د «موډ پار» د حمل پر مهال، نوموړې په دربار کې وه، د ملکې سره اوسېده، او د اړتيا تر مخې «پار» کورنۍ د «بليک فريرز» په خپل ښاري کور کې ژوند کاوه. تاريخ پوهان اوس د دې شونتيا نه ويني چې «سر تاماس» به خپله حامله مېرمن د دوه اونيو په اوږد او ستونزمن سفر کې د شمال په خرابه سرکونو يوې ويجاړېدونکې کلا ته بېولې وي، تر څو هلته اولاد وزېږوي، چې داسې نه بريښي له دواړو دې يو هم هلته ډېر وخت تېر کړی وي. د کترين پلار د هغې په ماشومتوب کې مړ شو، او د سترېدو په موده کې نوموړې خپلې مور ته ډېره نږدې وه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د کترين ابتدايي زده کړه د نورو هغو ښځو په څېر وه چې په ښه کورنۍ کې زېږېدلې وې، خو نوموړې د زده کړې جذبه درلوده چې د ژوند تر پايه يې دوام پيدا کړ. نوموړې په فرانسوي، لاتيني (هغه ژبه چې نوموړې پکې ليکوالي وکړه) او ايټالوي روانې خبرې کولې، او کله چې ملکه شوه نو د هسپانوي ژبې په زده کړې يې هم پيل وکړ. د ژوندليک لیکونکي «لنډا پورټر» په وينا، دا کيسه په ډېر احتمال شکمنه ښکاري، چې په ماشومتوب کې کترين د ګنډلو زغم نه درلود او ډېر ځله به يې مور ته ويل چې "زما لاسونه د تاج او شاهي امسا لمس ته ټاکل شوي دي، نه د اوبدلو لرګيو او ستنو ته".[۱۵][۱۶][۱۷]

لومړی واده (1529-1533)

[سمول]

په 1529ز کال کې، کله چې کترين اولس کلنه وه، له «سر ايډورډ برګ» سره يې واده وکړ، هغه د «ايډورډ برګ» د دويم بارون برګ لمسی و. په لومړيو کې ژوندليکونکو په تېروتنې سره ويلي چې کترين له مشر برګ سره واده کړی و. د 1528ز کال د ديسمبر په مياشت کې د دويم بارون برګ له مړينې وروسته، د کترين خسر «سر تاماس برګ» په 1529ز کال کې د بارون برګ په توګه پارلمان ته وغوښتل شو.[۱۸][۱۹]

د کترين د لومړي مېړه عمر د شلو او دېرشو کلونو تر منځ و، او شايد له خرابه روغتيا رنځېدو. نوموړي د «تاماس کډل» لپاره د ځمکو امانتکار او د سولې د قاضي په توګه کار وکړ. د هغه پلار په «لنډسي» کې د «سوک» او «کرټن» د ځمکې د مدير د دفتر لپاره د خپل زوی سره په شریکه د ژوندي پاتې کېدو په صورت کې د وراثت حق هم تر لاسه کړی و. ځوان «سر ايډوارډ برګ» د 1533ز کال په پسرلي کې مړ شو، او د بارون برګ د لقب تر لاسه کولو پورې ژوندی پاتې نه شو.[۱۳][۲۰]

ليډي لاټيمر (1534-1543)

[سمول]

د لومړي مېړه له مړينې وروسته، کترين پار د «ډوجر ليډي سټرک لينډ»، «کترين نيويل» سره وخت تېر کړی دی، څوک چې د کترین د تربور «سر والټر سټرک لينډ» کونډه وه، دوی د ويسټ مورلينډ (اوس په کمبريا کې دی) د سيزرګ کيسل کې د کورنۍ په استوتګنځای کې چې په «سټرک لينډ» کې يې موقعيت درلود اوسېدل. د 1534ز کال د دوبي په موسم کې، کترين له «جان ناويول» سره دويم واده وکړ، چې د «لاټيمر» درېیم بارون و، د هغې د پلار تربور او د «ليډي سټرک لينډ» خپلوان و. په دې واده سره، کترين د پار کورنۍ يوازېنۍ دويمه مېرمن شوه چې د اشرافو سره واده کوي.[۲۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Mueller, 2011, p. 1.
  2. Catherine Parr's tomb at Sudeley Castle has a plaque that says her death date is 5 September 1548. The inscription comes from a lead plate that is on her coffin.
  3. Jones 2010، م. 36.
  4. Freeman, Thomas S. (2013). "One Survived: The Account of the Katherine Parr in Foxe's "Books of Martyrs"". In Betteridge, Thomas; Lipscomb, Suzannah (eds.). Henry VIII and the Court: Art, Politics and Performance. Farnham, UK: Ashgate. pp. 241–242.
  5. Mueller 2011، م. 197.
  6. James 2009، م. 294.
  7. Campbell, Sophie. "Sudeley Castle: the curious life and death of Katherine Parr", The Daily Telegraph. 14 August 2012. [۱]
  8. Mueller 2011، م. 182.
  9. Porter 2011، م. 25.
  10. Farrer او Curwen 1923، م. 54.
  11. Nicholson & Burn 1777, pp. 45–46, and the archaeological findings during the excavation of Kendal Castle by Barbara Harbottle as published in Quarto, V(4). January 1968; Quarto, VI(4). January 1969; Quarto, VII(4). January 1970; Quarto, X(1). August 1972
  12. James 2012، م. 18.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ James 2009، مم. 60–63.
  14. Robin، Larsen او Levin 2007، م. 289.
  15. "Page: A cyclopaedia of female biography.djvu/193" – via Wikisource, the free online library.
  16. Starkey 2004، م. 690.
  17. Porter 2011، م. 37.
  18. Mosley 1 2003، م. 587.
  19. Porter 2011، م. 52.
  20. Porter 2011، م. 56.
  21. James 2009، مم. 61–73.