كرم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
How to read a taxoboxويکيپېډيا:How to read a taxobox
How to read a taxobox
Cabbage
Cabbage, cultivar unknown
Cabbage, cultivar unknown
ساينسي ډلبندۍ
Species: Brassica oleracea
{{{subdivision_ranks}}}

Many; see text.

د كرم كرنه له ډېرو لرغونو زمانو نه راهيسې انسانانو دود كړې ده او يو له ډېرو لرغونو دود شويو سابو نه گڼل كيږي. نن ورځ د نړۍ داسې سيمه نشته چې هلته دې كرم ونه كرل شي. كرم زښت ډېر ډولونه لري ، چې د نورو ټولو سابو نه يې ډولونه زيات دى. د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې د اوبهوا له توپير سره سم د هغوى بېلابېل ډولونه كرل كيږي. په ۱۹۸۹ زكال كې د كرم د ټولو ډولونو د حاصلاتو اندازه ، پرته له گلپي نه ، ۳۶ ميلونو ټنو ته رسېدلې وه.

څېړونكي دې پايلې ته راغلي ، چې د كرم كرنه لومړى وار په نرم اقليم لرونكو سيمو كې دود شوه ، يانې د مديترانې سمندرگي په سيمه او سويلي اروپا كې. د اټكلي شمېر له مخې څلورنيم زره كاله پخوا د كرم كرنه دود شوې ده.

په امريكا ، افريقا ، اندونيزيا ، ماليزيا ، شمالي هند، فيليپين او يو شمېر نورو هېوادو كې بيا پنډوسي كرم پراختيا موندلې ده. پنډوسي كرم هم نور ډېر ډولونه لري ، چې ځينې ډولونه يې په روسيه او نورو اروپايي هېوادو كې هم كرل كيږي. دغه ډول كرم له C ويټامين او قندو نه غني دى.

د پاملرنې وړ خبره داده ، چې گلپي هم د كرم له ډولونو نه گڼل كيږي. گلپي د گرمۍ په وړاندې مقاومت نه لري ، ځكه خو معمولا په هغو سيمو كې كرل كيږي ، چې هوا يې سړه او لنده وي. گلپي د كرم تر ټولو ډولونو نه ارزښتمن او گټور دى . په رښتيا سره هم ډېر كم داسې خوراكي توكي شته ، چې هغوى دې پخپل تركيب كې البومين ، د كاليوم مالگې ، كلسيم ، او مگنيزم ولري ، خو دا ټول غذايي مواد په گلپي كې شته . گلپي د وينې له جوړولو ( ډېرولو ) د وينې د فشار له ټيټولو ، او د بدن د دفاعي شونتياوو له پياوړتيا سره مرسته كوي.

د كرم يو بل ډول د "بروكسل" په نامه ياديږي ، چې په مني او ژمي كې حاصلات وركوي. ( په ژمي كې ورته تاوخانې جوړوي او په هغو كې يې كرنه او روزنه ترسره كيږي. ) دا ډول كرم پخپل تركيب كې تر ټولو زيات البومين لري.

د كرم بل ډول "كولرابي كرم" دى. لكه څرنگه چې ددغه ډول كرم ډنډر له منرالي موادو او قندو نه غني دى ، نو ځكه خو يې كال په كال په كرنه كې زياتوالى راځي. له بل پلوه په دا ډول كرم كې ډېر ويټامينونه شته ، چې له هغه شمېر نه يې د A او PP ويټامينونه هم دي.

د كرم يو بل ډول د "چيني كرم" په نامه ياديږي. چيني كرم د كاليوم له مالگو ، كلسيم او وسپنې نه غني دى. جاپانيانو چيني كرم له خپل جاپاني ډوله كرم سره پيوند كړى ، چې په پايله كې يې نوى ډول كرم تر لاسه كړى دى. دغه نوى چيني او جاپانى پيوندي كرم له يوې خوا پخپل تركيب كې ډېر غذايي مواد لري ، له بلې خوا ژر رسيږي ، بل دا چې حاصلات يې له نورو كرمو نه زيات وي ، چې نن ورځ په اروپا او امريكا كې هم دود دى او پراختيا يې موندلې ده. په افريقا كې بيا د "حبشې كرم" ډېر نامتو دى . د كرم دغه ډول د تور او پاڼيز كرم د طبيعي پيوند په پايله كې منځته راغلى دى .

د پام وړ يوه خبره دا هم ده ، چې سرې ملۍ ، شنې ملۍ او ټېپر هم د كرم له نسله سره تړاو لري او د كرم ځينې ډولونه بلل كيږي؛ خو ددغو سابو هم له پاڼو ، هم له بېخ او رېښو نه كار اخيستل كيږي او له ويټامينونو نه هم غني دي.

ژباړن : اوڅار افغان .

سرچينه : گ . پ . شالاېووا ، و . پ . سيتنيكوف ، ت . م . كولياديچ. د عمومي مالوماتو انسكلوپېډيا، ۴۷ – ۵۲ مخونه ، د ۱۹۹۹ ز كال ماسكو ټاپ.