قوام نکرومه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
قوام نکرومه

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۱ سپټمبر ۱۹۰۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 27 اپرېل 1972 (63 کاله)[۱][۷][۲][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۶][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بخارست  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت گانا[۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مذهب عيسويت[۶]  د (P140) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۵]
ليکوال
ډیپلوماټ  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۵]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

قوام نکرومه (۲۱ سپټمبر ۱۹۰۹ – ۲۷ اپرېل ۱۹۷۲ زکال) ګانايي سیاستوال، سیاسي نظریه ورکوونکی او انقلابي و. نوموړی د ګانا لومړنی لومړی وزیر او ولسمشر و چې د سروزو ساحل یې په ۱۹۵۷ زکال کې له بریتانیا څخه خپلواک کړ. نکرومه د پان افریکنېزم بانفوذه ملاتړۍ، د یو موټې افریقا د سازمان بنسټ اېښودونکی غړی او په ۱۹۶۲ زکال کې له شوروي اتحاد څخه د لینین د سولې د جایزې ګټونکی و.[۱۶][۱۷]

له هېواده بهر له ۱۲ کلونو زده کړو وروسته، هغه خپلې سیاسي فلسفې ته وده ورکړه او له نورو پان افریقايي دیاسپورا سره یې په ګډه هغه مدیریت کړه. نکرومه د سروزو ساحل ته راوګرځېد څو د ملي خپلواکۍ د مدافع په توګه خپل فعالیت پیل کړي. هغه د کنوانیسون د وګړو ګوند (Convention People's Party) رامنځته کړ چې د بې مخینې جذابیت له امله یې د عامو وګړو په ملاتړ چټکو بریاوو ته لاسرسی وموند. نوموړی په ۱۹۵۲ زکال کې لومړی وزیر شو او په ۱۹۵۷ زکال کې یې له بریتانیا څخه یې د ګانا د خپلواکۍ په اعلانولو دغه ځایګی وساته. په ۱۹۶۰ زکال کې ګانایي وګړو نوی اساسي قانون تصویب کړ او نکرومه یې د خپل ولسمشر په توګه وټاکه.[۱۸][۱۹][۲۰]

د هغه دولت په لومړۍ درجه کې یو سوسیالیست او ملت پال دولت و. ملي صنعتي او د انرژۍ پروژې یې پیل کړې، پیاوړی روزنیز سیسټم یې پیل کړ او پان افریقايي کلتور ته یې وده ورکړه. د نکرومه د حکومت تر ادارې لاندې ګانا د استعمار د له منځه تلو په دوره کې د افریقا د نړیوالو اړیکو په برخه کې مهم رول ولوباوه. [۲۱][۲۲]

نکرومه په ګانا کې د یو استبدادي رژیم رهبري وکړه، خپل سیاسي مخالفین یې وځپل او غیرعادلانه او نا آزادې ټاکنې یې ترسره کړې. په اساسي قانون کې د ۱۹۶۴ زکال تعدیل ګانا په یو ګوندي دولت واړوه او نکرومه د ټول ژوند لپاره د هېواد او خپل ګوند مشر شو. نکرومه په ۱۹۶۶ زکال کې د ملي آزادي غوښتونکې شورا له خوا له واکه ګوښه شو؛ هغه شورا چې تر څار لاندې یې نړیوالو مالي بنسټونو ډیری دولتي شرکتونه خصوصي کړل. نکرومه خپل پاتې ژوند په ګینه کې تېر کړ، چېرې چې هغه په افتخاري ډول د ولسمشر د همکار (co-president) په توګه ونومول شو.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

لومړی ژوند او زده کړې[سمول]

د سروزرو ساحل[سمول]

قوام نکرومه د ۱۹۰۹ زکال د سپټمبر په ۲۱ مه د سروزرو د ساحل (اوس مهال ګانا) په نکروفل سیمه کې وزېږېد. نکروفل د سروزرو د ساحل په سویل لویدیځ کې فرانسوي مستعمرې عاج ساحل ته څېرمه د نزیما سیمې کوچنی کلی و. پلار یې له خپلې کورنۍ سره نه اوسېد؛ هغه په Half Assini کې اوسېد چېرې چې هغه تر خپلې مړینې پورې د سروزرو سوداګري مخته وړه. قوام نکرومه د خپلې مور او نورې اړوندې کورنۍ له خوا را لوی شو چې په سنتي ډول ټول سره یوځای اوسېدل او نورو قومیان به یې هم تر ډېره کورته راتلل. هغه خپل ماشومتوب له کومې ستونزې پرته په کلي، کروندو او نږدې سیند ته څېرمه تېر کړ. د آکان وګړو د نوم اېښودلو د آدابو پر بنسټ، په هغه د قوام نوم کېښودل شو؛ هغه نوم چې په شنبه ورځو زېږېدلو ماشومانو لپاره کارول کېده. په متحده ایالاتو کې د زده کړو پر مهال هغه تر ډېره د فرانیسس نویا کوفي نکرومه په نوم پېژندل کېده، کوفي هغه نوم و چې د جمعې پر ورځ د زېږېدلو نارینه ماشومانو لپاره کارول کېده. هغه په ۱۹۴۵ زکال کې په بریتانیا کې خپل نوم قوام نکرومه ته واړوه او هغه «قوام» نوم غوره وباله.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱]

متحده ایالات[سمول]

جان هنریک کلارک په خپله مقاله کې په امریکا کې د هغه د استوګنې په اړه لیکلی «هغه لس کلونه چې هغه په متحده ایالاتو کې تېر کړل، د هغه په ټول ژوند یې تل پاتی اغېز درلود». نکرومه هلته له زده کړو پیلولو وړاندې په دې لټه کې و څو دلینکولن پوهنتون ته لار ومومي. د ۱۹۳۵ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه هغه دغه پوهنتون ته یو لیک ولیکه او څرګنده یې کړه چې یو کال کېږي د هغه غوښتنلیک تر ارزونې لاندې دی. هغه مهال چې د ۱۹۳۵ زکال په اکتوبر میاشت کې نیویارک ته ورسېد، پنسلوانیا ته لاړ او هلته یې د بودیجې د کمښت سربېره په بشپړ مهالي سمسټر کې نوم ثبت کړ. ډېر ژر هغه سکالرشپ ترلاسه کړ چې په لینکولن پوهنتون کې یې د هغه فیس ورکاوه. هغه په متحده ایالاتو کې د اوسېدو پر مهال د مالي امکاناتو له کمښت سره مخ و. د دې لپاره چې لږ تر لږه خپلې اړتیاوې پورې کړي په یو شمېر کوچنیو کارونو لکه لوښي وینځلو یې لاس پورې کاوه. د یکشنبې په ورځو به هغه په فلادلفیا او نیویارک کې د تورپوستو له پروتستانت کلیساو لیدنه کوله. [۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

نکرومه په ۱۹۳۹ زکال کې د اقتصاد او ټولن پوهنې په څانګه کې د هنرونو لیسانس ترلاسه کړ. لینکولن وروسته هغه د فلسفې په برخه کې خپل همکار ښوونکی وټاکه او له دې وروسته هغه د فلادلفیا او نیویارک په ګڼ شمېر پرسبیتري کلیساو کې د مېلمه وینا وال په توګه بلن لیکونه ترلاسه کول.[۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

لندن[سمول]

نکرومه د ۱۹۴۵ زکال په مۍ میاشت کې لندن ته راوګرځېد او د لندن په اقتصاد ښوونځي کې یې د انسان پوهنې په څانګه کې د دوکتورا لپاره ځان نوماند کړ. له یوه سمستر وروسته هغه دغه ځای پرېښود او راتلونکی کال یې په کالج پوهنتون کې نوم ثبت کړ او هوډ یې وکړ چې خپل پای لیک د «علم او منطقي مثبت پالنې» اړوند ولیکي. د هغه لارښود A. J. Ayer د لومړۍ درجې فیلسوف په توګه د نکرومه له ارزونې ډډه وکړه، هغه به ویل، «ما له هغه سره له خبرو کولو خوند اخیست، خو دا تر نظر نه راتله چې هغه دې تحلیلي ذهن ولري. هغه ډېر چټک ځواب غوښت. زه فکر کوم چې د ستونزې یو اړخ دا و چې هغه به خپل پای لیک/ تېزس ته ډېر پام نه کاوه. تر هغه چې چانس برابر شو هغه بېرته ګانا ته وګرځي». [۵۱][۵۲]

نکرومه خپل وخت په سیاسي مدیریت کولو تېر کاوه. هغه او پادمور په منچستر کې د پان افریقايي پنځم کانګرس (۱۵-۱۹ اکتوبر ۱۹۴۵ زکال) له اصلي مدیریت کوونکو او خزانه دارانو څخه و. دغه کانګرس د استعمار پر ځای د افریقايي سوسیالېزم د ځای پر ځای کېدو طرح وړاندې کړه. هغوی هوکړه کړه چې له یو بل سره د تړلو سیمه ئیزو بنسټونو په لرلو چې د جلا ایالتونو د محدود حاکمیت پر بنسټ د ادارې وړ وي؛ د افریقا فدرال متحده ایالات رامنځته کړي. دوی پلان جوړ کړ چې له قبیلې پالنې پرته په سوسیالیستي سیسټم کې داسې دیموکراتیک افریقايي کلتور رامنځته کړي چې سنتي موراد په معاصر تفکر او په له تاوتریخوالي پرته ډول پلي کړي. [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶][۵۷]

د ګانا خپلواکي[سمول]

ګانا د ۱۹۵۷ زکال د مارچ په ۶ مه خپلواکي ترلاسه کړه. دا لومړنۍ بریتانوي افریقايي مستعمره وه چې په زیاته کچه یې په حکومتي چارو کې خپلواکي خپله کړه، په اکرا کې د خپلواکۍ جشن د ټولې نړۍ پام ځان ته اړولی و؛ له ۱۰۰ زیاتو خبریالانو او کمره مینانو دغه مورد تر پوښښ لاندې نیولی و. د متحده ایالاتو ولسمشر ایزونهار او د هغه مرستیال ریچارډ نېکسون ورته د متحده ایالاتو په استازولۍ د مبارکۍ پیغامونه ولېږل. شوروي پلاوي له نکرومه وغوښتل چې له مسکو چې هر څومره ژر کولای شي لیدنه وکړي. د لمانځنې په مراسمو کې افریقايي الاصله امریکايي سیاسي کارپوه رالف بونچ د ملګرو ملتونو او دوشیس کنت د ملکې الیزابت په استازولۍ ګډون درلود. له ټولې نړۍ څخه د مرستې پیغامونه راورسېدل.[۵۸][۵۹][۶۰]

هغه مهال چې د مارچ پنځمه؛ شپږمې ته واوښته؛ نکرومه د خپلو لسګونو زرو پلویانو پر وړاندې ودرېد او اعلان یې وکړ، «ګانا به د تل لپاره آزاده وي». هغه د خپلواکۍ په ورځ د پارلمان لومړۍ ناستې ته په خبرو کې خپلو هېوادوالو ته وویل « موږ دنده لرو چې نړۍ ته ثابته کړو چې افریقایان کولای شي خپلې چارې د دیموکراسۍ په چوکاټ کې په ډېرې اغېزمنیتا او یوبل منلو ترسره کړي. موږ باید ټولې افریقا ته مثال واوسو».[۶۱][۶۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118588354  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119177627 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://www.blackhistoryheroes.com/2010/09/kwame-nkrumah.html
  4. https://www.ghanaweb.com/GhanaHomePage/people/person.php?ID=177
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ https://cs.isabart.org/person/152627 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ https://docs.google.com/spreadsheets/d/1dZOZwEjFCMqof-RM1N39iaJlED4E41Wg3MGZcCe9KCI/edit#gid=0&range=W15
  7. پیوستون : 118588354  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Нкрума Кваме — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  8. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6rr261x — subject named as: Kwame Nkrumah — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8177590 — subject named as: Kwame Nkrumah — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/nkrumah-kwame — subject named as: Kwame Nkrumah — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  11. Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0046179.xml — subject named as: Kwane Nkrumah — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  12. InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3647 — subject named as: Kwame Nkrumah — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=43957 — subject named as: Kwame Nkrumah — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  14. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000004062 — subject named as: Kwame Nkrumah — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119177627 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  16. "President Kennedy, Prime Minister Macmillan and the Gold Market, 196063", Governing Post-War Britain, Palgrave Macmillan, doi:10.1057/9780230361270.0010, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-36127-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:Cite ODNB
  18. "Political Progress", The Political Philosophy of Confucianism, Routledge, د کتاب پاڼي 258–273, 2013-11-05, doi:10.4324/9781315018775-19, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-315-01877-5 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Proceedings of the convention at which the American federation of arts was formed. B. S. Adams. 1909. doi:10.5479/sil.380651.39088006011662. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Prime Minister 1957–60", Kwame Nkrumah. Vision and Tragedy, Sub-Saharan Publishers, د کتاب پاڼي 192–214, 2007-11-15, doi:10.2307/j.ctvk3gm60.17, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-9988-647-81-0 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Stanek, Łukasz (2020). Architecture in global socialism : Eastern Europe, West Africa, and the Middle East in the Cold War. Princeton. OCLC 1134854794. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-19455-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Nkrumah, Kwame (1953). [Letter : Kwamé Nkrumah to Richard Wright]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Mazrui, Ali (1966). "Nkrumah: The Leninist Czar". Transition (26): 9–17. doi:10.2307/2934320. ISSN 0041-1191. https://www.jstor.org/stable/2934320. 
  24. Kilson, Martin L. (1963). "Authoritarian and Single-Party Tendencies in African Politics" (in en). World Politics 15 (2): 262–294. doi:10.2307/2009376. ISSN 1086-3338. https://www.cambridge.org/core/journals/world-politics/article/abs/authoritarian-and-singleparty-tendencies-in-african-politics/C06E363B216E1DC2324E77AABDE4FE40. 
  25. Bretton, Henry L. (1958). "Current Political Thought and Practice in Ghana*" (in en). American Political Science Review 52 (1): 46–63. doi:10.2307/1953012. ISSN 1537-5943. https://www.cambridge.org/core/journals/american-political-science-review/article/abs/current-political-thought-and-practice-in-ghana/01D51435240B4DD2FFCDF67F554FA682. 
  26. "Ghana's Kwame Nkrumah: visionary, authoritarian ruler and national hero". Deutsche Welle (په انګلیسي ژبه کي). 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 1964-05-03 باندې). Portrait of Nkrumah as Dictator. The New York Times.
  28. "VII. The Reluctant Nation", One-Party Government in the Ivory Coast, Princeton: Princeton University Press, د کتاب پاڼي 219–249, 1964-12-31, doi:10.1515/9781400876563-012, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-7656-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Country capabilities and the strategic state: How national political institutions affect multinational corporations' strategies"]. Long Range Planning 28 (1): 142. 1995. doi:10.1016/0024-6301(95)92200-8. ISSN 0024-6301. 
  30. "Birthday Quote 21st September". AudlemOnline (په انګلیسي ژبه کي). 21 September 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Nkrumah, Kwame (1953). [Letter : Kwamé Nkrumah to Richard Wright]. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Kwame Nkrumah: Ghana's first president and a revered panafrican". The New Times | Rwanda (په انګلیسي ژبه کي). 31 October 2017. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Kwame Nkrumah: Non-Violence of Mahatma Gandhi in Ghana | Articles : On and By Gandhi". www.mkgandhi.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 3 January 1964 باندې). Man in the News; An African Enigma; Kwame Nkrumah.
  35. Botwe-Asamoah, Kwame (2005). Kwame Nkrumah's Politico-cultural Thought and Policies: An African-centered Paradigm for the Second Phase of the African Revolution. Psychology Press. د کتاب پاڼې 1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-94833-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Berry, LaVerle Bennette; Library of Congress, Federal Research Division (1995). Ghana: a country study. Washington DC: Federal Research Division, Library of Congress. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 0844408352. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "Athelstan 'Half King' and his Family", The Danelaw, Bloomsbury Academic, 1992, doi:10.5040/9781472598837.ch-021, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4725-9883-7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په 21 September 2019 باندې). Kwame Nkrumah Memorial Day: Dr Kwame Nkrumah 'A son of the soil'. Prime New Ghana.
  39. "Biography of Ghana's first President, Dr Kwame Nkrumah". Graphic Online. 8 March 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Service, Support. "Kwame Nkrumah". TV Afrique (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Rooney، ص. 7.
  42. Rooney، ص. 12.
  43. Birmingham، ص. 4.
  44. Clarke، صص. 9–10.
  45. Clarke، ص. 10.
  46. Mensah, Opoku Eric (February 2014). "The Rhetoric of Kwame Nkrumah: an analysis of his political speeches" (PDF). University of Cape Town Open Thesis. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Times, The Mt Kenya. "Kwame Nkrumah" (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جون ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Amoh, Emmanuella (March 2019). "Kwame Nkrumah, His Afro-American Network and the Pursuit of an African Personality". Illinois State Library IR. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Welmers, William Everett (1946). A Descriptive Grammar of Fanti. Linguistic Society of America. د کتاب پاڼې 7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Rooney، صص. 13–14.
  51. Matera, Marc (2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Colonial Subjects: Black Intellectuals and the Development of Colonial Studies in Britain"]. Journal of British Studies 49 (2): 388–418. doi:10.1086/649838. ISSN 0021-9371. 
  52. Sherwood، ص. 115.
  53. Martin, G. (2012). African Political Thought. Palgrave Macmillan US. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-137-06205-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. Fulcher, James (1 November 2000). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Globalisation, the Nation-State and Global Society"] (in en). The Sociological Review 48 (4): 522–543. doi:10.1111/1467-954X.00231. ISSN 0038-0261. 
  55. Gebe, Boni Yao (March 2008). "Ghana's Foreign Policy at Independence and Implications for the 1966 Coup D'état". Journal of Pan African Studies 2 (3). http://www.jpanafrican.com/docs/vol2no3/GhanasForeignPolicyAtIndependenceAnd.pdf. 
  56. "Running away from our own shadows". www.ippmedia.com (په انګلیسي ژبه کي). 23 March 2020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Rooney، ص. 23.
  58. "Accra, Ghana", The Statesman's Yearbook Companion, London: Palgrave Macmillan UK, د کتاب پاڼې 444, 2019, doi:10.1057/978-1-349-95839-9_890, S2CID 40162723, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-95838-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. Grimm, Kevin E., Symbol of Modernity: Ghana, African Americans, and the Eisenhower Administration. A dissertation: the College of Arts and Sciences of Ohio University. 27 May 2020
  60. Rooney، صص. 4–6.
  61. Bourret، ص. 202.
  62. Rooney، ص. 5.