قاسم علي خان اپريدی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قاسم علي خان اپریدی (زوکړه ۱۷۶۳ زېږدي کال - مړینه ۱۸۲۳ ز) د پښتو ژبې او اردو ژبی ليکوال او شاعر وو.

مخينه[سمول]

قاسم علي خان پر ۱۷۶۳ زېږدي کال په فرخ اباد کې زېږېدلی وو. هغه د ۹ کالو وو چې پلار يې پر ۱۱۹۲ سپوږميز کال ومړ. قاسم علي خان اپریدی د برهان خان زوی او د کوهاټ د اخور کلي ادم خیلو اپریدو نه وو. د هغه د ژوند د لومړیو کلونو په اړه ډېر مالومات نشته، خو په شمالي هند کې د مرهټو زور مات شوی او په سويل کې د مېسور او حیدراباد نوابیو د انگریز سیاست سره لاس و گریوان وو. پر ۱۷۸۰ زېږدي کال په فرخ اباد کې انگرېز استازی (ریزیدنټ) مېشت شو او تر ۱۸۰۲ ز د بنگښ نواب نه ټول اختیارات واخیستل شول. قاسم علي خان له دغو پېښو اغیزمن شو. په خپل یو شعر کې وایي:

د انگریز طنبور او طروم دلته غږېږي - نصارا سو حاکمان فرخ اباد

حکومت د پښتانه له سره ولاړئ - وارخطا سول نوابان فرخ اباد

په هندوستان کې ډیر پښتانه شاعران او لیکوالان تېر شوي دي چې په هغو کې یو هم د پښتو ژبې نامتو شاعر او لیکوال او د دیوان خاوند قاسم علي خان اپریدي وو. د هغه پلرنی ټاټوبی د پښتونخوا د آدم خیلو د درې دآخور کوټیا سیمه وه. د هغه مشر نیکه الف خان په خپله سیمه کې ملک او د قوم مشر وو، خو د هغه نیکه نیکنام خان د ځینو قومي شخړو او لانجو له مخې خپله سیمه پرېښووه او پر ۱۱۹۱ سپوږميز کال د هندوستان خوا ته ولاړ. دا هغه مهال وو چې په هندوستان کې د هند مغولي سلطنت مخ په ځوړتیا وو، هرې خواته ملوک الطوایفي وه او د هند د مغولي سلطنت د کمزورتیا په وجه هندي راجاگانو، سیمه يییزو امراوو او نوابانو خپل سیمه يیز حکومتونه او نوابۍ جوړې کړې وې. له بلې خوا همدې سیمه يیزو راجاگانو او نوابانو دانگریزانو له خوا د خطر احساس کاوه، ځکه انگریزان هند ته راغلی ول او په کراره کراره یې د ټول هند د نیولو اراده درلوده. له همدې کبله وو چې سیمه يیزو راجاگانو د هغو کسانو درناوی کاوه او دوی ته یې اړتیا درلوده چا به چې په پوځي چارو کې مهارت درلود. په دغه وخت کې هغوی پښتنو ته ځکه اهمیت ورکاوه چې دوی په پوځي تاکتیکونو او د جگړې په چلونو ښه پوهېدل او د خپلو تورو او آسونو سره د جگړې په ډگر کې ښه ځلیدل.

لکه چې دمخه مو وویل په دغسې حالاتو کې د قاسم علي خان اپریدي نیکه نیکنام خان اپریدی هم د ملازمت لپاره د شمالي هند په بیېابېلو برخو کې اوسیده.

د قاسم علي خان اپریدي پلار هم د همدې مقصد لپاره د هند په بیېلا بېلو برخو کې اوسیده او وروسته بیا په کولهار کې، چې د هند د اتهرا پردیش د فرخ آباد په سیمه کې مو قعیت لري، میشت شو.

قاسم علي خان اپریدي د خپل پلار په اړه داسې وایی: «زما پلار (والد) غنم رنگه، ښایسته او د ښو کړو وړو څښتن وو، د خپلې مورنۍ ژبې پښتو نه پرته په فارسي، تورکي، هندي او اردو ژبو پوهیده او په پوځي چارو کې یې ډیر مهارت او وړتیا درلودله.»

کله چې قاسم علي خان لا وړوکی ماشوم وو نو پلار یې شیخ خلیل الرحمن ملیح آبادي د هغه د ښوونکي په توگه وټاکه، خو له بده مرغه کله چې قاسم علي خان اپریدی نهه کلن شو نو پلار يې وفات شو.

هغه د علم او ادب سره ډیره مینه درلوده او د همدې مینې په وجه یې په پښتو، اردو، هندي او فارسی کې ډېر مهارت خپل کړ. نوموړي د علم او ادب تر څنگ په پوځي چارو کې هم ماهر و او د جگړې په ټولو تکتیکونو پوهیده. له همدې کبله وو چې د هغه وخت زیاتو راجاگانو او نوابانو دی په خپلو پوځونو کې برتهي (استخدام) کړ چې په دغو راجاگانو او نوابانو کې د مهاراجا جسونت راو هلکر، مهاراجا دولت راو سندهیا او نواب امیر خان سالارزي نومونه اخیستلی شو.

شاعر او ليکوال قاسم علی خان یوه موده په پوځي چارو کې په دکن کې بوخت وو او وروسته بیا د ختیز هند کمپنۍ ورته په شمس اباد کې دنده ورکړه، خو تر څه مودې وروسته یې دغه دنده له لاسه ورکړه. تر دې وروسته د هغه د شخصي حالاتو په اړوند موږ کوم مدارک او اسناد نلرو، خو لکه چې د هغه د دیوان له اشعارو مالومېږي، هغه د تصوف لاره خپله کړه، د قادریه سلسلې پیرو شو او د هغه پیر او مرشد حافظ غلام محمد وو چې ده ورته ډېر ارادت درلود.

ليکلي اثار[سمول]

قاسم علي خان په پښتو، هندي، اردو او فارسي ژبو له ځانه ډیر منظوم او منثور آثار پریښي دي، لکه چې هغه په خپل یوه کتاب کې چې آفریدي نامه نومېږي لیکي: «زه ۳۹ کلن وم چې ما شپږ کتابونه لیکلي وو.» د ده دغه کتابونه په لاندې ډول دي:

۱- دیوا ن افریدی (په پښتو ژبه).

۲- خوابنامه (په پښتو ژبه).

۳- دیوان افریدي (په هندي ژبه).

۴- آفریدي نامه (چې په هغه کې د پښتو، فارسي، کشمیري، هندي، اردو او انگریزي ژبې مترادف الفاظ راغلي دي).

۵- شفاعت نامه. په دغه اثر کې د قادریه سلسلې د خلفاوو نومونه، بوللې (قصیدې) او مناجات راغلي دي.

۶-رساله افریدي، چې د خپلې کورنۍ د حالاتو یادونه او ذکر یې پکې کړی دی.

باید وویل شي چې د قاسم علي خان اپریدي د دیوان او نورو آثارو نسخې د هند په بیلا بیلو کتابتونونو او د هغې نه د هند د رامپور کتابتون د خطي نسخو په ارشیف کې خوندي دي، چې ليکوال لطيف ياد پخپله لېدلي دي.

په پټنه کې د هغه د دیوان په تمهید کې کاتب وایي چې هغه څو شعري ټولگې په فارسي او هندي کې هم لیکلې دي او دی د انگرېزي، کشمیري او تورکي ژبو سره هم لږ لږ بلد وو. د دیوان په پای کې شاعر وایي چې دا شعرونه د حافظ غلام محمد په مرسته راټول شول او پر ۱۲۰۶ سپوږميز (۱۷۹۲) زېږدي کې ترتیب شول. هغه وخت د ډېلي پر تخت مغل شاه عالم (نابینا) پاچا ناست وو.

د شعر بېلگې يې[سمول]

دا هم د هغه د پښتو دیوان د پیل يو څو بیتونه:

حق مالک د کل جهان دی رب زما- حق مالک د دوه جهان دی رب زما

چې څښتن د هر مکان دی رب زما- هم څښتن د لامکان دی رب زما

په اردو کې د قاسم علي خان اپریدي گڼ شمېر شعرونه عشقي دي، خو د هند د پوځ او د مغلو په حالاتو يې په پښتو ژبه کې لیکل کړي دي. د پښتو شعر یوه بېلگه يې داسې ده:

بقالان وه اوس سپایان په هندوستان شول- دروېزه کاندي اشراف چونگي چونگي

حیف درحیف دی چې حرمت د اشراف نشته- په اسلام هسې راغلې ده تنگي

احمد شاه درانی نشته دی یارانو- چې پر سر کاندي افسر جیشي زنگي

شاه عالم د قناعت پر حجره کیناست- که پیدا کا نور اولاد تیمور لنگي

دا هم د هغه داردو شعر یوه بېلگه:

جب سی پهلوسی میری شوخ وه خودکام گیا- صبر کوچ هوا، جان کا آرام گیا

عقل وهوش وخرد وفهم بهي ایک باري- هوگی رخصت هوی، جس جا په وه کلفام گیا

دوستو کیون نه کرو ورد زبن نام اسکا- که غذا روح کې اور قوت اندام گیا


مړينه[سمول]

قاسم علي خان اپریدی پر ۱۸۲۳ زېږدي کال ومړ شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

اخځليک[سمول]

۱- https://www.safiahaleem.com/?p=5679

۲-د ليکوال ډاکتر لطيف ياد فېسبوک پاڼه.