قائم بأمر الله
د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو جعفر عبدالله القائم بأمر الله بن احمد القادر بالله بن اسحاق بن جعفر المقتدر بن احمد المعتضد بن طلحة الموفق العباسی الهاشمي القرشي ( ۳۹۱ – ۴۶۷ هـ س / ۱۰۰۱ – ۱۰۷۵ ز) چي په عامه توګه د قائم بأمر الله په نامه پیژندل کیږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ شپږویشتم خلیفه وو.
نوموړی د خپل پلار له مرګه وروسته په ۴۲۲ هجري سپوږميز کي د واک ګدۍ ته ورسېدی، او شاوخوا ۴۴ کاله او ۲۵ ورځي یې واک وچلاوه.
واکمني
[سمول]د قائم بأمر الله واکمني په اسلامي نړۍ کي د ډیرو اغېزمنو پیښو شاهده وه، چي یو له هغو څخه د بويه واکمنانو پرځېدل او د سلجوقیانو منځته راتګ وو. بویه یا آل بویه هغه شیعه واکمنان وه چي له شاوخوا یوې پېړۍ راهیسي یې په بغداد کي د عباسي واکمنانو خلافت یرغمل کړی وو او هر ډول سیاسي پریکړي به یې د خپلي خوښي سرم سم پر خلیفه ګانو باندي تپلې.
د قائم بأمر الله په زمانه کي د بغداد یاده کورنۍ د سلجوق ترکانو له لوري په بشپړه توګه وپرځول سو او عباسي خلیفه پسله یوې پېړۍ د سني مسلمانانو تر سرپرستۍ لاندي نوي او له برمه ډک خلافت ته ادامه ورکړه. سلجوقي ترکانو د بغداد په نیولو سره د قائم بأمر الله خلافت نه یوازي په ختیځه اسلامي نړۍ وپېژندی، بلکي د شام ځمکه یې هم د مصر له عبیدي شیعه ګانو څخه وژغورل او د روم له پولو نیولې تر افریقا او حجاز پوري د عباسي خلیفه ګانو نوم د جمعې په خطبو کي یاد سو.
د سلجوقيانو له لوري د عباسي خلیفه ګانو پورتني ملاتړ په مصر کي عبیدي واکمنان تر سخت فشار لاندي کړه او په 450 هجري کال کي یې د بساسیري په نوم واکمن تر مشرتوب لاندي پر بغداد باندي هجوم وروړ. د سلجوق ترکانو مشر (طغرل بېګ) چي ددوی هجوم ولیدی هغه هم بېله ځنډه په جګړه باندي لاس پوري کړ، او تر یو کال خونړي کش مکش وروسته یې خلیفه بیرته خلاص او بساسیري یې لمنځه یووړ.
د بساسیري تر وژلو وروسته د طغرل بېګ اولادونو د قائم بأمر الله په ملاتړ له روم سره جګړې ته راودانګل او په 463 هجري کي د الپ ارسلان اسلامي لښکرو د ملاذکرد پر میدان باندي روميانو ته سخته ماته ورکړه.
مړینه
[سمول]د قائم بأمر الله خلافت که څه هم په بغداد کي یو خپلواکه واکمني نسي ګڼل کېدای، او د واک سرچینه یې په بشپړه توګه سلجوقي ترکان بلل کېده، خو د یو شمېر مخکنیو عباسیانو خلیفه کانو په څېر نوموړی هیڅکله کاواکه او ګوډاګئ واکمن نه وو، بلکي ملاتړي (سلجوقیان) یې داسي کسان وه چي دده ملا یې هر وخت د دښمنانو په وړاندي تړلې وه، او تر ده وروسته یې هم د عباسي خلافت هر واکمن ته د اسلامي نړۍ د مذهبي رهبر په توګه درناوئ درلود.
قائم بأمر الله تر 44 کاله خلافت وروسته په 467 هجري کي د 76 کلونو په عمر باندي وفات سو.
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P31 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چې یو خصوصیت کارويP18